Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, June 24, 2011

له شيطانه پناه : كله او څنګه؟

له شيطانه پناه : كله او څنګه؟




باړه : ميوند ننګيال

پوښتنه:

بعضې وروڼه شکایت کوي چې مونږ په لمانځه کې د شیطان نه الله ته پناه وروړو او اعوذبالله وایو خو بیا هم شیطان مونږ ته په زړه کې وسوسې او وهمونه اچوي او لمونځ ټول په فکرونو او چورتونو کې تیروو، د دې حل لاره څه ده.

ځواب:

استعا‌ذه داسې ده لکه د جنګیالي په لاس کې چې توره یا ټوپک وي، که چیرته د ده وار قوي او زورو وي نو په مقابل لوري به ډیر دروند او خطرناک وار وکړي چې کیدای شي هغه د دې وار نه مړ هم شي، او که وار یې کمزوری او سست وي نو په مقابل لوري باندې اثر نه کوي، که چیرته له ده سره ډیره تیره توره یا نوې وسله هم وي.
همدا ډول که چیرته یو متقي او پرهیزګار سړی د شیطان د وسوسو او وهمونو څخه د خلاطون لپاره استعاذه یا نورې دعاګانې ووایي نو د ده دا دعاګانې به شیطان ته اور وګرځي او وبه یې سوځوي خو که یو ضعیف ایمان واله او ګناهګار کس یې ووایي نو بیا په شیطان دومره قوی اثر نه کوي.



امام ابوالفرج ابن جوزي رحمه الله فرمایي:
د شیطان حال د یوه متقي او پرهیزګاره انسان سره داسې دی لکه چې یو انسان ناست وي او ډوډۍ خوري، په دسترخوان یې غوښه وي او یو سپی راشي او ده ته ودریږي، دغه انسان ورته ووایي: کورې! نو هغه سپی ترينه په اول ځل شړلو سره لاړ شي.
او د شیطان حال د یو کمزوري ایمان واله سره داسې دی لکه چې یو انسان ناست وي او ډوډۍ خوري، په دسترخوان یې غوښه وي او یو سپی راشي، هغه ته ودریږي چی دا کس ورته هرڅومره هم ووایي چې کورې! هغه نه ځي.
نو اول د پرهیزکاره غوندې دی چې شیطان ورته راشي، دا چې استعاذه ووایي هغه لاړ شي او دویم هغه کمزوری ایمان واله دی چې ورته راشي او دا څومره کوښښ وکړي نو رټل شوی شیطان یې نه پریږدی.

عالم او شاګرد یې

وایي چې یو عالم خپل شاګرد ته وویل: که چیرته دې شیطان د ګناهونو کولو ته راوبلي نو ته به ورسره څنګه معامله کوې؟
هغه ورته وویل: چې زه به یې مخالفت کوم.
بیا استاذ ورته وویل که شیطان بیا راغی؟
شاګرد وویل: چې بیا به یې هم مخالفت کوم. استاذ ورته وویل: چې دا کار اوږدیږي.
استاذ ورته وویل: په یو ځای کې د میږو رمه ده او په هغې ځای ستا لاره ده، کله چې ته د میږو رمې ته ورسیږی نو د میږو رمې سره چې کوم سپی وي هغه درته لاره ونیسي او نه دې پریږدي چې مخکی لاړ شې نو څه به کوې.
شاګرد وویل: چې شړم یې.
استاذ ورته وویل چې دا ډیر وخت غواړي.
بهتره دا ده چې ته د رمې خاوند ته ورشې نو هغه به دې په اسانۍ سره د سپي د شر نه وساتي.
دا د دې ستر عالم یوه رښتینې خبره وه چې خپل شاګرد ته یې وکړه ځکه: له الله عزوجل نه مرسته غوښتل او هغه ته پناه وروړل او د هر هغه شي نه چې لایزال رب ترینه منع کړي یو ځان ساتل یواځینۍ د خلاصون لاره ده. ځکه خو د مریم مور ویلي وو:
و اني أعيذها بك و ذريتها من الشيطان الرجيم
او بې شکه زه پناه ورکوم دې (مریم) ته په تا پورې او اولاد د هغې ته له شیطان رټل شوي نه ال عمران 36

الله عزوجل ته پناه وړل او رجوع کول

د شیطان د مکر او فریب نه یواځینۍ د خلا صون لاره الله عزوجل ته پناه وروړل دي
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
(و اما ينزغنَّك من الشيطان نزغ فاستعذ بالله انّه سميع عليم) الأعراف 199
او که تیز کړي تا کومه وسوسه د شیطان، نو پناه وغواړه د الله نه. بیشکه الله عزو جل ښه اوریدونکی او ښه عالم دی.
او همدا رنګه الله عزوجل زمونږ ګران پیغمبر علیه افضل الصلاة والسلام ته هم پدې امر کړی چې د شیطان د وسوسو او د هغې د حاضریدو نه پناه وغواړي.
(و قل رب أعوذ بك من همزات الشَّياطين – و أعوذ بك رب أن يحضرون) سورة مؤمن 97
او ووایه ( ای محمده !) ای ربه زما! پناه غواړم په تا (له وسوسو) د شیطانانو نه او پناه غواړم په تا ای زما ربه لدې نه چې حاضر شي (دوی) ما ته.
ابن قیم رحمه الله وایي: د جهاد څو قسمونه دي او یو قسم یې د شیطان سره جهاد کول دي او د شیطان سره جهاد کول بیا په دوه مرتبې لري.
۱: اوله مرتبه یې دا ده چې کله د انسان په ایمان کې شکونه او شبهات پيدا کوي، په هغه وخت کې د شیطان دفعه کول.
۲: دویمه مرتبه یې دا ده چې یې کوم بد کار یا ګناه ته رابلي، نو په هغه وخت کې د شیطان سره مجاهده کول. چې دا اول کار په پوره یقین او دویم په صبر سره کیدونکی دی.

بعضې ځایونه چې هلته دعا ویل پکار دي.

۱: که په لمانځه کې شیطان درته وسوسه کوله.
د ابی سعید الخدری رضی الله عنه نه روایت دی چې: کله به چې رسول الله علیه افضل الصلاة وسلام لمونځ کولو نو دا به یې ویلې:
اعوذبالله من الشیطان الرجیم من همزه و نفخه نفثه. ترم‍ذی او ابو داؤد – او دا هغه څه دي چې شیطان پرې تښتي.
۲: بیت الخلاء ته د ننوتو په وخت کې:
کله به چی رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام بیت الخلاء ته ننوت نو دا دعا به یې ویله:
اللهم انی اعوذبک من الخبث والخبائث . رواه بخاری
۳: د غصې په وخت کې:
عن سليمان بن صرد قال: استب رجلان عند النبي صلى الله عليه وسلم ونحن عنده جلوس ، وأحدهما يسب صاحبه مغضبا، قد احمروجهه ، فقال النبي صلى الله عليه وسلم: ( إني لأعلم كلمة لو قالها لذهب عنه ما يجد: اعوذ بالله من الشيطان الرجيم ). رواه البخاري ومسلم.
۴: د خره د غږ داوریدو سره.
رسول الله علیه افضل الصلاة وسلام فرمایلي:
کله چې خروهنګیږي نو تاسو د الله نه پناه وغواړئ . طبرانی معحم کبیر د صحیح اسنادو سره
او رسول الله علیه افضل الصلاة وسلام ویلي چې کله خر هنګیږي نو هغه شیطان ویني. بخاری.
۵: د کوروالې په وخت:
لو ان احدكم اذا أتى أهله قال: باسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا ، يولد بينهما ولد فلا يصيبه الشيطان أبدا

په کثرت سره د قران تلاوت او ذکر کول.

د هر فرض لمونځ نه وروسته د ایة الکرسی تلاوت کول.
بلکه په هر کار کې الله عزوجل ته پناه وروړل چی تر څو د شيطان نه په امان کې وي.
او په بل روایت کې راغلي چې رسول الله علیه افضل والسلام فرمایلی: إن أفضل ما تعوذ به المتعوذون المعوذتان.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User