Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, April 5, 2011

تنباکو او دهغه مضر آفت


تنباکو او دهغه مضر آفت
لیکنه اوراټولونه :احسان الله پامیر
  دا اند چې دتنباکــــــوڅکول دسګــــرت، نصوار، چلم ........په ډول دغونه لرغونی دی لکه خپـله تنباکو .په ۱۶۰۴کال کې دلومړي ځل لپاره دبرتانیې پاچا لومړي جیمز په رسمي توګه اعلان وکړ چې دتنباکو څکول روغتیا ته  مضر دي البته دا دتنباکو پرضد لومړی څرګندونه وه هــــمدارنګه دتنباکو پرضد لومړی طــبي رپوټ په ۱۸۵۹کال کې چاپ شوی دی په رپوټ کې ویل شوي وء چې په فرانســــــه کې په یــوه روغتون کــې ۶۸تنه ناروغان دشونډو ،ستوني او خولې په سرطان اخــــته و‌ء چې ټولو تنــباکو څکول او ۶۶تنوپکې دتنباکو څکولو لپاره دخټو څخه کوچیني پایـپونه جوړ کړي و‌ء.
په ۱۹۵۴کال کې دروغتیا نړیــــــوالې ادارې WHO، دامـــریکا دسرطان ټولنې او دبرتانیي دروغتـــیايي څیړنو ډلې یو رپوټ خپورکړچې پکې ویل شوي وء په کومو هیـوادونو کې چې دتنباکو څکولولعنت ډیر عام شوی دی په هغه هیوادوکې دسږو سرطان له ناروغی څخه دمړو شمیره په خطرناکه توګه مخ په زیاتیدوده په دې دپوټ کـــې زیاته شــــوې وه چـــې په مړوکې دنورو په پرتله دسګرت څکوونکو شمیره زیاته وه .
       دخپروشوو شــمیرو له مخې یوازې په ۱۹۹۱کال کې په امریکا کې د سګرت څکولو له امله دري نیم میلیونه تنه مړه شوي دي . دڅیړنو له مخې چین یوازینی هغه هیواد دی چې پــــکې دورځــــــې دوه زره (۲۰۰۰) تنه سګرت څکوونکي  خپل ژوند له لاسه ورکوي .
        په ۲۰۰۱م کال کې دامریکا دسګرت  جوړولو مــــــــشهورې کمپنی MORIS PHILIP په سپین سترګی سره ادعاوکړه چې دتنباکو په څکولو کې اقتصادي ګټه ده هغه دا چې یو سګرت دانسان ۱۸ دقیقې عمر کموی دا چې سګرت څکوونکي تر وخت دمــخه مـــري په دې کې اقتصادي ګټه ده دغه کمپنی د دلائـلو او شواهـــــدو په توګه څرګنده کــــــړیده چې دچــــک په جمهوریت کې تنــــــــباکو څکوونکي ترخپل  وخت دمخه مړه شوي دي نو دکال ۱۴۷ میلیونه ډالر سپـــمیدلې دي که هغه خلک ژوندي پاته وای نو دابه پرې مصــــــــــرف شوي وای دیوه بل رپوټ سره سم هرکال دتنـباکو دڅکولو له امله په نړۍ کې ۳۰ لکه تنه دمرګ ښکار کیږي .
        د PHYSIANS FLEGEOCA LLROYA د۱۹۷۷ کــال دیوه رپوټ له مخې که په یوه سګرت کې موجودنیــــکوتین وایســتل شي او یوه روغ سړي ته ورکړل شي هغه به سمدستي ومري .
        نو دسګرتو دضررونوله مخې دسګرتو پلورونکي دمرګ پلورونکي بللی شو . همــــدارنګه په نوو څیړنو کې سګرت څکول دنوي پیرعزرائیل ښودل شوی دی .
       تنباکو ۸۰٪یا ۹۰٪ دسګرتو په شکل څکول کیږي او دا طریقه ورځ په ورځ په نــــړۍ کې زیاته دود کیږي هغه وخت چې ځیـــــــنو خواخوږو دسګرتو په ضد تبلیغات پیل کړل نو دســـګرتو په خرڅــــلاو یې بده اغیزه وکړه ځکه نو دسګرتو کمپنی اړ شوې چې دخلـــــکو دتیر ایســــــتلو لپاره سګریتو ته فلـــټرونه جوړ کړي او وښې چې په دې توګه دسګرتو دمضرو اغیزو څخه مخه نـــــیول کیــــــږي خو حقیقت دادی چې هغه اجزاوې چې دسرطان سبب کیږي ټولې به فلـټرڅخه تیریږي او جسم ته ننوزي .
      همدا رنګه داسلام دسپیــڅلي دین له نظره سګرت ، نصوار ، چرس ، تریاک ، هروئین ...... اونور ټول نشه راوړونکي شیان دي نو هرهغه شی چې دانسان اعصاب ګډوډوي او انســـــــان له یوه حالــت څخه بل حالت ته وباسي خمر ورته ویل کیږي درسول ص حدیث شریــف دی چې وایي ټول نشه راوړونکي خـمریا شـــراب دی او ټول خـــــمر یا شـــراب حرام دي .
په پای کې دټولو مسمـــــانانو وروڼو څخه په درناوي هیله کوم چې دتنباکو دناوړه بوټي څخه که په هره طــریقه سره وي ځان ساتنه وکړي او پر ضد یې ارزښتناک ګامونه اوچـــت کړي .
                       ستاسو دلاچټکتیا او مبارزې په هیله
منبع:دعوت

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User