Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, January 18, 2011

ايډز څه ډول ناروغي ده؟

ايډز څه ډول ناروغي ده؟

د ډاکټر فيض الله ثاقب ليکنه
دايډز ناروغي د يوه ويروس له کبله منځ ته راځي چي د HIV په نوم ياديږي .
د خپرېدو لارې:
د ايډز ويروس له لاندی لارو څخه له يوه وګړي  څخه بل ووګړي ته لېږدول کېږي .
۱ . د جنسي نږدی والي له لاري: ويل کېږي چې د ايډز تر ټولو ډېرې پيښې د جنسي نزدې والي له لارې په HIV ککړ انسان څخه روغ انسان ته خپرېږي.
۲ . که چېرې يوه روغ انسان ته پداسې يوه ستن باندې پيچکاري وشي چې مخکې پرHIV اخته وګړي کارولې وي نو هغه روغ وګړي ته هم دا ويروس خپرېږي . دا خپرېدل ډير ځل په روغتيايي کارکونکو او هغه خلکو کي ليدل کېږي چي د پيچکارۍ له لاري نشه ايز درمل اخلي . 
۳. که چيرې  د يوه په HIV اخته انسان وينه يا د وينې کومه برخه روغ انسان ته تېره شي او یا که ددی ناروغ د بدن کوم غړی روغ انسان ته پيوند شي نو روغ انسان هم پدی ويروس اخته کېږي.
۴. د يوې اميندوارې ښځې څخه د هغې ماشوم ته دا ويروس خپرېږي.
HIV دانسان په بدن څه ډول اغيزه کوي؟
پرته له شکه په ايډز اخته ناروغ کي بې شميره ناروغۍ ليدل کيږي مګرد روغتيا پوهانو په اند دا ټولې د انسان په بدن باندې ددې ويروس د دوه ډوله اغيزو څخه سرچينه اخلي.
• لمړی دا ويروس د بدن په ځيني غړو باندې نېغ په نېغه اغېزه کوي او ددی غړو د ناروغيو لامل کېږي چې د روغتيا پوهنې په ګړدود (لهجه) کې ورته Direct Effect of HIV وايي.
• دوهم دا ويروس د ناروغيو په مقابل کې د بدن ځواک له منځه وړي او لدې لارې د ډول ډول وژونکو ناروغيو لامل کېږي چې دې اغېزې ته د روغتيا پوهني په ژبه Effects Due to Immunodeficiency وايي.
د ناروغيو په مقابل کي د بدن د ځواک کمزوري کېدل څه ډول روغتيايي ستونزې منځته راوړي؟
د ناروغۍ په وړاندې د بدن د ځواک هغه کمزوري چې د HIV له کبله منځته راځي په ناروغانو کې درې ډوله روغتيايي ستونزې منځته راوړي.
• لمړی ډيرې کوچنۍ ناروغۍ په ډېره پرمختللې بڼه په ناروغ کې را څرګندېږي؛ د درملنې په وړاندې ښه ځواب نه ورکوي يا د درملنې وروسته ډېر ژر بېرته را ګرځي .
• په ناروغ کې ځيني داسې مکروبي ناروغۍ را ښکاره کېږي چې هغه مکروبونه په عامو حالاتوکې هېڅ ناروغي منځته نشي راوړای او د روغتيا پوهنې په ژبه ورته Opportunistic Infections وايي.
• په ناروغ کې ځيني سرطاني پېښې منځته راځي او ويل کېږي چې ددې سرطاني پېښو لامل هم  ويروسونه دي چې د ناروغۍ پر ضد د بدن د ځواک  لږوالی ورته لاره برابروي.
کله يو ناروغ  ايډز ګڼل کېږي؟
کله چې يو ناروغ په HIV اخته شو؛ د ناروغۍ په وړاندې يې د بدن ځواک ورو ورو کم، او په بدن کې يې ډول ډول ناروغيو ته لاره هوارېږيِ؛ هر وخت چې يې د ناروغيو پر ضد د بدن ځواک تر دې کچې را کښته شو چې داسې مکروبي ناروغۍ پکۍ را څرګندې شي چې هغه مکروبونه اصلا هېڅ د ناروغيو لامل نه کېږي؛ يا داسي سرطاني پېښې پکې را څرګندې شي؛ چې هغه هم په خپل وار د مکروبونو پر ضد د بدن د ځواک د کمښت په پايله کې د ويروسونو له کبله منځته راځي؛ نو ناروغ  ايډز  بلل کېږي او دا هغه وخت دی چې ناروغ نوره هېڅ روغه ورځ نه ويني. که درملنه يې ونشي نو د روغتيا پوهانو په اند ناروغ په منځني ډول د دريو کلونو په موده کې مړ کېږي.
د يادونې وړ ده چې د دې ناروغانو ډير شمېر کلونه کلونه ظاهرا روغ رمټ وي؛ او نه خپله او نه د ټولنې نور خلک پرې پوهيږي؛ له همدې کبله دوي روغ خلک هم په دې ناروغۍ اخته کوي.

آيا د ايډز درملنه کيدای شي؟
تر اوسه د ايډز بشپړه درملنه نکيږي؛ ځيني د ويروس ضد درمل شته چي ښايي د ناروغ ستونزې را کمې کړي؛ ايډز ته رسېدل يي ورو او په پايله کې يې لږ ژوند ښه کړي؛ مګر په خواشينۍ سره بايد ووايو چې څه وخت وروسته دا ويروس خپل جوړښت بدلوي او لدې وروسته نوموړي درمل پري هيڅ اغيزه نشي کولای. له بله پلوه دا درمل ډير ګران دي او زمونږ د هيوادوالو غوندې بيوزلي خلک يي د اخيستلو وس نلري.
د ايډز مخنيوی
په خواشينۍ سره مي د ډله ايزو رسنيو څخه واوريدل چي په تیرو شپږو مياشتو کي زمونږ په هيواد کې د ايډز پيښې څلور برابره ډيرې شوي؛ لدې کبله په ځای بولم چې د ايډز د مخنيوي په هکله په لاندې ډول څه وليکم.
* د ايډز بشپړه درملنه نه کېږي لدي کبله يې مخنيوی ډير ارزښتناک برېښي.
* ويل کېږي چې په نړۍ کې د ۴۲ ميليونو څخه ډېر خلک پدې ناروغۍ اخته دي.
*  همدارنګه دی ناروغۍ په ميليونونو خلک د مرګ کندې ته رسولي دي.
* اوس هم په ميليونونو خلک د نړۍ پر مخ پدې ناروغۍ باندې د اخته کيدو سره مخامخ دي.
د ايډز څخه څنګه ځان وژغورو؟
۱-د نا مشروع جنسي اړيکو څخه ځان ساتل د ايډز په مخنيوي کي تر ټولو ارزښتناک ګام دی.
۲-. پرته له اړتيا څخه بايد  پيچکاري و نکړو او که اړتيا ډيره وي نو د پيچکارۍ او ستن دواړو د پاکوالي څخه بايد ډاډمن اوسو.
۳-. اړينه ده چې ناروغ ته د وينې ورکولو په وخت وينه د ايډز د ويروس او نورو ناروغيو لپاره ټست شي او يواځې هغه وخت ناروغ ته ورکړل شي چي د پاکوالي څخه يې پوره ډاډمن شو.
۴-. اميندوارې ښځې که په ايډز اخته وي نو بايد وخت په وخت له ډاکټر سره په اړيکه کې وي او د ډاکټر لارښوونې په غور سره پلې کړي. 

په درناوي
.
ډاکټر فيض الله (ثاقب)



  1. مسافر;مريض احکام
  2. مسنون دعاګانې
  3. مسواك او ساینس
  4. ملت فيس بک
  5. ملك الموت نه تپوس
  6. موږ ولي تږي کيږو؟
  7. مکه او مدېنه جدید منصوبه او آبادی
  8. مکه مکرمه په راتلونکې کې
  9. نبوي ژوندليک
  10. نجم الدين اخند زاده
  11. نصيحت : اسلام ومنئ
  12. نو نو یو وخت په افغانستان کې .................................... (انځورېز راپور
  13. نوح علیه سلام متعلق معلومات
  14. هډاوال ویب نقشه
  15. ولې زمونږ ټولنه کې ودونه وروسته کېږي؟
  16. يو سړى ٢٣ کاله نه دى ويده شوى
  17. يو نوجوان
  18. يوسړي دنکاح کولوپه وخت کې ښځې ته دااختيارورکړ،
  19. يوعالم د يودهري پوښتنه جوابوي
  20. يوه حيرانونكي پيښه یوه حیرانونکي معجزه، ځوړنده ډبره
  21. يوه عجيبه قصه
  22. يوه ښځه
  23. يوه ښځه چې 100 کلنه شوه ښکر ېې راشين شو
  24. ټيليفونو زيات اورېدو ناوړه اغېزه
  25. پاك غاښونه د زړۀ د ناروغيو امكان كموي
  26. پروګرامونه ډاونلوډ كړی
  27. پلار او زوی (له درس ډکه کيسه)
  28. په ابوظبى کې مصنوعي باران کې وورول شو
  29. په اختلافي مسایلو کې تحمل په کار دی
  30. په جنت کې به میرمن دکوم خاوندسره وي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User