نیغه ناسته صحي ده
ډاکتر سباوون
تاند – د نویو
څیړنو له مخې څرګنده شوې ده چې هغه کسان چې نیغ کښیني اعتماد یې پرځان د هغو په
تناسب ډیریږي چې کړوپ ناست وي.
د امریکا په
اوهایو پوهنتون کې د ارواپوهني استاد ریچارد بیټي وایي، د یوې څیړنې له مخې معلومه
شوه چې هغه کسان چې نیغ کښیني هغوی داسې فکر کوي چې دوی په مهم ځای کې دي نو له دې
سره یې پر ځان ډاډ حاصلیږي.
د دې مسالې
لپاره د اوهایو پر ۷۱ زده کوونکو څیړنه شوې ده یوه ډله یې نیغه کښناسته او بله ډله
یې کړوپه بیا چې کله له دوی څخه پوښتنې وشوې د ارواپوهنې د علم له مخې څرګنده شوه
چې نیغ کسان د کړوپو په تناسب ډیر ډاډه او پرځان باوروي وو.
منبع : تاند