.
الحمدلله كما ينبغى لجلاله، وصلى الله على سيدنا محمدوعلى آله واصحابه :_اما بعد!فزوى البخاري فى صحيحه من حديث طارق بن شهاب قال سمعت عمر يقول : قال قام فينا رسول الله مقاماً فاخبرنا عن بدء الخلق حتى دخل اهل الجنة منازلهم واهل النار منازلهم ،حفظ ذلك من حفظه ونسيه من نسيه. ..الحديث
څرنګه چې نبى كريم ته الله د هر څه په هكله علم او خبر وركړى ده او جناب آقا د هغه امانت رسول او د هغه د ساتنى سپارښتنه خپل امت ته په باورى توګه كړې ده نو مونږ په پوره ډاډ دا وئيلى شو چه هغه سپيڅلې خبرتياوې به هرومرو منځ ته راغلې وي او ځينې به د هغوي څخه چه تر اوسه نه دى ښكاره شوې د منځ ته راتلنې او څرګنديدو بڼه خپله كړې او ډېرې بيلګې داسې شته چه د نبوي ارشاداتو كټ مټ تعبير ګرځيدلې شي چه اسلامى ټولنه په هغه كې د بې وسى لاس او پښې وهى .
نو له دې كبله يې د هغو سپيڅلو خبرتياؤ ژباړې ته مخه كړه چه مسلمانه ټولنه په ليږ پام سره هم كولې شي د هغې بلا نه چه پكې ښكيل ده او يا پښكې ښكيليږي ځان وژغوري او دا به د قيامت د نښانو تر سر ليك او عنوان لاندې لوستونكو ته وړاندې كړم .
قيامت هغه كلمه ده چه ټول د اسمانى كتابو منونكى پرې باور لرى او د هر دور نبى او پيغمبر خپل امت ته د قيامت د راتلو نه وړاندې څه نا څه نښانې بيان كړې دي د آخرى زمانې ريښتونى پيغمبر هم خپل امت ته په دې هكله ډيرې باورى نښانې په خپلو باورى خبرتياؤ كې بيان كړې دي او د قيامت نه وړاندې يې هغه ټولې فتنې ، ګډوډى ، ناورينونه او وژنې چه انسانى ټولنه او بيا په ځانګړې توګه چه اسلامى ټولنه ورسره مخ كيدونكې ده بيان كړې دي او له دغو فتنو سره د مخ كيدو په صورت كې يې مسلمان امت ته د ځان ژغورنې لارې چارې هم ښودلې دى.
څرنګه چې مونږ د خپلى ژباړى په پيل كې يو حديث د امام بخارى رح د كتاب صحيح البخارى څخه رانقل كړى ده او هغه د طارق ابن شهاب او هغه د حضرت عمر ابن الخطاب څخه اوريدلى چې حضرت عمر فرمايل : يو ځل زمونږ په منځ كې نبى كريم په يوه ځاى كې ودريدلو او مونږ ته يي د مخلوق د پيدايښت څخه آن تردې پورې خبر راكړ چه جنتيان خپلو ځايونو ته جنت ڼوتل او د دوزخيانو خپلو ځايونو ته دوزخ ڼوتل په ياد كې وساته دا حديث او خبر چا چه ياد كړ او هير كړ دا حديث چا چه ياد نكړ او هير يي كړ.
په دي هكله امام بخارى ، امام مسلم ، امام ابوداؤد له حضرت حذيفه ابن ايمان څخه يو بل روايت هم نقل كړې ده البته په تورو كې يې توپير او زيادت شته .
حضرت حذيفه فرمائى كه چيرې زه يو شۍ د هغو شيانو څخه وګورم چه ما هير كړى وى او هغه نبى كريم بيان وى نو په ليدلو د همدې شى به ماته مبارك حديث ياديږي . لكه يو سړى چه بل سړې ووينى او بيا ئې هير كړى خو چه كله ورته مخامخ شي نو بيا ورته ياد شي چه دا خو هغه سړې ده چه ما هير كړې وو يعنې نبى كريم په دومره روښانتيا سره دا راتلونكى حال بيان كړ چه كه له ما څخه د نبى كريم حديث هير هم شى خو چه فتنه او بدلون مينځ ته راشى نو ماته به د نبى كريم حديث بيا ياد شى .
امام ابوداؤد له حضرت حذيفه فرمائيل: والله ما ادرى انسى اصحاب رسول الله ام تناسوا؟ والله ماترك رسول الله من قائد فتنة الى ان تنقضى الدنيا يبلغ من معه ثلاثمائة فصاعدا الا قدسماه لنا رسول باسمه واسم ابيه و اسم قبيلته _الحديث.
چه په خداى قسم ! زه نه پوهيږم چه نبى كريم نورو ملګرو به دا هير كړى وى او كه به ترينه هير كړې شوى وى _په خداى قسم چه نه ده پريښى نبى كريم يوه مشر او جوړه ونكى د فتنې تردې چې دنيا ختمه شى مګر وئې ښودلو د هغو ئى نو ، د پلار نوم ئې او قوم ئې ، او شمار ئې درې سوه او څه لا زيات جوړيده يعنې هغه كسان چه د نبى كريم د زمانې څخه تر قيامته د فتنو، ګډوډيو ، بدلونونو اصلى تادو ايښودونكى دي يو يو نوم په نوم ريښتوني خبر وركونكى پيغمبر بيان كړل .
امام مسلم امام احمد د سند په ملتيا له حضرت زيدانصارى څخه روايت كړى هغه فرمائي : صلى بنارسول الله صلاة الصبح ثم صعدالمنبر فخطبنا حتى حضرت الظهر ثم نزل فصلى الظهر ثم صعد المنبر فخطبنا حتى غابت الشمس فحد ثنا بما كان وبما هوكائن فاعلمنآحفظنا_الحديث
يوه ورځ نبى كريم مونږ ته د سهار لمونځ وكړو او منبر ته وختلو او بيان ئې وكړو تر ماسپښن پورې او بيا راكوز شو د ماسپښن لمونځ ئې وكړو او بيا منبر نه پورته شو بيان ئې وكړو تر ماذيګر پورې او بيا راكوز شو د ماذيګر لمونځ ئې وكړو بيا منبر ته پورته شو بيان ئې وكړو تردې چه لمر پريوتو دوي په خپله وينا كې څه چه وړاندې تيروو او څه چه وروسته راتلونكى وو مونږ ته بيان كړل او په مونږ كې ښه پوه ښه يادونكې وو.
همدا مفهوم له حضرت ابى سعيد الحذرې څخه امام احمد ترمذى او امام حاكم هم روايت كړې ده . همدارنګه امام احمد د سند په ملتيا د حضرت مفيره ابن شعبه څخه دا مفهوم روايت كړې ده البته په تورو د حديث كې توپير شته او حضرت ابوداؤد فرمائې : چې نبى كريم خپلو ملګرو ته د هغو ټولو راتلونكو حالاتو په هكله خبر وركړئ ده له دوي څخه وروسته راتلونكى وواو اصحابو هم هغه بيان كړى .
البته د هغو خبرتياو يوه يوه بيلګه يا خو موجوده شوې او يا به خامخا موجوديږي . خو زه به هغه څه په خپله ژباړه كې ليكم چه د هغوې سره د اوس مهال جامعه د ځان تړاؤ بولي او يا به راتلونكى جامعه ځان ورسره تړى په دې هكله نبى كريم مونږ ته ډيرې روښانه او ريښتونى خبرتياوې راكړې چه هغو ته مو پام راګرځوم .
حضرت نعيم ابن حماد چې د امام بخارى استاد ده په خپل مشهور كتاب چه د كتاب الفتن په نوم ياديږي له حضرت سمرة ابن جندب څخه يو حديث روايت كړې چې نبى كريم فرمائيلى دى: لاتقوم الساعة حتى تروا مورا عظاماً لم تكونوا ترو نها ولا تحدثون بها انفسكم ....الحديث
ترهغه به قيامت رانه شى تر څو چې تاسو نه وى ليدلى داسى لوئ نوى شيان چې تاسو به نه هغه وړاندې ليدلى وي او نه به مو له ځان سره ياد كړى او سوچ كړى وى . او همدا حديث امام احمد، امام بزاز، امام طبرنى په ډير اوږده انداز روايت كړې كيدې شى چې په خپل ځائې كې ئې ژباړه راشى .
(( كه د نبى كريم د حديث مفهوم ته څوك ليږ غوندې ځير شى نو دا باوربه ئې راشى چې د قيامت د نښانو په هكله كه نور يو حديث هم نوې بيان شوئ نو دې حديث بس والې كولو ځكه پدي كې نبى كريم داسې كليمات ذكر كړې چې ټولو هغو شيانو ته شامليږي چې پخوا ئې انسان سوچ هم نشو كولئ هغه كه نوښتونونه دى كه اختراعات ، پرمختياوى او يا بدلونو ته بلكه ډير داسې څه اوس پيداشوي او پيدا كيږي چې دانسان عقل هغه بالكل ناشونى او نه كيدونكى ګڼل .د بيلګې په توګه الوتكې او يا د اوبو لاندې سفر كول ، كار كول بيا به ځانګړې توګه په داسې ډول چې ڼ سبا وجود لرى . او يا د نړى له يوه كونج بل كونج سره خبرې كول ، يو بل سره ليدل او د نړى يو لوئې ښار له بل لرې ښار يا ځاى څخه روښانه كول او بيا دا روښنائې له دوه مخالفو شيانو څخه پيداكول چې اور اوبه دي او يا نور داسې چې له ڼ څخه څو پيړئ وړاندې نه كيدونكى ګڼل كيدل او د اوس زمانې مخترعات او ايجادات خو بيخى حيرانونكى دى لكه په نوي سستم جوړې الوتكې ، سپوږمكۍ ، راكټونه ، د اوبو جهازونه ، تباه كونكې وسلې ، غازات او يا نور د آرام ژوند وسائل .
خودا هر څه د نبى كريم په بې ساحله خبرتيا كې داخل دي لكه چې مونږ وړاندې ذكر كړل چې تر څو تاسو داسې څه نوي ليدلى چې د هغو كيدل غټ او يا موجوديدل عقلاً ناشونى نوى ګڼل شوى او تاسو به د هغه په هكله له ځان سره سوچ هم نوى كړې او دا حديث د جوامع الكيم معنى او مصداق ده او د نبى كريم لويه معجزه ګڼلې شى كله چې په نړى كې لوئې نوښتونونه ، پرمختياوې او اختراعات منځ ته راغلل نو ډيرو د پوهې خاوندانو ته دا پوښتنه پيدا شوه او له دوئ نه پوښتنې وشوې چې آيا د دغو لويو او نو يوشيانو په هكله د نبى كريم په احاديث كې كوم بيان راغلى ده نو حافظ احمدالغمارى يو مصرى عالم ده هغه ديته په خپله رساله چې د مطابقة الاختراعات العصريه لما اخبر به سيدالبريه په نوم ياديږي ځواب ويلې ده او څو بلګې ئې داسې ذكر كړې دي چې كټ مټ د نبى كريم حديث پرې تطبيق كيږي .
امام طبرانى او بزاز د سند په ملتيا له حضرت سمره ابن جندب څخه روايت نقل كړى چې نبى كريم فرمايلى دي : سترون قبل ان تقوم الساعة اشياء ستنكرونها عظاماتقولون هل كناجدثنا بهذا فاذاراتم ذلك فاذكروا الله تعالى واعلموا انها او ائل الساعة .......الحديث.
نژدې ده چې تاسو به د قيامت څخه وړاندې داسې څه وګوري چې د لوى والي له امله به مو د منلو وړ نوي او تاسو به خپل منځ كې دا خبره كوۍ چې آيا په دي هكله كوم حديث د نبى كريم مونږ ته بيان شوۍ ده نو چې تا كله تاسو دا وليدل خداى ياد كړى او په دي پوه شۍ چې دا د قيامت ړومبۍ برخه ده .
امام احمد د سند په ملتيا له حضرت سمره ابن جندب څخه دا مفهوم نور هم روښانه روايت كړى ده چې په دي حديث كې د دجال نښې او د راتلو نښانې يې ذكر شوې دي نبى كريم فرمايلى دي : وان يكون ذلك حتى تروا اموراً يتفاقم شانها فى نفوسكم وتساء لون بينكم هل كان نبيكم ذكر لكم منها ذكراً .....الحديث.
- د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
- د تراويح د لمانځه فضيلت
- د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
- د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
- د حضرت زينب په هكله معلومات
- د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره
- د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
- د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
- د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
- د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل او په دي ورځو کي مستحب عملونه
دیره شه موضوع ده هیله ده داسی موضوعگانی جاری وساتی
ReplyDelete