شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي

 

 

(مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )

 

۱- د شيطان د نفوذ يوه لاره داده چه انسان ته بدعت ښه ښکاره کوي بدعتي سړی فکر کوي چه زه ډیر ښه اعمال تر سره کوم او پرهيزکاره سړی يم حال داچه هغه به په يوه غلطه لار روان وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»: (ابوداود – نسايي )
 (په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او دهرې ګمراهی انجام دوزخ دی )
ځنې له ځانه احاديث جوړوي چه خلک له دين څخه لرې شوی دی هغه ورباندې وويروي ،يا د شيخ احمد په نوم وصيت نامې جوړوي چه ګواکي هغه رسول الله صلی الله وسلم په خوب ليدلې چه دومره خلک بې ايمانه مړشوي او خلک اطاعت نه کوي يو دا چې خوب که رښتيا هم وي شرعي دليل نشي کيدای او بل دا چه هغه په دروع باندې د خلکو اصلاح کول غواړي چه اصلاً دا کارونه بدعت او ګمراهي ده .

۲- يو شی ته رسيدګي مګر د نورو فوت کول :

مثلاً يو کس لمونځ کوي خو زکات نه ورکوي دی وايې چه لمونځ د دين ستن ده او د محشر په ورځ به د ټولو نه مخکې د لمانځه حساب کيږي ، دا سمه ده چې لمونځ په دين کې يو مهم بدني عبادت دی مګر زکات هم يو مهم مالي عبادت دی دواړه د الله تعالی حکمونه دي .
د دواړو په فوت کې سخت وعیدونه ذکر شوی دي :
مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي (المدثر۴۳).
تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.
…. وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ) .
اوهغه کسان چه خزانه کوی سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او نه لګوی هغه په لاره د الله ج کښی نو زيری ورکړه دوی ته په غذاب دردناک سره .
ځنې بيا فکر کوي چه زه په زړه صاف مسلمان يم له خلکو سره ښه روابط لرم چاته چل او فريب نه ورکوم خيانت نه کوم خير که لمونځ نه کوم .
دا رنګه نور دا ټول د شيطان دسيسې دي چې غواړی نيک خلک وښويې .

۳- د بد کار د پريښودلو او د نيک کار د انجامولو اقدام نن په سبا کول :

په بدو کارونو کې به اخته وي او ښه به پوه وي چې دا کا بد دی اراده به لري چه پريږدي ولی هغه به نن په سبا کوي .
دا هم دشيطان دوکې دي چه د نيک کار په اقدام کې انسان ته وسوسې اچوي تر څو هغه وځړوي او د ګناه پيټۍ ښه وزمين شي .
مثلاً په دفترونو او علمي موسيساتو کې له بيګانه ښځو سره ملګري او عشق بازي کوي او وايې خير چه کله فارغ تحصيل شم نو بيا به توبه وباسم ،حال داچه د عبادت اصلی مرحله د ځوانۍ ده په ځوانۍ کې سړی کولای شي ځان ته د نيکو اعمال زخيره جوړه کړي خو دوی به دغه مهمه دوره په عشق بازۍ تيروي .
يا به وايي خير که نن د شيطاني ورکشاپونو غير اسلامې او غير اخلاقي فلمونه او سيريالونه ګورم ځواني مې ده ځواني خو د مستی دوره وي چه کله مې سن پوخ شو توبه به وباسم .
يا حج ورباندې فرض وي او وایې خيرچه کله بډاتوب ته ورسيږم بيا به يې ادا کړم ، اول خو داچه په مرګ کله اعتبار شته او بل داچه په بډاتوب کې بدن ضعيف شي ، ناتوانه شي ،بې حوصلې شي نو له سړی څخه ډير څه پاتې کيږي او هسې عبادت نه تر سره کيږي لکه څنګه چه په ځوانۍ کې تر سره کيږي .

۴- د شيطان د توکې بله لاره داده چې انسان ته دا احساس ورکوي چه ته يو کامل انسان يئ او هيڅ عيب او نقصان نه لرې :

انسان ته دا احساس ورکوي چه ته تر ټولو خلکو غوره سړی يئ ، وګوره ډير خلک لمونځ نه کوي ته لمونځ کوي ډير خلک روژه نه نيسي ته روژه نيسې .
د شيطان دغه وسوسې ددی د پاره وي چه انسان نور زيات عبادت ونه کړي يا د عبادت په ښه ادا کې کوښښ ونه کړي ، که سړی د شيطان دا ډول وسوسو ته ځواب ور نه کړي نو هيڅکله به هم نه د نور عبادت او نه هم په عبادت کې د اصلاح کوښښ وکړي او په دې کوښښ کې به وي چه خپل اعمالو ته ښه رنګ ورکړي او هغه ډيره غوره وګڼې که څه هم د اخلاص نښه داده چې سړی اعلی ترين عبادت ادناترين وګني .
مثلاً انسان په کور کې لمونځ کوي او جومات ته نه ځي خو کله چه د جومات ته د تګ اراده وکړي شيطان هغه ته دا وسوسې وراچوي چه ډير خلک لمونځ نه کوي ته لمونځ کوې خير که په کور کې وي له رياکارۍ نه به بچ وې
يا به دا بهانې کوي چه د جومات امام سم سړی نه دی زما په هغه پسې لمونځ زړه نه غواړي که څه هم ده به لوی ټولنيز سنت ترک کړي وي خوبيا به هم ځان تر امام غوره بولې په هغه پسې به يې اقتدا کول زړه نه غواړي .

۵- شيطان د انسان د توکې د پاره دوې طريقې په کار اچوي :

 
الف : غرور او تکبر خپل ځان غټ ګڼل او نورو خلک حقير او ذليل ګڼل :
مثلاً شيطان مالدار سړی ته دا وسوسې وراچوي چه ته د خدای جل جلا له په نزد غوره سړی يې نو ځکه يې پر تا د دومره مال لورينه کړی ده نو ته تر فقير او بې وزله نه غوره يې .
خو اصلاً مال او فقر دواړه د الله تعالی آزموينه ده . قوله تعالی : َلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ (البقره ۱۵۵ ) (مونږ به هرومرو تاسې په ويره (چه بله الله له بل چا څخه ويريږﺉ ) او لوزه (فقر او بې وزلي ) آزميو ) .
پرهيزکار سړی ته به دا توکې ورکوي چه ته تر ټولو ښه او پاک سړی يې او نورو خلکو ته به د ذلت په سترګه ګوري هغوی به سخت ګناکار کڼي .
که کومه علمي جلسه وي دی به په هغه کې برخه نه اخلي دا ځکه چه که هلته دده نه اشتباه وشي نو سپک به شي
ددی غرور په وجه به دده هغه اشتباهات او غلطۍ پاتې شي .
ب : دوهمه طريقه : خپل ځان ناتوانه ګڼل :
په دې طريقه کې شيطان انسان ته وايې تواضع کوه ځکه څوک چه د خدای جل جلاله د پاره تواضح کوي د هغه مرتبې لوړيږي .
ته ددی کار د پاره کافي توان او قدرت نه لرې ددې کار د انجامولو د پاره با استعداده او اوچتو کسانو ته ضرورت دی ، په دې کې د شيطان هدف دا دی تر څو انسان خپل رسالت تر سره نه کړي او د اسلام او مسلمانانو د خدمت د پاره خپل کافي استعداد او قدرت ونه کاروي .

۶- د شيطان د توکه کولو بله لاره داده چه د انسان په زړه کې بدګماني پيدا کوي ، بدګماني ډير بد عمل دی که له يو چا څخه ډیره کمه اشتبا وشي نوله هغه څخه لوی غر جوړ کړي او په اړه يې بد بد ګمانونه کوي .

يا پخپل ځان باندې بدګماني کول :
چه شيطان سړی ته وايي ته رياکار يې ، ته منافق يې دا کار د خدای د پاره نه تر سره کوې بلکی دا د خلکو د رضا د پاره تر سره کوې .
دا ټول وسواس ددې د پاره دي چه سړی له نيک عمل څخه لرې کړي ، ولی ددې کارونو د نيت ځای داخل دی (زړه ) نه بيرون مونږ به پخپله هغه وينو چه په زړه کې مو د خدای رضا ده که د مخلوق يا په زړه کې مو اخلاص دی که ريا نو که په زړه کې مو ريا نه وي نو بيا خو دهغه عمل کول غوره دي .

۷- د انسان د توکه کوله بله شيطاني لاره د خلکو ويرول دي :

الف : شيطان خلک په خپلو دوستانو ويروي :
شيطان انسان په خپلو دوستانو ويروي چه هغوی د قوي لښکر او قوي وسايل لري تاسې د هغه له مقابلی څخه عاجر يي نو ځکه د شيطان او د هغې د لښکر له ويرې د الله او رسول اطاعت پريږدي .
قوله تعالی : الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (العمران ۱۷۵ ) .
هغه خو شيطان ؤ چې خپل دوستان يې بې ځايه ويرول له دې امله تاسې په آينده کې له هغوی مه ويريږې او يوازې له ما نه ووريږي (د نافرمانۍ له وجې ) که په رښتيا سره مؤمنان وی .

ب : شيطان خلک په لوزه او فقر ويروي :

شيطان خلک په فقر ويروي قوله تعالی : الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ (۲۶۸ البقره ) .
شيطان انسان ته وايي که دغه کار پريږدي بل کا نه درته پيدا کيږي دا کار مه پريږده .
شيطان ځکه دا ورته وايې او دا ويره دهغه په زړه کې وراچوي چه په کوم حرام کار او شغل اخته وي هغې ته دوام ورکړي .
ومن الله توفيق
آن لاين اسلامې لارښود