Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, July 24, 2011

د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول

د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول


پوښتنه:


له درېيو کلونو څخه زما مور ناروغه وه، د تېرې روژې مياشتې پر پنځلسمه ورځ وفات شوه، د ناروغۍ په موده کې يې روژه نه ده نيولې چې دوې نيمې مياشتې جوړېږي او لمونځونه يې د اخيري لسو ورځو قضاء شوي دي، اوس موږ غواړو چې د هغې د لمونځونو او روژو فديه ورکړو، د دې کوم صورت دی او څومره بايد ورکړو؟

ځواب:

فديه د بدلې ورکولو په معنى ده او په شريعت کې د قضا شوو لمونځونو او روژو په بدله کې چې کوم خيرات ورکول کېږي، دې ته فديه وايي. که چېرې يو کس دومره ضعيف شي چې د روژو نيولو طاقت نه لري، يا يوه داسې مهلکه يا اوږده ناروغي ولري چې له هغه څخه د روغېدلو ظاهرًا کوم اميد نه وي او په روژو نيولو سره د هغه صحت ته تاوان رسېږي، نو دغه راز کس لره د هرې ورځې روژې په بدله کې د فديې ورکولو اجازه ده. (درمختار جلد اول)
همدا راز که يو کس مړ شي او د هغه پر ذمه د رمضان مياشتې روژې پاتې وي، يا ورباندې لمونځونه پاتې وي، نو د هغه دوه صورته دي: يو دا چې له مړي څخه به مال پاتې شوی وي او د خپلې فديې د ورکړې وصيت به يې کړی وي، چې زما د دومره قضاء کړو لمونځونو، روژو وغيره فديه دې ادا کړل شي، نو د متروکه مال يعنې د ميراث له درېيمې برخې څخه فديه ورکول واجب دي او که مړي وصيت نه و کړی، يا يې مال نه و پرې ايښی، نو پر وارثينو باندې د فديې ورکول واجب نه دي، البته که يې هغوی خپله ادا کړي، نو دا تبرع او احسان دی، له دې کبله که وارثين وغواړي د خپل ميت سره احسان وکړي، نو له خپله ماله دې فديه ورکړي. البته که له مړي څخه مال پاتې شوی وي، نو د دفن او کفن او همدا راز د هغه د قرضونو د ادا کولو وروسته د فديې د ادا کولو وخت دی، خو که تر دغو مصارفو وروسته فديه د متروکه مال تر درېيمې برخې زياته شوه، نو د وارثينو اختيار دی که يې خوښه وي پوره فديه دې ورکړي او که نه نو د زياتو ورځو يا لمونځونو فديه ورباندې واجب نه ده، البته که يې هغوی خپله ادا کړي، نو دا ښه خبره ده، هم به يې د مړي غاړې خلاصې شي او دوی ته هم په اخرت کې ثواب رسېږي، خو که په وارثينو کې نابالغ هم وي، نو که چېرې هغه اجازه هم ورکړي خو بيا به هم د هغه له حصې څخه فديه نه ادا کوي، ځکه د هغه اجازې ته اعتبار نشته. دا چې د فديې مقدار څومره دی؟ ځواب يې دا دی چې د يوه لمانځه او يوې روژې فديه، د يوه صدقه فطر په اندازه ده يعنې لکه څومره مقدار مال چې په صدقه فطر يا سرسايه کې ورکول کېږي، همدغه مقدار مال د يوه لمانځه او يوې روژې فديه هم ده، يعنې د نفر پر سر يو صاع اوربشې يا نيم صاع غنم او يا به د هغوی قيمت ورکوي. په غنمو کې د امام ابوحنيفه په نزد نيم صاع دی، لېکن د نورو فقهاوو په نزد په غنمو کې هم يو صاع مقدار لازم دی. (بداية المجتهد مع الهداية)
له صاع څخه د امام ابوحنيفه رح په نزد عراقي صاع مراد دی، دا چې عراقي صاع د ګرام او کېلو ګرام په حساب څومره کېږي، په دې هکله هندوستاني علماوو تحقيقات کړي، لېکن مختلفې اندازې يې ښودلې دي، يوه مشهور هندوستاني محقق علامه خالد سيف الله رحماني په خپل کتاب (جديد فقهي مسائل) کې اخيرې رايه د (نصف صاع) په هکله د يوه صاحب د تحقيق مطابق  يو کېلو او شپږ سوه شپږ شپېته ګرامه ښودلې ده، يعنې دومره اندازه غنم يا دومره دوچنده اوربشې يا د هغوی قيمت د يوه لمانځه او يوې روژې د فديې مقدار دی. 



سرچينه سورغر

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User