Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, November 8, 2011

مختلف عجائبات

 

مختلف عجائبات

 

 سوال: هغه حضرات کوم دي، چې هغه دحمل د مودي څخه په زياته موده کې پيداشو؟  ځواب : دا څلور کسان دي:
 ١ـ حضرت سفيان بن حيان په څلورو کالو کې پيداشو ٢ـ محمد بن عبدالله بن حسن الضحاک بن مزاحم په شپاړسو مياشتو کې پيداشو ٣ـ يحى بن علي بن جابر البغوي ٤ـ او سلمان ضحاک دواړه په دوو دوو کالو کې پيدا شو)[1](  
سوال: څومره بادشاهانو په پوره دنيا باندي حکومت کړى دى؟  ځواب : څلورو بادشاهانو چې په دي کې دوه مسلمانان دي: ١ـ حضرت سليمان u ٢ـ حضرت ذوالقرنين او دوه کافران دي: ١ـ بخت نصر، ٢ـ نمرود بن کنعان )[2](
سوال: رسول الله r دټولو څخه زيات بدبخته کومو خلقوته فرمائيلي دي؟  ځواب : درى کسانوته
١ـ قدار بن سالف، چا چې د حضرت صالح u اوښه قتل کړله ٢ـ د حضرت آدم u زوى قابيل، چا چې خپل ورور هابيل قتل کو، ٣ـ ابن ملجم چا چې حضرت علي y شهيد کړ)[3](
سوال: هغه کوم بادشاهان دي، چې دهغو لقب نمرود شو؟
 ځواب : داشپږ بادشاهان دي: ١ـ نمرود بن کنعان بن حام بن نوح u، او دا د هغه بادشاهانو ځني دى، چې دوى په پوره دنيا باندي حکومت کړى دى او دا د حضرت ابراهيم u د زماني نمرود دى، ٢ـ نمردو بن کوش بن کنعان بن حام بن نوح u، ٣ـ نمرود بن سنجار بن نمرود بن کوش بن کنعان بن حام بن نوح u  ٤ـ نمرود بن ماش بن کنعان بن حام بن نوح u ٥ ـ نمردو بن ساروع بن ارغو بن مالخ بن نوح u ، ٦ـ نمرود بن کنعان بن مصاص بن نقطا،)[4](
سوال: هغه بادشاهان کوم دي چې د هغو لقب فرعون وو، او دکوم نبي په زمانه کې تيرشوي دي؟
 ځواب : درى بادشاهان داسي دي، چې د هغوى لقب فرعون وو: ١ـ سنان الاشعل بن العلوان ابن العميد، دا دحضرت ابراهيم u د زماني فرعون دى. ٢ـ ريان بن الوليد دا د حضرت يوسف u د زماني فرعون دى. ٣ـ وليد بن مصعب دا د حضرت موسى u د زماني فرعون دى.
سوال: د سامري اصلي نوم څه دى؟ او د ده پرورش چا کړى دى؟ او څنگه يې کړى دى؟  ځواب : د ده اصلي نوم موسى بن ظفر دى، او د سامره قبيلي لورته نسبت کولو سره ده ته سامري وئيلى شي، دده پرورش حضرت جبرئيل u کړى دى دده د مور دبدکارئ په وجه حمل شوى وو، کله چې د پيدائش وخت رانزدي شو، نو د ده مور )د خپلو قريبانو دويري او د فرعون د جلادانو د ويري( غره ته تلي وه او هلته يې دا بچى زيږولى وو، او راغلي وه،الله تعالى د ده د روزي انتظام داسي اوکو چې حضرت جبرئيل u يې متعين کو، چې تاسو ددي بچي پرورش او کړئ نو حضرت جبرئيل u به په هغه خپلي درى گوتي رودلي ديوي گوتي نه به شهداو دوهمي څخه غوړي او دريمي څخه به شيدي راوتلي )[5](
سوال: حضرت جبرئيل u د سامري پرورش ترکومه وخته پوري اوکو؟  ځواب : مفسرينو د، حتى نشا، لفظ استعمال کړى دى، چې د دي معنى اهل لغت داليکلي ده، چې دبچي يې تر دي حده پوري پرورش کول چې په ده کې هوښيار توب پيداشي )[6](  
سوال: کله چې الله تعالى حضرت آدم u پيدا کو، او ملائکوته يې حکم اوکو چې حضرت آدم u ته سجده اوکړئ نو ملائکو ترکومه وخته پوري په سجده کې پرتي وي؟
 ځواب : ملائکې د زوال تروخت د مازديگره پوري په سجده کې پرتي وي بعضو وئيلي دي، چې ملائکې مقربين سلو کالو پوري سجده کې پرتي وي او بعضو وئيلي دي چې پنځوسوو کالو پوري په سجده کې پرتي وي )[7](
  سوال: بني اسرائلو د سخي عبادت څومره ورځو پوري کړى وو؟
 ځواب : څلويښتو ورځو پوري  ([8])
سوال: آيا انسان هم په هغه ځاى دفن کيږي د کوم ځاى د خاوري څخه چې هغه پيدا شوى وي؟
 ځواب : د يو روايت څخه هم دا معلوميږي چې کوم ځاى انسان د مرگ څخه وروسته دفن کولى شي د هغه ځاى خاوره د ده په خمبيره کې ملاوولى شي لکه چې عبد بن حميد او ابن المنذر د حضرت عطاء خراساني دروايت تخريج کړى دى، چې ملائکي هغه مقام ته ځي کوم ځاى چې د دي سړي دفن کيدل وي او د هغه ځاى څخه خاوره راوړي نو د ده په نطفه باندي يې اچوي بيا د خاوري او نطفي څخه د بچي پيدائش کيږي. د دي روايت څخه معلوميږي چې انسان هغه ځاى کې دفن کيږي د کوم ځاى خاوري څخه چې هغه پيدا شوى وي، په دي باندي مفسرينو حضراتو داهم ليکلي دي، چې د رسول الله r پيدائش چې کومي خاوري څخه اوشو هغه دکعبي خاوره وه خو د نوح u  په طوفان کې دا خاوره دغه مقام څخه منتقل شوي وه کوم ځاى چې د رسول الله قبر مبارک دى )[9](
سوال: هر کله چې الله تعالى ځمکه په اوبو باندي خوره کړله نو دا نهرونه او چيني دکوم ځاى څخه جاري شوي؟
 ځواب : په اصل کې د دي وجه داده، چې کله الله تعالى د حضرت آدم u د پيداکولو اراده اوفرمائيله نو الله تعالى د ځمکي لورته وحى راوليږله، چې زه ستاڅخه داسي مخلوق پيدا کوم چې هغوته به په اطاعت باندي جنت او په نافرماني باندي به جهنم ملاويږي نو ځمکې په  ځواب : کې معلومه کړله چې اى زما پروردگاره! ته به زماڅخه داسي مخلوق هم پيدا کوي، چې هغه به جهنم ته ځي الله تعالى اوفرمائيل: چې او، نو ځمکه په ژړاشوه او دومره يې اوژړل چې د هغي د ژړا په وجه چيني او نهرونه جاري شو چې دابه تر قيامته پوري جاري وي )[10](
سوال: د قيامت په ورځ به د الله تعالى په دربارکې د خلقو وړاندي کيدل څومره ځله وي؟ او دڅه لپاره به وي؟
 ځواب : درى ځله به وي: ١ـ په لومړى ځل به د الله تعالى په دربار کې هغه خلق پيش کيږي. کوم چې به گنهگار، نافرمانه او د الله تعالى دښمنان وي، او هغوى به دا غواړي. چې لکه څنگه به مونږه په دنيا کې جگړه کوله، او خپله خبره مو پوره کوله، دغه شان به دا خلق داسوچ کوي او الله تعالى سره به جگړه کوي چې مونږته نجات ملاوشي. ٢ـ دوهم  د دي لپاره وي چې الله تعالى د دښمنانو خلاف د حضرت ادم u او د نورو انبياؤ په وړاندي حجت پوره کړي او دښمنان جهنم ته داخل کړي ٣ـ ٣ـ دريم د ايماندارو خلقو وي، دا به هسي وي، او الله Y به په تنهائي )يواځي والي کې( په دوى باندي صرف دومره عتاب )اوملامتيا( اوکړي چې دوى ته شرم راشي بيابه د دوى څخه راضي شي او د دوى مغفرت به اوکړي او جنت ته به يې داخل کړي )[11](
سوال: هغه آياتونه د کومو څخه چې احکام او مسائل را ويستل شي څومره دي؟
 ځواب : هغه پنځه سوه آيتونه دي د دي څخه علاوه پاتي فضائل وغيره دي )[12](
 وَآخِرُ دَعْوَانَا انِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
وَتُبْ عَلَيْنَآ إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
والصلاة والسلام على خير خلقه محمد
وآله وصحب اجمعين، الى يوم الدين
برحمتکِ يا ارحم الراحمين.
فقط والسلام
محمد غفران کيرانوي
 خادم جامعه اشرف العلوم گنگوه
ماه جمادى الاخرة ١٤١٢هـ


[1] - معدن الحقائق باب ثبوت النسب ص ٣٤٤، حياة الحيوان ١- ٨٠).
[2] -(حاشيه جلالين ص ٤٠).
[3] -(حياة الحيوان ص ٣٣٣).
[4] - (حياة الحيوان ١- ٨٠).
[5] - (صاوي ص- ٦٢).
[6] - روح المعاني ص- ٢٤٤).
[7] - جمل وحاشيه جلالين ص ٨).
[8] - حياة الحيوان ٢- ١٧).
[9] - (انوارالدرايات ص ١٨٧، لاستاذي المحترم حضرت مولانا محمد انورالگنگوهي مدظله).
[10] - حاشيه جلالين، ٢- ٦١١).
[11] -(درسي تفسير ص- ٩٩).
[12] - حاشيه اصول الشاشي ص-٥

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User