Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, May 15, 2011

ګرانې خورې دغه درد مې واوره! (۳)


ګرانې خورې دغه درد مې واوره

(۳)



عبدالبصیر عتیق زوی

انسانان سره لدي چي آزاد نړۍ ته راځي خو بیا هم آزاد ژوند نشي تیرولای، په خپل ژوندانه کې انسان دې ته اړ دی څو د خپل ژوند د بقا لپاره څه تړونونه وکړي څو وکولای شي د همدې تړونونو تر سیوري لاندې خپل ژوند ته ادامه ورکړي. مونږ آزادي لرو او دا آزادي زمونږ د فطرت او طبعیت پایله ده چې باید آزاد و اوسو او د چا تر تاثیر او اغیزې لاندې رانشو. زمونږ ټولنه، زمونږ ټولنیز بنسټونه، او زمونږ تړونونه او اړیکې په دغه ټولنه کې له آره اسلامي دي او باید چې اسلامي وي. ددې خبرې د ځواب لپاره چې دا باید ولې اسلامي وي دلیل یې دادی چې مونږ ددې (اسلامي ضبط او نظام) لپاره ډیر څه وکړل چې ټولې نړۍ ته جوته ده او که څوک یې له پامه غورځوي نو هغه زمونږ حق سلبوي.
نو ګرانې خورې! دا چې ته آزادي لرې او له آزادۍ سره سره په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوې او ځان د دې ټولنې د غړې په توګه منې؛ چې د دې ټولنې ډیری وګړي اسلام د خپل قانون په توګه مني او ددغه قانون لپاره یې ډیرې قربانۍ ورکړې نو اخلاقاً په کار داده چې باید ددغې ټولنې اصول او ظوابط مراعات کړې، نه باید ددې ټولنې له اصولو څخه سرغړونه وکړې. هغه څه چې دلته رایج دي یعنې هغه څه چې اسلام یې غوښتونکی دی باید هماغه ترسره شي. حجاب او پرده هم یو له دغو اوامرو څخه دی چې اسلام او د اسلام کلتور ورباندې ډیر ټینګار کړی چې باید په اسلامي ټولنه کې مراعات شي څو د وژونکي فساد چې بشري ټولنه د هلاکت کندې ته ورټیل وهي، مخنیوي وشي.
بې پردګي یا بې حجابي ولې ټولنه د فساد خوا ته ورټیل وهي؟ پدې باندې هر عاقل انسان پوهیږي او دغې پوښتنې ته هر انسان چې ژوندی ضمیر ولري ځواب لري. څه موده ترمخه له خپلو ملګرو سره د ښار یوه رستورانت ته د غرمې د ډوډۍ لپاره ولاړو، په رستورانت کې رنګ رنګ خلک چې د رنګا رنګ کلتورونو استازي ښکاریدل راتلل ډوډۍ یې خوړه او بیرته تلل، مونږ هم له خپلو ملګرو سره د ډوډۍ په آخري وخت کې وو چې سترګې مې په یوې آغلې ولګیدې چې همدې خوا ته راراونه وه، ددې له داخلیدو سره په رستورانت کې د ټولو ناستو کسانو سترګې ورواښتې؛ ما چې کله ولیده ما ته ډیر عجیب ښکاره شو، عجیب راته ځکه ښکاره شو چې سترګې مې په اسلامي ټولنه کې له داسې عجایباتو سره ناآشنا وې. لوڅ سر، ژیړ ویښتان، سپینې لوڅې مټې آن تر اوږو پورې، کمیس…. له لرې واټن څخه خو لیدونکي دا تصورکاوه چې ګویا لنډغره ده! په خندا او کرشمې باندې رستورانت ته داخله شوه، نو ما دا سوچ وکړ چې اوس به کوم بریتور هم ورسره راشي خو له بده مرغه هماغه هم ورسره نه وو او تر ټولو خو عجیبه دا چې د رستورانت ګارسون تر ټولو زیات د هغې په خدمت کې ډیر وخت صرف کړ او په ډیر اخلاص او مینه ورته حاضریده او د ډوډۍ د کمښت او یا د نورو د راوړو به یې ورته ډیر ستونه کول حال دا چې نور هم ډیر زیات ناست وو.
نو اې خورې! ته په کوم خوب او خیال له کوره راووتې؟ ته څه دیته اړه کړې څو په داسې یوه لباس کې چې سل په سله زمونږ له فرهنګ او کلتور سره مغایرت لري واغوندې او بیا داسې یوه ځای ته تشریف یوسې چې هغه دې د ټولو خلکو د راتلو ځآی وي؟ هغه کومه نشه وه چې ته یې بیخوده کړې چې یاره نن راځه د انسانیت ټول اخلاقي معیارونه تر پښو لاندې کړه؟ او دا ګومان تا ولې وکړ چې دا ټولنه او ددې ټولنې وګړي به اوس د دیموکراسۍ پلویان وي او د هغه خوسا فکرونو به دومره وهلي وي چې ښه او بد، سپین او تور، شپه او ورځ ، او پټ او لوڅ به نه پیژني؟
نه داسې نده ! مونږ د تش په نامه دیموکراسۍ شمال نه یو وهلي، مونږ د هغې له اصولو او مقرراتو څخه په خپل ژوند کې ګټه نه اخلو، مونږ هغې ته اصلاً د کوم رښتیني قانون چې بشري ټولنې ته دې د سوکالۍ پیغام ولري په سترګه نه ګورو! ځکه مونږ ځآنته ډیر غوره قانون لرو، موږ د هر څه لپاره اصول لرو او دیته اړتیا نه پیښیږي چې مونږ دې کوم پردي قانون ته لاس واچوو او له کوم بل قانون څخه دې ګټه واخلو. او یا دا چې د خپل ژوند ښیګڼې او بدګڼې دې په بل قانون کې ولټوو او دغه قانون ته چې زمونږ په وینو ګټل شوی شا کړو او “نه” ورته ووایو.

په اخلاقي او منطقي افلاس کې ګیر غرب دغو سوالونو ته ډیر ړانده ځوابونه لري، د هغوي ځوابونه د انسان ضمیر چې دا سوالونه یې پیدا کړي دي نشي قانع کولای. هغوی د آزاد فکر څښتنان ( د نه فکر خاوندان) دي دا ځکه چې د انسان او حیوان ترمنځه په شته توپیر باندې قایل ندي، هغه څوک چې و ځآن ته خرس وایي او ځان د شادي له نسله ګڼي نو آیا دا به ښه وي چې د یوه خرس او د یوه شادي د زوی د اخلاقو پیروي دې وشي؟ نو که چیرته د عقل څښتن وي نو وبه وایي چې نه!!
خورې! ستا پړونی زما عزت د سوال دی، ستا د ویښتانو او سر پټیدل ما ته زما عزت راکوي، او ستا حیا زما حیا ده، دا ځکه چې دا د ډیرو کلونو مبارزې او په وینو دا سرې درې او سردرې مولود باید هغه څه وای چې ته باید په تن پټه وای، په سر پټه وای، ستا توپیر او دهغې غربۍ لنډغرې توپیر وای چې د تن او جسم په نامه باندې څه نه پیژني، ستا توپیر او د هغې توپیر وای چې باور یې د ښځو له خلقت څخه یوازې د نارینه خوشاله کول دي او خپل هدف ته پرې ځآن رسول دي او په دې لاره کې د حیا او پت په نامه څه نه پیژني او نه هم کوم باک ورته لري. دا به ښه وه چې ته دې له خپل منکوح سره په عزت او دروندوالي دې رستورانت ته داخله شوې وې او که دا ښه وه چې داسې لنډغره راغلې او د ټولو خلکو د پام وړ وګرځیدې؟ دا به ښه وه چې ستا په سر پړونی وای او نورو خلکو به درته هم د یوې درندې خور په سترګه کتلي وای او که دا ښه وه چې ټولو درته بدرد ویل؟ دا به ښه وه چې ته د یوې عزتمندې کورنۍ د یوې غړې په توګه ستایل شوې وې او که دا ښه وه چې ټولو ویل چې نه کورنۍ او نه د کورنۍ د اخلاقو په نامه باندې څه پیژني؟ ته که په غرب کې لویه شوې یې او ټول کړه وړه دې د هغه ځآی او ټولنې محصول دي نو باید دې ټکي ته دې پام کړی وای چې دا ټولنه د غرب له ټولنې سره په ډیر توپیر کولای شي ستا اعمال وغندي او ته باید پدې باندې پوه وای چې دا هغه دغرب ټولنه نده؟ ځکه ته خو ویده نه یې راغلې، نه په خوب کې وې او نه هم نشه وې! نو بیا ولې؟ او که په دې تصور سره راغلې یې چې دا به دلته موډ کړې او ځآن موډله وپیژنې نو دا ارمان دې برزخ ته درسره یوسه! دلته لا د شهید د وینو ډیوې پورته کیږي او دلته لا د شهید خویندې شته چې د ژوند او شهادت موخه یې همدا وه چې دلته به سبا ته زما خویندې په عزت کې ژوند تیروي!


 مننه داصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User