له کور څخه د شيطان شړلو لارې
له کور څخه د شيطان شړلو لارې
شيطان هر وخت غواړي په کور کې فتنې
رامنيځته کړي او کورنی ژوند ګډوډ کړي .الخصوص غواړي د خاوند او بې بې تر
منځ اختلافاتو ته لمن ووهي تر څو دوی په کراره او د مينې او محبت په فضا کې
ژوند ونشي کړای، کله چې د خاوند او بې بې تر منځ اختلافات رامينځه شول له
يوې خوا به يې اولاد په غم لړلی وي او له بلې خوا به د اولاد تربيې ته صحي
پام نه کيږي،چې په دې سره به کورنی او بلاخره ټولنې ته ستره تاوان پيښ شي .
نو مسلمان او مسلمانې بی بی ته لازمه ده چې لاندې شرعي لارښوونې په نظر کې ونيسي :
اول د کور څخه د شيطان شړل :
اول : کور يا اتاق ته د داخليدو په وخت کې د الله تعالی ذکر بسم الله
ويل ځکه کله چه د الله تعالی نوم واخستل شي نو هلته بيا شيطان نشي تم کیدای
او همدارنکه د سلام اچول .قال الله تعالى :-
فَإِذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً (61)النور
نورې دعا ګانې هم شته د هغه ټول ذکر لازم نه بولم مهم داده چې کور يا اوتاق ته د داخليدو په وخت د الله تعالی ياد وشي .
دوهم د خوراک او څښاک په وخت د الله تعالی يادول (بسم الله ويل ) :
جناب نبي کريم صلى الله عليه و سلم فرمايي : -
(إذا دخل الرجل بيته فذكر الله عز و جل
عند دخوله و عند طعامه قال الشيطان : لا مبيت لكم و لا عشاء . فإذا دخل ولم
يذكر الله قال : أدركتم المبيت. و إن لم يذكر الله عند طعامه قال الشيطان :
أدركتم المبيت و العشاء )
کله چې سړی کور ته د داخليدو په وخت کې او د خوراک په وخت الله ياد کړي نو شیطان وايي : تاسې لره نه تخت شته او نه شپه .
او کله چې داخل شي او الله تعالی ياد نه کړي نو وايي : تخت او استراحت
ځای مې پيداکړ ، او که د خوراک په وخت کې الله ياد نه کړي شيطان وايي :
تخته او شپه مې پيدا کړل ( د شپې تيرولو ځای مې پیدا کړ ) .
دريم د قرآنکريم ډير ډير تلاوت کول :
د قرآنکريم ډیر تلاوت کول خصوصاً د البقرې سورت تلاوت کول په کوم کور کې چې د البقرې سورت لوستل کيږي هغې کور ته شيطان نشي ننوتی .
عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال :-
( لا تجعلوا بيوتكم مقابر إن الشيطان ينفِر من البيت الذي تقرأ فيه سورة البقرة ) رواه مسلم ( 780 ) .
له ابی هريره رضی الله عنه نه روايت
دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :تاسې د خپلو کورونو نه قبرونه
مه جوړوئ يقيناً په هغه کور کې چې د البقرې سورت لوستل کيږي شيطان له هغې
کور نه تښتي .
که يوازې د البقره ورستني دوه ايتونه د امن رسول …. تر پای تلاوت شي هم
کفايت کوي ،د ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چې نبی کريم صلی الله
عليه وسلم فرمايي :: «من قرأ بالآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة كفتاه:
هر څوک چه د سورت بقرې ورستي دوه ايته د شپې تلاوت کړي ده لره کافي دي (د هر شر او بلا دافع ګرځي )
څلورم : خپل کور د موسيقی او نورو لهو څخه ساتل ځکه څوک سندرې او موسيقي اورې له هغې څخه فريښتې ځي او شيطان ورته راځي .
پنځم : خپل کور د تصويرونو او مجسمو نه پاک ساتل :
قال رسول الله صلي الله عليه وسلم : لا تدخل الملائكة بيتا فيه تصاوير أو تماثيل (مسلم 2112 ) :-
په کوم کور کې چې تصاوير او مجسمې وي هغه کور ته پريښتې نه ننوځي .
همدارنګه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :…. لاتدخل الملائكة بيتاً فيه كلب أو صورة
هغه کور ته پريښتې نه ننوځي په کوم کې چه تصاوير او سپی وي .
شپږم د خپل نفس د شر نه پنا غوښتل :
د خپل نفس د شر نه سبا او بيګا پنا غوښتل
ځکه چې دا زمونږ د حبيب محمد صلی الله عليه وسلم عمل وو
{ اللهم أني أعوذ بك من شر نفسي وشر الشيطان وشركه } علمنا حبيبنا محمد صلى الله عليه أن تعوذ
من شر النفس قبل شر الشيطان ….
قال الله تعالى :-
{ إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ (53) يوسف
اوم د معوذتينو (قل اغوذ برالفلق او قل اغوذبرب الناس ) ويل
عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله
عَنْهَا: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ
لَيْلَةٍ، جَمَعَ كَفَّيْهِ ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا، فَقَرَأَ فِيهِمَا:
)قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ( وَ )قُلْ
أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ( ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ
جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ، وَمَا أَقْبَلَ
مِنْ جَسَدِهِ، يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلاثَ مَرَّاتٍ. (بخارى:5017)
د بې بې عايشې رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه
وسلم دا عادت ؤ چه هر شپه به چه کله د آرام د پاره خپلې بستري تللو نو خپل
دواړه لاسونه به يې يو ځای کړل او قل هو الله ، قل اعوذبرب الفلق او قل
اعوذبرب الناس ولوستل بيا به یې په لاسونو باندې وپوکل بيا د کوم ځای پورې
چه کيده په خپل مبارک بدن به يې راکشول دا عمل به يې دری ځله تکرارولو .
ددې سورتونو ډير فضيلت ذکر شوی دی او ډيرې ګټې لري د هغه ذکر دلته نشي
کیدای علماؤ په دې ډير ټينګار کړی دی چه بايد هر مسلمان دغه سورتونو تلاوت د
ځان عادت جوړ کړي .
د ډيرو بلاو د دفعې د پاره کفايت کوي د انسانانو او پيريانو له شر او
وسواسو نه همدارنګه د سحر او جادو د دفعې د پاره ماشومان چې کله په خوب کې
ويريږي يا ژاړی بايد دغه سورتونه ورباندې وويل شي .
آن لاين اسلامې لارښود
البرامج التالية لتصفح أفضل
This Programs for better View
که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی
زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ
hadawal.org@gmail.com
Qari saib deer deer manana jazakallah deer pa zra poori mozogano ta pam kawie
ReplyDeletemanana
dr asil