Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, January 1, 2012

خپل پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) وپيژنه


خپل پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) وپيژنه !

 

 

زمونږدخوږ اوښكلى پيغمبر محمدصلى الله عليه وسلم په مكمل سيرت


اوژوندليكنه زيات وخت نيسي په دغه موضوع علماء 

كراموزيات كتابونه ليكلي دي دعوامومسلمانانو دپوهاوي 


اودثواب په خاطر يوڅه لنډه پېژندنه حالات، اولادونه، ترونه، ترورګانې،

خادمان، مؤذنين، دوحي كاتبان اود  ژوند نوراهم واقعات 


اوغزاګانې ليكودنورزيات تفصيل، څېړنې اومعلوماتو لپاره دغوكتابونوته 


مراجعه وكړئ.


سيرت ابن هشام ،سيرت مصطفى، سيرت نبوى ،رحيق المختوم 


نوم مبارك:  محمد ( صلى الله عليه وسلم)


نور نومونه: محمد، احمد، محمود، يس،طه، حاشر،


چې په احاديثوكې ۹۹اوپه كتابونوكې تقريبا(۳۰۰۰) نومونه راغلى دى.

نسب: دپلار نوم يې عبدالله دنيكه نوم يې عبدالمطلب اودمور نوم آمنه 

دوهب لور دنسب سلسله يې په دې ډول ده محمدبن 


عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدمناف بن قصى بن كلاب


من مرة بن كعب


بن لوى بن غالب بن فهربن مالك بن نضربن كنانه

بن خزيمه مدركة بن الياس بن مضربن نذاربن معدبن 


عدنان داسماعيل عليه السلام داولادى نه اواسماعيل 


دابراهيم عليه السلام ځوى دى. 


پيدائش: ددوشنبى په ورځ دربيع الاول دمياشتې دوهمه،


يانهمه، اويادولسمه ۵۷۱ميلادى دفيل كال  


داپريل دمياشتې ۲۰ يا ۲۲ يعنى په هغه كال چې ابرهه دكعبې 


دورانو لوپه خاطر په فيلانو سور راغۍ اوحمله يې وكړه. 


دپلار وفات: دنبي كريم (ع)دپيدائش نه دوه مياشتې مخكې پلار وفات شو  


د عبدالله عمر دمړينې په وخت ۲۵ كاله وو دسيرت 


ځينى علماء وايې  چې دپيدائش نه څومياشتې بعدوفات شو،


ځينى وايې  چې يوكال وروسته وفات شو. 


رضاع (تى رودنه) دنبى عليه السلام: (۱) نبي(ع)  ته شوده اول خپلې موربى بى

امنه درې ورځې وركړي وو(۲) .بيايوڅوورځې دابولهب وينځې 


ثويبې وركړي ووچې ابولهب دحضور عليه السلام دپيدائش


په خوشالۍ كې ازاده كړې وه (۳):بياحليمې سعديې رضى الله عنهما شو


ده وركړي وو اوددې سره نبي عليه السلام


څلور كاله پاتې شوى وو(۴):دبني سعددقبيلې يوې بلې ښځې هم شوده

وركړي وو.

رضاعي خويندې او وروڼه: هريو عبدالله، انيسه، حذافه، شيما 


اوامير حمزه رضى الله عنه وو.


دمور وفات: شپږ كلن ووچې مور يې دخپلى ماماگنۍ نه چې په مدينه كې 

اوسيدل بېرته راتلله چې په لاره كې په ابواء نومى ځاى كې وفات شوه

دمور وفات نه بعديې تربيت اوپرورش ام ايمن كړى وچې 


دنبى عليه السلام وينځه وه اودپلار نه ورته په ميراث كې پاتې وه


اوكفالت يې نيكه عبدالمطلب كاوه.


دنيكه مړينه: داتوكالو او دوه مياشتو اولسوورځو په عمركې و


چې نيكه يې مړشو له دى وروسته دخپل تره ابوطالب په كفالت كې لوي شو.

 

اول سفر:  ددولسوكالو دوه مياشتواولسو ورځو په  خپل تره ابوطالب


په يوه تجارتي سفرشام ته له ځان سره بوته.


دوړوكوالي له وخته څخه پاك وو: الله جل جلااله د وړوكوالي نه


دجاهليت درسمونه اونارواكارونونه ساتلى وو
 

اوپه خپل قوم كې په امين امانت دار اوريښتوني باندې پيژندل شوى و.


دبيت الله تعمير: د ۳۵ كلنى په عمردحجرالاسودتيږي په ايښودلوسره دده په بركت 


جگړه ختمېدل.


نكاح او واده: اولنۍ نكاح او واده يې 


دخپل قوم ديوې نېكې پاك لمنې اومالدارى بي بي 


خديجه رضى الله عنهاسره وشوه چې دغه مهال


نبي عليه السلام ۲۵ كلن اوخديجه رضى الله عنها ۴۰ كلنه وه.



دخديجې رضى الله عنه وفات اومړينه: دهجرت نه درې كاله مخكې وفات شوه اودخديجې رضى الله عنهاپه شتون كې يې  دبلې بي بي سره نكاح نه وه شوى.


نورې نكاح ګانې: لس نكاح گانې يې نورې هم كړي وې، چې ټولې ۱۱ شوې نومونه يې په لاندې ډول دي:  ۱- سوده(رضى الله عنها)۲-عائشه (رضى الله عنها)۳-حفصه(رضى الله عنها)۴-زينب بنت خزيمه (رضى الله عنها)۵- ام سلمه(رضى الله عنها)۶-زينب بنت جحش (رضى الله عنها)۷- جويريه بنت حارث(رضى الله عنها)۸ام حبيبه(رضى الله عنها)۹صفيه (رضى الله عنها)۱۰-ميمونه(رضى الله عنها)۱۱-اوخديجه(رضى الله عنها).
اولاد دنبى عليه السلام: (لورگانې) څلور دى: ۱- زينب ۲- رقيه۳- ام كلثوم ۴- فاطمه اودڅلور واړه دخديجېرضى الله عنها لورانې وې. 

ځامن دنبى عليه السلام درې دې: دماريه قبطيه نه ابراهيم(رضى الله عنه )اودخديجې نه قاسم اوعبدالله بعضې علماء دسيرت وايې چې دوه نور طيب اوطاهر هم ووخوبعضى نوربيا وايې چې دادواړه لقبونه اونومونه دعبدالله وو، ټول اولادونه يې په ژوندكې وفات شوى بغيردفاطمى(رضى الله عنها)نه چې داشپږمياشتې وروسته وفات شوه. 

دخلكو نه جدايې : درې كاله غارحراء كې دخلكونه جدا ووعبادت به يې كولو. 

پيغمبر كېدل : دپيغمبري نه مخكې عبادت  داللهجل جلااله  ذات اوپه مخلوقاتوكې يې فكركول دڅلويښت كالو شپږمياشتواولسوورځوپه عمر كې مبعوث (پيغمبر) شو.


اولنى وحى: په غارحراء كې د دوشنبى ورځ درمضان المبارك په ۱۷ نهم اويا ۲۱  مطابق د(۶۱۰)ميلادي كال لسم داگست .

اولنې آيت اوسورة: اِقْرَاءْ بِاسْمِ رَبِّكَ اّلذِىْ خَلََقَ (سورة علق) نازل شو. 

اولنى مؤمن: په سړوكې ابوبكرصديق(رضى الله عنه )

په ښځوكې: خديجه الكبرى(رضى الله عنها)

په ماشومانوكې: على (رضى الله عنه )

اوپه غلامانوكې: زيدبن حارثه (رضى الله عنه ).

دپټ دعوت موده: درې كاله وه بيا دا ايت نازل شو (فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ(94)( سورة حجرايت ۹۴.) نوښكاره دعوت شروع شو. 

په مصيبت اودقوم په تكليفونوصبر: هيڅ نبې ته دومره تكليف ندى رسول شوى څومره چې زمونږ اوستاسې خوږ اوښكلي   پيغمبر (صلى الله عليه وسلم )ته رسيدلى دطايف واقعه يې  زياته مشهوره ده چې  دبعثنت په لسم كال دشوال په مياشت كې چې د۴۱۹ زيږ ديزكال دجون له لومړۍ نېمې سره سمون خوري پلېښه شوې وه.

دغم كال: وفات دابوطالب اودبي بي خديجې (رضى الله عنها)وودغه وخت كې دنبى عليه السلام عمر ۵۰ كاله وو.

اوله عقبه: دمدينى خلكوسره بيعت دبعثت په  دوهمه عقبه كې دبعثت په دولسم كال چې د ۴۲۱ ميلادي كال دجون له مياشتى سره سمون خوري يو ولسو انصارو ايمان راووړ. كې دهجرت نه مخكې دحج په موسم كې دعقبى (غونډى) سره څنگ كې شپږو انصارو ايمان راوړلو.

دوهمه عقبه: يوولس انصاروايمان راوړودبعثت په دولسم كال مطابق ۶۳۰ميلادى جولايې  مياشت.

اولنى داعى: په مدينه منوره كې مصعب بن عمير(رضى الله عنه ).

دريمه عقبه: په ۱۳كال دبعثت مطابق (۶۲۲م) كال دجون مياشت كې ۷۰ انصاروايمان راوړو.

نمايندگان په مدينه كې: دبعثت نه وروسته دولس كسان نمايندگان انصارو مقرركړل (9)تنه دخزرج او۳تنه داوس دقبيلى څخه.
دعائشې (رضى الله عنها)نكاح: په شوال المكرم دپيغمبري په يوولسم كال مطابق ۶۲۰م كال كې نكاح وشوه.

معراج: په تاريخ كې مختلف اقوال تقريبا ۸ مذهبه دى غوره قول دادى چې نبى عليه السلام ۵۱كلن وو درجب دمياشتى په ۲۷نېټه دبعثت په يوولسم كال الله جل جلااله خپل رازته وباله.

هجرت: اولنى مهاجر ابوسلمه(رضى الله عنه )بياام سلمه (رضى الله عنها)بياصهيب (رضى الله عنه )بياعمر(رضى الله عنه )اوعياش(رضى الله عنه )په دوه مياشتوكې ټول مسلمانان مهاجرشول بغيردنبى عليه السلام، ابوبكر(رضى الله عنه )على(رضى الله عنه )اوهغه مسلمانان چې خپلوانوپه مكه كې په زور حصار كړي وونبى عليه السلام په ۲۷دصفرالمظفردبعثت په څوارلسم كال مطابق د۱۲يا۱۳ستمبر۶۲۲م دشپى هجرت وكړچې ملگرى يې ابوبكر صديق (رضى الله عنه ) و.
 
دنورى كورنۍ اواهل بيتوهجرت: دوه ورځى بعدام المؤمنين بي بي سوده (رضى الله عنها)اودوه لورگانې دنبى عليه السلام فاطمه اوام كلثوم (رضى الله عنها)اسامه بن زيد(رضى الله عنه )عمير(رضى الله عنه )وواو ام ايمن (رضى الله عنها)هم هجرت وكړ اوعبدالله بن ابوبكر(رضى الله عنه )خپله كورنى مدينې ته راوسته. مخكې دمدينې نوم يثرب وو دهجرت په ورځ مدينة الرسول شوه اوس په مدينې منورې ياديږي. 

رضاعى ميندې: رضاعي ميندي يې څلور دي ام ايمن، ثويبه، حليمه اودبنى سعد دقوم يوه بله ښځه. 

پالونكې ښځې پنځه دي: ۱-امينه.۲- ام ايمن. ۳-ثويبه. ۴- حليمه. ۵- شيمافاصله بي بي حليمى لور.

ترونه يې يوولس دي: حمزه(رضى الله عنه )،عباس(رضى الله عنه )،ابوطالب، ابولهب، زبير، عبد الكعبه، مقوم ياحارث، ضرارقثم، مغيره ياحجل، غيداق يامصعب دوه مسلمانان ووحمزه (رضى الله عنه )اوعباس(رضى الله عنه ).

ترورانې (دپلارخويندى)يې شپږ دي: صفيه (رضى الله عنه )عاتكه، بره، اروى، اميمه، بيضاياام حكيم.

غلامان: ۲۵ دي مشهور دادي: زيدبن حارثه(رضى الله عنه )ثوبان(رضى الله عنه )يسار، اسامه بن زيد(رضى الله عنه )،ابوكبشه(رضى الله عنه )انسه، رباح، ابورافع، عبيداوداسى نور.
خادمان ۱۱دي: انس بن مالك (رضى الله عنه )،ابن مسعود(رضى الله عنه )،عقبه، اسماء، بلال (رضى الله عنه)،سعد(رضى الله عنه )،ابوذرغفاري(رضى الله عنه )، ايمن(رضى الله عنه )، بكيرين شاح، ربيعه اوهند.


وينځې: ۱۷ وى مشهورې دادي: سلمى، رضوى، اميمه، ماريه قبطيه (رضى الله عنها)، سيرين، خوله، ريې انه.

ليكونكى دوحى ۱۷دي: ثابت (رضى الله عنه )، حنظله(رضى الله عنه )عامر، عبدالله بن ارقم، شرحبيل بن حسنه(رضى الله عنه )خلفاء راشدين(رضى الله عنه ) معاويه (رضى الله عنه )ابى بن كعب اوداسى نور.

محافظين: په بدركې سعدبن معاذ(رضى الله عنه )احدكې ذكوان اومحمدبن مسلمه (رضى الله عنها)خندق غزاكې زبير(رضى الله عنه )وادى القرى كې سعدبن ابى وقاص (رضى الله عنه )اوبلال(رضى الله عنه )
مؤذنين ۴ دي: ۱- بلال(رضى الله عنه )۲- عمروياعبدالله ابن ام مكتوم (رضى الله عنه )۳- سعد قرظى ۴- ابومحذوره (رضى الله عنه ).

كورپه مدينه كې: دجمعى په ورځ ۱۲ ربيع الاول په اول كال دهجرت مطابق ۲۷ ستمبر ۶۲۲م په مدينه كې دابوايوب انصارى (رضى الله عنه )دكور په څنګ كې دبني نجارپه قبيله كې دكوربنياد كيښوداوپه همدغه ورځ دمسجدنبوي بنيادهم كيښودل شو.

اول جومات په اسلام كې:  په اسلام كې لومړنۍ جومات دقباء جومات دى چې دهجرت په اول كال ددوشنبې په ورځ يې بنياد كېښودل شو.

جهاد: جهاد دهجرت په اول كال په مدينه كې فرض شو، دغه راز په نوموړي كال اذان هم سنت وګرځيده.


سريه: هغه جهاد دى چې خپله نبى عليه السلام پكې برخه نه وي اخستى.

غزوه: هغه جهاد چې خپله پكى شريك شوى وي.

1)      سريه سيف البحر: اول كال د هجرت په رمضان كې مطابق مارچ ۶۲۳م.
2)      سريه رابغ: شوال (۱) هـ كال مطابق اپريل ۶۲۳م كال.
3)      سريه خرار: ذى القعدة الحرام (۱)هـ كال مطابق مى ۶۳۳م كال.
4)      غزوه ابواء: صفر (۲) هـ كال مطابق اگست ۶۲۳م كال.
5)      غزوه بواط: ربيع الاول (۲)هـ كال مطابق ستمبر ۶۲۳م كال.
6)      غزوه سفوان: ربيع الاول (۲)هـ كال مطابق ستمبر ۶۲۳م كال.
7)      غزوه ذى العشيرة: جمادى الاولى (۲)هـ كال مطابق نومبر ۶۲۳ م كال.
8)      سريه نخله: رجب(۲) هـ كال مطابق جنورى ۶۲۴م كال.
9)      غزوه بدر: دجمعى شپه ۱۷ رمضان (۲) هـ كال په همدغه كال روژه،سرسايه،قبله بدليدلى، زكات فرض شو.
10)  غزوه بنى سليم: شوال (۲) هـ كال دبدرنه اوه ورځى وروسته.
11)  غزوه بنى قينقاع: دهجرت په دوهم كال
12)  غزوه ذى امر: محرم (۳)هـ كال.
13)  غزوه بحران: ربيع الثانى (۳)هـ كال.
14)  سريه زيدبن حارثه: جمادى الاخرى (۳) هـ كال.
15)  غزوه احد په شپږم شوال (۳) هـ كال دجمعې ورځ.
16)  غزوه بني نضير، غزوه ذات الرقاع دهجرت په څلورم كال.
17)  غزوه احزاب، دحج فرضيت، غزوه بني المصطلق دهجرت په پنځم كال.
18)  صلحه حديبيه بيعه الرضوان بادشاهانوته دهجرت په شپږم كال خطونه وليږل.
19)  دخيبرفتحه دمحرم په مياشت كې دهجرت اوم كال.
20)  غزوه موتى، دمكې فتحه، غزوه حنين دهجرت اتم كال.
21)  غزوه تبوك درجب مياشت كې دهجرت نهم كال.
22)  حجة الوداع دهجرت لسم كال.
ټولې غزاگانې ۲۷ دي اوټولې سري ۵۶دي دټولو غزاگانوليكنه پدى معمولي پرچه كې امكان نلرى.

دنبى عليه السلام سوارلى: لس اسونه وو: څه نومونه دادي سكب، مرتجزء لذار، لخيف، ظرب، ودد، ضريس، ملاوح،
 سبحه اوقچريې  درې دي دلدل، فضه اوايله دنبى عليه السلام يوخروو چه نوم يې  يعفور وو. دنبى عليه السلام شل اوښې وې دمشهورې اوښې نوم قصوى و. اوزى اوچيلى سل وې يوه دشودولپاره وه. دنبى عليه السلام يوسپين چرگ وو


دجهادسامان: ۹ تورې ذوالفقار، قلعى، بتار، حتف، يكرى،

عضب، قضيب اوداسى نورى.


څلورنېزې:   منتنى، عنزه اوداسى نور پنځه كمانه (لېندۍ) درې ډالونه.


زغرې: ذات الفضول،سعديه، فضه.


خول: (چې دجنگ په وخت كې كومه خولۍ په سركوله) ذوى المسبوغ.


بيرغ:دنبى عليه السلام بيرغ سپين و.


درسول الله عليه السلام وفات: ۱۴ورځې مريض و و د دوشنبى  

په ورځ دڅاښت وخت ۱۲دربيع الاول دهجرت يوولسم كال ۱۰ 


دنومبر۶۲۳م كال د۶۳ كالو په عمرد دنياڅخه رحلت وكړ


بغير دجامودويستو على (رضى الله عنه )عباس(رضى الله عنه )


او دده دوه ځامنو فضل (رضى الله عنه )،قثم(رضى الله عنه )،


اسامه(رضى الله عنه )،شقران(رضى الله عنه )


او اوس انصارى(رضى الله عنه )غسل وركړو په درى يمنى څادرونوكې 


كفن وركړو اوهرچابيله بيله جنازه اوكړه ډله ډله صحابه به راننوتل 


اوجنازه به يې  كوله اول نارينه، بيازنانه، اوبياماشومان


په قبركې سور څادر شقران(رضى الله عنه )خوركړدنبى عليه السلام 


قبر كونج لحدوو۹ خښتى پرى كيښودل شوى على، فضل ابن عباس 


اسامه بن زيداوعبدالرحمن ابن عوف رضى الله عنهم قبرته ښكته كړو. 


دفن: دچهارشنبى په شپه ۱۴دربيع الاول په كوم ځاى كې چې وفات


ووپه هماغه ځاى كې دفن شو (دبي بي عايشې (رضى الله عنها)


په كوټه كې) 



انالله وانااليه راجعون.


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User