Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, April 27, 2011

ګرانې خورې! دغه درد مې واوره

ګرانې خورې! دغه درد مې واوره


لیکوال : عبدالبصیر عتیق زی : 

ګرانې خورې، کومه نيشه ده چې ستا په سر لګیدلې چې ته یې له حقیقت څخه تښتیدو ته اړ کړې یې؟

کوم داسې خمار دی چې ته یې په حرص کې له دې کاپرو سره کښینولې یې او د دوي په فرهنګ او کلتور باندې ویاړې حال دا چې ستا خپل کلتور او فرهنګ د نړۍ پر مخ تر ټولو غني، پټ، په ننګ ولاړ، او جامع او کامل فرهنګ دی.
ګرانې خورې! ستا پر تندي باندې د یوې مسلمانې نوم دی او که دا هم نه وي نو یوه انسانه یې او انسان خپل کرامت د خپلو پښو لاندې نه کوي خو په شرط د دې چې هغه خپل کرامت وپيژنې، ویې مني او د قدر او د عزت په سترګه ورته وګوري.
ته داسې مه کوه چې د دنیا کومه تمه تا له دې حقیقت څخه سترګې پټولو ته اړه کړي چې ته خپل همدغه کرامت تر پښو لاندې کړې، ته د غرب په اصطلاحاتو کې خپل ضمیر مه پټوه، مه د غرب د لنډغرو سره ځان برابروه، ته غوره نیکه لرې، ته غوره پلار لرې، ته غوره کورنۍ لرې، او بلاخره ته هر هغه څه لرې چې ته یې تمه کولای شې او تا ته خپل عزت او ناموس درکولای شي.

ګرانې خورې!

ته د افغانستان له غیږې ډیره لرې د غرب په خوله کې پرته یې، ته له ځان سره پام کوه، ته زمونږ عزت او وقار وساته، پر تا د ویاړلیو افغانانو نوم پورې دی، ستا په سر باید هماغه پړونی وای د کوم لپاره چې ملالۍ د میوند په ډګر او ناهیدې د کابل په ډګر خپلې وینې تویې کړې.
ګرانې خورې! هغه پړونې چې په وینو اخیستل شوی دی، هغه ته نن په یوه سانډویچ او یوه مکډونالډ باندې مه پلوره، هغه ته نن د غرب لنډغرو ته په کوم سنټ او پونډ باندې مه ورکوه.

ګرانې خورې!

راځه چې د خپل ضمیر سره محاسبه وکړو او خپل تصویر او د یوې غربۍ لنډغرې تصویر ومخ ته کښیږدو، قضا او حکم به هم دا خپل ضمیر وټاکو چې د صحت ګوته په چا باندې کښیږدي، د ټولنې اخلاقي معیارونه چې په عقل باندې ولاړدي راځه چې په هماغه د اخلاقو په تله یې وتلو چې کوم یو به دروند راوخیژي؟
ګرانې خورې! ځانته د ټیټ ارزښت په سترګه مه ګوره، ځان ته د دریمې نړۍ کومه پیغله مه وایه، ځان ته د تمدن څخه لرې پرته مه وایه، ځان ته تاریک فکره مه وایه، ځان ته په اوو پردو کې نغښتې مه وایه.
ګرانې خورې! ته یو ګل یې د حق په ګلشن کې، ستا د بوی کولو حق یوازې هماغه څوک لري کوم چې درته الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم وټاکي، ستا په لیدلو یوازې هماغه څوک سترګې یخولای شي کوم چې تاته الله ج او رسول صلی الله علیه وسلم وټاکي، ته ځان د دوي په لومه کې ګیر مه ګڼه، ته آزاده مرغه یې ستا عزت ستا سره دی، ستا ضمیر تا سره دی او هر د احساس خاوند مؤمن ورور له تاسره دی.

ګرانې خورې!

تمدن او مدنیت په کاوبای پتلون کې ندی، پرمختګ او روښان فکري په دې کې نده چې کش پتلون واغوندې او بازار ته ووځې او درپسې هم یو ځو د کوڅو بېکاره او ارجله منډې ووهي، خبرې درته وکړي او ته هم په ناز او کرشمه باندې بیرته ورته ځوابونه ورکوې. روښان فکري او تمدن ته نیزدې والی په دې کې ندی چې د غربیانو په څېر کوم سپې تر تخرګه ونیسې او سهار او ماښام ورسره چکرې ووهې، او یا پدې کې ندی چې د غربیانو غوندې اوږې پورته پورته واچوې، خپل د پلار او نیکه مېنې ته په سپکه وګورې، پړوني ته وروسته والی ووایې، حجاب ته د پرمختګ خنډ ووایې، او لا دا کوښښ هم وکړې.

ګرانې خورې!

د تقدیر په لمن اوښکې مه تویوه، تقدیر پړ مه بوله، او د محیط او چاپ
یریال تاثیر یې هم مه بوله، او مه دا وایه چې د ټولنې په رنګ به ځان جوړوو او مه د وخت جبر یې بوله، د وخت جبر ته هغه څوک ځان ورکوي چې په خدای یې عقیده یا خو نه وي او یا هم داسې وی چې د نشت په حساب وي، او د ټولنې په رنګ هغه څوک ځان جوړوي چې د وخت زوی وي یعنې چې د هیڅ چا زوی نه وي، که نن له ما سره ښه وو نو له ما سره ده او که سبا له بل سره ښه وو نو له هغه سره وو دا پدې معنې چې که د خدای په حکم یې ځاني ګټې په خطر کې وې نو د خدای او د هغه د محبوب صلی الله علیه وسلم حکم تر پښو لاندې کوي خو له هماغې ګټې نه ورته تیریږي.

ګرانې خورې!

ته د اسلام د لوړو او د هغو چې په اسلام یې وینې تویې کړي دي د هغو مبارکو بییبیانو ژوند ولوله، د هغو د ژوند مبارزې ولوله، هغه دې ځانته آیینه کړه او بیا ځان پکې وګوره چې ته یې په کوم قالب کې یې، آیا ته په دې قالب کې جوړه راتلی شې، آیا د هغوی د مبارزې کومه یوه برخه یې هم په اوږو اخیستی سې، آیا د هغوی د ایمان زور ته لبیک ویلی سې؟؟ هغوی درته مثال وګرځوه، د هغوی ژوند درته نمونه وګرځوه، نه ډیانا، نه صمدزۍ، او نه هم د بالیووډ او هالیووډ کومه فاحشه.
په زړه مې ډیر درد دی خورې! په راتلونکي کې به نور هم درته ولیکم، د اوس لپاره مې په خپلو دعا ګانو کې مه هیروه


ستاسو ورور

منبع : سپین غر

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User