Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, May 15, 2011

ای خورې! ته خو يې يوځل ولوله

ای خورې! ته خو يې يوځل ولوله



ډاکټر عبدالحق فرقانيار

 
ای خورې!

له ډېرو سختو او دردوونکو حالاتو سره سره زه خپل مسئولیت د اداء او همدردۍ له مخې تاته نصيحت کوم.
ای خورې!

لکه څنگه چې د سر په سترگو یې وينې او د زړه ل تله یې احساسوې چې د ځمکې مخ څومره له فساد او فحشاوو څخه ډک دی، د حقیقت پر مخ د مجاز پردې اچول شوي، د اصلاح پر ځای لا ديني زیاته شوې، د ښو اخلاقو ځای حیواني او شيطاني بدمرغيو او بې عفتيو نيولی، کورونه، کلي، قومونه، او ملتونه له هغې اصلي روحيې او مستقيمي لارې څخه کاږه شوي دي چې د خير او فلاح وي، فساد او فحشا کومي شلولي پاک ناپاک تر خپل حلقوم تېروي، غيرت، عفت ، اسلامي اخوت له منځه تللی او داسې حالات را برسېره شوي چې که لږ نور مونږ له دې تباه کوونکي خوبه راويښ نه شو نو زمونږ د خير او فلاح کښتۍ به د ابد لپاره د فحشاوو او فساد سمندرگي کې ډوبه او لاهو شي.
ای خورې!

ددې بدو حالاتو او خطرناکو عواقبو د مخنيوي کلي يوازې ستا په لاس کې ده او ته هم اوس کولی شی چې ډېر څه وکړې د هغو مفسدو او فاحشو بدکاره غلو مخه ونیسې چې د خپلو خويندو او ميندو عفتونه لوټي د هغو کورونو کنډرونه ماتوي چې بيايې رغېدل او جوړېدل د هر چا له وس او قدرته وتلی وي. داسې غلو چې کوم عفتونه لوټلي وي بیا رغونه يې ناممکنه او لا محاله شي هغه بيا د فساد او فحشاوو بړبوکۍ په هوا کړي چې بيا هېڅکله د تم کېدو او روانېدو جوگه نه وي.
ای خورې!

که ته د خپل عفت او پردې په خپله ساتنه ونه کړې او داسې مفت او ارزانه يې ليلام کړې نو بل څوک به د داسې لېوانو مخه ونيسی؟ چې د هغو وږو خولې ته غوښې په خپله ور وړاندې کوي.
ای خورې!

تا به د يوې لحظې خوند او مزه د ټول عمر لپاره د بې مزې او بې خونده ژوند څښتنه کړي او تر هغې درانه پېټي لاندې به شې چې بل څوک يې در څخه اخستلای او اوچتولای نه شي.



ای خورې!

که يو ځلې د باعزته ژوند روح، د غيرت او عفت ساه در څخه ووتله او يا دې داسې ارزانه او مفته له لاسه ورکړه نو په ياد ولره چې بيا به داسې مسيحا تر مرگه پورې په سترگو ونه وينې چې ستا د لويدلي او لوټلي عزت او عفت په بدن کې د ژوند ساه واچوي.
ای خورې!

د مرگ ترخه فقط يوځلې څکل کېږي خو د بې عزتۍ او بې حيايۍ ترخه د عمر تر پايه پورې په وار وار څکل کېږي او هر ځل يې له لومړي ځل څخه ډېر ترخه بې خونده او دردوونکي وي.
ای خورې!

ستا د عفت لوټونکي هغه لا ورکو مسافرو ته ورته دي، چې کومه ونه وويني د هغې سيوري ته يو څه دمه شي او ترې لاړ شي او بيا د بل شنه سيوري شنې ونې په لټه کې شي او بيا ترې لا شي خو هغه ونه د حالاتو طوفانونو او خزانونو ته يوازې او تنها پر خپل ځای پاتې شي چې بيا يې څوک ښاخونه پرې کوي، څوک يې تنه غوڅوي او څوک يې رېښې را وباسي.

ای خورې!
که تا يوځلې خپله د حيا لوپټه وغورځوله او خپل اندامونه دې خلکو ته څرگند کړل نو بيا خو تا ټول قوم او هېواد لوپټې وغورځولې ټول قوم او ملت دې بربنډ کړ نو آیا تانه دي ليدلي چې بربنډ گلونه د هر ځناور د طبعي خوراک او د پښو خزلې شي.
ای خورې!

ته پردې هم پوه نه شوې چې د هرې بدکارې ښځې ملگري ډېر وي خو د واده اراده هېڅوک هم ورسره نه لري، بلکې هغه بدکاره ځوان هم د يوې باعفته جينۍ سره واده کول خوښوي خو له يوې بدکارې سره له واده گډ ژوند څخه ډډه او نفرت کوي دا ولې؟ آيا لا تر اوسه په دې علت نه يې پوهېدلې؟
ای خورې!

که ته په خپله خوښه چاته خپل لاس ور نه کړې نو بل هېڅکله هم ستا د لاس د را کشولو جرات نه شي کولی که ته خپل گرېوان په خپله بربنډ او بل چاته په لاس ورنه کړې نو بل هېڅ انسان داسې قدرت نشي پیدا کولی چې ستا گرېوان ته لاس اوږد کړي او تا په زوره خبل ځان ته را کش کړي.
ای خورې!

که ته خپلې سترگې د هر نامحرم او بدکاره له نظره پټې وساتې نو که بل هر څومره تاته وگوري هغه به د ستورو سترگکونه شي او ستا يو وېښته ته به هم څوک په کاږه نظر ونه گوري خو که تا خپل نظرونه وجنگول نو په جنگونو کې خو خامخا ځانونه، مالونه، اولادونه، او ټولې هستۍ خاورې ايرې کېدلی شي.
نو ای زما خويندو او ميندو!
له خدايه ووېرېږﺉ او ځانونه د حياء، عفت او اسلامي اخلاقو په گاڼه سينگار او ښايسته کړﺉ.


مننه داصلاح انلاين


  1. آدم علېه سلام په هکله معلومات
  2. اصلي پښتانه
  3. افسوس پدې چې ځانته مسلمان وایی
  4. افغانستان : دسکندر اعظم نه کرزى پورې
  5. انټرنټ
  6. اهم ترينه مسئله د توحيد ده
  7. ايډز څه ډول ناروغي ده؟
  8. ای خورې. ته خو يې يوځل ولوله
  9. ای زما وطنه
  10. ای سيګرټي{} هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې
  11. ایا د موټر کلی مو موټر کی دننه قید شوی؟
  12. بلوتوت څه شی دی
  13. بیخوبي څنګه له منځه يوسو
  14. جاسوس حذف کړه
  15. حضرت بايزيد بسطامي او د مور خدمت
  16. خوب څه شى دى؟
  17. خود غرضی
  18. خپل ډیسکټاب موښکلي کړی
  19. خپل کمپیوټر له وائیروسونونه وژغوري
  20. خپله دکمپیوټرلپاره یوسکرین سیورجوړکړه
  21. خپله راﺉیټ شوی سې ډې لپاره آتورن بینر جورکړی
  22. خپله ژبه
  23. خپله ژبه هم كلا ده هم بلا
  24. خپګان څه شی دی؟
  25. د لمانځه ژباړه
  26. د اختر مسايل'اداب‏
  27. د اصحاب فيل واقعه
  28. د افغانستان نقشې
  29. د انسان روغتيا ته د خوګ{خنزیر} د غوښې زيانونه
  30. د بهلول دانا قصه
  31. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  32. د روژی مسایل او فضایل: پشتو:
  33. د ســـبا اتلان
  34. د سګریټ زیان په کلونو نه بلکي په دقیقو کښي
  35. د شیر شاه سوری څو قصې
  36. د عشقي فلمونو او ناولونو کتل هم زنا ده
  37. د قبر تاريكو ته رڼا
  38. د لمانـځه په اړه لس مهمي فتواوي فتوي
  39. د لمانځه زده کړه: پشتو:
  40. د ماشوم ذهن اود ليدنيزو شيشو (( تلويزيون، کمپيوټر ، ګيمونو)) اغيزه
  41. د ماشومانو ناروغۍ
  42. د مرګ يادولو فائده
  43. د مكي فتحه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User