Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, July 29, 2011

روژه په څه ماتیږي اوپه څه نه ماتیږي

روژه په څه ماتیږي اوپه څه نه ماتیږي
عزت الله مخلص   
الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا وسيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضلّ له، ومن يضلل فلا هادي له،وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله أما بعد: الله تعالی پخپلو بندګانو باندی د نيکيانو د موسم احسان کوي، کوم کی چی نيکياني يو په دوه کيږی، ګناهونه پکی بخښل کيږي،رتبې پکی لوړيږي، په دغه موسمونو کی تر ټولو غوره موسم د روژی د مياشتی موسم ده، چی روژې نيول پکی الله فرض کړي دي، هڅونه او ښوونه يي کړی ده چي په فرضيت يي شکر وباسي .
د روژی تعريف:روژه په لغت کی مطلق ﻻس نيولو او ځان منع کولو ته وايي .
او د شريعت په اصطلاح کی:په نيت سره د فجر صادق نه تر لمرغورځيدو پوری، له هر هغه څيز نه چی روژه فاسده وي ځان ساتنۍ ته وايي.
2- د روژی حکم: د ټول امت په دی اجماع(اتفاق)ده چي د رمضان روژه نيول فرض دي،اوکه څوک پرته له کوم عذر نه روژه ماته کړی،نو ډير لوې ګنهګار ده.
3- د روژی فضيلت: الله تعالی روژه ځان ته خاص کړی، او روزتي ته يو په لس ثواب ورکوی، د روزتي دعا نه رد يږی،روزتي ته دوه خوشالۍ دي، دقيامت په ورځ روژه د روزتي شفاعت(سپارښتنه)کوي، د روزتي د خولی بوي الله ته د مشکو نه هم غوره دی، روژه د انسان لپاره له دوزخ نه يو پښه قلعه اومضبوط سپردی.اوڅوک چي يوه روژه دالله په ﻻره کی ونيسي، اللهY به يي د اويا کالو په مسافه له دزوخ لري وساتي، او په جنت کی  يو دروازه ده چی ريان بللي کيږي،يوازي روزتيان به ورڅخه جنت ته ننوځي،د رمضان روژه داسلام دريم رکن دی، قران کريم پکی نازل شوی دی،د قدر شپه پکی ده چی د زرو مياشتو له عبادت څخه غوره ده، کله چی د روژی مياشت داخله شی د جنت دروازې ازادی شي، او د دوزخ دروازي بندی شي، او شيطانان په ځنځيرونو وټرلي شي، او د رمضان روژه د لس مياشتو په برابر ثواب لري.                
4- په روژه کی ډيری ښيګڼې او ډيری ګټې دی چی تقوا سره تړاو لری، د روژی په نيولو سره په شيطان غلبه حاصليږي ، نفسي غوښتني پکی ماتيږي او د انسان روزنه کوي چي ناکاره اميدونو او ګناهونو نه ځان وژغوري، او انسان منظم او د وخت په پابندي عادت کوي، او روژه د اسلامی ورولۍ ښه ښکارندوي ده.
5- د روژه ځني اداب واجب او ځني نور سنت دي له دي څخه:دشپي په اخيری وخت کی د پيشمني په کولو ټينګار کول،په روژه ماتي باندی تلوار کول، ځکه چي رسول الله r فرمايلي:ترهغه وخت پوری به خلک په نيکمرغۍ کی وی چي په روژه ماتي تلوار کوي، رسول اللهr به د لمونځ نه مخکی په تازه خرما او که هغه به نه وی نو په کجورو او که کجورې به نه وی نو د اوبو په يو څو غوړپو به يي روزه ماته کړه او داسی به يي وفرمايل:(ذهَبَ الظمأُ و ابْتلّت العُرُوق ، وثَبَتَ الأجْر إنْ شَاء الله) ژباړه: تنده ولاړه او رګونه لانده شول او ثواب ثابت شو که الله وغواړي
د ګناهونه نه ځان ساتل : او ځني هغه شيان چی د نيکيود له منځه تللو،او د ګناهونو د ډيرو دو سبب ګرځي په ډرامو، فلمو ، او بيهوده او بي مانا مجلسونو او چکرنو او دلوبو په کتو ځان مصروفول دي، او خوراک څښاک بايد زيات ونشي، ځکه چی د رسول الله فرمان دي : د آدم اولادي له خيټه څخه زيات مردار لوښی بل نه دی ډک کړی .

په علم ،مال، ځان ، رتبې ، او ښو اخلاقو سره سخا کول، يقينا چي رسول الله r د خير په کارو کی ډيرسخي و، خو په روژه کی به يي ډيرزيات سخاوت کاوه
چاپيريال او ځان د عبادت لپاره تيارول، او په توبه ايستلو کی تلوار کول ، د روژی په داخليدو خوشحالي کول ، سهي روژه نيول ، په تراويح کی عاجزي او خشوع کول، او د روژی په منځني لسيزه کی ستتي نه کول، د قدر د شپي څارنه کول ، صدقه ورکول  اعتکاف کول ، د روژی په راتلو سره يو بل ته مبارکي ويل، نبي r به د روژی په راتګ سره خپلو ملګرو اصحابو ته زيری ورکاوه ،او د روژی پاملرنی ته به يي هڅول ،
6- د روژی د احکامو څخه : ځني روژي داسي دي چي بايد پرله پسي ونيول شي،لکه درمضان د مياشتی روژې نيول، د قتل خطا او د ظهار او د روژی په ورځ کي دکوار والي د کفاري روژې نيول،او ځني روژې داسې دي چي پرله پسي نيول يي ضروري نه دي لکه : د رمضان د مياشت  قضايي روژې، او د هغه لس ورځو روژې نيول چاچی په حج کی قرباني ( هدي) ونه موندله ،
7- نفلي روژې دفرضي روژې کموالي پوره کوي.
8- يوازی د جمعي د ورځي او يوازی د هفتی  ( خالی) د ورځي، او همداسي د ټول عمر د روژی نيولو نه، او يوه روژه پرته له روزه ماتي بلی روژه سره پيوستول نه، په احاديثو کی منع راغلی ده ،او د اخترونو د ورځو روژې نيول او د تشريق د ورځو (د لوی اختر 11،12،13) روژی نيول حرام دي.
9-  د روژی مياشت داخليدل داسي ثابتيږي : يا دا چی د روژی د مياشتي سپوږمۍ وليدلي شي، او يا داچي د برات (شعبان) د مياشتی ديرش ورځي پوره شي ، او په فلکي حساب باندی د روژی د مياشتی ثابتول بدعت دی.
10- روژه په چا فرض ده : په هر بالغ عاقل ځايي ( مقيم ) تندرست مسلمان چی د روژی د نيولو توان لري، او د روژی په نيولو کی څه ممانعت نه وي لکه حيض او نفاس .
11- اوه کلن ماشوم ته بايد دروژی دنيولو امر وشي که دنيولو توان ولري ،او ځني علماء وايي چي لس کلن ماشوم په روژه نه نيولو باندی بايد ووهل شي په شان د لمونځ.
12- که کافر مسلمان او ماشوم بالغ او ليونی د روژی په ورځ کی په سد شي پاتی ورځ دی روژه ونيسي، او کومی ورځي چی ورڅخه قضاء شوي وي  دهغي قضايي ورباندی نشته.
13- په ليوني څه نشته چي کله ليوني او کله پسد کيږي،خو دپسدتوب په حالت کی دی روژي ونيسي او همداسی هغه کس چي بيهوشه کيږی.
14-څوک چی په روژه کی مړ شي، پاتی روژې نه په هغه او نه يي په خپلوانو لازميږي.
15- که څوک د روژی د مياشت  له فرضيت څخه ،او يا په روژه  کی د خوراک او څښاک  او د کوروالي له نه کولو څخه  نا خبره وي، د هغه عذر منل شي که چيری د عذر اهل وي، او که چيری په مسلمانانو کی اوسيږي د پوښتني او د زده کړي توان ولري بيا عذر نه منل کيږي.
16- په سفر کی هغه وخت روژه خوړل روا دي چی ټاکل شوي مسافه طي کړي، او يا په عام رواج کی ورته مسافر وويلي شي، او د کلي او د کلي سره تړلي کورنو نه بايد جدا وي، او سفر يي د ګناه سفر نه وي، د جمهورعلماو په نيز، او د روژی د خوړلو لپاره يي څه حيله (بهانه) نه وی جوړه کړي.
17- په اتفاق د امت سره مسافرته روژه خوړل روا دي که دنيولو توان لري او که نه.     
18- چا چی په روژه کی د سفر نيت وکړ تر هغه پوری به د روژی د خوړلو نيت نه کوي، تر څو يي سفر نه وي پيل کړي او ترهغه پوري به څه نه خوري تر څو دکلي له کورنو نه جدا سوي نه وي .
19- که چا د لمر له پريوتو وروسته روژه ماته کړه او بيا په الوتکه کي والوت او لمر يي په سترګو شو نو بيا ورباندی روژه نيول نه لازميږي ځکه چی هغه خپله روژه پوره نيولي وه.
20- که چيری يو مسافر په يو کلي کی د څلورو نه د زياتو ورځو د پاتي کيدو اراده وکړي هغه باندی د روژه نيول واجبيږي د ډيروعلماو په نيز. او ځني علماو بيا پنځلس ورځی تعين کړي دي
21- که چيری چا روژه نيولي وي او د ورځي سفر وکړي روژه خوړل ورته روا دي.
22- او هغه څوک چي اکثر وخت په سفرکی وي خو د اوسيدو ځاي لري لکه :د پوسته خانی منشي،کرايه موټر لرونکي، پيلوټان او هغه نوکران چی هروخت په سفر کی وي روژه خوړل ورته روا دي او بيا د قضاء راوړي او همداسي هغه کشتۍ چلوونکي  چی په وچه کي د اسيدو ځاي ولري.
23- که مسافر روژه ماته کړي وي، او د ورځي کلي (کور) ته راورسي د روژی داحترام او د عزت په خاطر دي پاتی ورځ روژه ونيسي ، خو قضاء ورباندی لازمي ده.
24- که چيری څوک په يو ملک کی روژه ونيسي او بيا بل ملک ته ولاړ شي چی هلته روژه مخکی يا وروسته نيول شوي وي، دهمدي وروستي ملک حکم په لازميږي .
25- هر هغه ناروغي چي انسان د تندرستۍ له حاله لري کړي، روژه خوړل په کی روا کيږي ، خو د لږ ناروغی لکه :ټوخي، تبی ،په وخت کي ورته روژه خوړل روا نه دي ، که چيری د طب، عادت او تجربی او يا د غالب ګمان له مخی دا جوته شي چی روژه يي رنځور وي، او يا ژرنه روغيږي، يا يي ناروغي زيات وي، روژه خوړل ورته روا دي، بلکه روژه نيول پداسی حال کی مکروه دي.
26- که چيری روژه د بيهوشۍ سبب وګرځي روژه دی ماته کړي او بيا دي قضاء راوړي،او که چيری د ورځي بيهوشه شي او مخکی د لمر له پريوتو په سد شي روژه يي سهي ده،او که چيری له سهار نه تر ماښام پوری بيهوشه وي دجمهور علماو په نيز کی روژه نه سهي کيږي،په بيهوش باندی د روژی قضاء فرض ده که بيهوشي اوږده هم وي.
27- که څوک ډير وږي يا تږي شي او په غالب ګمان کی دا راشي چي هلاک کيږم او يا کوم حواس د لاسه ورکوم روژه دی وخوري اوبيا دي قضاء راوړي، با مشقت کسب ګرو ته روژه خوړل ناروا دي، او که چيری کسب ګرو ته په کسب پريښودو کی نقصان پيښيږي، او روژه نيولو کی ورته د مرګ خطره وي، روژه دی وخوري اوقضاء دی راوړي، او د ازموينی سختۍ د زده کونکو لپاره د روژی د خوړلو عذر نشي کيدي .
28- هغه رنځور چی د روغيدوهيله يي وي، د روغيدو انتظاردي وباسي بيا دي قضاء راوړي، فديه ورکول يي نه سهي کيږي اوهغه ناروغ چي ناروغي اوږده او هميشه وي د روغيدو هيله نه وي، اوهمداشان کمزوري بوډا دی د هری ورځی په بدله کی نيمه کاسه(1250 ګرامه) غله مسکينانوته ورکړي .
29- هغه رنځور چی روژه يي خوړلي وي او بيا روغ شوی وي خومخکی د قضايي روژی  نيولو نه مړشي د مړي د مال څخه دی فديه ورکړي سي ،که کوم خپلوان د مړي لپاره روژه ونيسي نو روژه يي سهي کيږي .
30- هغه کمزوري ناتوان بوډا چی د روژی د نيولو توان نه لري روژه نيول ورته لازمي نه ده او د هری ورځ په بدله کی دی يو مسکين موړکړي، او که عمر يي دومره زيات شوي وي چي د ښو او بدو تميز نه  شي کولي، او اوتی بوتی واي، هغه باندی نه روژه او نه فديه شته ځکه چي هغه نه تکليف اوچت شوي دي .
31- که چيری مجاهد په جنګ اوجنګ نه مخکی روژه کمزوري کوي روژه ماتولي شي که په سفرکی هم نه وی
32- که د روژی د خوړلو سبب ښکاره وي څه پروا نشته که په ښکاره سره روژه ماته کړاي سي لکه: رنځور (ناروغ) ، او که سبب پټ وي ښه داده چي روژه په پټه سره ماته شي لکه:حاېضه ښځه.
33- په فرض روژه کی نيت کول شرط دی او همداشان په واجب روژه کی لکه: قضايي او د کفاري روژې، او نيت د شپي په هر وخت کی، که د سبا له ختلو نه يو لحظه مخکی هم وي سهي کيږي، اونيت د زړه ارادی ته وايي او په ژبه ويل يي بدعت دی، د رمضان د روژی نيولو لپاره په هر شپه کی نيت کولو ته ضرورت نسته،او د روژی په پيل کی چی کوم نيت شوي وي هغه سهی او کافی ده.
34- مطلق نفلي روژی د پاره د شپي نه نيت کول شرط نه دي خو د ټاکل شوي نفلي روژی دپاره د احتياط په خاطر ښه داده چی د شپی نه نيت وشی.
35- که څوک د روژی مياشت(رمضان) د داخليدو نه، دسهار له ختلو وروسته خبر شي پاتي ورځ دي روژه ونيسي،او ددي ورځي قضاء دي راوړي د زياتو علماو په نيز.
36- که چا واجب روژه نيولي وي لکه : قضايي يا د کفاری روژه ورته ناروا ده چي پرته د کوم عذر نه يي ماته کړي ، خو د نفلي روژی نيوونکي واک پخپل لاس کی دي، چی پوره که وي او که نه.
37- بندي ، قيدي که چيری د روژی مياشت وليده او يا يو نيک سړي ورته خبر ورکړ روژه نيول په فرض دی،او يا دی خپل ځان ته اجتهاد وکړي او په غالب ګمان دی عمل وکړي
38- کله چی لمر ټول پريوځي، روزتي دی روژه ماته کړي او کوم تيز سور والی چی په اسمان کی پاتی وي هغه لره څه اعتبار نشته.
39- کله چی سبا ښکاره شي روزتي دی هر څه نه لاس ونيسي که آذان شوي وي اوکه نه، او هغه کسان چی د سبا له ختلو مخکی لس دقيقه د احتياط په خاطر روژه نيسي، دا يو بدعت دي.
40- کوم ملکونو کی چی ورځ شپه څلريشت ساعته وي، که ورځ څومره اوږده شي مسلمان ته پکار ده چی ټول ورځ روژه ونيسي.
41- په حيض او نفاس باندی په هر حالت کی روژه ماتيږي، پرته له حيض او نفاس نه که روزتي په روژه ماتوونکي شيانو باندی ناپوهه وي، علم يي نه وي،يا يي هير شوي وي په ياد يي نه وي، او يا چا مجبور کړي وي بيا يي روژه نه ماتيږي،او د روژه ماتوونکي له جمله څخه کوروالي کول، قی کول يا د قي د کولو کوشش کول ، ښکر لګول، خوراک او څښاک کول.
42- او په هغه شيانو روژه ماتيږي کوم چی د خوراک او څښاک ځاي ونيسي لکه : دوا ، ګولۍ او د قوت ستنې (انجګشن) او د وينی په ښکلوسره او بيمار ته يي په ورکولوسره د دواړو روژه ماتيږي، خو که ستنې دقوت لپاره نه وی نو بيا روژه نه ماتوی، او همداشان په غوښه کی انجګشن کولو باندی او په پختورکو (ګردو) په مينځلو سره او په سترګو، غوږګونو کی دوا اچولو سره او په غاښ ښکلو سره او په  زخم باندی پټی لګولوسره روژه نه ماتيږي.      
43-که څوک په قصد سره په روزه کی خوراک او څښاک وکړي،پرته له شکه يو غټه ګناه وکړه،توبه دي وباسي او قضاء دی راوړي، او ځني علماء وايي چی کفاره هم په لازم ده
44– که څوک په روزه کی په هيره سره خوراک اوڅښاک وکړي په هغه څه نشته، پاتی ورځ دی پوره کړي، او په بل کس باندی واجب ده چی روژه ورياده کړی.
45- که مرګ نه د کوم  انسان د خلاصيدو لپاره د روژی خوړلو ته ضرورت پيښ شي، روژه دی وخوړي شي او بيا دی قضاء راوړي شي.
46- که په چا روزه فرض وي او بيا د روژی په ورځ خپلی ښځي سره کوروالي وکړي، روزه يي فاسده شوه، پاتی ورځ دی روزه ونيسی قضاء او درنه کفاره ورباندی لازميږي.  او همدغه حکم په زنا او لواطت  او د څاروی سره په کولو لازميږي .
47 – که چيری څوک د کوروالي اراده وکړي خو روزه ماته کړي او بيا کوروالي وکړي، د داسی کس ګناه ډير غټه ده ، ځکه چی دمبارکی مياشتی عزت او حرمت يي دو واري د پښو لانده کړ، او په ده باندی درنه کفاره واجبه ده .
48 – خپلی ښځي او وينځي نه مچو اخيستل اولاس په وهل او ورته بار بار کتل هغه سړي د پاره چی په ځان بر لاسه وي، روا ده ، او کوم کس چی پر ځان باور نه لري هغه ته ناروا ده
49- او که د کور والي په وخت کی سهار راوخوت پکار ده چي خپل ذکر راوباسي، او وروسته که مني هم ووتل نو روزه يي سهي ده ، او که د سبا له راختلو ورسته يي کوروالي ته  دوام  ورکړ، روزه يي ماته شوه ، توبه ، قضاء ،او کفاره په لازميږي.
50- که روزتي باندی سبا راوخوت او هغه د جنابت په حالت کی وه روزه يي سهي ده، او د جنابت ، حيض ، نفاس ، غسل د سبا له راختلو وروسته هم کولاي شي . خو د سهار لمونځ ته تلوار کول پکار دی.
51- که روزتي په خوب کی شيطان تيرويست پاتي ورځ دی پوره کړي،په اتفاق دعلماو سره يي روزه سهي ده.
52 -که روزتي خپل مني په داسی ډول وباسي چي ځان ساتل ورڅخه ممکن وي لکه:په شرمګاه لاس وهل،يوشی ته باربار کتل، لازمه ده چی توبه وباسي،پاتي ورځ دی روزه ونيسی، او د دی ورځي قضاء دي راوړي .
53- که قي پخپله راشي په هغه قضاء نشته، او که څوک په قصد سره قي وکړي قضاء په لازمي ده، ژوالې که اوبه کيږي، يا خوند ولري يا د بل کوم څيز خوند ورګډ شوي وي ژول يي حرام دي، او که ستوني ته يي خوند ولاړشي روژه پری ماتيږي، دنن سبا ژوالو باندی روژه فاسديږي، ګړينګ يا بلغم که مخکی له دی چی خولی ته ورسي تير يي کړي روژه نه فاسد وي، او که خولی ته يي ورسيږي او بيا يي تير کړي روژه يي فاسد کيږي، = سهي خبره داده چې ګړينګ يا بلغم که ستونې ته هم لاړ سي روژه نه فاسد وې – ژباړن =  پرته له ضرورت نه د پخلی مالګه کتل مکروه دي.
54- روزتي ته په ټوله ورځ کي مسواک وهل سنت دي.
55- په عارضي زخم او د پزی نه په وينو تلو سره ، او که  اوبويا پيټرول بغيرله قصده ستوني ته ولاړشي او همدا شان ستوني ته د اوښکو رسيدل يا داچي ږيره بريت غوړ يا په نکريزو شي او ستوني ته يي خوند ورسي او همداسي نکريزي کيښودل رانجه وهل او د بدن په غوړلو سره روژه نه فاسديږي، د عطرونو خشبويول،او سپاندې کول څه پروا نه کوي، خو د سپاندو د لوګي نه بايد ډډه وسې
56 - ښکر لګولو او رګ وهلو  نه بايد روزتي د احتياط په خاطر ځان وساتي ځکه دا ډيره سخته اختلافي مسله ده .
57- سګريټ څکولو باندی روژه ماتيږي، د سګريټ عمل هيڅکله د روژی د پريښودو لپاره عذر نشي کيدي .
58-اوبوکی په ډوبيدلو سره او لونده کپړا د ځانه په تاولو سره روژه نه ماتيږي.
59- که چيری په دی ګمان سره چي شپه ده څوک څه وخوري اوبيا ورته جوته(ثابته) شي، چی سبا راختليدي نو څه په  نشته او روژه يي سهي ده.
60- که چيری په دي ګمان سره چی لمر يريوتي روزتي روژه ماته کړي او بيا وروسته پوه شي چی لمر نه دي پريوتي قضاء په لازميږي دجمهور علماو په نيز.
61- که سبا رواخوت او د انسان په خوله کی اوبه يا ډوډي وي هغه دي تير کړی او روژه يي سهي ده .
62- که کومه جينۍ پيغله شوي وي او د شرم په خاطر يي روژي خوړلي وي نو ورته لازمه ده چي توبه وباسې او قضاء راوړي او د هری هغی ورځي په بدله کي چي د بل کال د روژی مياشت هم ورباندي راغلي وي،د قضاء سره يومسکين ته د کفاري په خاطرډوډي ورکړي  او دا حکم د هغی ښځي لپاره هم ده چی د حيض په وخت کی روژه نيولي وي.
63- ښځه بايد د روژی مياشت(رمضان) نه پرته نوری روژې د ميړه د اجازی نه بغير و نه نيسي، او که خاوند يي مسافر وي نو څه پروا نه کوي
64- حايضه ښځه چي کله سپينې اوبه وويني( کومی چی د رحم نه د حيض په ختميدو سره راوځي)  په کومه چي ښځه پوهيږي چي زه اوس پاکه شوم د شپی نه دی نيت وکړي او روژه دی ونيسې ، که چيری پخپل پاکوالي نه پوهيده ، نو مالوچ دی وردننه کړي، که چيري صفا راووت روژه دي ونيسي که د حايضه او نفاسه وينه دشپی ودريږي او د روژی نيت د سبا له راختلو مخکی وکړي،روژه يي سهي ده که غسل یی هم نه وي کړي، د اکثر علماو په نيز
65- هغه چي پخپل عادت پوهيږي چي سبا راباندی حيض راځي ترهغه وخت پوری دی روژه نه ماتوي چي وينی يي نه وی ليدلي.
66- د حايضی د پاره ښه داده چي پخپل فطرت پاتي سي، او د الله لخوا په ليکل شوي تقدير باندي راضي سي ،او د حيض د مخنيوي دوا دی نه خوري.
67- که حامله ښځه ماشوم د اندامونو د جوړښت نه وروسته نقصان کړی هغه نفاسه ده، او که د اندامونو دجوړښت نه مخکی يي نقصان کړی هغه مستحاضه ده ،که وس توان وي، نو روژه دی ونيسي. نفاسه که د څلويښت ورځو نه مخکی پاکه شوه روژه دی ونيسي او لمونځ ته دی غسل وکړي، او که څلويښت ورځو نه ورورسته وينه تلله روژه دی ونيسي او لمونځ ته دی غسل وکړي ، ځکه چي هغه مستحاضه ده.
68- د استحاضی وينه د روژی په سهي والي کی څه اثر نه پيښوي.
69-
سهي خبره داده چي حامله او شيدي ورکوونکی ښځه په ناروغ باندی قياس کيږي،روژه خوړل ورته روا دي او يوازي قضاء په لازميږي، برابره خبره ده که ځانونه يي په خطره کي وي او که بچيان .
70- هغه ښځه چی روژه په فرض وي او ميړه ورسره د روژی په ورځ کي په خوښښۍ  کور والي وکړي په ښځی باندی د ميړه حکم عملي کيږي،او که چيری مجبور کړاي سي د نه کولو کوښښ دې وکړې، او کفاره نه په لازميږی
او په اخرکی الله نه غوښتنه کوم چي توفيق راکړی چي په سهی طريقی سره د هغه عبادت وکړو او روژه مونږ ته د نجات سبب وګرځی.
امين


سرچينه شرنګ

1 comment:

  1. دیر ښه معلومات ول الله مو کامیابه لره

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User