Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, November 26, 2010

له لمانځه نه غافله مسلمان ورور سره څو خبری



`Salam
Hadawal saibsanga yessty 
staso de Malomato sakha deera manana har wakht yee goram a

سنګه کولای شم چي لمونځ سره مي شوق پیدآ شې ؟

 محمد ګل عمر خيل 

ناروې نه
 
بسم الله الرحمن الرحيم
 
ګرانه وروره ! فوراً په کلک عزم توبه و باسه داسې فکر وکړه چې د محشر ورځ برپا کيدونکي ده او لپ لغړ د الله جل جلا له  در بار ته ور روان يو ، 
 
داسې فکر وکړه چې که ناګهانه د مرګ شبې را ورسيږي سترګې مې پورته نيولې وي او د مرګ نښې نښاني په سترګو ووينم نو هغه وخت به څه کوم؟
د الله جل جلا له  په مهربانه دربار کې خپل د عجر سر تيټ کړه او په خپلو کړو توبه وباسه او د الله جل جلا له  فرمانبرداري پيل کړه .
 
الله جل جلا له  تا ته په مهربانه او مينه ناک لهجه داسې وايي :
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر 53 )
ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .
او چا چې په صدق توبه ويستله او نيک کارونه يې پيل کړل هغوی پاک شول الله جل جلا له  فرمايي :
د کبيره ګناهونو د بيان وروسته فرمايي : (إِلَّا مَنْ تَابَ وَآَمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا) [الفرقان: 70].
مګر هغه چا چې ( له ګناهونو څخه وروسته ) توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يې کړی وي د دغسې خلکو بدۍ به الله جل جلا له  په ښو واړوي . او الله جل جلا له  بخښونکی او مهربان دی .
 ګرانه ! لمونځ د اسلام دوهمه بنا ده چې په اسلام کې په لمانځه کولو زيات ټينګار شوی دی .
د لمونځ ادا کول د منکراتو او ناروا نه د نجات سبب ګرځي .
وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (العنکبوت ۴۵).
 اوقائموه لمونځ   يقيناً لمونځ  منع کوي (لمونځ کوونکی ) له فحشآء او ناوړه چارو څخه ، او خامخا يادول د الله ډير لوی دی او الله په هغه څه پوهيږي چه تاسې يې کوئ .
 لمونځ د نجات لاره ده او د جنت د دخول لويه وسيله ده
والَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۹ أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ۱۰ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (المؤمنين ۹-۱۱) .
 
د لمونځ ترک کول عظيمه ګناه ده :
 
مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي(المدثر۴۳).
 
(کله چې دوزخيان له هغوی نه وپوښتې ) تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.

دا مطلب په پوره غور ولوله


پوښتنه مې وګړه څنګه لمونځ نه کوی؟
 ويل يې : مشغول ومه
ومې ويل : څه مشغوليت ؤ ترلمانځه هم مهم په داسې حال کې چه  دقيامت په ورځ به لومړی حساب دلمانځه وي .
ويې ويل : پوهيږی چه ددنيا مشغوليت ذيات دی نوڅه بايد وشي ؟
ومې ويل :آيا نه پوهيږی چه داسلام اوکفر ترمنځ سرحد لمونځ دی ؟
حديث شريف : بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَة
ويې ويل : مسلمانې يواځی په لمانځه کې نده ،مهمه داده چه دانسان زړه پاک وي ،زه مسلمان ته ضرر نه رسوم ،له خلکوسره ښه سلوک لرم اودټولوسره خوش اخلاقی کوم.
ومې ويل : دغه شيطانی حيله ده چه ځنی مسلمانانوته دهغه په وسيله فريب ورکوي ترڅودګناه مرتکب شي ،چه دی فکرکوي مابه ښه کارکړی وي زه خوښه سړی يم حال داچه ترلمانځه نولويه ګناه شته ؟ داسترعبادت ګوره !
دادشيطان وسوسی دي چه زمونږ ناوړه اعمال راته ښه ښکاره کوي.
قوله تعالی : وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ (الانفال ۴۸)
ويې ويل :ډيرخلک شته چه لمونځ کوي خوبيا هم ګناه کوي.
ومې ويل :نوڅوک چې لمونځ کوي هغه به نو ګناه نه کوي معصوم به وي ؟ معصوم له ګناه خو يواځی پيغمبران دي،خوته لمونځ کوه اوورسته ناوړه اعمال پريږده اوښه کارونه شروع کړه ،همدغه ته به يوه نمونه وی په ټولنه کې اوستا ښه اعمال به په ډيرو خلکو تأثير وغرځوي.
ويې ويل : زه خو کلمه د لااله الاالله وايم اوالحمدالله مسلمان يمه اورسول الله (ص) فرمايلی چه لااله الاالله دجنت کلۍ ده اوڅوک چه لااله الاالله ووائی د دوزخ اور په هغه کس حرام دی اوبل داچه الله (ج ) غفوراورحيم دی.
ومې ويل :داچه لااله الاالله دجنت کلۍ ده هيڅ شک پکې نشته ولی پوهيږی چه علماؤ په شرح ددی حديث شريف څه ويلی؟.
لااله الاالله دجنت کلۍ ده ولی هره کلۍ  دندانی لری چه دهغه په وسيله  دروازه  خلاصيږی اودجنت دکلۍ دندانی صالح اعمال دي او لااله الاالله بدون له عمل په اسلامی تعليماتو په شان دبی دندانو کلۍ ده .
قوله تعالی :وَبَشِّرِ الَّذِين آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ (البقره ۲۵).
قوله تعالی : وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُولَـئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (البقره ۸۲).
نوثابته شوه چه ايمان اونيک عمل لازم اوملزوم دی .
يوبل ورور ؤ چه سخت زحمتکښه ؤ خولمونځ يی  بالکل نه کولو .
ورته ومې وويل وروره ته ولی لمونځ نه کوی ؟
راته ويې ويل : له وسه می نه کيږي  اوترټولو ګران شی ماته لمونځ کول دي. 
په لمانځه کې خو سستی کولو کې هم سخت وعيد دی وار خو د بالکل پريښودوشو.
قوله تعالی :
إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُواْ إِلَى الصَّلاَةِ قَامُواْ كُسَالَى يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلاً (النساء ۱۴۲ ).
بيا می ورته دلمانځه اهميت او دلمانځه  دپريښودو سخت غذابونه بيان کړل  ، ددی نه ورسته  هغه کس سخت خفه شو دغه وخت درمضان روژی ته څو ورځی پاتی وی ، ورسته يی راته وويل  زه هر کال يواځی په روژه  کې لمونځ کوم کله چه روژه ختمه شي زما لمونځ  هم ختم شي ، خو نن ورځ زه له خپل رب (ج )  او تا سره وعده کومه چه دروژی له پيل څخه ورسته به بيا دمرګ ترورځی لمونځ قضا نه کړم .
همغه ؤ چه ورسته بيا دټولو څخه مخکې همدا کس لمونځ ته پاڅيدلو.
ګرانه  !
آيا لمونځ ماليات غواړي  ؟ چه دپيسو په ورکړه دي زړه ونه شي .
آيا لمونځ  دومره ډير وخت نيسي  چه تا دژوند له چارو محروم کړي ؟
آيا لمونځ  دومره دروند عمل دی چه تا سخت ستړي کړي ؟
آيا لمونځ  کوم مباح عمل دي چه ثواب اوغذاب ونه لري ؟
بلکی لمونځ  دمسلمان دنجات  ذريعه ده او دلمونځ په غفلت سره دسختو غذابو نوخبرداری ورکړ شوی دي .
لمونځ  يوه الهی منظمه برنامه ده چه په ټاکلو اصولو اوټاکلو وختونو تر سره کيږي ،هيڅ څوک  هم ددی برنامی دتغير توان نلري .
ګرانه !
لمونځ دورځی پنځه وخته  يواځی څو دقيقی وخت نيسي چه بنده دخپل ستر څښتن (ج ) حضور ته دريږی او دهغه (ج )  مناجات کوی .
نو ګرانو وروڼو اوخوندو  راځي !
نور ددی پر ځای چه شيطان ته تسليم وو  او هغه پر مونږ باندې دخپل زړه لوبې وکړي  راځی ! خپل رب  (ج )  ته تسليم شو اونور دهغه (ج )  پوره  اطاعت  وکړو .
ګرانه پام کوه ! کله داسی فکر اوسوچ ونه کړی چه زه خو نو ډير ګنهګاريم  نور نو له شرمه دتوبی اودوعا لاسونه خپل رب(ج )  نشم پورته کولی .
پوه شه داسې فکر هيڅ کله هم مه کوه د الله تعالی د رحمت دربار هر کله دخپل بنده پر مخ پرانيستي دی
الله  (ج ) په ډيره مهربانۍ سره خپلو ګنکارو بندګانو ته داسې خطاب کوي :
قوله تعالی  :
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).
ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی  دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښی هغه خو  بښونکی اومهربان دی .
اود توبی په اړه د رسول الله ( ص) وينا هم ولوله :
وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ - خادِمِ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).
له ابي حمزه انس  بن مالک انصاری (رض) خادم رسول الله (ص) نه روايت دی چه رسول الله  (ص) فرمايلی :
چه ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي –  بس الله تعالی ددی نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .
 ګرانه  نور نو ستا خوښه ده چه څرنګه خپل تصميم ونيسې .
خدای (ج )  دي  په اخلاص سره د رجوع او توبی کولو توان  ما اوتاته  راکړي

سرچینه اسلام 610



  1. د مكي فتحه:دوهمه حصه
  2. د موبایل د بیټړی پټ برق/چارج
  3. د نوروز لمانــځل حـرام دي
  4. د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟
  5. د نړۍ کوم ولسمشر څومره معاش اخلي
  6. د يتيمانو حقوق
  7. د يوه اعرابي پوښتنې
  8. د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام
  9. د پوستکي د ژورو سوځیدنو په درملنه کې نوی پرمختګ
  10. د چاغوالي او د بدن د سلامتيا لپاره د پام وړ ټکي
  11. د ژبې وړیا آنلاین ژباړن
  12. د ژوند دردونکي
  13. د ښځې او خاوند { زوجينو } حقوق
  14. د کتاب نړيواله ورځ او پښتو کتابونه
  15. د ګاونډي کورنۍ مې په يوه حديث مسلمانه شوه
  16. دا ماشوم له خوراک کولو ډارېږي
  17. دابوجهل ، عتبه اوشيبه وژل کېدل
  18. داسى به نۀ وى څوک چې ما ترې ستا تپوس اونه کړو
  19. داسې ساعت جوړ شوى چې په اوبو کار کوي
  20. دامتحان ويره او ډار څنګه لرې کولى شو ؟
  21. داوبوڅكلو اداب
  22. داوده كيد دوعا
  23. دتاریــخ په اوږدو کــښی دافغــان پـــوځ پوځی ښونی اوروزنی ته یو ځغلنده نظر
  24. دجنازی احکام
  25. ددنیا ترټولو ګران بیه ګاډی جوړ شو
  26. ددوعاكولو اداب
  27. درواغ په دماغو کې خپل ځاى لري
  28. درېمه حصه :د مكي فتحه:
  29. دسامسنګ موبائل پټ کوډونه
  30. دسهار اذان څه وخت كول په كاردى ؟
  31. دسهاراوماښام دعاګانى
  32. دشيدو سكلودوعا
  33. دعاګانې 'قبليږي
  34. دغورا خلکو غوره وينا
  35. دفترونو کې نارينه او ښځي
  36. دقبرله عذاب څخه دخلاصون لاري
  37. دقرآن شريف دتلاوت په وخت چې اذان واورې نوڅه كول په كاردي
  38. دقضائي مونځونو لپاره داذان اوتكبيرڅه حكم دى او دسړي اوښځې يو حكم دى او كه جداجدا؟
  39. دقيامت د ورځي د راتلو کوچني نښي
  40. دمسلمانانوکارنامی
  41. دموسيقي ضررونه داسلام اوطب له نظره
  42. دمولانا روم ياد
  43. دنوکیامبایلونوڅخه دوائیروس ایستل
  44. دوفات څخه ورسته خپلې بي بي ته وږه ورکول صحيح دي :
  45. دپاکستان دوه وړونه چې دمرده ګانو غوښې خوري ونیول شول
  46. دپیسو خزانه
  47. دڅكوونكى لپاره دوعا
  48. دډوډى خوړلودوعا
  49. دډيسك ټاپ دښكاره كولو ايكن څنګه جوړ كړو Show Desktop
  50. دښآر نه ديو ميل په فاصله كې يوه علاقه ده په هغې كې دجمعې لمونځ جائزده اوكه نه ؟
  51. دګران نبی عليه السّلام خواږه سنونه
  52. دینی اسلامی معلومات
  53. راځي د بادموله ګټوڅخه ځان خبرکړو
  54. راځي دخپلوویبلاګونوادرسونوته په خپله خوښه تغیرورکړو
  55. رمضان المبارک -- فضائل، احکام و مسائل
  56. زمونږ هدف اومقصد
  57. زمونږ ويب پانی په اړه
  58. زړه او غم
  59. زړه حمله او نښې
  60. ستاسوتبصری ستاسوخبرې
  61. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  62. سوال اوجواب: پشتو :اردو:
  63. سورة الرحمن{په شعر کښې}
  64. سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
  65. سگریٹ تمباکو نوشی کے بدنی نقصانات
  66. سیلاب راغى
  67. شاہ اسماعیل شہید رحمہ اللہ
  68. شيخ القرآن مولانامحمدطاهررحمه الله څوک وو؟
  69. شکری ناروغي
  70. عبدالرحمان بابا
  71. عبدالقادر جیلانی
  72. عمر بن الخطاب
  73. عمر بن عبدالعزيز د يو كس جنازې سره
  74. غبرګې نښتې نجونې وزېږدې
  75. غلا شوی موبایل څنګه له کاره غورځولای شی؟
  76. فیس بوک په پام کاروئ ، کنه ستونزې درته جوړولی شي
  77. قهوه څښل د ځيګر سرطان
  78. كتابونه مطالعة كه دلته
  79. كه سودا كوونكى د شي عيب پټ كړي
  80. لمانځ فرضونه
  81. لمانځه نه غافله مسلمان
  82. له خپلې ښځې سره دنزدېکت٬ جماع٬ آدبونه
  83. له نکا ح څخه مخکې وويل که دسې وشو نوزما ښځه دې طلاقه وګڼله شي څه حکم دى ؟
  84. لواطت تر زنا لويه ګناه ده

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User