Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, November 9, 2011

څوك خپه كېږي او ولې؟



خپګان ( خفګان ) څه شى دى ؟
 لومړى څپركـــى 
ليكوال : ويليام (استايرون )
ژباړن : سيدنظيم ( سيدي )

څوك خپه كېږي او ولې؟ :
خپګان يوه داسې ناروغي ده، چې په هغې باندې د اخته كېدو اټكل  پر ټولو يو ډول دى .
خپګان زوړ او ځوان، بډايه او بېوزله، لوستى او نالوستى، تور او سپين، ښځه او نر، دينداره او بې دينه نه پېژني او كولاى شي، چې ټول خلك اغېزمن كړي .
دغه ډول ناروغي هېڅ تړاو د ژوند او عمر سره نه لري او ټول زاړه او ځوانان په يو ډول راښكېلوي .
تقريباً هېڅ څوك د خپګان څخه تېښته نشي كولاى، هغه څوك چې په دې ناروغۍ اخته دي؛ ډېر ترې رنځ وړي او كوښښ كوي له هغو كورنيو څخه، چې دى ورسره تړاو لري ځان څنګ ته كړي. دا تر ټولو خورا معمول بيولوژيكي اختلال دى، چې نن سبا په اروا پوهنه كې ډېر تر سترګو كېږي .
داسې شونتيا هم لري، چې  يو مهال تاسې په دغه ډول ناروغۍ اخته شوي ياست، زه هم همداسې ؛ خو زه او تاسې استثنائات نه يو ؛ ځكه ډېرى پېژندل شوې څېرې هم په دغه ډول جادويي طلسم راښكېلې  شوې دي .
وينسون چرچل د خپلې ځوانۍ ډېره برخه په همدغه ډول ناروغۍ كې تېره كړه، هغه څه چې هغه د (تور سپي ) په نامه يادول هغه يو شمېر ليكوال، لكه: ارنست همينګوي، ويليام استايرون، وسيلوياپلت، پېژندل شوى هنرمند لكه:پتي ديوك، نوموتي سندرې جوړونكي، لكه: اكلاد دبوسي او جرج فردريك هندل وو، چې يوازې همدغه لږه شمېره كسان د دغه سړي د ذهن او فكر ښكار شوي ول .
دغه راز د نړۍ يو شمېر پېژندل شوي لوړ پوړي چارواكي لكه، شاه سول، لومړۍ ملكه اليزابت، ابرهام لينكلن او دم ګړۍ توماس ايګلون، د امرېكې پخوانى سناتور وكاتن چاپلز، د فلوريدا ښاروال، د سياست پوهانو مېرمنې، لكه:دبتي فورد او باربارابوش مېرمنې هم د دغې غم نه په امان كې نه دي پاتې شوې او تل خپګان غم وركړى دى. حتىٰ پخوانى فضا ختونكى ( نورد ) بازالدين هم د خپګان سره پنجې نرمې كړې دي او اوس د سينمايي نړۍ ډېرى لوبغاړو هم پر دغې خبرې اقرار كړى دى، چې د خپګان له ناورغۍ نه رنځ وړي او د دوى ترمنځ هم دغه ناروغي خوره شوې ده ؛ نو په دې توګه كه چېرې ستاسې د كورنۍ كوم غړى په دغه ناروغۍ اخته شوى وي تاسې په هېڅ صورت پر هغه مه شرمېږئ ؛ ځكه دغه دواړه خبرې لكه، خپګان او شرمېدل يو له بل سره نېغ په نېغه اړيكې لري .
(( ښايي د خپګان پېژندل ګران وي )) :
سره ددې، چې يو پر پنځه اروايي ( روهي ) ډاكټران په خپله هم په دغه ناروغۍ اخته دي ؛ خو بيا هم دغه خلك د دېرشو نه تر پنځوسو سلنو پورې ناروغان تشخيصولاى شي، په داسې حال كې، چې د وسايلو له تخنيكې پلوه هم سر ټكوي او وايي، چې په دقيقه توګه تشخيص نشي كولاى ؛ خو ناروغ په غالب ګومان  په شعوري يا غير شعوري توګه  خپله ناروغي پټوي او د سرخوږي يا كومې بلې پلمې په نامه شكايت كوي او تل د بې خوبۍ لپاره د ويټامينو څخه گټنه كوي ؛ خو په هېڅ ډول به د خپلې ناروغۍ يا خپګان په اړه څه ونه وايي .
له كوم ځاى، څخه چې موږ خپګان د ليونتوب په نامه منلى او پېژندلاى دى ؛ نو په همدې پار ناروغ خپله ناروغي پټوي او له دغې خبرې څخه ډارېږي، په ځانګړي توګه زاړه خلك ؛ خو سوچه له دغې خبرې څخه منكرېږي، دا ځكه چې د احساساتو او يا شخصي مسايلو په اړه له خبرې كولو څخه  ډېر بد وړي ؛ خو موږ يې، چې د كورنۍ غړي يو په آسانۍ سره په دې خبرې پوهېداى شو، چې زموږ د كورنۍ يو غړي ته كومه مساله پېښه شوې ده، يوازې په دې نه پوهېږو، چې مساله څه شى ده؛ په همدې توګه موږ هم اوتر( ورخطا ) كېږو او په زړه مو بوچ راځي، چې ډېر ځله كېداى شي زموږ همدغه پريشاني هم د خپګان د ناروغۍ لامل شي او موږ هم په دې ناروغۍ اخته شو .
كله چې ستاسې كورنۍ خپه كېږي :
د خپګان سره پنچې نرمول او يا ټانټې ژول او هغه هم په داسې حال كې، چې ستاسې مور او پلار  ورسره لاښكېل وي، خورا ډېر ستونزمن كار دى، دا ځكه چې ستاسې خپل هويت په خطر كې كېږي . تاسې نشئ كولاى، چې په بشپړه توګه د يو بالغ شخص په توګه كړنه وكړئ؛ ځكه چې ځانځاني يا خپل واكي اصلاً هېڅ شتون نه لري، تاسې د كور څخه په تېښتې هم نه بريالي كېږئ ؛ ځكه چې ستاسې د مور او پلار خپګان تاسې له دغې كړنې څخه منع كوي . حتا داسې شونتيا هم لري، چې په تاسې كې د پاتېدو او كينې انګېرنه هم وروزي .
يو ۴۲ كلن وكيل ، چې جودي نومېږي، يو  داسې نيوكه لري (( مور مې خپه ده ؛ خو كله يې چې ملګرې راشي او يا دا ورسره مخ شي ؛ نو كوښښ كوي، چې ځان بل ډول وښيي. زما پلار پنځه كاله وړاندې مړ شوى دى ؛  تقريباً هماغه مهال زما مور  زموږ له ډېر لوى كور څخه، چې موږ ټولو په كې يو ځاى ژوند كاوه لاړه او دا ځكه، چې زموږ كور دوه پوړيزه دى او مور ته مې د دويم پوړ ختل ستونزمن برېښېدل ؛ خو كور مو ښكلى دى او د هرډول مېلمنو لپاره هم خورا ښه لوى كور دى . ميدي يوه داسې ښځه وه، چې زما او زما د وروڼو له وړوكوالي راپه دېخوا يې زموږ د كور كار او چوپړ كاوه ؛ خو اوس هغه هم زما له مور سره اوسېږي ؛داسې برېښي چې مور مې د ورځې له خوا يوازې نه ده او لكه څرنګه، چې زما پلار هم زما د مور لپاره په  كافي كچه پيسې  پرېښې وې ؛ نو د پيسو له پلوه هم كومه ستونزه نه لري، زما په اند زما مور د دې دومره شيانو په درلودو سره بويه ( بايد) ډيره خوشحاله او سوكاله وي ؛ خو له بده مرغه داسې نه ده . )) . 
(( ملګرې يې فكر كوي، چې نوموړې ډېره باتوره  او تكړه ښځه ده، هغې په خپله خپلو خورلڼو ته اجازه وركړې، چې دا له ځان سره بهر بوځي او د هر شي په اړه ورسره خبرې وكړي. ( هغوى وايي : ته په ظاهري بڼه تكړه يې ؛ خو په طبيعي ژوند كې دې دومره خونده نشته ، ته زموږ په اند يوه مضبوطه او ... ښځه يې ) ؛ مور مې يوازې ورته موسكا كوي  او نور  څه نه وايي  ؛ خو دغه كلكه او مضبوطه ښځه په كور كې ورځ په ورځ وړه كېږي او نيم په نيمه اوبه كېږي . زه هم چې كله ناكله وخت پيدا كړم ؛هرو مرو مې د مور ليدو ته ورځم او يو وخت ډوډۍ هم ورسره خورم ؛ خو هغه ډېرى وخت ويده وي او دليل  راوړي، چې زه ستړې يم. كله چې له هغې نه پوښتنه وكړم، چې څه دې خوښېږي، څه خورې چې درته يې راوړم ؛  ولي پورته غورځوي او وايي :پروا نه كوي، چې هرڅه راوړې ، زما په اند په ظاهره بڼه ؛ خو نشي كولاى، چې هېڅ ډول مخپتيينه وكړي او يا تصميم ونيسي . كله كله خو لا داسې وخت هم راشي، چې په يوه كونج كې كښېني او يوازې ژاړي، په كوكو او ژړا كې وايي : كاشكې، چې زه هم  مړه شوى واى، غوره به داوي، چې ته هم ولاړ شې او زما په كيسه كې دومره نشې . )،))
( خو تر ټولو بده خبره لا دا ده، چې زما وروڼه زما له ټينګار پرته  هېڅكله نه ورته ټېلېفون كوي او نه يې پوښتنې ته ورځي، مور مې د هغه شيانو او خبروپه اړه، چې وروڼه مې غواړي ورسره خبرې وكړي ، بې باكه ده او هېڅكله نه غواړي، چې ځان په دې ليټۍ كې اخته كړي، دوى هم چې كله ورشي ؛ نو لږه شېبه وروسته بېرته ټېلېفون راوكړي، چې موږ تنګ شوي يو او غواړو بېرته راشو او همدا لامل دى، چې هېڅكله زما د مور كورته زړه نه ښه كوي .هغوى ډېر په غوسه او ناهيلي دي او زه هم نشم كولاى ووايم، چې ګرم دي، په دې خبره هم ښه پوهېږم، چې دا خبرې به تاسې ته د ملنډو په څېر وبرېښي ؛ خو څنګه وكړو هغه د يوې مور په څېر هېڅكله له موږ سره چلند نه كوي . موږ غواړو هغه پر موږ او پر هغه څه، چې موږ لاس ته راوړي او يامو ترلاسه كړي دي، ووياړي ، لكه زموږ د پلار په څېر ؛ خو له بده مرغه، چې هغه موږ د يوه بالغ انسان په توګه هم نه مني . زما په اند دا به داسې يو شي ته ورته وي، چې منځ يې ټول تش دى او موږ هم نه پوهېږو، چې څرنګه او په څه شي يې منځ ورډك كړو . )) .
(( نوموړې نه غواړي، چې لمسي يې پوښتنې او يا ليدو ته ورشي، هغه هره ورځ د غمونو او ربړو له  پنډ سره خپل وخت تيروي او زموږ سره د ماښامي لپاره هېڅكله  له كوره نه وځي . په ډېر ټيټ او ضعيف اواز سره ماته وايي : " ميدي ته وايم، چې يو څه ماته را پاخه كړي " كله، چې ورسره ټېلېفوني خبرې كوم ؛ نو په ټيټ اواز او بنګ بنګ له ماسره خبرې كوي  او په خپلو خبرو كې دومره ساه باسي او دومره په ځنډ خبرې كوي، چې زه فكر كوم غوږى يې كېښود )) .
 (( كه څه هم مور مې اوس اوس د كوچيانو كالي اغوندي ؛ خو ما نه پرېږدي او نه  هم راسره ځي ، چې نور نوي او سم كالي ورته واخلم ؛ خو كله چې زه ورته له ځانه كالي مالي راوړم ؛ نو پلمه كوي او وايي، چې اوس ستړې يم هلته يې كېږده بيا به ګورو. نه پوهېږم چې ولې داسې ده )) .
جودي او مكثي په يوځاي ډول داسې وويل: پوهېږې، چې څه شى په رښتيني توګه ما په غوسه كوي؟ ملګرې يې هېڅكله  د دې داسې كړنه نه ويني، زه چې كله وايم ، زه مې د مور خپګان ته ډېر ځير يم او ډېر مې ځوروي ؛ نو هغوى راپورې خاندي او وايي :موږ نه پوهېږو، چې ته اصلاً د څه شي په اړه غواړې خبرې وكړې . نه پوهېږم ولې هغوى دا ډول كار له ماسر ه كوي، حتا كله چې زه هم د مور په اړه مې فكر كوم ؛ نو په خپله هم خپه او ناهيلى شم ؛ خو ځينې ځوان او بالغ اولادونه بيا داسې نه دي ، هغوى چې كله پوه شي، چې مور او پلار يې په داسې يو غم اخته شوي او يوه داسې ناوړه ناروغي ورته پيدا شوې ده ؛ نو ځان څنګ ته كوي او كوښښ كوي، چې د دوى پښه هم په دا ډول ناروغي او ...كې راښكېله نشي .
مارك چې يو انځور اخيستونكى( عكاس ) دى وايي : 
" زما ټوله كورنۍ په همدې ناروغۍ اخته شوې وه ؛ د هماغه پيل نه  ځير شوم، چې كه زه هم  همداسې يو اكر ( حالت) ولرم ؛ نو ډېره شونتيا لري، چې زه هم ورسره راښكېل شم؛ همدا لامل شو، چې په پنځلس كلنۍ كې مې تصميم ونيو، چې زه بويه د مور او پلار په څېر ونه اوسم او په بشپړه توګه ترې بويه متفاوته اوسم  " .
( دايان ) چې د مارك د ژوند يو ډېر مهم شخص دى د مارك خبرې يې پرې كړې او ويې ويل: " د ده لپاره بدلون په داسې آسانۍ شونتيا نه درلوده، زه فكر نه كوم چې مارك دې ځان ته ځير شوي وي، چې څومره د خپل مور او پلار له ناروغۍ نه اغېزمن شوى و.په هغه وخت كې به ، چې كله چا وغوښتل د مارك په كار كې لاسوهنه يا مداخله وكړي او يا ورسره خپله خبره ګډه كړي ؛ نو هېڅكله به يې اجازه نه وركوله.دغه راز نوموړي هېڅكله نه غوښتل، چې خوشحالي وكړي ؛ خو تر ټولو بيا بده خبره دا ده، كله به چې مارك خپه شو ؛ نو دغه ناروغي به يې ماته هم رارسېده او زه به يې هم له ځان سره ښكېلولوم ؛ نو په دې اساس دا يوه داسې ناروغي وه، چې موږ بويه د دې په اړه كار كړى واى او يوه د حل لاره مو ورته پيدا كړى واى ، حتا اوس چې دا څو كاله كېږي د هغې ناروغۍ څخه  ښه شوي يو او كوم څرك يې زموږ په وجود كې نشته ؛ خو بيا هم پرې كار كوو او غواړو، چې ټول بشر يې له غمه خلاص كړو، هيره دې نه وي، چې د خداى ﷻ ډېره _ ډېره مننه كوو، چې موږ ته يې ژوند راكړ او دا پوهه يې هم راكړه، چې اوس پرې غږېږو او يوه د حل لاره ورته لټو " .
كله، چې ستاسې مېرمن او يا د كور كوم مهم غړى خپه شي :
كله، چې مور او پلار خپه شي ؛ كېدون لري، چې اولادونه يې د دغه كرغېړنې ناروغۍ پر وړاندې ودرېږي او د خپل مور او پلار چوپړ وكړي ؛ خو كه چېرې مېرمنه مو په دغه ناروغۍ اخته شي، دا به ډېره ستونزمنه خبره وي . يوازې  وخت او انرژي د اخته شخص لپاره ګټور دي، كه چېرې د چا مېرمن په دغه ناوغۍ اخته شي سربېره پر مالي زيان هيجاني زيان هم خپلې كورنۍ ته اړوي . د اخته شخص سره مرسته او څارنه په دې مانا ده، چې  د ځان په ګډون مو د خپلې كورنۍ سره ډېره مرسته كړې ده او د دغې ناروغۍ د وركاوي لپاره مو نور هرڅه له منځه وړي دي او هغه د چا خبره لكۍ ته مو خبره رسولې ده .
خپګان د ښځې او مېړه ترمنځ ډېر دېوالونه نړولاى شي او ډېرې ستونزې ورته زېږولاى شي، تاسې ( هوښيار او بريالى مېړه ) اوس بويه د خپلې ناروغې مېرمنې لپاره ډېر اهميت او ارزښت وركړئ . كه چېرې همداسې وكړئ ؛ نو ستاسې ترمنځ به هېڅكله خنډ پيدا نشي ، كه څه هم مخكې كله داسې شوي او يا نه وي شوي، ستاسې رول به بدلون ومومي او په اټكلي توګه كېداى شي تضعيف شي ، له هغه ځايه چې ستاسې مېرمن منفعل شوې ده، چې نشي كولاى خپلو حسابونو، پانګه اچونو او نورو مالي خپرونو ته رسېدنه وكړي ؛ نو تاسې په خپله بويه په داسې حالاتو كې د كور مالي راكړه وركړه په خپل واك كې ونيسئ .
كورنۍ كېداشي يوازې ستاسې پر عايد باندې بسنه وكړي، ښايي تاسې په اخيستلو، نظافت، پاكۍ او حتا د ماشوم څارنۍ ته هم اړ شئ ، كه چېرې ستاسې مېرمن له دوه لوريزې " قطبي " خپګان ( مين توب او خپګان ) څخه رنځېده ؛ نو شونتيالري چې تاسې لكه  د اداري پوليس په څېر اړ شئ ، قلم په لاس كې واخلئ او هغه شيان، چې ستاسې مېرمن تاسې ته د مېنتوب په اكر كې اخيستي وو ورته بېرته وركړئ .
له هغه ځايه، چې ستاسې مېرمنې ته په بهر وتلو او يا كاليو اخيستلو كومه ستونزه پيدا كېږي او دهغې خپګان نور هم زياتوي ؛ نو كوښښ وكړئ چې د هغې مخه ونيسئ ؛ ځكه دا كار به ستاسې ژوند نور هم له ستونزو  او كړاوونو سره مخ كړي، په داسې يو اكر كې تاسې هم كوښښ
وكړئ، چې د بلې ښځې سره ناسته پاسته ونه كړئ ؛ ځكه كه چېرې تاسې دغه كار وكړئ ؛ نو كېدون لري، چې ستاسې مېرمنه يا سوچه ساده او بې خبري او يا په يوه كونج كې د كېناستو ژوند غوره كړي  او هېڅكله له تاسې سره خبرې ونه كړي ؛ نو په دې توګه پر تاسې به د ژوند محدوده او كړۍ لاپسې تنګه شي اوستاسې د كورنۍ ژوند به هم له ځان سره دل او دول كړي، همدغه كار د دې لامل كېږي، چې ستاسې پر وجود كې د ناروغ شخص د همدردۍ په اړه واټن پيدا كېږي او هغه كومې كړنې، چې ناروغ شخص كوي هغه پر تاسې بده اغېزه كوي او په دې توګه ستاسې د كورنۍ هغه د ځنځير كړۍ شكېږي او د ګډ ژوند فلسفې ته مو په همدې ځاى كې د پاى ټكى اېښودل كېږي .
په پيل كې ستاسې  مېرمن بويه د خپلې ناروغۍ له افشاكولو څخه په ټولنه كې ډډه ونه كړي .
"سوزان "يوه پنځوس كلنه ښځه ده ، په دې اړه د يوه آه لرونكي اسويلي وروسته وايي:  د ډېر وخت لپاره مې همداسې وكړل او هر ډول بدلون چې زما په وجود كې راغلى و، ترې منكره شوم ، كوښښ مې كاوه، چې " رابرت " له دې سكالو( موضوع ) څخه خبر نشي ؛ ځكه نوموړي په هغه شپو او ورځو كې ډېرې بوختياوې درلودې او ډېر نا كراره و، موږ د كاليو يوه مغازه په مركز كې لرو او د هغې كارونه پر مخ بيايو ؛ خو اوس اوس خبر شو، چې يوه بله نوې مغازه زموږ سره نژدې جوړه شوې ده او خپلو مشتريانو ته يې يوه اندازه تخفيف هم په نظر كې نيولى دى، چې د  دوى دغه كار د دې لامل شوى، چې زموږ مغازې ته ماته وركړي  او په همدې لاسوند كسب او كار هم نوره له موږ نه كډه كړې ده ، اوس نو تاسې وواياست، چې څوك په داسې يو اكر كې ټينګېداى شي ؟ )) .
" ما داسې فكر كاوه، چې مساله نوره ختمه ده، داسې مې انګېرله، چې هرومرو رابرت له همدې كبله له مانه دومره ليرې ځي او نور د جنسي اړيكو سره دومره اړيكه يا مينه نه لري، موږ پخوا د ښو جنسي اړيكو څخه برخمن و او هغه د چا خبره ښه مو ساعت تير وو، موږ د خپلو هم عمرو كسانو څخه ډېر سره يوځاى كېدو او ....كاوه ؛ خو اوس له بده مرغه كله، چې به رابرت كور ته راغى او شپه به شوه ؛ نو په پالنګ ( تخت ) باندې به اوږد اوږد وغځېد او بس .
داسې هم نه وه، چې ګواكې ويده كېده، ويده كېده به هم نه او دومره به په يوه اړخ او بل اړخ اوښته را اوښته، چې زه به نوره تنګه شوم او د خپل لور خونې ته به ولاړم او د هغې په پالنګ به ويده شوم . زه فكر كوم، چې زما دا كار هم د هغه د خپګان لامل كېږي " .
( زه كوښښ كوم، چې هغه درك كړم او صابره اوسم او ټول هغه څه وكړم، چې يوه ښه مېرمن يې كوي ؛ خو له بده مرغه هغه اوس هم نه دى ښه شوى، هغه ته مې وړانديز وكړ، چې د يو ښه تكړه او زوبده ډاكټر ليدو ته ورشي او څو شېبې ورسره كېني ؛ خو داسې اټكل كوم، چې هلته به هم لاړ نه شي ، هغه وايي، چې هېڅ ډول ستونزه يا خپګان نه لري ، د نوموړي په دې كار سره زه اوس لږ ه لږ ه د نا هيلۍ احساس كوم  ) .
" هغه ډېر آه كوي په ځانګړي توګه د ماښام پر مهال، پخوا به يې په ډېره مينه او اشتها سره ډوډۍ خوړله ؛ خو اوس په ډېرې بې اشتهايۍ ، كله چې ورڅخه پوښتنه كوم، چې كومه ستونزه لرې او يا كومه مساله درته پېښه شوې ده ؟ يوازې همدومره وايي : ( نه ) ، زه هم ورته وايم : (ښه نو كسب او كار به ښه شي )؛ خو له بده مرغه هغه هېڅكله نه غواړي، چې په دې اړه خبرې وكړي ، زه فكر كوم، چې هغه د دغې مسالې په اړه كومه ويره لري، زه نه غواړم، چې هغه راته وژاړي ؛ ځكه د هغه دغه كار ډېر انسان نا كراره كوي  " .
"اوس موږ ته هېڅ څه لكه، ډوډۍ خوړل يا نوي كالي اغوستل او يا .... خوند او مزه نه راكوي، اوس زموږ اولادونه زموږ سره يوځاى نه كښېني او نه موږ سره يوځاى ډوډۍ خوري ؛ خوكله ناكله يې په زوره له ځان سره ډوډۍ ته كښېنوو ؛ خو كله، چې راشي هم ؛ نو دومره چوپه چوپتيا وي، چې په معمولي اواز سره د سكون فضا خراپېږي، زه ډېر ځله كوښښ كوم، چې دغه چوپتيا په خپله او يا د خپلو بچو په وسيله له منځه ويسم او ټوكې ټكالې ورسره وكړم . موږ درې واړه كله ناكله دومره ټوكې وكړو، چې رابرت هډو هير كړو. هغه په يوه شپه د څو بچو پلار شوى دى، د هغه له انده هېڅ شى په زړه پورې او خوندور نه دى، يو مهال ليزا ورته د خپل كالج كاتوليګان ور وپېژندل، هغه يوازې  خپل سر ورته وښوراوه، له ورايه جوتېده، چې دومره خوند يې ور نه كړ او نه ورته دومره په زړه پوري ول . "جول" له دې كبله، چې پلار يې د ده د باسكتبال لوبو او سيالو ته نه ورځي ترې مرور شوى او ترې خپه دى، د هغه د هر شي نه انكار كول موږ ټولو ته نابلدتيا او ګونګوالى دى " .
  اوس _ اوس رابرت د مغازې تللو څخه انكار كوي، يوازې په كور كې كښېني او داسې ښيي، چې په كوم كار بوخت دى ؛ خو په واقعيت كې  د مغازې كار ته ګوري هم نه، هغه يو ډېر ښه مدير دى ؛ خو هغه كوم رقابت، چې نوى دې مركز ته  راغلى، دى يې بې خونده كړى دى . 
 دا تصميم هم نه لري، چې په ارزانه بيه خپل توكي وپلوري او ماركيټ تر لاسه كړي او يا ... هغه ته مې وړانديز وكړ، چې د هغه سره د مرستې په موخه مغازې ته ورشم ؛ خو نشي كولاى، چې په دې اړه تصميم ونيسي . ليزا وويل: د پلار د ذهني ارامتيا او روغوالي لپاره د بهر ايالتي ښوونځيو له تګ نه يې مخنيوى كړى دى او خپل ټوله پاملرنه يې د خپل هېواد د پلازمېنې په ښوونځيو كې متمركزه كړې ده ؛ خو رابرت يوازې خپل ولي پورته غورځوي او وايي "مهمه نه ده "داسې برېښي، چې ګواكې ليونى شوى دى .
( په لومړيو كې ماغوښتل، چې هغه درك كړم ؛ خو اوس په غوسه يم، هر كار چې كوم  مهم ورته نه ښكاري، نوموړي ته مې وړانديز هم وكړ، چې  له چا څخه مرسته وغواړي ؛ خو هغه داسې فكر كوي، چې كومه ستونزه شتون نه لري .هغه ارواپوهنې ته هم كومه عقيده نه لري، كله چې هغه ته وړانديز وكړم، چې د خپلې درملنې په پار يو ارواپوه يا ډاكټر ته لاړه شه ؛ نو را ته وايي : " زه خو څه ليونى نه يم، چې ... لاړشم " شونتيا لري، چې هغه په رښتينې توګه ليونى نه وي ؛ خو زه يې نوره ليونۍ كړى يم، كه څه هم زه داسې فكر كوم، چې نوموړى دغه كارونه زما د ناهليۍ له كبله نه كوي ؛ خو بيا هم زما په زړه كې  د هغه پر وړاندې كركه زياتېږي او ... زه داسې فكر كوم، چې دهغه دغه ډول كړنې به زموږ كور تباه كړي . زموږ واده ، چې يو وخت په ډېر خوښه او مين توب شوى و او ما ګومان كاوه، چې هېڅكله به زموږ اړيكې خرابې نشي ، اوس مخ په خرابېدو دي . هغه چې كوم كارونه كوي زه ترې كركه كوم .
په دې هم ښه پوهېږم، چې دا هرڅه يې په خپل واك كې نه دي ؛ خو پوښتنه دا ده، چې ولې له چا څخه مرسته نه غواړي ؟ ، دا د دې ماناښندي لكه څوك، چې د چا خبرې ته  اصلاً هېڅ ارزښت نه وركوي  ) .
كه چېرې د سوزان مېړه، د زړه له ناروغۍ او يا كوم بل ډول ناروغۍ نه رنځ وړلاى ؛ نوشونتيا يې درلوده، چې سوزان دا هرڅه زغملى واى ؛ خو اروايي ستونزي په  رښتينې توګه، چې ستونزمنې او ګرانې دي  او لامل يې هم دادى، چې د هغې په موجوديت باندې خلك د ناهليۍ او شرم  احساس كوي ، لكه يو ډېر دردونكى شرم، چې ... زموږ په ژوند كې پېښ شوى وي .
دغه راز دغه ښځه د يوې  بلې خبرې نه هم سخته ډارېږي، چې موږ  ټول ترې  ډارېږو، زه فكر كوم، چې دغه ډار د رواني ناروغيو په اړه دى، چې د هغې درك كول يو روغ انسان ته هم خورا ډېر ستونزمن كار دى ، يوه بله ډېره غټه ستونزه  دا هم ده : كله چې زموږ له كور نه بهر خپل خپلوان او حتا پردي خلك له دغې پېښې څخه خبرېږي، چې زموږ په كور كې دغسې يو ناروغ انسان شته او د خلكو په اند ليونى دى ؛ نو په هغه صورت كې د كورنۍ غړي به څنګه ژوند وكولاى شي او يا به له خلكو سره سترګې مخامخ كړي، چې دا هم يوه ډېره سخته او نه ... خبره ده  .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User