د غيبت مفصل بيان
1- آیا د کافر غیبت روا دی او بل که د یو چا نوم وانه خیستل شی او غیبت یی وشی آیا دا هم په غیبت کښي راځی ؟
عزيز احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د غيبت مفصل بيان
غيبت کول ډير بد عمل دی چې په دې کار سره د يو کس آبرو او عزت
له مينځه ځي په ټولنه کې نفرت کينه او دوښمني مينځ ته راوړي ، الله تعالی
مسلمانان د دغه ناوړه کار څخه منع کړي دي :
وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ
بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا
فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ (12)
حجرات »
ژباړه : غيبت مه کوئ ځنې د تاسې د ځنې نورو ، آيا د تاسې نه
څوک دا خوښوئ چې د خپل هغه مړه ورور غوښې وخوري ؟ نو (بې شکه ) چې له هغه
نه به تاسې کرکه کوئ او له الله څخه ووېرېږئ بې شکه چې الله د توبې قبلونکی
او بخښونکی دی .
په صحيح حديث کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی چې فرمايي :
لَمَّا عُرِجَ بي مَرَرْتُ
بِقَومٍ لَهُمْ أظْفَارٌ مِنْ نُحَاسٍ يَخْمِشُونَ وُجُوهَهُمْ
وَصُدُورَهُمْ؛ فَقُلْتُ: مَنْ هؤُلاءِ يَا جِبرِيلُ؟ قَالَ: هؤُلاءِ
الَّذِينَ يَأكُلُونَ لُحُومَ النَّاسِ وَيَقَعُونَ في أعْرَاضِهِمْ (احمد
3/224 او ابو داود 4878 )
(کله چې معراج ته لاړم د يوې داسې ډلې تر څنګ تير شوم چې د
ميسو نوکان يې لرل په هغه سره يې خپل مخونه او سينې څيرولې . له جبرئيل څخه
مې وپوښتل دا څوک دي ؟ و يې ويل : دا هغه کسان دي چې د خلکو غوښې به يې
خوړلې او د خلکو عزت او آبرو به يې تويولې ).
بل حديث شريف کې راغلی دي : إِنَّ
مِنْ أَرْبَى الرِّبَا الِاسْتِطَالَةَ فِي عِرْضِ الْمُسْلِمِ بِغَيْرِ
حَقٍّ (احمد 1/190 او ابو داود 4876 او ابن ابي شيبه 22005 )
(بدترين سود خواره هغه دي چې په نا حقه د مسلمان آبرو تويوي ).
او د مسلمان د آبرو او عزت ساتل د نجات سبب ګرځي .
عن ابی الدرداء رضی الله عنه
عن النبی صلی الله عليه وسلم قال : من رد عن عرض اخيه رد الله عن وجهه
النار يوم القامة (رواه الترمذي ) .
(د ابی درداء نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم
فرمايلي دي : څوک چې د خپل ورور د عزت او آبرو حمايت وکړي د (هغه غيبت رد
کړي يا بل څه ) الله تعالی به هغه د قيامت په ورځ د دوزخ نه لرې وساتي ).
غيبت څه ته وايي :
غيبت دې وايي چې په غياب کې د يو کس داسې عيب بيان شي چې هغه
يې بيانول بد ګڼي او نه يې خوښوي لکه په لاندې حديث شريف کې چې بيان شوی دی
:
:[ أَتَدْرُونَ مَا
الْغِيبَةُ؟ " قَالُوا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: " ذِكْرُكَ
أَخَاكَ بِمَا يَكْرَهُ "، قِيلَ: أَفَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ فِي أَخِي مَا
أَقُولُ؟ قَالَ: " إِنْ كَانَ فِيهِ مَا تَقُولُ: فَقَدْ اغْتَبْتَهُ،
وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ مَا تَقُولُ: فَقَدْ بَهَتَّهُ] مسلم 2589
آيا پوهيږئ غيبت څه شی دی ؟ ويې ويل : الله او د هغه رسول
الله صلی الله عليه وسلم ښه پوهيږي ، و يې فرمايل : ستا د کوم ورور يادول
داسې چې هغه يې بد ګڼي ، و يې ويل : کچيرې هغه غيب چې وايم يې زما په ورور
کې موجود وي ؟ و يې فرمايل : کچيرې هغه څه چې وايي يې په هغه کې موجود وي
غيبت دی او که نه وي بهتان دی .
د غيبت مباح صورتونه :
امام نووي رحمه الله په ریاض الصالحين د غيبت مباح صورتونه په لاندې ډول بيان کړی دي :
۱- د ظلم نه د خلاصي د پاره ، مسلمان ته دا جايز ده چې هغه
پاچا ، قاضي يا بل مسئول کس ته د ظلم د خلاصون په مقصد ووايي د ظالم داستان
بيان کړي او ووايي هغه په ما باندې فلانکی فلانکی ظلم کړی دی .
۲- د اصلاح د پاره يو با صلاحيته او با اختيار کس ته ويل چې
فلانکی سړی داسې داسې خلاف شرعه کارونه کوي تاسې صاحب اقتدار ياست هغوی ددې
کارونو نه منع کړی ، مقصد صرف اصلاح وي نه بل څه .
۳- فتوی طلب کول ، هغه ددې د پاره اسلامې مرجع ته ووايي چې
مثلاً زما پلار، ورور ، خاوند يا فلانکی پر ما باندې ظلم کړی دی نو آيا د
هغه د پاره داسې کول صحي دي او ددې د غاړې خلاصول د پاره څه طريقه اختيار
کړم ، نو د حق د وصول د پاره داسې کول جايز دي ، لکن غوره طريقه دا ده چې د
سړي د تعين څخه بغير سوال وشي .
۴- مسلمانان د شر او فساد نه ويرول يا هغوی ته نصيحت کول
مقصود وي ، مثلاً د چا نه د نکاح د پاره مشوره غوښتل ، يا په تجارت کې د
شرکت د پاره مشوره غوښتل او داسې نور .. نو چې د چا نه مشوره اخلي هغه
باندې واجب ده چې هيڅ خبره پټه نه کړي چې څه ور ته معلوم وي هغه بغير له
کمي او زياتي بيانوي . يا داسې چې کوم طالب علم له يو فاسق او بدعتي کس نه
سبق وايي او ته د اصلاح په مقصد هغه ته پوره حال بيان کړي تر د هغه دين ته
نقصان ونه رسيږي په دې حال بيانولو کې مقصد خيرخواهي وي حسد او کينه نه وي .
يا داسې چې کوم افسر او مسئول کس وي هغه بدکرداره ، فاسق ، يا
د هغه دندې لائق نه وي نو په داسې صورت کې واحبه ده چې د هغې کمزرتياوي
داسې مسئول کس ته چې هغه ازاله کولو يا اصلاح صلاحيت ولري بيان شي .
۵- کچيرې څوک ښکاره فاسق وي لکه رشوت خوړونکي ، شراب څښونکی د
خلکو د مالونو خوړونکی ، درواغ ويونکی نو د داسې خلکو هغه بد کارونه چې
ښکاره او علانيه دی بيانول جايز دي لکن د ظاهري غيبونو نه علاوه باطني بيان
حرام دی .
۶- کچيرې يو سړی په معيوب لقب سره مشهور وي لکه شل ، ګډ ، ګونګ ، ړوند او نور نو په طور د تعارف ددې الفاظ ذکر جايز دی .
د تذليل يا اهانت په طور ددې الفاظو کارول حرام دي ، لکن که د
تعارف د پاره کومه بله مناسبه طريقه وي نو دا به بهتره وي چې دا القاب
استعمال نه کړي .
دا شپږ اسباب دي چې د امت علماء بيان کړی دي چې اکثره متفق عليه دي او د احاديثو نه ددې ثبوت شوی دی .
د مجهول او نا معلوم کس غيبت :
د مجهول او نامعلوم کس يا دا چې د خبرې کوونکي لخوا تعين نه شي غبت نه شميرل کيږي .
امام نووی رحمه الله د استدلال د پاره دا حديث شريف نقل کړی دی : قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : ما اظن فلاناً و فلاناً يعرفان من ديننا شيئاً (البخاري ) . يعنې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د فلانکي او فلانکي متعلق زما دا خيال دی چې هغوی زمونږ د دين نه هيڅ شی نه پيږني .
همدارنګه شيخ محمد صالح المنجد په موقع الاسلام سوال جواب کې ليکي :
الغيبة لا تكون إلا مع تعيين
الشخص المتكلم عنه ، أو الإبهام مع معرفة السامعين بالمتكلم عنه ؛ لأن
معرفتهم حينئذ تنزل منزلة التعيين ، وأما مجرد ذكر الفعل دون ذكر تعيين
الشخص ، فهذا ليس بغيبة ، وقد ثبت أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يقول : (
ما بال أقوام قالوا كذا وكذا ) ، وغيره من الأحاديث التي فيها ذكر أفعال
دون ذكر أصحابها تحذيراً من فعلها .
فعلى هذا إذا كان الشخص الذي تكلمت عنه غير معروف لدى السامعين ، بل هو مجهول لديهم ، فهذا ليس بغيبة
فعلى هذا إذا كان الشخص الذي تكلمت عنه غير معروف لدى السامعين ، بل هو مجهول لديهم ، فهذا ليس بغيبة
د کافر غيبت کول :
که د کافر غيبت د هغه په خلقت پورې اړه ولري ، مثلاً اوږده
پزه ، لويه خوله او نور نو ددې ترک کول لازم دي ځکه دا په خلق الله باندې
استهزاء ده او که غيبت د هغه د بدو اخلاقو يادولو وي لکه زنا ، شراب او فسق
فجور نو بيا باک نه لري .
إن كان سؤالك عن غيبة الكافر
بذكر عيوبه الخَلْقِية كطول أنفه أو كِبَرِ فمه ونحوه ، فاترك هذا لأنه
استهزاء بخلقة الله ، وإن كانت الغيبة بذكر أخلاقه السيئة التي يجاهر بها
كالزنى والفجور ، وشرب الخمور ، أو التحذير منه ، فلا بأس به ( الاسلام
السوال جواب ) .
د غيبت کفاره :
له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت نقل شوی دی چې : إن كفارة الغيبة أن تستغفر لمن اغتبته، تقول اللهم اغفر لنا وله .
څوک چې د بل کس غيبت وکړي کچيرې ووايي اللهم اغفر لنا وله (ای الله ! مونږ او هغه ته مغفرت وکړي ) دا به د هغه د غيبت کفاره وګر ځي .
فقه السنه ليکي : راجح مذهب دا دی چې د غيبت کفاره هغه ته د
اسغفار دعا او د هغه د ښو خويونو بیانول دي ، لازمه نه ده چې د هغه څخه د
بخښني خوښتنه وشي ( ځکه که هغه ته وويل چې ما ستا دغه غيبونه بيان کړل نو
کيدای شي د هغه د سخت خفګان سبب شي ) .
دفاع عن سنت څانګه ( اسلامې لارښود ) : که څه د ( إن كفارة
الغيبة أن تستغفر لمن اغتبته، تقول اللهم اغفر لنا وله ) حديث اسناد ضعيف
دي خو په ډيرو معتبرو اسلامې مراجعو کې ذکر شوی دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.