Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, December 6, 2011

ګوره جومات ته دې ليږم! (طنز)

 

ګوره جومات ته دې ليږم

(طنز)



هدايت الله حميدي

د مازيګر د لمانځه لپاره جومات ته روان شوم. اسما چې وليدم لږ مې طبيعت جوړ دى، نو د تېرو ورځو په څېر یې بیا په زاریو را ته وويل:
-    ابکه! ما هم درسره بوزه. غواړم په جمع لمونځ وكړم، ټول مې زده كړى. په كتاب كې مې ولوستل چې د جماعت لمونځ له تنهایي نه اووه ویشت وارې ښه ده.
غوښتل یې د کتاب نورې خبرې هم وکړي، خو پام یې شو چې زما د تندي ګونځې په ډیرېدو دي. نو یې له مایوسۍ او عاجزۍ په ډکه لهجه را ته وویل:
-    آخر ولې مې نه پريږدې چې ثواب وګټم؟
غوسه راغله، رنګ مې سور شو او په قهرجن غږ مې ورته وويل:
-    اوهو! بيا همغه كيسې؟ شل ځله مې درته ويلي چې ستايې په جومات څه؟ ښځه او جومات! بيا داسې ونه وايې چې ګنهكاره به شې، خلك به څه وايي؟ دا خو څه هوټل او سينما نده چې نجونې ورته بوزم…
غوښتل مې چې ډير څه ووايم خو هغه مې په خبرو كې راولويده، ويې وويل:
- پلاره! خی ولې دې همدا نن سهار دې د قدوري په درس كې وويل چې په لومړيو صفونو كې دې نارينه ودريږي، بيا ماشومان او ورپسې ښځې. دا څه مانا لري؟ چې ښځې جومات ته لاړې نشي نو دا يې ولي ليكلي دي؟
پرته لدې چې سوچ وكړم په توندۍ مې ورته وويل:
- دا يې بد كړي دي! سبا دا پاڼه ستا په كتاب كې ونه وینم. همدا نن به يې څيروې! پوه شوې که نه!
خپلو خبرو ته مې پام شو او پوه شوم چې خبره خو مې خرابه کړه. ريښتيا هم چې په دې كتابونو كې خو د ښځو د جماعت خبره شوې. بايد ماشومانو ته قانع كوونكى ځواب وركړم. په دماغ مې زور واچولو تر څو دې خبرې ته هم دلایل راوباسم. ‎ومې ویل:
-    لورې! دا وخت او هغه زمانې فرق كوي. هغه خو د پيغمبر دور وو، نيك انسانان اوسېدل، بد خلك نه وو. بيا هغه عربان وو، موږ پښتانه غيرتي خلك يو. په موږ كې خو دا شرم دى چې ښځه دې جومات ته لاړه شي. ګودر خو وو د پيغلو ځاى، اوس دا دي ودونو ته هوټلونو ته هم ځي، پارکونه، بازارونه او آرايشګاوې ټولې له ښځو ډکې دي. نو جومات څه درنه غواړي؟ د نر او ښځې کار او ځای معلوم وي.
غوښتل مې ډېرې سمانې هم ورته ووايم، خو بيا مې په خبرو كې راولويده:
- ابکه! دا څه وايې؟ زه خو جومات ته د عبادت لپاره ځم، بازار او آراشګاه مې كله درنه غوښتي.
نور مې مغزو كار پريښود. داسې څپيړه مې يې مخ ته ډالۍ كړه چې د ابوجهل وار مې د اسما پر باړخوګانو را ياد شو. هغه په سلګیو کې له خونې ووته. ما څادر په اوږه کړ او روان شوم خو هغې مخكې له مخكې خپل كار كړى وو.
***
د اسما له جومات سره ډيره مينه وه او پوهيده چې زه يې د جومات په تګ نه راضي كيږم، نو سهار يې د دويم انتخاب په توګه كوچنى ورور لمسولى وو چې ته جومات ته لاړ شه او بيا ما ته د جمعې د لمانځه كيسه وكړه.
اوس نو دا راته بل غم شو، خو بالاخره تسليم شوم. د مازيګر جماعت خو را نه لاړ ځكه پوره يو ساعت مې حمزه ته د جومات د آدابو درس وركړ:
-    چې جومات ته ننوتې غلى به كينې. چا ته به سلام نه اچوې. پوښتنې به نه كوې. خبرې به نه کوې، هاخوا دیخوا به نه ګورې… هسې نه چې كوم سپين ږيرى په غوسه شي.
كله چې جومات ته ننوتلو، د تل په شان د تبۍ پر سر تود بنډار جوړ وو او فضا ټول شور او زوږ نیولې وه.
حمزه سمدلاسه د نېوکې په انداز کې راته وويل:
- ابکه! تا خو ويل په جومات كې څوك خبرې نه كوي؟
حيران شوم چې څه ورته ووايم خو په بيړه مې ځواب وركړ:
-  نه مې وو درته ويلي چې په جومات كې به پوښتنې نه كوې؟ دا خو مشران دي او پروا نه كوي چې خبرې وكړي!
د ماښام جماعت تيار شو، ما حمزه په يوه ګوټ كې كښينولو، يو ځل بيا مې هغه ټولې خبرې ورته تكرار كړې او له پوره ټینګار وروسته په لمانځه ودريدم.
لا مو لومړى ركعت نه وو پوره كړى چې د ډګروال صاحب موبايل ته زنګ راغى او د نغمې سندره يې پيل كړه:
اتڼ دی، ګډا ده…د پېغلو شور ماشور دی
زوى مې چې سندره واوريده نو ټول نصيحتونه يې له غوږه ووتل او را پاڅيد، د صفونو په منځ كې يې په منډه ځان ډګروال صاحب ته ورسولو. په زوره يې ورته وویل:
- ماما! ماما! بدلې (سندرې) سړى دوزخ ته بيايي.
بیا ما ته راغی جامې مې خوځوي او وایي:
-    ابکه! ابکه! دا لمونځ دی که اتڼ او ګډا؟
په جماعت ولاړو تنكيو ځوانانو په پټ پټوني خندا پيل کړه او هر یوه د څنګ ملګری ټومبه. زړه مې په درزا شو او نور پوه نه شوم چې لمونځ مې څنګه پوره كړ. هغه څه چې بايد نه واى شوي، پيښ شول. اوس اوبه تر ورخه تيرې وې، بس خداى ته مې صبر وكړ.
حمزه به كله سندرې ته چك چك وهلو او كله به يې چې پام شو نو به د ‌ډګروال صاحب مخې ته كښيناست او ويل به يې:
- ماما! تا ته دې پلار ندي ويلي چې بدلې مه اوره؟
- ماما! بدلې سړى دوزخ ته بيايي.
- ماما، دا نجلۍ دې څه كيږي چې بدلې بولي؟
- ماما، ماما… او ډېرې داسې نورې ماشومانه پوښتنې.
له سلام ګرځولو سره سم ډګروال صاحب چې نور له خجالته په ځمكه ننوتلو، په کوچني حمزه ورټوپ كړل او څپيړو ته يې واچولو. اوس نه وهې نو كله!
هغه بيچاره چې ايله پنځه كلن وو، پدې نزاكتونو نه پوهيدلو چې د ډګروالانو په بې لاریو به غرض نه لري.
زه په بل كونج كې غلى ولاړ وم، دومره جرئت مې نه شواى كولاى چې ورنږدې شم. هلته د هغه چيغو جومات نيولى وو. د الله فضل وو چې يوه ځوان د ډګروال له منګولو را خلاص كړ، په غيږ كې یې واخيست او له جوماته يې وويست. زه هم غلى پسې راووتم.
هغه چې سخت وېرېدلی وو په چیغو یې ژړل، ما هم مستقیم کور ته نه شوای بېولای ځکه یو خو دا چې په داسې ژړا کې یې بیولو ټول لارویان په تشویش کې اچول او بل دا چې خدای شته له مور نه یې هم ډارېدم چې اوس یې راباندې تاوان نه کړي.
په غېږ کې مې واخیست، اوښکې مې ورپاکې کړې، ځان ته مې نږدې کړ، یو هلک ورته له نږدې دوکان څخه بسکیټ راوړ، تر دې چې ورو ورو په کرار شو. د جومات په صفه مې پټو واچولو، حمزه مې پرې کښینولو او ما یې څنګ ته سنت لمونځ ادا کړ.
حمزه آرام شو، نو مې په پټو کې راتاو کړ او غوښتل مو کور ته لاړ شو، چې ناڅاپه د قاري صاحب له حجرې څخه چې شیبه وړاندې ماشومان د درس لپاره ورننوتل د يوه ماشوم د چيغو غږ راووت. وار خطا شوم چې ګني برق نيولى او كه د هلكانو جنګ دى.
منډه مې ورواخیسته او ورننوتلم. ګورم چې لس، یولس ماشومان تریېدلي په يو ګوټ كې ولاړ دي. يو شپږ كلن هلک يې له پښو راځړولى، دوو نورو یې چې له وېرې ریږدیدل پښې كلكې كړې او قاري صاحب ورته شنه لښته نيولې ده. داسې يې وهلو چې ته به وايې امريكايانو د القاعدې په تور نيولى دى.
نور مې تاب مې را نه ووړ، پر قاري صاحب مې ور ټوپ كړل، لښته مې يې له لاسه واخيسته، ومې ويل:
-    بس كړه قاري صاحب! دا څه كوې؟
هغه چې له ستړيا او غوسې څخه ستميدلو، په پريكړې سا وويل:
-    دا د انګريز بچى درس نه زده كوي.
-    درس يې څه شی دى؟
-    درس يې دا حديث دى چې: ليس منا من يرحم صغيرنا و يوقر كبيرنا.(۱)
له دوکه مې په کړس کړس وخندل او ډاډه شوم چې دلته چې هر څه روان دي، د همدې وينا له مخې ډير هم مناسب دي.
زوی مې راسره واخيست او په بيړه په ډار کې ‎کور ته روان شوم.
پوهيزئ وېره مې له څه وه؟ پدې وډار شوم چې دلته خو لومړى بند چې پر ماشومانو به زړه سوی نه كوى پوره پلى كيږي، هسې نه چې كوچنى حمزه يې دويمه برخه زده كړي او سبا په ما پسې سوټی راواخلي.
***
حمزه چې هر بيګا به مې پدې تمه ويده كولو چې سبا ته دې جومات ته بيايم، نن شپه يې مور پدې ډار ويده كړ چې كه نه ويده كيږې نو جومات ته دې ليږم.
حمزه ویده شو خو موږ ټوله شپه سترګې پټې نه کړې، چې څنګه به خوب ورغى بيا به په چيغو راوېښ شو او ويل به يې:
-    د اتڼ ماما مې وهي.
اوس نو چې كله هم حمزه شوخي كوي او مور یې ترې په تنګه شي، د آرامولو اسانه لار یې همدا ده چې ورته ووایي: (ګوره جومات ته دې ليږم).
هغه سمدلاسه داسې غلی شي چې ته به وایې سا پکې نشته.
___________________________________________________________
(۱) د حدیث اصلی متن داسې دی چې: (ليسَ مِنَّا مَنْ لمْ يرحَمْ صغيرَنا ويُوَقِّرْ كبيرَنَا) (رواه ترمذی)
يعنې څوك چې زموږ پر كوچنيانو زړه سوى او د مشرانو مو درناوى نه كوي، زموږ له ډلې څخه ندى.
دلته دې ته اشاره ده چې قاري صاحب پخپله نه په حديث پوهيده او نه يې ژباړه زده وه. آن حديث يې غلط حفظ كړى وو ځکه د (لم) کلمه یې اصلا هيره وه نو مانا داسې راځي چې څوك مو پر كوچنيانو رحم او د مشرانو مو درناوى كوي زموږ له ډلې څخه ندى.

 منبع اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User