Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, May 15, 2011

ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۲)


ګرانې خورې دغه درد مې واوره

(۲)



عبدالبصير عتيق زوى


ګرانې خورې!
ولې هغه څه تا ته ښه ښکاري چې غربیانو خپل اصول ګڼلي، خپل ژوند او ټول شته یې د هغه د لاسته راوړو لپاره لګولي، هغه څه چې په ښکاره ډول زمونږ د دیني هویت او زمونږ د غني ثقافت له منځه وړل دي او د دغه ثقافت د له منځه وړو لپاره یې د تلویزیون او راډيو له لارې او په علمي او اکادمیکو ځایونو او اداراتو كې خپل هر راز وسله په کار اچولې ده. په دې عصر کې خو یې لا ستره او ډیره بوږنوونکې وسله د فیشنونو د هالونو جوړول او بیا د سرک، بازار، او کوڅو ته د هغو راویستل دي چي له لارې یې وکړای شي نورې معصومې مسلمانې خویندې خپل ښکار وګرځوي.
ګرانې خورې!
ته د هغه چا تقلید مه کوه چې د خپل خوسا فرهنګ او کلتور له بوی څخه غواړي ځان ته د پناه ځاى پیدا کړي څو ژوند ورباندې لږ په آرامئ او سکونت کې تیر شي. ته خپله سوچ وكړه… هغه څوک چې له خپل کلتور او فرهنګ څخه په تیښته دي آیا هغه کولای شي چې ستا کلتور او فرهنګ غني کړي او تا په خپله غیږه کې ونیسي او درته ووایي چې راځه غم مه خوره زه دیته تیار یم چې ستا پالنه وکړم، آیا هغه څوک چې خپل درد نشي دوا کولی او دغې وبا ته یې لا تراوسه کوم دارو درمل ندى پیدا کړی، کولای شي چې ستا درد دوا کړي؟
نه هیڅکله نه، خورې! هغه خپله په ګرداب کې غرق دى، هغه تا ته لاس نشي درکولی، ته باید هغه ته لاس ورکړې او هغه له ګرداب څخه راوباسې دا ځكه چې په څنډه ته ولاړه یې نه هغه… غرق هغه دی نه ته، د کمک لاس ته هغه اړتیا لري نه ته، له مرګ او ژوند سره د هغه خپړې دي نه ستا. نو بیا په کوم دلیل د هغه خوا ته ورمنډې وهې او هر هغه څه شاته اچوې چې د میلیونونو شهداوو د وینو محصول وو، چې د لاسته راوړو لپاره یې ډیرې ځوانئ او ډیرې ککرئ خاورې شوې، کونډې او رنډې او یتیمان یې لا تراوسه په بازار او کوڅو كې خیرونه ټولوي.
ګرانې خورې!
دا هر څه لاابالي مه ګڼه، دا هر ځه د دوه روپیو مه ګڼه، دا پړونۍ چې په دوکان کې ځړیږي د دې ظاهري قیمت که پنڅوس او سل افغانۍ دى خو معنوي قیمت يې هغه ځوانئ دي چې نن پرې هدیرې ډکې دي، نن یې په مزار باندې جنډې رپیږي، هغه وینې دي چې په درو او غرونو کې یې تراوسه د نم له زوره لاله ګلان ټوکیږي، هماغه ځوانان دي چې یوازیني ارمان یې ستا په سر د ټیکري لیدل وو، یوازیني ارمان یې دا وو چې ستا په سر د هغوی د وینو قیمت پروت وي، یوازینی ارمان یې دا وو چې تا په عزت او ستر کې وویني.

اې غافلې خورې، ولې؟…… ولې؟
د هماغه ځوان ورور د وینو قیمت او بها دې نن له سره غورڅولي او په سپکه ورته ګورې، ولې یې نن په پښو کې غورڅوې؟ ولې دې هغې چادرئ ته هغه د ویاړ او غرور، هغه د دیني هویت سمبول، هغه زمونږ د حیا او پت سمبول ته اور واچاوه… نه، داسې مه کړه، که نه نوم دې ورکیږي، هویت دې ورکیږي او تاریخ دې ورکیږي…
په درواغجنو خبرو مه تيروزه، پرمختګ او تمدن د پړوني په غورځولو كې ندى پروت. غرب كه پرمختګ کړی نو د پړوني د غورځولو له امله ندى بلكه هغوی کار کړی.. او د خپل کار پایلو یې دغه حد ته رسولي. نو بیا که چیرته تمدن او پرمختګ په دې کې وای چې نه دې ټیکری وای او نه دې پرتوګ او کمال په بې حیایۍ كې وای نو به حیوانات تر ټولو ډیر متمدن وای.
ګرانې خورې!
د هغه څه تقلید مه کوه چې سبا یې روښانه نده، په هغه لاره مه ځه چې سبا نشې کولای بیرته راشې او د بیرته راتلو لاره دې په مخ تړلې وي، په هغه کاروان کې سفر ته مه ځه چې ساربان نلري او بار یې کوږ تړل شوی وي، دا کوم باغونه چې تا ته په ظاهره ښکاري دا ګلان چې درته غوړیدلي ښکاري دا په معني کې خزان وهلي په دوی د نیستئ سیلئ لګیدلې خو د کلیسا لنډغرو ورته مصنوعي رنګونه ورکړي دي.
آیا تا ته د کلیسا انسان خوره بدماشان ندي مالوم؟ آیا ته ېې له شرمیدونکي تاریخ څخه خبره نه یې کوم چې په لوستلو یې د انسان غوني زیږه کوي، له پښو یې سپین تښتي، او له سره هوښ تښتي؟ نن چې غواړي دا حجاب تا ته د پرمختګ، تمدن، مدنیت، او د تعلیم او تعلم د لارې ستر خنډ معرفي کړي دا هماغه آدم خواره دي چې پیړئ پیړئ مخکې یې همدا هیله وه څو دغه د حیا او پت ستر سمبول ستا له سره لرې کړي، او تا هم لکه د ځان په شان د بازار یا د کومې کمپنئ د لوګو وسیله استعمال کړي او بس… خو ستا مسلمان ورور تا ته ناست تا ته چیغې وهي او تا ته کوکارې کړي چې ګوره خورې، هلته مه ځه، هلته لیوان دي، هلته د انسان په څیره کې شرمښان دي، داړي دې، عزت دې لوټوي، حیا دې سوزي، پت دې تالا کوي، قواره دې مسخ کوي، او غواړي تا د سپینې ماڼئ خادمه وګرځوي.

که ستا په سر پړونی وای، که ستا مخ پټ وای، که ته له کوره له محرم سره راوتلې وای، که ته په پوره او اسلامي حجاب کې له کوره راوتلې وای، بیا به ولې هغه بشري لیوه په تا د سرک په سر داړل او ستا حیا، عزت، ناموس، ننګ، او ټوله شتمني لوټله، خورې منګی هره ورځ نه ماتیږي یوه ورځ ما تیږي، او ځان دې صرف د یوه حرف او د یوې کلیمې ښکار مه ګرڅوه چې هغه… افسوس…!! دى.
وما علینا الا البلغ

مننه داصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User