Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, December 6, 2011

د اولاد څخه عقيقه کولو په باره کی که راته څه معلومات او تفصیلی وضا حت وکړې ؟





اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته، ډير دخوښی ځای دی چه تاسو غوندی عالمان زموږ په منځ کی شتون لری الله پاک ته مو هميشه همدا دعا وی چه الله دی هميشه دښه صحت خاوند اوتندرست ولره
ګرانه مولوی صاحب: زه دا پوښتنه لرم چی

د اولاد څخه عقيقه کولو  په باره کی که راته څه معلومات او  تفصیلی وضا حت وکړې ؟

هیله ده مفصل جواب راکړی             عابد      له کابله

د اولاد څخه عقيقه کول 

په موراوپلار باندي د اولاد د حقوقو او ادابوڅخه يو يې داهم دي 
چې عقيقه ترې وکړي عقيقه په لغت كې د پريکړې په معنى ده 
او په اصطلاح كې د نوي زيږېدل ي اولاد څخه د څاروي ذبح کول دي .
کله چې الله تعالى يو چاته اولاد ورکړي که هلک وي نو مستحب دي 
چې د شکرانې په توګه دوه پسونه د عقيقې په نامه باندي ذبح کړي 

او که نجلۍ وي نويو پسه به ذبح کړي او غوښه به يې په خپلوانو،ګاونډيانو
او بي وزلانوباندې وخوري چې يومسلمان په خپل دغه کارسره د الله تعالى
د نعمت شکراو د خوښۍ او خوشحالۍ څرګندونه کوي خپلوانواو دوستانوته په 
خپلې دغې خوښۍ كې د ګډون موقع برابروي قرباني او خيرات کوي 
او ترټولو مهم يې دا چې د خپل ګران پيغمبرصلي الله عليه وسلم 
  د سنتوپيروي کوي
لکه چې په پورتنى مبارک حديث كې راغلي چې هرکوچنى په خپلې عقيقې كې
ګرو دي همدغه راز يې په بل مبارک حديث كې داسې فرمايلي دي :
مع الغلام عقيقة فاهريقوا عنه دماً واميطوا عنه الاذى [١]
[د کوچني سره عقيقه [لازمه] ده نو [د څاروي ]وينې ترې توى کړئ
او اذى[ويښتان] ئې ترې لرې کړئ]
په يو مبارک حديث كې راغلي چې د هلک لخوا دوه پسونه او د نجلۍ لخوا
يو پسه دي لکه چې فرمايلي يې دي :
عن الغلام شاتان وعن الانثى واحدة ولايضرکم ذکراناً کن او اناثاً[٢]
[د هلک لخوا دوه پسونه او د نجلۍ لخوا يو دي او تاسې ته ضررنه لري
چې [ د عقيقې څاروي ] نران وي او که ښځي ]
همدغه راز نور ډېر مبارک احاديث د عقيقې په هکله موجود دي
او د الله تعالى د استازي فعل او عمل هم پدې هکله ثابت دي لکه 
چې حضرت عبدالله بن عباس رضي الله  عنه څخه داسې روايت شوى دى :
ان رسول الله صلي الله عليه وسلم عق عن الحسن والحسين کبشاً کبشاً[١]
[بيشکه د الله تعالى استازي صلي الله عليه وسلم
د حضرت حسن او حضرت حسين رضي الله  عنهما څخه يو ،يو، ګډوري 
عقيقه کړي ؤ]. 
حضرت انس رضي الله عنه په يو روايت كې داسې ويلي دي :
ان النبي صلي الله عليه وسلم عق عن الحسن والحسين کبشين [٢]
[حضرت نبي صلي الله عليه وسلم د حسن اوحسين  رضي الله  عنهما لخوا

څخه
دوه ګډوري عقيقه کړل]

د عقيقې وخت
ښه داسى ده چې د کوچنى د زيږيدو په اوومه ورځ يې ترې عقيقه وشي 
ځکه عايشه رضي الله  عنها  په يوروايت كې داسې فرما يې :
عق رسول الله صلي الله عليه وسلم عن الحسن والحسين يوم السابع [٢]:
[د الله تعالى استازي صلي الله عليه وسلم  د حسن او حسين  رضي الله  عنهما
  څخه
په اوومه ورځ عقيقه وکړه]
خوکه عقيقه په اوومه ورځ ونه شوه نوکه په څوارلسمه ١٤ 
يا يوويشتمه ٢١ ورځ وشي هم پروانه لري لکه 
چې صالح بن احمد رحمة الله عليه ويلي چې زما پلار يعنى احمدرحمة الله عليه 
د عقيقې په هکله داسې فرمايلي دي :
تذبح يوم السابع فان لم يفعل ففى اربعة عشر،فان لم يفعل ففى احدوعشرين [١]
[په اوومه ورځ ذبح كېږي که [په اوومه ورځ دغه کار] ونه کړاي شو 
نوپه څوارلسمه ،او که ونکړاى شو نو په يوويشتمه ]

د عقيقې ځينې احکام او اداب په لاندې ډول دي
الف : د عقيقې څاروى بايد داسې څاروى وي چې قرباني پرې كېږي 
يعنى د عمر او روغتياد پلوه داسې عيب او نيمګړتياونلري چې قرباني پرې
نه كېږي نو عقيقه پرې هم جوازنه لري :
ب : که څه هم په احاديثو كې د عقيقې څاروى ، پسه ،ګډوري ذکر شوى دي 
خو د پسه پرځاى په اوښ ، غوا،او ميښې باندي هم عقيقه كېږي لکه 
چې حضرت ابى بکرة د خپل زوي عبدالرحمن څخه په اوښ عقيقه کړي وه
ج : د عقيقې لپاره يو څاروي د يو کوچني لپاره جواز لري 
او ګډون پ كې راتلاي نه شي چې د دوويا زياتو کوچنيانود عقيقې لپاره
په ګډه يو څاروي ذبح کړي که څه هم څاروي اوښ غوا يا ميښه هم وي .
د : د عقيقې عوښه هم د قربانۍ د غوښې په څيرسړي کولاي شي چې 
په خپلوانو دوستانو ګاونډيانو اوبي وزلانووخوري او خپله يې هم وخوري .
هـ : ښه داسې ده چې د عقيقې د حلال شوي څاروي غوښه او هډوکي يې 
په بندونوباندي سره جلا کړاي شي او خپله هډوکي يې مات نکړاي شي
ځکه چې په يوروايت كې راغلي دي چې د الله تعالى سپيڅلي استازي
د هغى عقيقې په هکله چې بى بى فاطمې رضي الله  عنها 
د حضرت حسن اوحسين رضي الله  عنهما څخه کړي وه داسې يې فرمايلي ؤ:
ابعثوا الى القابلة منها برجل وکلوا واطعموا ولاتکسروامنها عظماً [١]
[قابلي ته د دې [ د عقيقې د غوښې ]څخه يوه پښه [ورون]وروليږئ
او تاسو يې [هم ]وخورئ او نوروته يې هم ورکړئ او هډوکى ئې مات نکړئ ].
البته د هډوکو په نه ماتولو كې د يوې خوا د بې وزلانو ګاونډيانو او دوستانوته
د دغه خواړو د شرف او اهميت او د عقيقه کوونکي د پوره اخلاص څرګندونه ده
چې د غوښۍ غټې غټې بوټۍ ورته ورکول كېږي او د بلى خوا پ كې يو تيمن
او تفاؤل دي چې الله تعالى به د دغه اخلاص له برکته د کوچني هډوکي
او غړي سالم او د روغتيااو زواک څښتن به يې وګرځوي .
و : مستحب داسې ده چې د عقيقې د څاروي د ذبح کولو په وخت كې لاندې نۍ 
دعا وويلي شي او د کوچني نوم واخستل شي پدې ترتيب چې دغه لاندې 
دعا ولولي 
او بيا بسم الله او الله اکبر ووا يې او څاروى ذبح کړي .
اللهم هذه عقيقة فلان[ دلته به د کوچني نوم واخلي ]دمها بدمه وعظمهابعظمه 
وجلدها بجلده وشعرها بشعره وجهت وجهي للذى فطرالسموات 
والارض حنيفاً وما انا من المشرکين ان صلاتى ونسکى ومحياي 
ومماتى لله رب العلمين لاشريک له وبذالک امرت وانا اول المسلمين
اللهم منک ولک :
[ياالله ! داعقيقه د [دلته به د کوچني نوم اخلي ]
ده وينه يې د هغه په وينه هډوکى ئې د هغه په هډوکو پوستکى ئې
د هغه په پوستکي او ويښتان ئې د هغه په ويښتانو ماخپل مخ هغه 
ذات ته ګرځولى دي
چې ځمکه او اسمانونه ئې پيداکړيدي په داسې حال كې چې ما د باطل 
او کوږوالى څخه ځان ژغورلى دي په سمه لار روان يم او د مشرکانو څخه نه يم بيشکه
زما لمونځ زما قرباني او عملونه زما ژوند او زما مرګ يوازي 
د الله تعالى د پاره دى هغه ذات چې د ګرد عالم پالونى دي زه لومړنى مسلمان يم 
ياالله ! 
ستاله پلوه ده او ستا لپاره ده کله چې دې ځاي ته ورسيږي
نوبسم الله الرحمن الرحيم او الله اکبربه ووا يې او حيوان به ذبح کړي او که ذبح کوونکي د عقيقې نيت وکړي او د کوچني نوم وانخلي هم عقيقه كېږي [١]

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User