Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, April 5, 2011

څنګه کولای سو چي خپل کمپیوټر ډیر چټک کړو

څنګه کولای سو چي خپل کمپیوټر ډیر چټک کړو


 لیکوال: انجینر سیدحبیب شاه تړون

دكمپيوټر سستوالى هغه ستونزه ده،  چي تقريبا ډېر خلك ورسره لاس او ګريوان دي دوايرس خبره خو لاپرځاى پرېږده نور ډېر داسي كارونه دي چي موږ نه پوهيږو مګر خپل ځان ته مو خپله يو درزن ستونزي جوړي كړي وي، دبيلګي په توګه دچالانېدو په وخت كي دكمپيوټر دصفحې ژر نه اماده كېدل، په ځنډ باندي ديوې سندري خلاصېدل او داسي نور.
ددغه ستونزو دليري كولو لپاره زموږ څو په زړه پوري لارښوني عملي كړى! چي هم مو كمپيوټر چټك كار وكړي او هم هغه ذهني ستړيا درڅخه ليري سي.
1- كله چي تاسي نوى وينډوز انسټال كړى نو كوښښ وكړئ چي نور بيهوده او عبث پروګرامونه په خاص ډول ګېمونه انسټال نكړئ چي ديوې خوا ستاسي C ډرايو درنوي او دبلي خوا مو داصلي كار څخه هم باسي.

2- Defragmenter Disk: هغه وسيله ده چي دهغه په مرسته موږ كولاى سو چي دوينډوز يا C ډرايو ټول تيت وپرك فايلونه منظم كړو.

دفايلونو دمنظم كولو دپاره دغه لار تعقيب كړئ.
Start – All programs – Accessories – System Tools – Disk Defragmenter
يادونه: كله چي دغه پاڼه خلاصه سي نو تاسي كولاى سئ چي ستاسي دخوښي وړ ډرايو ورته انتخاب كړئ او دابه ښه وي چي ددغه كار په جريان كي دخپل شخصي كار څخه ډډه وكړئ.
3- هغه پروګرامونه چي دوينډوز په روښانه كېدو سره په اتومات ډول خلاصيږي لكه Skype, Yahoo messenger او داسي نور دوينډوز پرچټكتيا مستقيماً منفي تاثير لري.
ددې دپاره چي تاسي دغه اتوماتيك پروګرامونه دخپل سري خلاصېدو څخه راوګرځوئ نو لاندي لاره تعقيب كړئ.
Start – Run – write (msconfig) – startup
اوس هغه ټول پروګرامونه  uncheck يا دكاره وغورځوئ.

4- لمړى داچي دفارسي سوو وينډوزونو (هغه وينډوزونه چي ډېر شيان يې په فارسي اړول سوي وي) دانسټالولو څخه ډډه وكړئ او دوهم داچي تاسي په خپل كمپيوټر كي دزياتو ژبو دانسټالولو څخه ډډه وكړئ پدې معنى چي تاسي هرځل نوى وينډوز انسټالوى نو فارسي (Farsi) په اتومات ډول انسټال سوي وي نو اړينه بريښي چي غير ضروري ژبي ټوله دخپل كمپيوټر څخه ليري كړو ځكه چي ديوې خوا هغوى ته موږ اړتيا نلرو او دبلي خوا
زموږ ملي او رسمي ژبه پښتو داسي يوه ژبه ده چي پرپښتو او دري سربېره داردو او عربي ژبو دليكلو توان هم لري.
دفارسي او نورو ژبو دليري كولو دپاره لاندي لاره وڅارئ:
Start – control panel – original and languages… - Languages – Details – Remove


5- كه چيري ستاسي دكمپيوټر ډرايونه FAT يا FAT32 وي نو هغه NTFS ته واړوئ ددغه كار دپاره لاندي ټكي وڅارئ.
Start – Run – write (CMD) – write (convert C: /fs:ntfs)


6- دكمپيوټر پرصفحه چي هرڅونده ايكنان ډېروي هغوندي دكمپيوټر چټكتيا كميږي ځكه چي په هروار refresh كولو كي زيات وخت نيسي ددغه ستونزي دهوارولو دپاره پرټسكبار ښى كليك ووهئ او پراپرټيز ته ولاړسئ بيا هلته Quick launch انتخاب كړئ چي پدې سره به د Start ترڅنګ ټسكبار دايكنانو يو ليست جوړ سي تر څو تاسي وكړاى سئ چي داړتيا وړ پروګرامونه دلته ځاى پرځاى كړئ او دډيسكټاپ ټول ايكنان ليري كړئ بېله My computer ا وRecycle bin څخه.

7- كله چي تاسي Applications (پروګرامونه) انسټالوئ نو هروخت Custom انتخابوئ تر څو يوازي هغه پروګرامونه انسټال كړئ چي تاسي اړتيا ورته لري دبيلګي په توګه تاسي Microsoft office انسټالوى نو معلومه خبره ده چي تاسي د Office ټولو پروګرامونه لكه Note book, Publisher, outlook او داسي نوروته په يوه وخت كي اړتيا نلرئ چي هغه وكاروئ نو د Custom دلاري بايد يوازي هغه پروګرامونه انتخاب او انسټال كړئ كوم چي تاسي كار پكښي كوئ.

8- دكمپيوټر دډيسكټاپ څخه عكس ليري كړئ د windows XP style پرځاى window classical style انتخاب كړئ او دكمپيوټر Resolution راكم كړئ. ددغه كار دپاره لاندي ټكي وڅارئ:
Desktop – right click (properties) – desktop – Background (None) – Appearance – Windows and Buttons – Setting – resolution.
9- ټول هغه فارسي او دنورو ژبو فونټونه چي تاسي يې نه كاروئ دخپل كمپيوټر څخه ليري كړئ. لاندي ټكي وڅارئ:
Start – Control panel – Fonts – Delete them

10- دوه وينډوزونه يو پربل سربېره مه انسټالوئ پدې معنى چي تاسي په خپل كمپيوټر كي 2003 وينډوز مخكي له مخكي انسټال كړى نو ضرورنده چي ددغه وينډوز پر شتون سربېره 2007 وينډوز هم انسټال كړئ.

11- ډيوايس ډرايورونه دضرورت په اندازه انسټال كړئ.

12- په خپل هرډيسك كي زياته ډېټا او فايلونه مه ساتئ تاسي كولاى سئ چي خپله ډېټا په External hardisk يا سيډيانو او ډيويډيانو كي وساتئ.
CD_DVD Drive_MRT
13- هغه انسټال سوي پروګرامونه چي نور تاسي كارنه ځيني اخلى هغه بايد دكمپيوټر څخه ليري كړئ ددغه كار دپاره لاندي ټكي وڅارئ.
Start – Control panel – Add…Remove programs – Remove.


14- Visual effects غير فعاله كړئ ددغه كار دپاره لاندي ټكي وڅارئ.
My computer – Properties – Advanced – Settings – uncheck them (Adjust for best performance)
 
منبع:نن افغانستان

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User