Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, July 24, 2011

د يو کم سل کسانو د يوه قاتل د توبې کېسه

د يو کم سل 99 کسانو د يوه قاتل د توبې کېسه


د صحيح بخاري د (کتاب الانبياء) تر (باب حَدِيْثِ الْغَار) وروسته په يوه بې نومه باب کې او د صحيح  مسلم د (کتاب التوبه) په (باب قبول التوبة …) کې له حضرت ابوسعيد خدري رض څخه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل: په بني اسرائيلو کې يو کس پوره نهه نيوي قتلونه کړي وو، يوه ورځ يې په زړه کې راوګرځېدل چې ډېر قتلونه دې وکړل، ډېر انسانان دې تر تېغ وايستل، د ډېرو بندګانو زړونه دې ازار کړل، ډېرې مېندې دې وژړولې، ډېر اولادونه دې بې پلاره کړل، اخير دا لړۍ به تر کومه وخته جاري وي، خو اخرت شته، حساب او کتاب شته، د الله تعالی په حضور کې وړاندې کېدل شته، زما له لاسه به تر څه وخته دغه ظلمونه روان وي، راشه نور الله تعالی ته توبه وباسه، ګوندې ودې بخښي او معاف دې کړي. بيا چې به يې خپلو ګناهونو ته وکتل او دې ته به يې فکر ورواچاوه چې دومره زيات انسانان مې وژلي، نو به حيران شو، اراده به يې سړه شوه او له ځانه سره به يې وويل: رښتيا خبره دا ده چې زما ګناهونه د بخښنې وړ نه دي، اوس په اصطلاح پور تر سلو تېر دی، پوره نهه نيوي قتله مې کړي دي، ظلمونه مې پای نه لري، بس چې زړه مې غواړي هغه به کوم، ځکه کار هسې هم د سمېدو قابل نه دی. بيا چې به يې د الله تعالی مغفرت او مهربانۍ ته فکر ورواچاوه چې ډېر زيات مهربان دی، عفوه او بخښنه يې پای نه لري، نو به يې بېرته اميد پيدا شو، هغه و چې راغی له خلکو څخه يې د نړۍ د هغه تر ټولو غټ عالم په هکله پوښتنه وکړه.
هغوی يو راهب يعنې يو عيسوي تارک الدنيا وروښاوه، دی هغه ته ورغی او ترې ويې پوښتل: صاحبه! ما پوره نهه نيوي کسان وژلي، مګر اوس غواړم چې توبه وباسم او له ټولو بدو کارونو څخه لاس واخلم، نو آيا زما لپاره د توبې يو صورت شته؟
هغه راهب ورته وويل: صاحبه! ستا لپاره د توبې هېڅ صورت نشته، د يوه انسان قتل لا ستر جرم دی، مګر تا يو کم سل قتلونه کړي، ملګرې! ستا جرم ډېر دروند دی، تا لره د توبې هېڅ ګنجايش نشته.
دغه د نهه نيوي کسانو قاتل چې د راهب له خولې دا خبره واورېدله، نو حواس يې خراب شول، هغه يې هم وواژه، ويل چې داسې ده، نو تا به هم له دې دنيا څخه رخصت کړم ، اوس نو پوره سل قتلونه شول.
رسول الله ص فرمايي: (ثُمَّ سَئَلَ عَنْ اَعْلَم اَهْلِ الارضِ) يعنې دغه قاتل راغی تر دې وروسته د نړۍ د هغه تر ټولو غټ عالم په تلاښ پسې شو، هغه و چې د نړۍ تر ټولو ستر عالم وروښودل شو، دی راغی له هغه څخه يې دا پوښتنه وکړه ويل صاحبه! پوره سل قتله مې کړي دي، مګر اوس مې اراده کړې ده چې توبه وباسم، آيا زما لپاره د توبې يو صورت شته؟
هغه عالم ورته وويل: هو، ولې نه، ته نه يې خبر چې الله تعالی څومره زيات بخښونکی او مهربانه دی، لېکن تر توبې ايستلو وروسته به يو کار کوې، له دغه هېواده به پښې سپکوې، هغه فلاني هېواد ته به ځې، ځکه چې د دغې سيمې خلک ډېر ناوړه، ظالمان او خورا بد خلک دي، که دلته پاتې شې، نو وېره ده چې بېرته به په قتلونو او ظلمونو لاس پورې کړې، هغه فلاني هېواد ته به ځې، هلته ځينې خلک د الله تعالی په عبادت بوخت دي، ته به ورځې هلته به له هغوی سره يو ځای عبادت کوې، بيا به هېڅ کله بېرته دې هېواد ته نه راستنېږې.
قاتل دا خبره ورسره ومنله او د هغه هېواد په سفر روان شو، د الله تعالی قدرت ته ګوره پر نيمايي لاره دغه کس ته اجل راغی او د مرګ په خوب ويده شو، د روح د قبض کولو پر وخت د رحمت او عذاب دواړې ملائکې ورته راغلې او د هغوی تر منځ اختلاف رامنځ ته شو، د رحمت ملائکو وويل: (جَاءَ تَائِبًا مُقْبِلاً بِقَلْبِهِ اِلَی اللهِ تعالی) يعنې دغه کس په داسې حال کې راغلی چې الله تعالی ته يې له خپلو ټولو ګناهونو څخه د زړه له پوره اخلاصه توبه ايستلې، نو حق زموږ جوړېږي، بايد موږ يې روح قبض کړو.
مګر د عذاب ملائکو بيا ورته وويل: (اَنَّهُ لَمْ يَعْمَلْ خَيْرًا قطّ) يعنې دغه کس خو تاسې ته معلوم دی چې هېڅ کله يې په ټوله ژوند کې د خير کار نه دی کړی، نو له ده څخه بايد موږ روح قبض کړو، اخير هغه و چې يو ملائکه د انسان په شکل راغله او دوی هغه په خپلو منځونو کې قاضي وټاکى، ويل وروره ته فيصله وکړه له دغه کس څخه بايد څوک روح قبض کړي؟
هغه داسې فيصله وروکړه ويل د دواړو سيمو تر منځ فاصله دې اندازه کړل شي، که هغې سيمې ته نږدې و چې د ګناهکارانو سيمه ده او دی ځنې راروان شوی دی، نو بايد د عذاب ملائکې يې روح قبض کړي او که هغه ښار ته نږدې و چې د نېکانو سيمه ده او دی ورروان دی، نو بايد د رحمت ملائکې يې روح قبض کړي، هغوی هم ورسره ومنل او دواړې خواوې يې اندازه کړې (فَکَانَ اِلَی الْقِِرْيَةِ الصَّالِحَةِ اَقْربَ بِشِبْرٍ) د الله تعالی کارونو ته ګوره دغه کس يوه لوېشت هغې ځمکې ته ورنږدې و چې د نېکانو سيمه ده او دی ورروان و.
نو هغه و چې د رحمت ملائکو دغه کس په خپل تصرف کې راووست او د عذاب ملائکې ځنې ولاړې. په يوه بل روايت کې دا الفاظ هم راغلي چې الله تعالی هغې ځمکې ته چې دی ځنې راروان و، امر وکړ چې ته ليرې شه او هغې بلې ځمکې ته چې دی ورروان و، امر وکړ چې ته رانږدې شه، همداسې وشول، نو ملائکو چې د دواړو خواوو تر منځ فاصله اندازه کړه که يې کتل چې د صالحينو هېواد ته چې دی ورروان و ، ځمکه يوه لوېشت تر هغه بل وطن نږدې وه، نو هغه و چې د رحمت ملائکو په خپل تصرف کې راووست او د عذاب ملائکې بېرته ځنې ولاړې. پورتنۍ کېسه له ګڼ شمېر رواياتو رااخيستل شوې، وګورئ: (بخاري شريف جلد اول صفحه ٤٩٣ او مسلم شريف جلد ٢  صفحه ٣٥٩)
اصل خبره دا ده چې د انسان هغه وخت پر طاعت زړه کښېني چې د مخکنيو ګناهونو د ختمېدلو اميد يې وي او چې کله يې دا اميد ختم شي يعنې دا يې په فکر کې وروګرځي چې زمـا ګناهونه د معافۍ وړ نه دي، نو بيا يې فکر له سره ووځي او چې څه يې زړه غواړي هغه کوي، لکه هغه ناروغ چې دايمي ناروغي ولري، هر څومره دواوې چې وکړي، لېکن بيا هم ښه کېږي نه، نو دغه کس مايوسه کېږي او بيا هېڅ درمل ته زړه نه ښه کوي، که څه هم چې هغه درمل به د نوموړي دناروغۍ د علاج لپاره اکسير وي، دا چې دی د خپلې ناروغۍ څخه مايوسه شوی دی، نو ځکه يې هېڅ دوا ته زړه نه کېږي.
همدارنګه هغه کسان چې ګناهونه لږ کوي، د ګناه په کولو سره ډېر پرېشانه کېږي او هغه کسان چې ګناهونه ډېر کوي، د ګناه په کولو ډېر نه پرېشانه کېږي، ځکه چې دغه سړي ته يو ډول بې حِسي پېښه ده، ځينې وخت بيا انسان د ډېرو ګناهونو په کولو سره مايوسه شي او دا فکر وکړي چې زما د ګناهونو معافي نه شي کېدای، چې داسې ده، نو بيا په خوندونو او ګناهونو کې ولې کمى راولم، بس دغه سړی د زړه له اخلاصه ګناهونو ته ﻻس ورواچوي، تر دې چې د مرګ وخت يې راشي لا هم توبه نه باسي، که چېرې په دې وخت کې هغه ته وويل شي چې توبه وباسه، نو په ښکاره ډول انکار کوي او وايي چې دومره ډېر ګناهونه په يوه توبه څنګه معافېدلای شي؟
همدا راز امام ابن قيم رح ليکلي دي چې يوه سړي ته د مرګ پر وخت د کلمې ويلو وويل شول، هغه بالکل انکار وکړ او ويې ويل: زما ګناهونو ته يوه کلمه څه شی ده؟ زما ګناهونه دومره زيات دي چې په زرو کلمو ويلو هم نه شي معافېدلای، وګوره دغه مايوسي دی تر دغې اندازې رارسولی دی چې اوس غټ - غټ ګناهونـه ښـه د زړه له اخـلاصـه کوي او نېـکو کارونـو تـه يـې هېـڅ زړه نه کېږي.

سرچينه سورغر

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User