Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, April 27, 2011

د ژوند دردونکي بیلدینې

د ژوند دردونکي بیلدینې


لیکنه: نثار یوسف
ژباړه: محسن امين

دري ډوله بیلدینې ډیر درد لرونکي دي، یو د خپلوان یا د یو ډیر نږدي ملګري مرګ، بل د لور د واده کولو نه وروسته هغې ته مخه ښه ویل او همدارنګه  د زوي بیلیدل کله چې هغه خپل پلار او مور پریږدي او خپلې میرمن او اولادونو سره ژوند غوره کړي.
په ۱۹۸۹ کال کې مونږ د خپلې نیا نه بیل شولو، ځکه چې زمونږ کورنۍ مخ په پراخیدو وه او په یو کور کې د دومره لویې کورنۍ اوسیدل نا شوني وه. زما نیا د خپل عمر اخرنۍ شیبې تیرولي او دې سره د سرطان په مرض هم اخته وه، او مونږ د اوو ترونو لویه کورنۍ درلودله، او زما پلار په خپلو وروڼو کې دوهم وو، نو ځکه دا مونږ لپاره ډیره اړینه وه چې یو بل کور ته خپله کډه یوسو، کله چې مونږ بیلیدو، نو زما نیا ډیره غمجنه وه، په سترګو کې یې اوښکې نه وي خو په څیره یې د ډیر دروند غم نښې ښکاره کیدلي، دا ځکه چې خپل زوي یې د ۴۵ کالو نه وروسته ورنه بیلیده، زما په غوږونو کې د هغه درد لرونکي خبرې تراوسه هم کړنګیږي، کله چې هغې راته وویل ” نثاره، مونږ کره همیشه راځه” هغه شپه زما د ژوند تر ټولو یوازینۍ او د تناهۍ شپه وه، په سبا باندې مې لومړی کار دا وو چې بیرته د خپلې نیا کور ته لاړم او هلته ورسره تر څو ساعتونو پورې ناست وم، بیا یو څو میاشتې وروسته هغه وفات شوه.
زما کور زما د پلار د کور نه یوازې یو څو دروازې لیري دي، خو بیا هم زما مور هر ورځ ماته په تمه وي چې زه به ورځم او هغه به ګورم او خبرې به ورسره کوم. مونږ او تاسې هم دا دعوه کوو چې مونږ خپل پلار او مور سره مینه کوو، مګر لکه څنګه چې هغوي مونږ سره مینه کوي په هغې جذبې او شدت سره مونږ ورسره مینه نه کوو. زه هغه سپین ږیری او بوډا سړی ښه پیژنم چې د د نورو فقیرانو سره د ښار په یوې بیوزله برخه کې اوسیږي او دا غواړي چې خپل هغه زوی ته چې ګوردو یې (پښتورګي) کار پریښی خپله یوه ګورده ورکړي. پلار د خپلې یوې ګوردي نه تیر دی خو غواړي چې د خپل زوی ژوند وژغوري.
یوه ورځ مې د ډاکټر اسرار د خولې نه دا واریدل چې ویل یې ” دا ډیره د خفګان خبره ده چې د ناوي د پلار نه دي دا توقع څوک وکړي چې د خپل لور په واده کې ولي مصرف نه کوي او ولي د خوړي په لګښت کې ځان نه شریکوي، اګر چې دا د سنت طریقه هم نده”
دا ډیره سخته ده چې د ناوې په پلار باندې تاسې د خوښۍ او خوشحالۍ چیغې ووهۍ کله چې د هغه لور ورنه بیلیږي. د لور د بیلیدو درد زغمل هم ډیر دروند کار دی. ( یادونه: په هند او پاکستان کې رواج دا دی چې د لور په واده کولو باندې تقریبا اکثره لګښتونه د ناوي په پلار ورکول کیږي)
د مور له اړخه زما غور نیکه اوه لوڼې درلودي او زامن یې نه وو، هغه به شیدي او مستې خرڅولي تر څو خپله هر لور ځان سره حج ته یوسي او حج پرې ادا کړي، د وخت په تیریدو سره لوڼې یې واده شوي او په اخر کې دا سپین ږیری او بې وسه سړی په خپل اخرني عمر کې د یو ګونډې لور سره یوازې پاتي شو، کله یې چې لوراني په خپل وار سره واده کیدلې  نو دا ډیر لوی کور ورته اخر کې تش معلومیده.
کله چې محمد صلی الله علیه وسلم د دې فاني نړۍ څخه سترګې پتې کړي، نو په مدینې منورې کې خاموشي هرې خوا خپره شوه، پر ټولو چوپتیا غالبه شوه، حضرت بلال رضی الله تعالی عنه دا هوډ وکړ چې نور به اذان نه کوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیلیدو غم او درد یې ډیر زیات شو، دیته اړ شو چې مدینه پریږدي او د ډیر وخت لپاره مدینې ته راستون نه شي. څو کاله وروسته چې مدینې ته راغی نو د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسیانو دا اصرار کاوه چې هغه یو ځل بیا اذان وکړي، نو د ډیر ټینګار نه وروسته بلال رضی الله عنه اذان وکړ، د بلال رضی الله عنه د اذان ناره د مدینې هر کونج ته ورسیده، دې اذان یو ځل بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت یادونه را تازه کړل، خلک په منډه منډه د خپلو کورونو نه راووتل او د ټولو په سترګو کې اوښکي وي.
مونږ او تاسې به هرومرو یوه ورځ مړه کیږو، بیا به څوک زمونږ د قبرونو پر کتابونو څه نه لیکي، لکه څنګه چې اوس مونږ د یو بل د فیس بوک په دیوالونو باندې لیکو، په قبر کې به بیا زمونږ لیکل څوک نشي لوستلی لکه څنګه چې دلته فیس بوک کې خلک زمونږ لیکنې لوستلی شي. دلته په فیس بوک کې خلک زمونږ پر لیکنو تبصرې او تعلیق کولی شي خو په قبر کې بیا نه څوک تبصره کولای شی او نه تعلیق، کله چې مونږ دا نړۍ پریږدو او مړه شو، نو خلک به بیا دا بحث کوي چې دې فلانکي څه شی له ځانه وروسته پریښودل؟ او کله چې قبر کې کیښودل شو، نو ملایکې به وایې چې دي فلانکي څه شی له ځانه سره راوړی دی؟ مونږ دې لپاره ډیر اندیښمن او پریشانه یو چې څنګه او څومره شیان له ځانه وروسته خپلو وارثانو ته پریږدو، خو کله هم دا فکر نه کوو چې هاغې دنیا ته به څه شی له ځانه سره وړو.
په اخر کې غواړم ووایم چې خپل قیمتي وخت په عبس شیانو او ساعت تیرۍ کې مه مصرفوئ، د انټرنیټ او فیس بوک غلط او بې ځایه استعمال مه کوئ، زیات وخت تلویزیون ته کیناستلو نه ځان وساتئ او کوښښ وکړئ چې د خپلو عزیزانو او دوستانو پوښتنه وکړئ، په ځانګړي توګه د خپل پلار او مور، د خپل نیا او نیکه او دا هڅه وکړئ چې د هغوي ښه مرستندویان او ملاتړي ثابت شئ، یوازې او یوازې الله پوهیږي چې نور به تر کومه له مونږ سره ژوند وکړي او کله به خپلې سترګې د همیشه لپاره پټې کړي.

منبع : اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User