Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, August 7, 2013

دمسنون اعتکاف اړوندشرعي مسائل



دروژي په ورستیوکې اعتکاف  سنت مؤکده کفايه ده

مسئله  :  دروژي  په  وروستيو لسو  شپو اوورځو كښي  اعتكاف  سنة مؤكده  كفايه ده  .  كه يې  دكلي  يامحلي  ځخه  يو يادوه كسا ن  وكړي    نور خلك يې په  تر ك  [ پريښولو ] نه ګنهګاريږي  .  الدرالمختار وردالمحتار  ۳\۴۹۵

داعتکاف لپاره نيت شرط ده

مسئله   : داعتـــــــــــــــــــــــــــكاف لپاره نيت شرط ده  بي له نيته  اعتكاف  نه صحيح كيږي  .
  الهنديه  ۱\۲۱۱  و الطحطاوي ص\ ۶۹۹

داعتکاف له شرائطو څخه يوهم مسجد ده

مسئله   :  داعتكاف  له شرائطو څخه  يو هم  مسجد ده  لهذا د نارينه  اعتكاف  دمسجد څخه علاوه  په كور يابل ځاى  كښي  نشي كيدلى  .
في الهنديه  ۱\۲۱۱  ومن  شرائطها  مسجد الجماعة  فيصح  في كل مسجد  له اذان واقامة .

داعتکاف لپاره مطلق مسجدشرط ده .

مسئله  :  داعتكاف  لپاره  مطلق  شرعي مسجد شرط ده  ،داضروري  نه ده چي  په   هغه مسجد كښي به  پنځه وقته  په جماعت سره لمونځونه كيږي  . يابه  دجمعي لمونځ پكښي  كيږي  .
لمافي الدرالمختار وردالمحتار ۳\۴۹۳   وقالا يصح في كل مسجد  وصححه السروجي  في الشامي  تحته  قوله وصححه  السروجي   وهو اختيار الطحاوي  قال   الخير الرملي  وهوايسر  خصوصا في زماننا  فينبغي  ان  يعول  عليه  .  الخ

داعتکاف لپاره ترټولو افضل مساجد.

مسئله  : دنارينه ؤ داعتکاف لپاره ترټولو افضل  داسلام لمړني سترمساجد دي یعني مسجدالحرم المکي ، مسجدالحرم المدیني ، اومسجداقصی بیت المقدس اوله هغه وروسته بیاافضل داده  چي  اعتكاف  په جامع مسجد كښي  وكړي  او كه هغه نه وي   نوبيا  دكلي  اودمحلي  مسجد  غوره ده   .
لمافي التاتارخانيه ۲\۴۱۱  الافضل  اعتكاف الرجل  في الجامع   اذاكان ثمه قوم يصلون بجمعة  فان لم يكن  فاعتكافه  في مسجده  افضل  .  الخ
والموسوعة الفقهية  ۵\۱۷۷
که میرمنو اعتکاف کاوه نو داعتکاف لپاره به ضرور يوځای معلومه وي

مسئله :   ميرمني  دي  دكور په مسجد كښي[ يعني هغه ځاى  چي  په كور كښي دښځو دلمانځه لپاره  معلوم  شوي وي ]   اعتكاف  كوي  او كه يې  په  كور كښي  داسي ځاى  نه وي  نوبيا دي دكور  يوه  خونه يا دخوني  يو كنج  اوزاويه  دلمانځه  او اعتكاف  لپاره  معلوم  كړي  اوبيا دي  په  هغه ځاى  كښي   داعتكاف نيت وكړي  .
كه يې  یوه خونه یا په خونه کښی يوځاى  دلمانځه اواعتكاف لپاره معلوم  نه  كړ  اوهسي  په  خونه كښي  يې  اعتكاف كاوه  نو دا اعتكاف يې صحيح  نه ده  .
 مراقي الفلاح والطحطاوي  ص \۶۹۹   الهنديه ۱\ ۲۱۱   .
ميرمنوته داعتکاف خونه دمسجد حکم لري

مسئله   :  ميرمني  چي  په  كوم  ځاى  كي  اعتكاف  كوي  نو هغه ځاى  ددوۍ  لپاره  دمسجد حكم  لري   بي   دشرعي  عذرونو  نشي  ځيني  وتلاى   كه  بي  عذره  ځيني  ووتلې  اعتكاف يي فاسديږي   كه واجب او نذري اعتکاف   وو بيرته به يې راګرزوی ،اوكه مسنون یانفلي  وو نوهغه په داسي وتلو سره پاى  ته رسيږي  .البته په مسنون اعتکاف کې به یوه ورځ قضاء راګرزوي اوپه نفلي کې قضاء نشته .
لمافي مراقي الفلاح  وطحطاوي ص\ ۶۹۹  فتلك البقعة  في حقها كالمسجد الجامع  في حق الرجل   لاتخرج  منها  الا لحاجة  الانسان  الخ  وفی الطحطاوی  لاتخرج منه اذا اعتکفت فلوخرجت لغيرعذريفسد واجبه     وينتهی  نفله  الخ


په مسنون  اعتكاف  کې مسجدته دداخليدو وقت

مسئله  :  : هغه څوك چي دمسنون اعتكاف نيت لري هغه به  په  ۲۰ درمضان المبارك  دمازيګر  دلمر لويدو  وړاندي    مسجد ته داخليږي  .   اوكه  په دي  وخت داخل نشو نو بيا يې  مسنون اعتكاف  پوره  نه ده   . نوځکه بهتره داده چې کله دمازيګر دجماعت لمانځه ته مسجدته داخل شې نوسمدستي دي له داخليدو سره داعتکاف نيت وکړي .
لمافي  معارف السنن ۵\ ۵۴۴ ومذهب الاربعة  هودخوله  قبل الغروب  لمن اراد ان يتم  العشر  الى قوله  بل الابتداء  بدخوله المسجد  قبيل  غروب الشمس  العشرين من رمضان  وكل من يريد ان يتم  اعتكاف العشر  لزمه ان  يدخل  المسجد  قبيل غروب الشمس من العشرين  والا لم يتم  له العشر  الخ
وفي المرقات ۴\۵۲۸ – ۵۲۹ وعن عائشه رضی الله تعالی عنها قالت :کان رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا اراد ان يعتکف صلی الفجر ثم دخل في معتکفه رواه ابوداود وابن ماجة .والترمذي والنسايي .
قال علي القاري رحمه الله تعالی : وعندالائمة الاربعة أنه يدخل قبل غروب الشمس ان اراد اعتکاف شهر اوعشر وتأولوا الحديث بأنه صلی الله عليه وسلم دخل المعتکف وانقطع وتخلی نفسه فانه کان في المسجد ...وليس المراد ان ابتداء الاعتکاف کان في النهار الخ  ومثله في الهندية ۱\۲۱۴

داعتکاف څخه دوتلو وقت

مسئله  : داعتكاف څخه دوتلو  وقت   يې  دکمکي اختر دشپی  ماښام  ده  ، يعني دمازيګر دلمرلويدوڅخه وروسته ،البته  څرنګه  چي  په حديثو کې داختر دشپي  زيات  فضائل  راغلي نو  افضل  داده  چي  دكمكي اختر شپه په مسجدکې په عبادة سره تيره كړي اوله سپيدو څخه   وروسته   ووزي  . والله تعالی اعلم .

مسنون اعتکاف له مسجدڅخه په بي عذره  وتلوسره پاي ته رسيږي

مسئله   :  كه  په مسنون اعتكاف  كښي  معتکف یا معتکفه له  مسجد یاداعتکاف له خونی څخه  دشرعي  عذر پرته  ووزي  نو دغه اعتكاف یې  پاى  ته رسيږي    اودمسنون  اعتكاف  ثواب  يې  نشته  .
  الفقه  الحنفي  ۱\۴۳۲   وفي مراقی الفلاخ و الطحطاوي وانتهی بالخروج غيره ای غيرالواجب وهوالنفل  الخ وفی الطحطاوی ولاتخرج  منه اذا اعتكفت  فلوخرجت  لغير عذر يفسد واجبه   وينتهي  نفله  الخ
لمافي  معارف  السنن  ۵\ ۵۱۳  فلوافسد الاعتكاف المسنون  قبل  اتمامه  احرز ثواب مااعتكف  ولم يات بالسنة   الخ

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User