Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, June 24, 2011

حسد يو بد ترين مرض دی

حسد يو بد ترين مرض دی



د خپرېدو نېټه: 2011-02-13

خپور شوئ په ذريعه د: محمود رحمتي




حسد يو داسې تېز او نمکېن تېزاب دي چې د انسان د هډوکو ماغزه ورسوځي او يو داسې زوړ او خطرناک مرض دی، چې په ډېرې آسانۍ سره پر انساني جسم حمله کوي او تر ټولو وړاندې يې زړه او دماغ ته ځان رسوي او هلته په فساد پيل کوي. حکماء وايي چې حسد کوونکی ظالم وي، مګر خپل ځان مظلوم ښکاره کوي، يا په بل عبارت د دوست په لباس کې خورا يو خطرناک دښمن وي. حسد يو داسې زهرجن مار دی، چې تر ټولو وړاندې خپله پر مارګير يعنې حسدکوونکي حمله کوي، شاوخوا ورباندې راپېچل کېږي، لومړی يې هډونه ورماتوي او بيا خپل خطرناک زهر بدن ته ورداخلوي.

ملګرو! زه خپل ځان او تاسې ځکه له حسد څخه منع کوم، چې تر نورو وړاندې بايد پر خپل ځان رحم وکړو، د حسد په ذريعه موږ خپلې تازه غوښې په نورو ونه خورو، د خپل جسم وينه د بل وجسم ته انتقال نه کړو، د خپلو سترګو خوږ خوب د بل چا بستر ته ورونه لېږو. د جناب محمد رسول الله ص په وينا، همدغه حسد دی چې زموږ نېک عملونه د وچو لرګيو په څېر سوځي او همدغه ناروا حاسدانه رنځ او فکر دی چې د ژوري په څېر زموږ وينه زبېښي، خوب يې راباندې حرام کړی دی او د يوه قوي غله په څېر يې زموږ له زړه او دماغ څخه اطمينان او سکون تښتولی دی. اصلاً حاسد د ځان لپاره د اور کنده جوړوي، ځان پکې کبابوي او د خپل ژوند سکون او آرام د ايرو په څېر له خاورو سره ګډوي. د حاسد تر ټولو ستر آفت دا دی چې له الله تعالی سره جګړه کوي، د هغه ستر حاکم او عالم ذات پر انصاف شک ورته پيدا شوی دی. سبحان الله!

د الله تعالی او د هغه د رسول له احکاماتو څخه يې اعراض او د مخالفت اعلان کړی دی، حاسد د حال په ژبه الله تعالی ته وايي: اې خالق او مالک ذاته! تا چې احمد ته مال او دولت ورکړی دی، محمود ته دې بهترين او صالح اولادونه، ښه کور او خوشحاله ژوند ورکړی دی، خالد دې په علم او حکمت سره نازولی دی، عبدالله ته دې باغونه، ښه کاروبار، روغ صورت او عزت ورکړی دی، يا الهي دا دې د انصاف فيصله نه ده کړې، دا هر څه بايد زما سره وای، د دغو ټولو څيزونو مستحق خو زه يم، نور خلک دې خوار او ذليل وای، لېکن ما ته به دې هر څه راکړي وای، يا لږ تر لږه که دې ما ته دا هر څه نه راکولای، نو له فلاني څخه به دې هم اخيستي وای، يا الهي اوس چې څه شوي دي، ښه نه دي شوي، د انصاف دا تقاضا نه ده، نعوذ باالله، نعوذ باالله من ذلک الکفر.

حسد يوه عجيبه ناروغي ده، د خپلې ناروغۍ هېڅ اجر نه تر لاسه کوي، نورې ناروغيانې داسې نه دي، که تکليف محسوس کړي او رنځ وويني، نو په بدل کې ثواب تر لاسه کوي او الله تعالی اجر ورکوي، لېکن د حسد ناروغي له نورو ناروغيو سره توپير لري، درد او تکليف يې د نورو ناروغيو په پرتله زيات دی، لېکن د تکليف هېڅ ثواب نه شي تر لاسه کولای او نه يې کوم مادي او ظاهري علاج کېدلای شي، بلکې تر مرګه پورې به اور بل وي، لمبې به ځنې راپورته کېږي او دی به پکې کبابېږي. حاسد غواړي چې ستا څخه ټول الهي نعمتونه يا خو خپله غصب کړي او يا تا هم ځنې بې برخې کړي، دی يوازې هغه وخت خوشحاله کېږي چې ستا له لاسه هر څه ووځي، ته خالي لاس پاتې شې، ښه اخلاق پرېږدې، نېکو کارونو ته مخه ښه ووايې.

د حسد کوونکي له شره څخه په الله تعالی سره پناه وغواړه، کله چې هغه حسد پيل کړي، ځکه داسې ورځ به رانه شي او نه به تر هغو لمر راوخېژي، تر څو چې دی د تور افعي مار په څېر د يوه معصوم انسان پر جسم خپل زهر توی نه کړي. حاسد له يوه چا سره دښمني نه کوي، بلکې هر انسان چې لږ يې ورځ سمه وي، د ده بد اېسي، د هېڅ چا په خير خوشحاله نه وي، يوه ورځ پر يوه خپل زهر پاشي، بله ورځ پر بل، تر څو چې مرګ ورته راځي.

څه ډول ژوند چې الله تعالی درکړی وي، په هغه کې ښکلا پيدا کړه

ځينې کسان چې کله له يوه دنيوي تکليف سره مخ شي، نو زړه يې مات شي او هر څه ورته تاريک برېښي، داسې کول عقلمندي نه ده، د دنيا په لذتونو کې حتمًا بې خوندي راځي، دنيا دوه مخه لري کله به ورځ وي، کله به شپه، همدا د ژوندانه معمول دی چې مخ په وړاندې درومي، هېڅ وګړی پر يوه حال نه دی، د پلار په صفت وي او که د زوی، لور وي او که مور، ورور وي او که خور، ښځه وي او که اولادونه، دفتر وي او که کور، صحرا وي او که ښار، په هر ځای کې او له هر چا سره کدورت او بې خوندي په وجود راتللای شي او تاسې له پرېشانۍ سره مخ کولای شي. په پاچاهي او وزارت کې هم مختلف حالات راځي، کاروبار او مزدوري هم له لوړو ژورو نه خالي کېږي، نو موږ او تاسې ته د مايوسۍ پر ځای او ناوړو چارو ته د مايله کېدو پر ځای په کار ده چې له هغې صحنې څخه د بې خوندۍ د مادې په ليرې کولو کې کوښښ وکړو، يا په بل عبارت د شر او شرارت اور د خير او احسان په يخو او خوږو اوبو مړ او له منځه يوسو. د دې لپاره چې يو سر له بله سره نجات ومومي او يو زخم د بل زخم قصاص نه شي، بلکې بايد د هماغه يوه زخم لپاره مرهم تلاښ کړل شي. دا د تقدير فيصله ده چې تا ته څه پرېشاني ورسېدله او ته يې غمجن کړې، مګر ستا دنده دا ده چې د  اور د مړ کولو لپاره اقدام وکړې، په دنيا کې يخ او ګرمي، خير او شر، ورځ او شپه، ښه او بد، خوشحالي او غم خور او ورور دي، دا خو جنت نه دی چې هر کله به خير او خير وي او هېڅ کله به څوک تکليف په سترګو نه ويني. جناب رسول الله ص فرمايي:

(دنيا ملعونه ده او په هغه کې هر څيز ملعون دی، پرته د الله تعالی له ياد او د هغه له متعلقاتو څخه او پرته له عالم او زدکوونکي څخه.)

له همدې کبله خو حکماء وايي چې انسان بايد په حقايقو کې پسې ولاړ شي، د خوب او خيال ژوند پرېږدي، ځکه چې د خيالاتو او تصوراتو په دنيا کې اوسېدل عقلمندي نه ده.

ملګرې! دنيا چې څه راز ستا نصيب شوې ده، هماغسې يې قبوله کړه، خپل ځان په هغه کې د اوسېدلو او له هغې سره د معاملې کولو عادي جوړ کړه، دلته هېڅ مکمل او همېشنى دوست نه شې پيدا کولای، هېڅ کله د دنيا په مادي بازار کې خوښي نه شې رانيولای، ځکه چې الله تعالی (کامل) ټکی د دنيا صفت نه دی ايښودلی، البته د يوه بل همېشني جهان لپاره سودا کولای شې، د يوه داسې جهان لپاره چې د خوښۍ پر بازار يې هېڅ کله اخيري ماځيګرنى لمر نه راځي، هلته که انډيوالي او دوستي وي، کامله وي، خوښي يې زوال نه لري، نعمتونه او خوندونه يې خلاصېدل نه لري، د هغه جهان سودا د نن ورځې په بازار کې عجيبه ارزانه پيدا کېږي.

او پا ته چې د دې جهان مادي خوشحالي شوه، زما يقين دی چې په هغه به دې پوره آرمان ونه خېژي، دا ممکنه نه ده چې خپله مېرمن دې په کامله توګه ستا خوښه شي، د هغې هر عادت او خوی ته دې ستا زړه ځای ورکړي. نو بيا د دې علاج په څه کې دی؟

ملګرې! ځواب يې ستا بهترين خيرخواه جناب محمد رسول الله ص په ډېره واضح توګه درکړی دی او فرمايلي يې دي: (لايفرکُ مؤمنٌ مؤمنةً ان کرهَ منها خلقًا رضیَ مِنْهَا آخرَ)

ژباړه: مومن نارينه دې، خپله مومنه ښځه ناوړه او قابل نفرت ونه ګڼي، که يې چېرې د هغې يو خوی خوښ نه وي، نو هغه بل خوی ته دې نظر وکړي کوم چې د ده خوښ دی.

د همدغه نبوي فرمان له مخې موږ ته په کار دي چې د مصالحت رويه غوره کړو، يو او بل ته نژدې شو، له منځونو څخه کرکه او نفرت ليرې کړو، له بخښنې او معافۍ څخه کار واخلو، آساني انتخاب کړو او سختي وغورځوو، ورځنۍ چارې اصلاح کړو، د يوه او بل په مقابل کې مينه او محبت رانيسو، د عداوت او دښمنۍ پر سر اور بل کړو او له خاورو سره يې برابر کړو.

له غمځپلو څخه حوصله واخلئ!

ملګرې! ته ولې پرېشانه يې، ولې دې زړه له غمه ډک دی، آيا په دنيا کې يوازې تا ته ستونزې متوجه دي، چې له ترقۍ او پرمختګ څخه يې اچولی يې او د شپې خواږه خوبونه يې درباندې حرام کړي دي؟

يو ځل خو دې راسته او چپه طرف ته وګوره! هر طرف به يو خوږمن او غمځپلی په نظر درشي، اخير ته تر ځان لوړ ته ولې ګورې، آيا په دې نړۍ کې تر تا ټيټ خلک لږ دي؟

په هر کور کې شور او غوغا ده، پر هر رخسار اوښکې روانې دي، په هره شېله کې ماتم دی، ته نه يې خبر چې نړۍ له څومره ستونزو او تکليفونو څخه مالامال ده؟

لږ فکر وکړه، غمځپلی يوازې ته نه يې، بلکې نور هم ستا په شان ډېر وګړي د غمونو او تکليفونو په درياب کې لامبو وهي، خو له نېکه مرغه چې هغوی همت نه دی له لاسه ورکړی، د سبا لمر راختلو په انتظار د خپل ژوند سفر ته دوام ورکوي، په ډېره مېړانه مخ په وړاندې درومي، د ترقۍ او ښه سباوون خوبونه ويني، خو تا ته چې لږ دنيوي تکليف مخ ښکاره کړ، نو هر څه يې درڅخه هېر کړل.

وګوره! څومره ناروغان له کلونو - کلونو راهيسې دردونو په مخه کړي دي، پر بستر اوړي رااوړي، يوه شېبه يې لا هم آرام په سترګو نه دی ليدلی، څومره ځوانان بې ګناه د جېلونو په تورو تيارو کې پراته دي، په کلونو يې د لمر وړانګې نه دي په سترګو شوې، د محبس له دېوالونو پرته بل هېڅ نه پېژني. څومره مېرمنې دي چې د ځيګر ټوټې يې ترې بېلې شوې دي او تر زړه يې وينې څاڅي، د څومره ښکلو ځوانو مېرمنو پر مخ اوښکو لارې جوړې کړې دي، په نړۍ کې څومره مقروض وګړي وجود لري چې د ژوند خوند يې تللی دی. اخير ته ولې د هغوی حال ته په کتلو لږ پند نه اخلې، آيا دا خبره ستا زړه ته نه لوېږي چې دنيا د مومن لپاره قيدخانه ده، د غمونو او افتونو کور دی او هېڅ وګړی په کامله توګه له افتونو خلاص نشته. په مسلم شريف کې له حضرت ابوهريره رض څخه روايت دی، چې رسول الله ص وفرمايل:

الدُّنْيَا سِجْنُ المُؤْمِنِ وجنَّةُ الكَافِرِ. (صحيح مسلم، اوائل کتاب الزهد والرقائق)

ژباړه: دنيا د مومن لپاره قيدخانه (محبس) او د کافر لپاره جنت دی.

اې ملګرې! د دنيا له مصيبتونو سره ځان داسې عادي کړه، لکه اوښ چې په صحرا کې له اوږده سفر کولو سره عادي وي، د ژوندانه په سفر کې توازن پيدا کړه، تر ځان ټيټو خلکو ته وګوره، ترڅو له خپله ژونده خوند واخلې او پر خپل حال د خپل مهربان رب شکر ادا کړې، خپل شاوخوا او تر ځان وړاندې خلکو ته وګوره، د هغوی په حالاتو ځان خبر کړه او بيا يې د خپل ژوند سره پرتله کړه، وروسته به تا ته معلومه شي چې ستا د ژوند مشکلات د نورو په نسبت څومره سپک دي، که تا ته لږ څه مصيبت پېښ شو، نو د الله تعالی شکر ادا کړه چې له غټو مصيبتونو څخه يې نجات درکړی دی او که يې له تا څخه خپل څه امانت واخيست، نو پر هغه د ثواب اميد وساته او د خپل چاپېريال غمځپلو وګړو ته وګوره او تسلي حاصله کړه. په دې لړ کې د الله تعالی رسول تر ټولو ښه مثال دی، په ژوندانه کې پر هغه مبارک څومره تکاليف راغلل، بدن يې په وينو ولړل شو، په شېلو او درو کې محاصره کړل شو، حتی چې د درختو د پاڼو خوړلو ته اړ شو، له خپل کور او ښار څخه په وتلو مجبور شو، د اُحد په غزا کې يې د مخ څلور غاښونه مات شول، د ده مبارک پر ګرانې سپېڅلې مېرمنې بهتان ولګول شو، ډېر نژدې دوستان او خواږه ملګري يې په شهادت ورسول شول، زامن او اکثره لوڼې يې په ژوند کې وفات شول، له لوږې څخه به يې په نس پورې پټۍ تړلې وه، پر ده مبارک د ساحر، کاذب، کاهن او مجنون الزامات ولګول شول، چې تر ټولو جسماني تکليفونو زيات ربړوونکي وو، له دغه راز نورو په سلګونو او زرګونو تکاليفو سره مخ شو، لېکن هېڅ کله يې همت بايلل نه پېژندل او نه دا تصور کېدلای شوای چې دی دې له حق او حقيقت څخه پر شا شوی وای او خپله د رسالت په دنده کې دې لږ څه سستي راوستلې وای، بلکې د ورځې په تېرېدو سره يې همت زياتېده، ژوند ته يې ښکلا رسېدله، اميدونه يې نوي کېدل او نړۍ ته يې زرين تاريخ پرېښاوه. تر ده مبارک وړاندې حضرت ذکريا عليه السلام په قتل ورسول شو، حضرت يحی عليه السلام ذبح کړل شو، پر حضرت يعقوب، حضرت يوسف، حضرت موسی عليهم السلام څه راز خوارۍ راغلې، حضرت ابراهيم عليه السلام اور ته واچول شو. صحابه کرامو هم پر دغه لاره تګ ته دوام ورکړی دی، آيا حضرت عمر په وينو کې ونه لمبول شو، حضرت عثمان د قرآن په وړاندې په شهادت ونه رسول شو، د حضرت علي تر زړه نېزه ونه ايستل شوه، د امت ائمه او صالحين په درو ونه وهل شوه، جېلونه او محبسونه په ډک نه شول، چې داسې ده، نو زه او ته پر يوه معمولي دنيوي تکليف ولې دومره مايوسه کېږو او ولې روغ سر له دېواله سره جنګوو. آيا ته نه يې خبر چې الله تعالی فرمايلي دي:

ژباړه: آيا ګومان کوئ تاسې (اې مومنانو!) چې ننوځى به جنت ته په داسې حال کې چې راغلي به نه وي پر تاسې باندې په مثل د (سختيو او حالاتو) د هغو کسانو چې تېر شوي دي مخکې تر تاسې چې رسېدلې وه هغوی ته سختي او رنځ او ګرځول شوي وو دوی (په سختيو سره) تر هغه پورې چې ويل به رسول (د خپل وخت) او هم هغو کسانو چې ايمان يې راوړی و، سره له ده چې کله به وي نصرت د الله؟ خبردار شئ چې نصرت د الله تعالی نژدې دی (مومنانو او صالحو انسانانو ته.) (سورة البقرة آيت ٢١٤)

په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ

الله تعالی فرمايي:

 ژباړه: اې مومنانو! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ. (سورة البقرة آيت١٥٣)

کله چې پر تاسې خوف او وېره طاوي شي، غم او تکليف مو په مخه کړي، تفکرات مو محاصره کړي، نو سمدستې د لمانځه طرف ته رجوع وکړئ، په دې سره روح سکون پيدا کوي، زړه ته مو اطمينان حاصلېږي، لمونځ انشاء الله د غم، فکر، حزن او ملال وريځ له منځه وړي. جناب رسول الله ص ته چې به کله يوه مهمه معامله مخې ته راغله، نو به يې فرمايل: اَرِحْنَا بالصلاة يابلالُ) يعنې اې بلاله! اذان وکړه او موږ ته د لمانځه په ذريعه آرام ورسوه، لمونځ د ده مبارک د سترګو يخني، نېکمرغي او د خوشحالۍ يوه بهترينه ذريعه وه، که سړی تاريخ مطالعه کړي، د امت د زيات شمېر صلحاوو همدا معمول و چې کله به په يوې پرېشانۍ مبتلاء شول، يا به له يوې دردوونکې پېښې سره مخ شول، نو د لمانځه طرف ته به يې رجوع کوله، په لمانځه سره د هغوی طاقت پياوړی کېده، اراده او همت به يې تازه کېدل، له الله تعالی سره به د مناجات موقع په لاس ورتله او د غم په ليرې کېدلو او سپکېدو کې به يې د پام وړ کمبود راته. د صلوة خوف هم همدا فلسفه ده، کله چې پر زړونو خوف طاوي شي، له ډېرې وېرې له خپل قالب سينې څخه راوتل وغواړي، حواس له لاسه ورکړي، نو په دې وخت کې د زړه او دماغ د راغونډولو او هغه ته د قوت بخښلو او تسلي ورکولو لپاره تر ټولو بهترين علاج لمونځ او مسجد دی، کله چې يو څوک مسجد ته راشي او په ډېر عُجز او تواضع سره پر لمانځه ودرېږي، خپل مهربان غفور رحيم رب ته خپل تندی پر ځمکه کښېږدي، د دې مطلب دا دی چې دی له دښمن څخه راوتښتېد او خپل يو داسې دوست ته يې پناه راوړله چې هغه په مکمله معنى د ده خيرخواه، کامل غالب، زيات قوي او د ده بهترين کارساز او ساتونکی دی. د نن ورځې د نفسياتي او رواني ستونزو ښکار نسل ته، له مسجد سره د اشنا کېدلو سخته اړتيا ده، له ذهني او نفسياتي ستونزو څخه د نجات لپاره او د خوښۍ د راستنولو لپاره، لمونځ يو روحاني او مجرب علاج دی، خصوصًا بيا د شپې په اخيره کې د دعا لپاره چې ټول وګړي ويده وي او يو ته يې چې له خپل رب سره چې هېڅ کله خوب او د خوب پرېشاني لا هم نه ورباندې راځي او نه يې يو وخت دربار تړل کېږي، په مناجات اخته يې.

زما ګرانه وروره! که دې الله تعالی ته پناه رانه وړله، د مشکلاتو حل دې له هغه ستر ذات څخه طلب نه کړ، د لمانځه اړتيا دې محسوسه نه کړه، نو پوه شه چې سترګې به د اوښکو قوي تېزاب يو مخيزه له منځه يوسي، غم او فکر به دې اعصاب دراوبه کړي، له لمانځه پرته بله هېڅ نسخه نشته، چې ستا د ناروغۍ علاج دې وکړلای شي. که موږ لږ ژور فکر وکړو، نو حتمًا به دې نتيجې ته ورسېږو، چې په ورځ او شپه کې پنځه وخته لمونځ د الله تعالی له خوا ډېر ستر نعمت دی چې د مومنانو په برخه کړی يې دی، دا د ګناهونو کفاره  ده، د الله تعالی په وړاندې د درجاتو د لوړولو يوه بهترينه ذريعه ده، د مشکلاتو او ستونزو د کمولو سبب او زموږ د امراضو يوه کاميابه دوا ده. همدغه څيز ضمير ته يقين ورکوي، او زړونه په رضا بالقضاء سره ډکوي، کوم خلک چې له مسجد څخه ځغلي او لمانځه ته اړتيا نه محسوسوي، د هغوی افتونه او مصيبتونه هېڅ کله خاتمه نه مومي، يو وخت په يوه بدبختۍ کې نښتي وي، بل وخت په بله کې، د يوې بلا سر او د بلې پای وي. يوه مسئله لا ختمه شوې نه وي، بلې بيا سر ښکاره کړی وي.

البته د دې لپاره شرط دا دی چې لمونځ به په صحيح طريقه لمونځ وي، صرف د عادت پر ځای کول هېڅ کله کافي نه ګرځي. کله چې تا (الحمدلله رب العالمين) وويل، نو يقين به دې دا وي چې ټول ښه صفتونه الله تعالی لره دي، چې رحمن او رحيم دی، تر دې وروسته به يو داسې صفت لا هم مخلوق ته نه ورکوې چې هغه يوازې له الله تعالی سره ښايي، کارساز، مددګار، حاضر او ناظر، د خير او د شر مالک به يوازې الله تعالی ګڼې او کله چې دې (مالک يوم الدين) وويل، نو د دې مطلب دا دی چې ته په يقين سره د اخرت پر ورځ، د الله تعالی په وړاندې پر حساب او کتاب ايمان لرې، نو تر دې وروسته بايد هېڅ کله داسې عمل ونه کړې، چې تا په همدغه ستره ورځ له خجالت سره مخ کوي. او کله چې (اياک نعبد واياک نستعين) ته راورسېدې او له الله تعالی سره دې د دې تړون اعلان وکړ چې عبادت به يوازې ستا کوم او مرسته به يوازې له تا څخه غواړم، مشکل کشا او کارساز مې يوازې ته يې، نو تر لمانځه وروسته بايد همدغه ټينګه وعده قايمه وساتې. او کله چې (اهدنا الصراط المستقيم) ته راورسېدې، نو د دې مطلب دا دی چې ته په رښتيا سره د حق لارې په تلاښ يې او کله چې حق ووينې، نو سمدستې په زړه کې ځای ورکوې او دا يقين لرې چې فلاح او برياليتوب يوازې او يوازې د الله تعالی په ذات کې دي او صراط مستقيم همدغه يوه لاره ده، چې انبياوو تګ ورباندې کړی دی. د دې جملې ويلو تقاضا دا ده چې تر لمانځه وروسته د حق لارې په تلاښ پيل وکړې، هغه لاره چې انسان دوږخ ته رسوي او د باطل لاره ده مخ راوګرځوې.

ملګرې! دغه ته صحيح لمونځ ويل کېږي، يوازې عادت پر ځای کول، پورته او کښته کېدل او تر لمانځه وروسته سمدستې له الله تعالی سره د کړي تړون ماتول، په دوکې او خيانت پيل کول، په ظلم او بې انصافۍ لاس پورې کول او د شيطان پر لاره تګ ته دوام ورکول، بلکې ځينې بدبختان خو په لمانځه کې لا هم دا پلانونه جوړوي چې تر لمانځه وروسته به څنګه فلاني چا ته دوکه ورکوم او له فلاني سره به خيانت کوم دا راز لمونځ او د الله تعالی يادول هېڅ کله مطلوب نه دي.

 د الله تعالی په دربار کې يوازې د اخلاص معامله چلېږي، ځينې کسان مې ليدلي دي چې تر لمانځه وروسته د دعا لپاره لاسونه پورته کوي، نو د دې پر ځای چې خپل رب ته متوجه شي په پزه يې ګوته ننايستلې وي، يا شاوخوا ګوري او په ږيره لوبې کوي. تاسې لږ فکر وکړئ، آيا د رب الارباب او کامل شهنشاه په وړاندې داسې کول بې ادبي نه ده؟

يا دې ته تاسې اخلاص واياست، زما په فکر ستا په شان د يوه بنده په وړاندې لا هم دا راز طريقه اختيارول غيرمناسب عمل دی او په ځينو سيمو کې بيا امام او مقتديان دا راز اجتماعي دعا کوي، چې يو هم په دې نه پوهېږي چې موږ له الله رب العالمين څخه د څه شي غوښتنه کوو.

ملګرې! دعا ويلو ته نه ويل کېږي، بلکې دعا غوښتلو ته ويل کېږي، نو چې ته د خپلې وينا په مطلب پوه نه شې، نو څه شی به وغواړې؟

لږ غور او فکر ته اړتيا ده

منبع :سورغر

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User