د اسقاط حيلې شرعي حکم
پوښتنه:
په ځينو سيمو کې تر جنازې وروسته د مړي يو وارث راشي له قرآن شريف سره څه پيسې
وتړي، دايره جوړه کړل شي او حيله اسقاط پيل شي، آيا دغه عمل له رسول الله ص يا
صحابه کرامو څخه ثابت دی او آيا په دې سره د مړي ټول ګناهونه معافېږي او آيا دغه
عمل يې د ټول ژوند د لمونځونو، روژو، زکاتونو او نورو لپاره کفاره ده، که څنګه؟ که
چېرې داسې شي نو بيا د کوم ضرورت پر اساس د لمونځونو ادا کولو، روژو نيولو،
زکاتونو ورکولو، حج کولو او نورو عباداتو لپاره تکليف ايستل کېږي او ولې په
ګناهونو کې کمي راوستل کېږي؟
ځواب:
د يو چا تر مرګ وروسته د هغه د ګناهونو د ختمولو لپاره د کفارې په توګه د اسقاط د
حيلې په نوم چې کوم رسم رواج موندلی دی، دا شرعًا ډېر ستر جرم او خورا ناوړه بدعت
دی، له دين او شريعت سره د دغه عمل هېڅ تعلق نشته، دا صرف يوه شرمناکه لوبه ده چې
ځينو خلکو د دين نوم ورکړی دی او دغه فکر نهايت جاهلانه دی چې په دغه حيلې او دوکې
سره د ميت ټول ګناهونه معافېږي، دغه عمل نه له رسول الله ص څخه، نه له صحابه کرامو
او نه هم د امت له نورو غټانو څخه ثابت دی. دا په ډېر وروسته وخت کې راپيل شوی دی چې
پر ډېرو سترو مفاسدو بناء دی، يو خو دا چې پر خپل قريب مړي غريب دا شاهدي ورکړل شي
چې هغه په ټول ژوند کې نه لمونځ او روژه نيولې، نه يې بل کوم د خير کار کړی دی، نو
ځکه خو د هغه ټول ژوند ته حساب کېږي او بيا په دغه حيلې سره د هغه کفاره ادا کېږي،
نه د ورکوونکي د ورکړې خيال وي او نه د اخيستونکي، بلکې تش يوه دوکه ده چې د دوی
په نزد بندګانو او الله تعالی ته ورکول کېږي، په حقيقت کې دغه دوکه خپلو ځانونو ته
ورکول دي، چې د الله تعالی په نزد يې عذاب تر بل هر چا زيات دی او په دغه عمل کې
بله خرابي دا هم ده چې د ژوندو په ذهنونو کې د دوکې شکل ته يو قانوني جواز پيدا شي
او له زړونو څخه يې د طاعت او عبادت قدر ختم شي او له ګناهونو څخه د ځان ژغورل ورته
يوه بې معنى او بې مفهومه خبره ښکاره شي، ځکه چې د دوی په نزد د اسقاط په حيلې سره
يې هر څه معافېږي، نو بيا نورو عباداتو ته څه حاجت دی او له ګناهونو څخه ولې د ځان
ساتل لازم دي.
البته
په دغه باب کې صحيح خبره دا ده چې د مړي په حق کې له الله تعالی څخه بخښنه وغوښتل
شي او بېله کوم رسم او رواجه د استطاعت مطابق صدقه او خيرات وکړل شي او ثواب يې
مړي ته وبخښل شي.
په
دغه مسئله کې شرعي حکم دا دی که چېرې مړي مال پرې ايښی وي او وصيت يې کړی وي چې
زما د دومره قضاء کړو لمونځونو، روژو وغيره فديه دې ادا کړل شي، نو د متروکه مال
يعنې د ميراث له درېيمي برخې څخه فديه ورکول واجب دي او که مړي وصيت نه و کړی، يا
يې مال نه و پرې ايښی، نو پر وارثينو باندې د فديې ورکول واجب نه دي، البته که يې
هغوی خپله ادا کړي، نو دا تبرع او احسان دی، له دې کبله که وارثين وغواړي د خپل
ميت سره احسان وکړي، نو فديه دې ورکړي، که نه نو د غيرشرعي حيلو اختيارولو ته هېڅ
اړتيا نشته، د مړي لپاره دې د مغفرت دعاکوي.
سرچينه سورغر
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.