پر
خلاف شرع کار چوپ پاتې کېدل منع دي
پوښتنه:
که چېرې
په يوه مجلس کې د الهي احکاماتو او د رسول الله ص د فرمان خلاف عمل جاري و، نو آيا
په دې فکر چې اختلاف جوړېږي، چوپ پاتې کېدل جايز دي او که يې د اصلاح لپاره کوښښ
کول په کار دی؟
ځواب:
په صحيح
مسلم شريف کې رسول الله ص په خورا واضحو الفاظو سره فرمايلي دي: له تاسې څخه که يو
څوک يو ناوړه (ناجايز او د ظلم) کار وويني، نو په لاس سره يې مخنيوی په کار دی،
البته که يې د دې طاقت نه درلود، نو په ژبه سره به يې د منع کولو کوښښ کوي او که
يې د دې طاقت هم نه درلود، نو په زړه کې دې يې بد محسوسوي او دغه درېيم عمل د
ايمان هغه تر ټولو کمه درجه ده.
له دې کبله که
يو څوک خلاف شرع او د ظم کار وويني او د قدرت سره - سره خاموشي اختيار کړي، دا د د
ه لپاره حرام او مطلق ناجايز دی، البته د هغه کس د اصلاح لپاره بايد داسې ژبه
وکارول شي او داسې موقع تلاښ کړل شي چې پر هغه کس ستا نصيحت ښه تاثير وکړلای شي، د
دې لپاره چې هغه د خپل توهين احساس ونه کړي، ځکه ستاسې مقصود به اصلاح وي، نه د يو
چا توهين او سپکاوی. لېکن کله ناکله د طاقت او زور استعمال ته هم ډېره اړتيا پېښېږي
چې په هغه ځای کې طاقت استعمالول او تکليف برداشتول د ايمان هغه قوي او لومړۍ درجه
ده.
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.