Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, August 25, 2011

د يس د مبارکې سورة ژباړه او لنډ تفسير

د يس د مبارکې سورة ژباړه او لنډ تفسير


بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم

يس 1 وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ 2 إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ 3 عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ 4 تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ 5 لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ 6 لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ 7 إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلاً فَهِيَ إِلَى الأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ 8 وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ 9 وَسَوَاء عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ 10 إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ 11 إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ 12 وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلاً أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ 13 إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَيْكُم مُّرْسَلُونَ 14 قَالُوا مَا أَنتُمْ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَمَا أَنزَلَ الرَّحْمن مِن شَيْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ تَكْذِبُونَ 15 قَالُوا رَبُّنَا يَعْلَمُ إِنَّا إِلَيْكُمْ لَمُرْسَلُونَ 16 وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ 17 قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ لَئِن لَّمْ تَنتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ 18 قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ أَئِن ذُكِّرْتُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ 19 وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ 20 اتَّبِعُوا مَن لاَّ يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا وَهُم مُّهْتَدُونَ 21 وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 22 أَأَتَّخِذُ مِن دُونِهِ آلِهَةً إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَن بِضُرٍّ لاَّ تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا وَلاَ يُنقِذُونِ 23 إِنِّي إِذًا لَّفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ 24 إِنِّي آمَنتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُونِ 25 قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ 26 بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ 27 وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى قَوْمِهِ مِن بَعْدِهِ مِنْ جُندٍ مِّنَ السَّمَاء وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ 28 إِن كَانَتْ إِلاَّ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَامِدُونَ 29 يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِؤُون 30 أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنْ الْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لاَ يَرْجِعُونَ 31 وَإِن كُلٌّ لَّمَّا جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ 32 وَآيَةٌ لَّهُمُ الأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ 33 وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنْ الْعُيُونِ 34 لِيَأْكُلُوا مِن ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ أَفَلاَ يَشْكُرُونَ 35 سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنبِتُ الأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لاَ يَعْلَمُونَ 36 وَآيَةٌ لَّهُمْ اللَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظْلِمُونَ 37 وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ 38 وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ 39 لاَ الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلاَ اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ 40 وَآيَةٌ لَّهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ 41 وَخَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ 42 وَإِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلاَ صَرِيخَ لَهُمْ وَلاَ هُمْ يُنقَذُونَ 43 إِلاَّ رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ 44 وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ 45 وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلاَّ كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ 46 وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمْ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَاء اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ 47 وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ 48 مَا يَنظُرُونَ إِلاَّ صَيْحَةً وَاحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ 49 فَلاَ يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلاَ إِلَى أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ 50 وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ 51 قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ 52 إِن كَانَتْ إِلاَّ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ 53 فَالْيَوْمَ لاَ تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلاَ تُجْزَوْنَ إِلاَّ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ 54 إِنَّ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ الْيَوْمَ فِي شُغُلٍ فَاكِهُونَ 55 هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلاَلٍ عَلَى الأَرَائِكِ مُتَّكِؤُونَ 56 لَهُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ 57 سَلاَمٌ قَوْلاً مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ 58 وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ 59 أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لاَّ تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ 60 وَأَنْ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ 61 وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنكُمْ جِبِلاًّ كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ 62 هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ 63 اصْلَوْهَا الْيَوْمَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ 64 الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ 65 وَلَوْ نَشَاء لَطَمَسْنَا عَلَى أَعْيُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَأَنَّى يُبْصِرُونَ 66 وَلَوْ نَشَاء لَمَسَخْنَاهُمْ عَلَى مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوا مُضِيًّا وَلاَ يَرْجِعُونَ 67 وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلاَ يَعْقِلُونَ 68 وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِينٌ 69 لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ 70 أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا أَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ 71 وَذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ 72 وَلَهُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ أَفَلاَ يَشْكُرُونَ 73 وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ 74 لاَ يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ 75 فَلاَ يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ 76 أَوَلَمْ يَرَ الإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ 77 وَضَرَبَ لَنَا مَثَلاً وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ 78 قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ 79 الَّذِي جَعَلَ لَكُم مِّنَ الشَّجَرِ الأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ 80 أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُم بَلَى وَهُوَ الْخَلاَّقُ الْعَلِيمُ 81 إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ 82 فَسُبْحَانَ الَّذِي بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 83
د الله په نوم چې ډېر زيات مهربان پوره رحم لرونکى دى
يس. قسم دى په قرآن حکيم چې ته په يقيني ډول له پيغبرانو څخه يې پر سمه لار. او دا قرآن د برلاسي او رحم لرونکي ذات له خوا نازل کړل سوى دى تر څو چې ته يو داسې قوم متوجه کړې چې د هغوى پلرونه نيکونه متوجه کړاى سوي نه وو او له همدې کبله هغوى په غفلت کې غورځېدلي دي. له دوى څخه زياتره خلک د عذاب د فيصلې وړ ګرځېدلي دي له همدې امله هغوى ايمان نه راوړي. موږ د هغو په غاړو کې طوقونه اچولي دي چې تر اوسه د هغوى تر زنو پورې نښتي دي له دې امله هغوى سرونه پورته نيولي ولاړ دي. موږ يو دېوال د هغو په مخ کې درولى دى او يو دېوال د هغو تر شا، موږ هغوى پوښلي دي هغوى اوس هېڅ نه ويني. د هغو لپاره يو شان ده که ته هغوى خبردار کړې او که يې نه کړې دوى به يې ونه مني. ته خو هماغه څوک خبردار کولاى سې چې د نصيحت پيروي وکړي او له ناليدلي رحمان خدايه وبېرېږي هغه ته د بخښنې او غوره اجر زېرى ورکړه. موږ په باوري توګه يوه ورځ د مړو ژوندي کوونکي يو کومې چارې چې هغوى ترسره کړي دي موږ هغه ټولې ليکو او کوم آثار چې هغوى وروسته پرې ايښي دي موږ هغه ثبتوو موږ هر څه په يو څرګند کتاب کې درج کړي دي. دوى ته د مثال په توګه د هغه کلي د خلکو کيسه واوروه چې کله هغه ته پيغبران راغلي وو. کله چې موږ هغو ته دوه پيغبران ولېږل او هغوى دواړه درواغجن وګڼل بيا موږ درېيم د مرستې لپاره ورولېږى هغوى ټولو وويل موږ تاسې ته د پيغبرانو په توګه رالېږل سوي يو. د کلي خلکو وويل تاسې بل څه نه ياست، مګر زموږ په څېر څو انسانان او رحمان خداى هېڅکله کوم څه نه دي نازل کړي تاسې مازې درواغ واياست. پيغبرانو وويل: زموږ پروردګار پوهېږي چې موږ له شک پرته تاسې ته د پيغبرانو په توګه رالېږل سوي يو. او پر موږ باندې له روښانه(څرګند) پيغام رسولو پرته نور څه مسووليت نه سته. د کلي خلکو وويل: موږ خو ستاسې قدمونه د ځان لپاره بد فال ګڼو که تاسې لاس وانه خلئ نو موږ به تاسې سنګسار کړو او زموږ له خوا به تاسې ته دردناکه عذاب ورسېږي. پيغبرانو ځواب ورکړ: ستاسې بد فال خو په خپله له تاسې سره دى آيا دا خبرې تاسې له دې امله کوئ چې تاسې ته نصيحب وشو؟ اصلي خبره دا ده چې تاسې له حده وتلي خلک ياست. په دې ترڅ کې د ښار له ليرې ګوښې څخه يو سړى په منډه راغى او ويې ويل: اې زما قومه د پيغبرانو پيروي غوره کړئ د هغو خلکو پيروي وکړئ چې له تاسې څخه هېڅ اجر نه غواړي او پر سمه لار ځي. او زه نو ولې د هغه ذات بندګي ونه کړم چې هغه زه پيدا کړى يم او د هغه لوري ته ستاسې ټولو ورګرځېدل دي. آيا زه له هغه پرته نور معبودان ونيسم؟ په داسې حال کې چې که رحمان خداى ما ته د څه زيان رسولو اراده وکړي، نو نه د هغو شفاعت ما ته څه په کار راتلاى سي او نه هغوى ما ژغورلاى سي، که زه دا کار وکړم نو زه به په څرګنده ګمراهۍ کې اخته سم. ما خو ستاسې پر پروردګار باندې ايمان راوړ تاسې هم زما خبره ومنئ. په پاى کې هغو خلکو هغه وواژه او هغه ته وويل سول چې ننوزه جنت ته! هغه وويل: کاشکې زما قوم ته معلومه واى چې زما پروردګار د څه شي له امله زه وبخښلم او زه يې په عزتمندو خلکو کې داخل کړم. تر هغه وروسته د هغه پر قوم موږ له آسمانه کوم لښکر راکوز نه کړ، د لښکر لېږلو ته زموږ څه اړتيا نه وه، فقط يوه چيغه وسوه او ناببره هغوى ټول مړه يخ-کرخت ولوېدل. افسوس د بندګانو پر حال باندې! هغو ته چې هر پيغبر راغى په هغه يې ملنډې ووهلې. آيا هغوى نه دي ليدلي چې موږ تر هغو مخکې څومره قومونه هلاک کړي دي او تر هغه وروسته بيا هغوى هېڅکله د هغوى خوا ته را ستانه، نه سول؟ دوى ټول به يوه ورځ زموږ په وړاندې حاضرېږي. او د دوى لپاره مړه ځمکه يوه نښانه ده موږ هغه ژوندۍ کړه او له هغې څخه مو غله را وايسته چې دوى يې خوري. موږ په هغې کې د خرماوو او انګورو باغونه پيدا کړل او له هغې څخه مو چينې راوخوټولې تر څو چې دوى د هغې مېوې وخوري، دا هر څه د دوى د خپلو لاسونو پيداوار نه دي، نو آيا دوى شکر نه باسي؟ پاک دى هغه ذات چې هغه د ټولو اقسامو جوړې پيدا کړې که هغه د ځمکې له نباتاتو څخه وي يا په خپله د دوى له جنس(انساني نوعې څخه) يا له هغو شيانو څخه چې دوى يې آن پېژني هم نه. د دوى لپاره يوه بله نښانه شپه ده موږ د هغې له پاسه ورځ ايسته کوو نو پر دوى تياره خپرېږي او لمر، هغه د خپل استوګنځي خوا ته ځي دا د خورا ډېر د قدرت خاوند پوه ذات وضعه کړى حساب دى. او سپوږمۍ د هغې لپاره موږ پړاوونه ټاکلي دي تر دې پورې چې له هغو پړاوونو څخه په تېرېدلو سره هغه د خرما د وچې څانګې غوندې سي. نه د لمر په وس کې دا سته چې هغه سپوږمۍ ونيسي او نه شپه تر ورځې مخکې کېداى سي دا ټول په يوه-يوه فلک يعنې مدار کې لامبو وهي. د دوى لپاره دا هم يوه نښانه ده چې موږ د دوى ذوذات په ډکه سوې کښتۍ کې سپاره کړل او بيا مو د دوى لپاره هماغسې کښتۍ نورې پيدا کړې چې دوى پکښې سپرېږي. که موږ وغواړو نو دوى به غرق کړو هېڅوک به د دوى فرياد اورېدونکى نه وي او دوى ته به په هېڅ ډول نجات ورنه کړل سي فقط همدا زموږ رحمت دى چې دوى ژغوري او تر يوې ټاکلي مودې پورې له ژونده د ګټې اخيستلو فرصت ورکوي. دوى ته چې کله ويل کېږي چې له هغه عاقبت څخه ځان وژغورئ چې ستاسې مخې ته راځي او ستاسې تر شا تېر سوى دى شايد پر تاسې رحم وکړل سي، نو دوى ځان ناګاره واچوي. دوى ته چې د دوى د پروردګار له آيتونو څخه هدايت راځي دوى ورڅخه مخ اړوي. او کله چې دوى ته ويل کېږي چې الله تاسې ته کومه روزي درکړې ده له هغې څخه يو څه د الله په لار کې هم ولګوئ نو دغه کسان چې کافر سوي دي ايمان راوړونکو ته په ځواب کې وايي: آيا موږ هغو ته خواړه ورکړو؟ که الله غوښتي واى نو په خپله به يې هغو ته خواړه ورکړي واى. تاسې خو بېخې ګمراه سوي ياست. دوى وايي چې دغه د قيامت اخطار به کله ترسره(عملي) سي؟ وښياست که تاسې رښتيني ياست. په اصل کې چې دوى کوم شي ته سترګې پر لار دي هغه فقط يوه هيبتناکه چيغه ده چې په ناڅاپي ډول به دوى په هغه حالت کې راګير کړي چې دوى په خپلو دنيوي چارو کې شخړه کوونکي وي. او په هغه وخت کې به دوى وصيت قدري هم ونه کړاى سي نه به خپلو کورونو ته بيرته وګرځېداى سي. بيا به يوه شپېلۍ پو کړاى سي او په ناببره ډول به دوى د خپل پروردګار حضور ته د وړاندې کېدو لپاره له خپلو قبرونو څخه راووزي. په وارخطايي سره به ووايي: اوه! دا چا موږ له خپلو قبرونو څخه راپاڅولو؟ دا هماغه شى دى چې رحمان خداى يې ژمنه کړې وه او د پيغبرانو خبره رښتيا وه. صرف يو ځواکمن آواز به وي او ټول به زموږ په وړاندې حاضر کړاى سي. نن به پر هېچا د يوه بڅري په اندازه ظلم ونه سي او تاسې ته به هغسې بدله درکړاى سي لکه څنګه چې تاسې عمل کاوه. نن جنتيان په خوندونو اخيستلو کې بوخت دي. هغوى او د هغوى مېرمنې به په ګڼو سيورو کې وي پر بالښتونو ډډه وهونکي. د خوراک څښاک هر راز خوندور شيان هلته د هغوى لپاره موجود دي. هر څه چې هغوى وغواړي د هغو لپاره حاضر دي د مهربان پروردګار له خوا هغوى ته سلام ويل سوى دى. او اې مجرمانو! نن تاسې بېل سئ!!! اې د آدم اولادونو آيا ما تاسې ته هدايت نه و کړى چې د شيطان بندګي مه کوئ هغه ستاسې ښکاره دښمن دى؟ او يوازې زما بندګي وکړئ دغه سمه لار ده؟ خو سره له دې شيطان له تاسې څخه يوه لويه ډله ګمراه کړه آيا تاسې نه پوهېدئ؟ دا هماغه دوږخ دى چې له هغه څخه تاسې بېرول کېدئ. کوم کفر چې تاسې په دنيا کې کاوه د هغه په بدله کې اوس د ده (دوږخ) د سونګ مواد سئ. نن موږ د دوى خولې بندوو د دوى لاسونه به خبرې وکړي او د دوى پښې به شاهدي ووايي چې دوى په دنيا کې څه په کسب ګټلي دي. که موږ وغواړو نو د دوى سترګې به پوښلي هوارې کړو بيا دې دوى د لارې خوا ته په ځغاستلو وګوري څنګه به دوى لار وويني؟ که موږ وغواړو نو موږ به دوى پر همدې خپل ځاى په داسې شان مسخ کړي پرېږدو چې نه وړاندې د تلو وس ولري او نه د بېرته ستنېدلو. چا ته چې موږ اوږد عمر ورکوو د هغه ساخت موږ سرچپه کوو آيا د دغو حالاتو په ليدلو سره دوى نه پوهېږي؟ موږ دغه پيغمبر ته شعر نه دى ور زده کړى او نه شاعري له ده سره ښايي. دا خو يو نصيحت دى او روښانه لوستل کېدونکى کتاب تر څو چې هر هغه څوک وبېروي چې ژوندي وي او پر انکار کوونکو باندې د عذاب خبره ثابته سي. آيا دوى نه ويني چې موږ په خپلو لاسونو سره له جوړو سوو شيانو څخه د دوى لپاره څرام اروي پيدا کړل او اوس دوى د هغوى خاوندان دي؟ موږ هغه په داسې شان دوى ته کړي دي چې له هغو څخه پر ځينو باندې دوى سپرېږي د ځينو دوى غوښه خوري. او په هغو کې د دوى لپاره راز-راز ګټې او د څښلو شيان دي نو آيا دوى شکر نه باسي؟ له دې هر څه سره-سره دوى له الله جل جلاله پرته نور خدايان نيولي دي او دا هيله لري چې له دوى سره به مرسته وکړاى سي. هغوى له دوى سره هېڅ مرسته نه سي کولاى، بلکې برعکس دوى د هغو لپاره تيار سئ لښکر جوړ سوى دى. ښه نو کومې خبرې چې دوى جوړوي هغه دې تا نه ځوروي د دوى په پټو او ښکاره ټولو خبرو باندې موږ پوهېږو. آيا انسان نه دي ليدلي چې هغه مو له نطفې څخه پيدا کړ او بيا هغه ښکاره شخړه کوونکى سو؟ اوس هغه په موږ پورې مثالونه تړي او خپل پيدايښت هېروي او وايي څوک به دغه هډوکي راژوندي کړي چې کله دا وراسته سوي وي؟ ده ته ووايه دا به هماغه ذات ژوندي کوي چې تر هغه مخکې يې دا پيدايښت کړى و او هغه د پيدايښت په هر کار پوهېږي هماغه ذات چې ستاسې لپاره يې له شنې سمسورې ونې څخه اور پيدا کړ او تاسې له هغه څخه خپل نغري بلوئ. آيا هغه ذات چې آسمانونه او ځمکه يې پيدا کړه پر دې قادر نه دى چې د دوى په څېر پيدا کړي؟ ولې نه! په داسې حال کې چې هغه ماهر خلاق دى. هغه خو چې کله د يو شي اراده کوي نو د هغه کار همدومره دى چې ورته حکم وکړي چې وسه او هغه کېږي. پاک دى هغه ذات چې د هغه په لاس کې د هر شي بشپړ وس(واک) دى او د هماغه لوري ته تاسې ورګرځېدونکي ياست.


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User