Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, December 5, 2011

محرم الحرام دماتم او غم میاشت نه، بلکه د شکر ویستلو میاشت ده



محرم الحرام دماتم 

او 

غم میاشت نه، بلکه د شکر ویستلو میاشت ده



لیکوال: درښتني لاري لاروی



له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته ولاړ، نو یهود يې ولیدل چي د عاشورا په ورځ يي روژې نیولي وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی څخه وپوښتل : تاسي ولي په دې ورځ روژه نیولې ده؟ هغوی په ځواب کې وویل: دا هغه غوره ورځ ده، چي الله تعالی موسی علیه السلام او د هغه قوم ته په دې ورځ نجات ورکړ،فرعون او د هغه قوم يې غرق کړ او په همدې ورځ موسی علیه السلام روژه نیولي وه څو د الله جل جلا له شکرګزاري وکړي ، له همدې امله مونږ هم روژې نیسو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: مونږه له تاسي څخه په موسی باندي ډېر حق لرو او له تاسي څخه موسی ته نژدې یو. نو له همدي امله رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي ورځ روژه ونیوله او نورو ته يې هم امر وکړ چي به دې ورځ روژه ونیسي. (حدیث متفق علیه) امام احمد هم همدا حدیث د ابي هریرة رضی الله عنه څخه روایت کړی او په مخکني حدیث کې يي دا ټکي زیات کړي دي [او دا همغه ورځ ده چي د نوح علیه السلام کښتۍ دجودي په غره ودرېدلې وه او نوح علیه السلام په دې ورځ روژه ونیوله څو يې د الله شکر پرځای کړی وي]


د عبد الله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی هغه وايي: کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د عاشورا په ورځ روژه ونیوله او نورو ته يي په نیولو امر وکړ نو صحابه کرامو ورته وویل: یارسول الله دا هغه ورځ ده چي یهود او نصاری يي عظمت کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چي راروان کال روارسید ان شاءالله مونږ به د محرم په نهمه ورځ هم روژه ونیسو، ابن عباس رضی الله عنه فرمايي چي بل کال تر هغه راو نه رسیده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو (رواه مسلم ۱۹۱۶)


ابي ذر رضی الله عنه روایت کوي : ما د رسول الله صلی الله عیله و سلم څخه وپوښتل: چي کوم (وقت) د شپې څخه غوره دی او کومه میاشت غوره میاشت ده ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: غوره د شپې څخه د شپې نیمايي برخه ده او غوره د میاشتو څخه (شهر الله) د الله میاشت ده هغه چي تاسي يي محرم بولئ (رواه النسائي).


همدارنګه ددې میاشتي په فضیلت کې د ابي قتادة رضی الله عنه څخه روایت دی چي یوه سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د عاشورا د ورځي د روژې په هکله پوښتنه وکړه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه په الله تعالی باندي حساب کوم چي (ددي روژي په برکت) د تېر یو کال ټول ګناهونو بخښنه وکړي.


نو له دې پورتنيو حدیثونو څخه معلومیږي چي عاشورا یا د محرم میاشت عظمت د کربلا پوري هیڅ تړاو نه لري او د کربلا غمجنه واقعه په دې ورځو کې فقط یو حادثه وه نه دا چي دغه ورځ د کربلا د غم نه ډکي واقعې په خاطر دومره منزلت لري دا د شکر ورځ ده او په دې ورځ باید د الله جل شأنه د شکر ایستلو په نیت روژه ونیول شي نه دا چي په دې ورځ ماتم وشي.


که څوک غواړي چي په دې ورځ کې د الله شکر ګزار شي او د تېر کال ګناهونه يې وبخښل شي نو فقط یوه لار يي ده او هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لار چي په دې ورځ باید روژه ونیسي ددې نه پرته نور هر عمل که فقط دې ورځي ته خاص کیږي لکه د حلوا ویشل او یا داسي نور اعمال چي فقط د همدې ورځي په خاطر کیږي نو بدعت دی او تر ثواب يې ګناه زیاتیږي او که یو انسان په عادي نیت باندي ددې په خاطر نه چي دا د عاشورا ورځ ده کوم خیرات یا صدقه کوي یا هم کوم بل نیک کار کوي نو هیڅ باک په کې نشته اما که فقط د همدې ورځي په خاطر يې کوي نو په بدعاتو کې راځي او بدعت په ګناهونو کې شمېرل کیږي.


ددې نه پرته په دې ورځ باندي ماتم کول جنډي تړل ځان وهل یا بل کوم کار کول په دین کې هیځ کومه سابقه نه لري د ثواب پرځاي د ګناهونو تله درنوي. 

والله اعلم                                                                   منبع : هریرودمجله


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User