Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, May 29, 2011

دینی اسلامی معلومات

دینی اسلامی معلومات


سوال:-
په قرآن کریم کی د ژمی او دوبی یادونه څو ځله شوی ده؟ 
جواب:-
یو ځل. سوال:- 
په کومه سوره کښی؟ 
جواب:-
د قریش په سورة کی. سوال:- «عبس وتولی» دکوم صحابی په هکله نازل شوی دی؟ جواب:- د عبدالله بن ام مکتوم په هکله. سوال:- هغه شپه چی عبادت پکی د زر میاشتو برابر دی کومه ده؟ 
جواب:-
هغه دقدر شپه ده. سوال:- دقرآن دتلاوت په وخت کی زمونږ وظیفه څه ده؟ جواب:- غوږ نیول او سکوت کول. سوال:- دکوم ښار لقب ام القری دی؟ جواب:- د مکی مکرمی . سوال:- د حضرت محمد «ص» ترټولو لویه معجزه کومه ده؟ جواب:- قرآن مجید. سوال:- د قرآن مجید آخرین صورة څه نوم لری؟ جواب:- سورة « الناس» سوال:- لمړنی آیة چی نازل شو کوم آیة دی؟ جواب:- «اقرأ باسم ربک الذی خلق» د «علق» سورة. سوال:- د نه ویشتمی سیپاری لمړنی سورة کوم دی؟ جواب:- د «الملک» سورة دی. سوال:- د نه ویشتمی سیپاری آخری سورة کوم دی؟ جواب:- د «المرسلات» سورة دی. سوال:- په قرآن مجید کی ترټولو لوی سورة کوم دی؟ جواب:- د «بقره» سورة دی. سوال:- په قرآن مجید کی ترټولو کوچنی سورة کوم دی؟ جواب:- د «کوثر» سورة دی. سوال:- کوم سورة د دوو میوو په نومونو پیل شوی دی؟ جواب:- د «تین» سورة چی د انځر او زیتون په نومونو پیل شوی دی. سوال:- کوم سورة د دوو پیغمبرانو په نومونو ختم شوی دی؟ جواب:- د «اعلی» سورة چی د ابراهیم (ع) او موسی (ع) په نومونو ختم شوی دی. سوال:- «آیة الکرسی» په کوم سورة کښی واقع دی؟ جواب:- په «بقره» سورة کښی. سوال:- د قران د دیرشم جزء لمړنی سورة کوم دی؟ جواب:- د «البناء» سورة دی. سوال:- قرآن مجید څو سیپاری لری؟ جواب:- قرآن مجید دیرش سیپاری لری. سوال:-هغه سورة چی فضیلت یی د ټول قرآن یوه څلرمه دی کوم دی؟ جواب:- هغه د «الکافرون» سورة دی. سوال:- هغه سورة چی فضیلت یی دټول قرآن یوه دریمه دی کوم دی؟ جواب:- هغه د «اخلاص» (قل هوالله احد) سورة دی. سوال:- دقرآن ترټولو اوږد آیة کوم دی؟ جواب:- د «الدین» (282) آیة د «بقره» په سورة کی. سوال:- جنت څو دروازی لری؟ جواب:- جنت (8) دروازی لری. سوال:- هغه څلور سوالونه چی دانسان نه دقیامت په ورځ کیږی کوم دی؟ جواب:- 1- دعمر چه چیری دی تیرکړی دی 2- دعلم چی څومره عمل دی پری کړی دی 3- د مال چه دکوم ځایه دی لاس ته راوړی دی 4- او دجسم او بدن چی په کوم کار دی مصروف کړی دی. سوال:- په «مسجدالنبی» کښی لمونځ څومره ثواب لری؟ جواب:- د نورو مسجدونو (1000) برابره ثواب لری. سوال:- کوم سورة دلوستونکی لپاره شفاعت کوی؟ جواب:- د «ملک» سورة. سوال:- د عبدالمطلب وروسته چا د رسول الله (ص) پالنه کوله؟ جواب:- د هغه کاکا (ابوطالب). سوال:- لمړنی کلمه چی حضرت جبرئیل(ع) و حضرت محمد(ص) ته ذکر کړل کومه وه؟ جواب:- «اقرأ» یعنی ولوله. سوال:- حضرت محمد(ص) څه جواب ورکړ؟ جواب:- هغه وویل: زه لوستونکی نه یم. سوال:- تر ټولو مهمه پیښه چی د «فیل» په کال وشوه کومه وه؟ جواب:- د حضرت محمد (ص) زیږیدل. سوال:- د مسلمانانو لمړنی مهاجرت کومی منطقی ته وو؟ جواب:- حبشی ته . سوال:- پیغمبر ص له هجرت وروسته څو ځله حج آداء کړ؟ جواب:- فقط یو ځل. سوال:- دهغی غاری نوم څه وو چی پیغمبر ص دهجرت مخکی هلته پناه وړی وه؟ جواب:- د «ثور» غاره . سوال:- حضرت جبرئیل د یوه کال په اوږدو کی څو ځله د پیغمبر ص سره د قرآن مرور کوَی؟ جواب:- په هرکال کی یو ځل د روژی مبارکی په میاشتی کی. خو د پیغمبر ص د وفات په کال یی دوه ځله مرور وکړ. سوال:- «حجة الوداع» په کوم کال وو؟ جواب:- د هجرت لسم کال. سوال:- د «ابوهریره «رض» نوم څه وو؟ جواب:- عبدالرحمن بن صخر الدوسی. سوال:- «صدیق» د چا لقب دی؟ جواب:- د حضرت ابوبکر (رض) لقب دی. سوال:- «ترجمان القرآن» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عبدالله بن عباس (رض). سوال:- «غسیل ملائکه» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت حنظله بن ابی عامر (رض). سوال:- «امین امة» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت ابوعبیده عامر بن الجراح (رض). سوال:- «مؤذن رسول الله» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت بلال بن رباح (رض) . سوال:- «حواری الرسول» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت زبیر بن العوام (رض) سوال:- «ذی الجناحین) د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت حعفر بن ابی طالب- جعفر طیار (رض). سوال:- «ذی النورین» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عثمان بن عفان (رض) . سوال:- «سیف الله المسلول» دکوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت خالد بن ولید (رض) . سوال:- «فاروق» د کوم صحابی لقب دی؟ جواب:- د حضرت عمر بن الخطاب (رض) . سوال:- ملائکو دکوم صحابی څخه حیا کوله؟ جواب:- دحضرت عثمان بن عفان (رض) څخه. سوال:- خندق د کوم صحابی په مشوره جوړ شو؟ جواب:- د حضرت سلمان فارسی (رض). سوال:- لمړنی شخص چی مسلمان شو څوک وو؟ جواب:- حضرت ابوبکر الصدیق (رض). سوال:- لمړنی ښځه چی مسلمانه شوه څوک وه؟ جواب:- بی بی خدیجة الکبری (رض عنها) سوال:- د حضرت محمد (ص) لمړنی ښځه څوک وه؟ جواب :- بی بی خدیجه بنت خویلد. سوال:- حضرت حمزه (رض) په کومه غزا کی شهید شو؟ جواب:- د احد په غزا کی. سوال:- د بدن زکات څه شئ دی؟ جواب:- روژه نیول دی. سوال:- د «فجر» په سورة کی د «لیال عشر» نه څه منظور دی؟ جواب:- د «ذی الحجی» دمیاشتی (10) لمړنی شپی دی. سوال:- هغه دری نفسونه چی ذکر یی په قرآن کی راغلی دی کوم دی؟ جواب:- اماره نفس- لوامه نفس- مطمئنه نفس. سوال:- په قرآن مجید کښی د «الله» لفظ څو ځله ذکر شوی دی؟ جواب:- (980) ځله . سوال:- کوم پیغمبر د خدای (ج) په امر بیله پلاره له مور نه پیداشو؟ جواب:- حضرت عیسی (ع) بن مریم . سوال:- کوم پیغمبر د خدای (ج) په امر بیله پلار او مور نه پیدا شو؟ جواب:- حضرت آدم (ع). سوال:- نبیان او رسولان څو دی؟ جواب:- (124000) یو سل او څلرویشت زره زیات او کم نبیان دی، چی په هغوی کی بیا (313) بیا رسولان هم دی. سوال:- د حضرت محمد (ص) د سورلی نوم څه وو؟ جواب:- یعفور « عفیر». سوال:- د حضرت محمد (ص) د آسونو نومونه څه وه؟ جواب:- السکب، ملاح، المرتجز، اللحیف، الظرب، العزاز و الورد. سوال:- د حضرت محمد (ص) دهغی سورلی نوم څه وو چی دمعراج په شپه ورباندی سپور شو؟ جواب:- براق سوال:- د بدر په غزا کی تر ټولو وړوکی شهید څوک وو؟ جواب:- «عمیر بن ابی وقاص» چی 16 کلن وو. سوال:- پر هر مسلمان په یوه شپه او ورځ کی څو لمنځونه فرض دی؟ جواب:- پنځه لمونځونه. 1 سهار 2 ماسپښین 3 ماځیگر 4 ماښام 5 ماخستن. سوال:- د سهار لمونځ څو رکعته فرض دی؟ جواب:- دوه رکعته فرض دی. سوال:- د کعبی شریفی لوړوالی څومره دی؟ جواب:- (15) متره. سوال:- بیت الخلا ته د ننوتلو دعاء کومه ده؟ جواب:- بسم الله، اللهم انی اعوذبک من الخبث والخبائث. سوال:- د بیت الخلا نه د وتلو دعاء کومه ده؟ جواب:- غفرانک الحمدلله الذی اذهب عنی الاذی و عافانی. سوال:- د کومی عمری ثواب د حج برابر دی؟ جواب:- هغه عمره چی د روژی په میاشتی کی آداء شی. سوال:- هغه مسجد چی دوی قبلی لری چیری دی؟ جواب:- مدینه منوره. سوال:- د دوزخ د دروازه وان نوم څه دی؟ جواب:- مالک. سوال:- د جنت د خزانه دار نوم څه دی؟ جواب:- رضوان دی . سوال:- هغی دوی کلمی چی په ژبه سپکی او په ترازو درنی دی کومی دی؟ جواب:- سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظیم. سوال:-د قیامت په ورځ څوک د دوزخ په اور کیزه کوی؟ جواب:- هغه څوک چی خپل علم پټوی. سوال:- حضرت نوح (ع) څو کاله خپل قوم د الله ج طرف ته راوباله؟ جواب:- (950) سال . سوال:- د فریقا په لویی وچی کی تر ټولو لوی مسجد چیری دی؟ جواب:- په کوناکری. سوال:- دیوه شبانه روز دفرض رکعتونو شمیر څو دی؟ جواب:- (17) رکعته دی. سوال:- په قرآن کی ترټولو زیات د کوم پیغمبر یادونه شوی ده؟ جواب:- حضرت موسی (ع) سوال:- په قرآن کریم کی ترټولو لوی سورة کوم دی؟ جواب:- د «بقره » سورة دی. سوال:- پر منافقانو باندی کوم لمنځ سخت وو؟ جواب:- د سهار او دماخستن لمونځ. سوال:- د مسلمانانو دلښکر مشر «اسامه بن زید» دمشرتابه په وخت کی څو کلن وو؟ جواب:- (17) کلن وو. سوال:- حضرت آدم (ع) په کومه ورځ جنت ته داخل شو؟ جواب:- د جمعی په روځ. سوال:- که چیری مونږ ته کوم مشکل پیښ شی کومه دعا ووایو؟ جواب:- اللهم لا سهل الا ما جعلته سهلاَ و انت اذا شئت جعلت الحزن سهلاً. سوال:- دمدینی خلکوته د پیغمبر ص په وخت کی څه ویل کیدل؟ جواب:- انصار سوال:- «خلفای راشدین» کوم خلک دی؟ جواب:- حضرات هر یو ابوبکر- عمر- عثمان- او علی رضی الله عنهم. سوال:- دهغه سړی نوم څه وو چی د خدای (ج) د کور د نړولو قصد یی کړی وو؟ جواب:- ابرهه حبشی. سوال:- دهغه دوو قبیلو نومونه څه وه چی د رسول الله ص په وخت کی په مدینی کی ژوند کاوه؟ جواب:- اوس او خزرج. سوال:- مسجد الاقصی«بیت المقدس» چیری واقع دی؟ جواب:- په فلسطین کی. سوال:- مسجد الحرام چیری واقع دی؟ جواب:- په مکة المکرمه کی. سوال:- معوذتین و کومو سورتونو ته ویل کیږی؟ جواب:- سورة الفلق او سورة الناس. سوال:- د اوداسه فرضونه څو او کوم دی؟ جواب:- په اوداسه کی څلور فرضونه دی. 1- د مخ پریمنځل 2- د لاسونو پریمنځل تر څنګلو 3- د سر مسحه 4- د پښو پریمنځل تر بیجلکو پوری. سوال:- هغه دری مسجدونه چی دیدن یی ثواب لری کوم دی؟ جواب:- مسجدالحرام ، مسجد النبی و مسجدالاقصی. سوال:- د مسلمانانو لمړنی قبله کومه ده؟ جواب:- مسجد الاقصی. سوال:- حضرت عمر فاروق رض چا په شهادت ورسولو؟ جواب:- ابو لولوء مجوسی. سوال:- مکه مکرمه په کومه میاشت فتحه شوه؟ جواب:- د روژی (رمضان) په میاشت کی. سوال:- د خندق دجنگ بل نوم څه وو؟ جواب:- د احزاب جنګ . سوال:- رسول الله ص چی به کله نوی میاشت ولیده کومه دعا به یی کوله؟ جواب:- «هلال خیر و رشد امنت بالله الذی خلقک». سوال:- دهغه پیغمبر نوم څه وو چی الله (ج) یی د قربانی کیدو د مخ نوی لپاره د جنت پسه را واستوی؟ جواب:- حضرت اسماعیل (ع). سوال:- قیامت په کومه ورځ پیښیږی؟ جواب:- د جمعی په ورځ. سوال:- دمهاجرینو لمړنی کوچنی چی په مدینی کی د هجرت وروسته دنیا ته راغی څوک وو؟ جواب:- عبدالله بن زبیر «رض». سوال:- په اسلام کی لمړنی قاضی څوک وو؟ جواب:- حضرت عمر بن الخطاب «رض». سوال:- د رسول الله (ص) د هغی ښځی نوم څه وو چی ابراهیم ځنی پیدا شوی دی؟ جواب:- ماریه قبطیه . سوال:- مسلمانان په کومی میاشتی کی د حج مراسم تر سره کوی؟ جواب:- د «ذی الحجه» میاشت. سوال:- لمړنی کس چی په عربی خبری وکړی، څوک وو؟ جواب:- حضرت اسماعیل (ع) . سوال:- کوم کسان د رسول الله(ص) وارثان دی؟ جواب:- علماء. سوال:- د مسلمانانو کومه ډله تر ټولو وړاندی جنت ته داخلیږی؟ جواب:- د مهاجرینو فقران (غریبان) . سوال:- خلیل الرحمن د چا لقب دی؟ جواب:- حضرت ابراهیم (ع). سوال:- هغه کال چی پکی حضرت بی بی خدیجه الکبری او ابوطالب درسول الله ص کاکا دواړه وفات شول په کوم نوم مشهور دی؟ جواب:- په «عام الحزن». سوال:- چا په ښکاره د کافرانو مخ ته قرآن تلاوت کړ؟ جواب:- حضرت عبدالله بن مسعود «رض». سوال:- آیا یو څوک کولای شی پنځه لمنځونه په یوه اودس وکړی؟ جواب:- بلی کولای شی. سوال:- که چیری کوم شخص په هیره سره بی اوداسه لمونځ وکړ آیا لمونځ یی صحیح دی؟ جواب:- یا صحیح نه دی. سوال:- د هغه لمونځ حکم څه دی چی د وخت د داخلیدلو وړاندی أداء شی؟ جواب:- دا لمونځ صحیح نه دی. سوال:- آیا خوړل او څښل اودس ماتوی؟ جواب:- یا نه یی ماتوی. سوال:- آیا په هغه کالو کی چی نجاست وی، لمونځ صحیح دی؟ جواب:- یا نه دی صحیح. سوال:- د سهار لمونځ په سفر کی څو رکعته دی؟ جواب:- دوه «2» رکعته فرض. سوال:- د ماسپښین لمونځ په سفر کی څو رکعته دی؟ جواب:- دوه «2» رکعته فرض. سوال:- هغه اوه «7» اندامونه چی د سجدی په وخت کی پر ځمکه لګیږی کوم دی؟ جواب:- 1- تندی او پزه 2- دوه لاسونه 3- دوه زنګنونه 4- دوی پښی. سوال:- کله چی په جماعت کی مقتدی یوازی وی چیری ودریږی؟ جواب:- د ملا راسته طرف ته . سوال:- د جنازی د لمانځه حکم څه دی؟ جواب:- فرض کفایه. سوال:- هغه لمونځونه چی په سفر کی لنډ اداء کیږی کوم دی؟ جواب:- ماسپښین ، ماځیګر او ماخستن . سوال:- د هغه سړی چی په هیره سره ډوډی وخوری یا اوبه و څیښی د روژی حکم څه دی؟ جواب:- روژه یی نه فاسدیږی. سوال:- په جماعت کی ترټولو بهتره صف کوم دی؟ جواب:- لمړی صف. سوال:- کور ته د داخلیدلو دعا کومه ده؟ جواب:- (بسم الله ولجنا و بسم الله خرجنا وعلی ربنا توکلنا). سوال:- کله چی آذان اوری ، څه وایی؟ جواب:- لمړی هرهغه څه چی مؤذن ویل او کله چی مؤذن «حی علی الصلاه » او « حی علی الفلاح» وویل زه وایم (لاحولا ولاقوة الابالله». سوال:- کله چی کوم غم پیښیږی، څه وایی؟ جواب:- « انا لله و انا الیه راجعون» سوال:- کله چی دی روژه ماته کړه کومه دعا کوی؟ جواب:- دغه دعا«ذهب الظلماء وابتلت العروق وثبت الاجر ان شاء الله» سوال:- په لمانځه کی درکوع وروسته څه وایی؟ جواب:- «سمع الله لمن حمده- ربنا لک الحمد» سوال:- کله چی دخوبه پاڅیدی کومه دعا کوی؟ جواب:- «الحمد لله الذی احیانا بعد ما اماتنا و الیه النشور». سوال:- کله چی د مریض پوښتنی ته لاړی کومه دعا کوی؟ جواب:- «لا باس طهور ان شاء الله» سوال:- کله چی د مجلس نه ولاړ شوی کومه دعا لولی؟ جواب:- «سبحانک اللهم و بحمدک اشهد ان لا اله الا انت استغفرک واتوب الیک». سوال:- کله چی دخپل کوره وزی کومه دعا کوی؟ جواب:- « بسم الله، توکلت علی الله ولاحول ولاقوة الا بالله» سوال:- د ډوډی خوړلو وړاندی څه وایی؟ جواب:- « بسم الله » سوال:- د ډوډی خوړلو وروسته څه وایی؟ جواب:- «الحمد لله الذی اطعمنی هذا ورزقنیه من غیر حول منی ولاقوة» سوال:- تر ټولو قوی انسان کوم شخص دی؟ جواب:- هغه چی د خښم په وخت کی ځان کنترول کړی. سوال:- کله چی په غضب شوی څه وایی؟ جواب:- « اعوذ بالله من الشیطان الرجیم». سوال:- کله چی ته ومږی (عطسه زدن) نو څه وایی؟ جواب :- زه وایم« الحمد لله» سوال:- کله چی یو څوک ومږی (عطسه) ته څه وایی؟ جواب:- زه وایم «یرحمک الله». سوال:- کله چی کوم څوک په غم کی ووینی څه وایی؟ جواب:- «الحمدلله الذی عافانی مماابتلاک به و فضلنی علی کثیر من خلق تفضیلاً» سوال:- که چیری کوم شخص ستا سره مرسته وکړه ته څه وایی؟ جواب:- زه وایم «جزاک الله خیراً». سوال:- د الله (ج) «اسماء الحسنی» څو دی؟ جواب:- (99) نومونه دی. سوال:- بسم الله الرحمن الرحیم څو ځله په قرآن کی ذکر شوی ده؟ جواب:- 114 ځله. سوال:- د حضرت عیسی (ع) نوم په قرآن کی څو ځله بیان شوی دی؟ جواب:- 25 ځله. سوال:- په قرآن مجید کی دجنت څو ځله یادونه شوی ده؟ جواب:- 66 ځله. سوال:- په قران مجید کی د دوزخ څو ځله یادونه شوی ده؟ جواب:- 126 ځله. سوال:- د قرآن مجید سورتونه څو دی؟ جواب:- 114 دی. سوال:- قرآن مجید څو سیپاری لری؟ جواب:- 30 سیپاری لری. سوال:- د قرآن مجید دحرفو تعداد څو دی؟ جواب:- (340740) حرفونه دی. سوال:- دقرآن مجید آیتونه څو دی؟ جواب:- 6226 آیة. سوال:- دقرآن مجید څو سورتونه په مکی کی نازل شوی دی؟ جواب:- 86 سورتونه. سوال:- د قرآن مجید څو سورتونه په مدینی کی نازل شوی دی؟ جواب:- 28 سورتونه. سوال:- د قرآن مجید د آیتونو سید کوم ایة دی؟ جواب :- «آیة الکرسی» سوال:- د قرآن مجید ترټولو مبارک آیة کوم دی؟ جواب:- «ایة الکرسی». سوال:- دقرآن مجید تر ټولو اوږد حرف کوم دی؟ جواب:- «لیستخلفنهم» د نور سورة 55 آیة. سوال:- هغه حرف چی دقران مجید په میان کی واقع دی کوم دی؟ جواب:- «ف» په «والیتلطف» کلمی، په کهف سورة کښی. سوال:- «ام القرآن » دکوم سورة نه عبارت دی؟ جواب:- د «فاتحه» سوره. سوال:- د قرآن نیمایی کومه سوره ده؟ جواب:- د «الزلزله» سورة. سوال:- په قران کی کوم سورة «سنام القرآن» لقب لری. جواب:- د «بقره» سورة. سوال:- په قران مجید کی کومه سوره د قرآن د زړه لقب لری؟- جواب:- د څو هغو ښارونو نومونه واخلی چی ذکر یی په قران مجید کی راغلی وی. جواب:- مصر، بابل، مکه، مدینه، مدین، مأرب، قدس او سیناء. سوال:- بعضی هغه عددونه ووایاست چی په قرآن کی راغلی وی؟ جواب:-« 1-3-4-7-11-12-19-100-200-1000-2000-50000 ». سوال:- هغه کومی درختی دی چی په قرآن کی دهغوی یاد شوی دی؟ جواب:- سدر، نخل او زیتون. سوال:- هغه کومی میوی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- انار ، انځر او خرما. سوال:- هغه کومی قبیلی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- قریش، عاد او ثمود. سوال:- هغه کوم حیوانات دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- اوښ، فیل، غوا، خر، شرمښ، چنګوښه او خنځیر. سوال:- هغه کوم حشرات دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- غالبوزه، میږی، غوماشه، جولاګی، مچ، ملخ او شپږه. سوال:- هغه کوم الوتونکی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- ملاچرګک، کارغه او شاهین. سوال:- هغه کومی دانی دی چی په قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- عدس او غنم. سوال:- هغه کوم فصلونه دی چی په قران کی راغلی دی؟ جواب:- دوبی او ژمی. سوال:- په قرآن کی د اونی د کومو ورځو نومونه راغلی دی؟ جواب:- شنبه او جمعه. سوال:- په قرآن کی د کومو وقتونو یادونه شوی ده ؟ جواب:- سهار او مازیګر. سوال:- هغه کوم فلزات دی چی قرآن کی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- طلا، سپین زر، آهن او فولاد. سوال:- څو شیان چی په قرآن کی ذکر شوی و نوموی؟ جواب:- پیمانه، ترازو، څراغ، ښیښه، بوټی، چاقو او دروازه. سوال:- کوم جهات په قرآن مجید کی ذکر شوی دی؟ جواب:- شرق او غرب. سوال:- دهغو رنگونو نه چی په قرآن کی ذکر شوی دی نومونه واخلی؟ جواب:- سپین، تور او زرغون. سوال:-رسول الله ص په کوم کال زیږیدلی دی؟ جواب:- د دوشنبی په ورځ 12 د ربیع الاول دفیل کال (570) میلادی. سوال:- دکوم صحابی نوم په صراحت سره په قرآن کی ذکر شوی دی؟ جواب:- د زید بن حارثه. سوال:- د مدینی منوری دری لقبونه بیان کړی؟ جواب:- طیبه، مدینة الرسول او المدینة المنوره. سوال:- لمړنی مسجد چی رسول الله ص جوړ کړ څه نومیږی؟ جواب:- «مسجد قباء» سوال:- لمونځ کول په مسجد قباء کښی څومره ثواب لری؟ جواب:- دیوی عمری په اندازه ثواب لری. سوال:- حرمین شریفین دکومو ځایونو نومونه دی؟ جواب:- د مسجدالحرام او مسجد النبی ص . سوال:- په مسجدالحرام کښی هر لمونځ څومره ثواب لری؟ جواب:- لکه سل زره لمونځونه. سوال:- په مسجدالنبی کښی هر لمونځ څومره ثواب لری؟ جواب:- لکه زر لمونځونه. سوال:- په مسجد الاقصی کښی هر لمونځ څومره ثواب لری؟ جواب:- لکه پنځه سوه لمونځونه . سوال:- د مکی دری نومونه واخلی؟ جواب:- ام القری، مکه او بلدالامن. سوال:- «کلیم الله» د چا لقب دی؟ جواب:- د موسی (ع) سوال:- حضرت محمد (ص) څو عمری اداء کړی؟ جواب:- (4) څلور عمری. سوال:- لمړنی عمل چی په قیامت یی پوښتنه کیږی کوم دی؟ جواب:- لمونځ دی. سوال:- د هجری قمری کال لمړنی میاشت څه نومیږی؟ جواب:- د محرم میاشت. سوال:- لمړنی امت چی د قیامت په ورځ حساب او کتاب ورسره کیږی کوم امت دی؟ جواب:- د محمد رسول الله ص امت دی. سوال:- لمړنی نبی څوک دی؟ جواب:- حضرت آدم (ع). سوال:- حضرت ادم (ع) په کومه ورځ پیدا شوی دی؟ جواب:- د جمعی په ورځ. سوال:- لمړنی قتل چا کړی دی؟ جواب:- قابیل چی کله یی هابیل مړ کړ. سوال:- «ابوالبشر» دچا لقب دی؟ جواب:- د حضرت آدم (ع). سوال:- د حضرت ادم (ع) قد څو متره وو؟ جواب:- 60 متره وو. سوال:- حضرت بی بی حوا څرنګه پیدا شوه؟ جواب :- د حضرت آدم (ع) له بغل نه په داسی شکل چی حضرت آدم بیخی پوه نه شو. سوال:- ولی حوا ورته وایی؟ جواب:- ځکه چی د ژوندی نه پیدا شوه او ژوندی هم آدم وو. سوال:- حضرت رسول الله ص د معراج په شپه چیری د خپل پلار آدم (ع) سره ولیدل؟ جواب:- د دنیا په آسمان کی. سوال:- په قرآن مجید کی څو ځله د حضرت آدم (ع) یادونه شوی؟ جواب:- 25 ځله. سوال:- د حضرت ادم وروسته وکوم نبی ته نبوت ورکول شو؟ جواب:- حضرت شیث (ع) ته. سوال:- لمړنی کس چی په قلم یی لیکنه وکړه څوک وو؟ جواب:- حضرت ادریس (ع). سوال:- حضرت رسول الله دمعراج په شپه د ادریس (ع) سره په څوم آسمان کی ولیدل؟ جواب:- په څلرم آسمان کی. سوال:- په نړی کی لمړنی رسول څوک وو؟ جواب:- حضرت نوح (ع)وو. سوال:- د نوح (ع) د قوم نوم څه وو؟ جواب:- بنو راسب. سوال:- هغه انبیاء کوم دی چی په نومونو یی د قرآن سورتونه نومول شوی دی؟ جواب:- حضرت یونس، هود، یوسف، ابراهیم، نوح، او محمد (علیهم السلام اجمعین). سوال:- شیخ المرسلین د کوم پیغمبر لقب دی؟ جواب :- د حضرت نوح (ع) . 


منبع :عبدالجبار مطمئن

5 comments:

  1. هډاوال ويب پیغام.

    داسلام دغربت زمانه هغه ده چي د دين عالمان د دنيا عاشقان شي.

    ReplyDelete
  2. هډاوال ويب پیغام.

    داسلام دغربت زمانه هغه ده چي د دين عالمان د دنيا عاشقان شي.

    ReplyDelete
  3. http://hadawal.blogspot.com/

    ReplyDelete
  4. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

    ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي

    ReplyDelete
  5. میں مشکور ہوں کہ آپ یہاں تشریف لائے۔.

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User