Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, December 5, 2011

د عاشورا د ورځې د روژې فضايل

 

د عاشورا د ورځې د روژې فضايل




ژباړه:ډاکټر مطيع الله امانزی

د محرم د میاشتې اهميت د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له دې حديث څخه چې ابو هریرهرض روایت کړی ښه په ډاګه کيږي،”له رمضانه وروسته ترټولو غوره روژه د الله په مياشت کې روژه ده چې د محرم مياشت ده او له فرض لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ په شپه کې لمونځ دی. “ )مسلم ۶:۲۶۱۱(
د الله پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم محرم ته د الله میاشت ویلې چې د دغه مياشتې ارزښت او سپېڅلتيا په ګوته کوي او ترې معلوميږي چې په نفلي روژو کې د محرم د مياشتې روژې ترټولو زیات اجر لري.
د عاشورا په ورځ روژه نيول
د محرم ټوله مياشت محترمه ده او په هره ورځ یې روژه نيول ځانګړی اجر لري خو د محرم لسمه چې عاشورا ورته وايي د نورو ورځو په پرتله ځانګړی اهميت لري.
مونږ له یو شمير صحیح روایاتو څخه پوهيږو چې په لمړيو کې د عاشورا د ورځې روژه نيول په مسلمانانو لازم وه. وروسته چې کله د رمضان روژه فرض شوه نو د عاشورا د ورځې روژه نفل وګرځېده.
له حضرت عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی: ”د رمضان د روژې له فرض کیدو څخه د مخه به خلکو د عاشورا په ورځ (د محرم په لسمه) روژه نیوله. او په دغه ورځ به په کعبه باندې غلاف اچول کېده. هرکله چې الله د رمضان روژې فرض کړې نو د الله نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل، هر څوک چې (د عاشورا په ورځ) روژه نيول غواړي وه دې یې نيسي او څوک چې غواړي پرې يې ږدي، کولی شي چې پرې يې ږدي. “ (بخاري جلد ۲، کتاب ۲۶، حديث ۶۶۲)
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان له فرض کیدو وروسته بيا هم د عاشورا په ورځ روژه نيوله.
د ګناهونه بخښنه
د عاشورا په ورځ روژه نيول د تير کال ګناهونه له منځه وړي، لکه څرنګه چې زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
”له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه د روژې په اړه پوښتنه وشوه……..له هغه څخه د عاشورا د ورځې (د محرم د لسمې ورځې) د روژې په اړه پوښتنه وشوه، چې په ځواب کې يې هغه (صلی الله علیه وسلم) وفرمايل: دغه روژه د تير کال ګناهونه له منځه وړي…. “ (مسلم: کتاب ۰۶، حدیث: ۲۶۰۳)
د عاشورا تاريخي اړخ
حضرت موسی علیه السلام او د هغه قوم بنی اسرايلو د عاشورا په ورځ د هغه معجزې په وسیله چې بحر پکې دوه ځایه شو، د مصر له فرعون څخه خلاصون بیاموند. همدا علت دی چې یهودو به په دغه ورځ روژه نيوله. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم بیا مسلمانانو ته امر وکړ چې دوی دې هم د عاشورا په ورځ روژه ونيسي.
له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی: کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم مدینې ته راغی ويې ليدل چې یهودو د عاشورا په ورځ روژه نيوله. هغوی به ویل: ”دا یوه عظیمه ورځ ده کله چې الله موسی علیه السلام ته نجات ورکړ او د فرعون لښکر یې غرق کړ. موسی علیه السلام په دغه ورځ روژه ونيوله ترڅو د الله شکر ادا کړي. “پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل، ” زه له دوی نه موسی علیه السلام ته ډير نږدې يم. “ نو هغه په دغه ورځ روژه ونيوله او مسلمانانو ته یې امر وکړ چې په دغه ورځ روژه ونيسي.( بخاري: جلد ۴، کتاب ۰۵۵، حدیث ۶۰۹)
د عاشورا په ورځ د مسلمانانو او یهودو د روژې ترمنځ د توپير امر
له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاشورا په ورځ روژه ونيوله او امر یې وکړ چې په دغه ورځ باید روژه ونيول شي، هغوی (اصحاب کرامو) ورته وویل: ای د الله رسوله، دا هغه ورځ ده چې یهود او نصارا ورته ډیر احترام لري. ځکه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: راتلونکی کال به انشاالله موږ په نهمه ورځ روژه نيسو“، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د بل کال له رارسیدو څخه د مخه وفات شو. (مسلم: کتاب ۰۰۶، حدیث ۲۵۲۸)
له عبدالله ابن عباس رضي الله عنه څخه دا هم روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
”که زه تر راتلونکي کاله ژوندی وم نو خامخا به په نهمه ورځ روژه نيسم.“ (مسلم: کتاب ۰۰۶، حدیث ۲۵۲۹)
ځکه نو د عاشورا د ورځې سره باید یوه بله ورځ یوځای کړو او د محرم په نهمه او لسمه او یا هم لسمه او یولسمه روژه ونيسو ترڅو د مسلمانانو او یهودو د روژې ترمنځ توپير وشي.

 منبع : اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User