Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, May 11, 2013

دیو چا په کور کی به همیشه لور ګانی پیدا کیدلی



دیو چا په کور کی به همیشه لور ګانی پیدا کیدلی - هره دفعه به هغی د خدایتعالی نه هیله درلوده چی زوی یی پیدا شی خو د الله تعالی کارونه ؤ چی پرله پسی یی لور ګانی پیدا کیدلی .
یو وخت یی سر په سر شپږ ۶ لورګانی پیدا شوی وی ، او د اوم ۷ ځل لپاره یی بیا ښځه حامله وه - هغه ډیر ویریده چی دا ځل به یی بیا هم لور پیدا کیږی .
شیطان د هغی په زړه کی وسوسه پیدا کړه دا ځل یی پخه اِراده وکړه که یی بیا هم لور پیدا شوه نو خپلی ښځی ته به طلاق ورکوی - تاسو د دی سړی اِرادی ته لږ فکر وکړی پدی کښی د دی ښځی څه قصور دی ؟
 .
دغه سړی چی د شپی ویده شو یو عجیب و غریب خوب یی ولیده ـــ دی سړی خوب ولید چی قیامت راغلی دی او پدی خاطر چی د دی سړی ګناهونه بی آندازی ډیر دی نو په دغه سړی دوزخ واجب شویدی ـ لهذا ملایکو (فرشتو ) هغه ونیو چی دوزخ ته یی داخل کړی تر څو د خپلو ګناهونو سزا ووینی .
کله چی ملایکو هغه د دوزخ لومړی دروازی ته یوړ چی د هغی دروازی نه یی دوزخ ته داخل کړی هلته یی یوه لور ولاړه وه چی ملایکی نه پریښودلی چی هغه سړی دوزخ ته داخل کړی
ملایکی دوهمی دروازی ته لاړی خو هلته یی دوهمه لور ولاړه وه هغی هم ملایکی نه پریښودلی چی پلار یی دوزخ ته داخل کړی ملایکی مجبوراً دریمی دروازی ته لاړی چی د هغی دروازی نه دغه سړی دوزخ ته داخل کړی خو هلته یی دریمه لور ولاړه وه هغه هم ملایکو مانع شوله چی پلار یی دوزخ ته داخل کړی .
په همدی طور سره ملایکو د دوزخ په شپږو ۶ دروازو دغه وګرځوه خو چی به هری دروازی ته تللی هلته به د سړی یوه لور ولاړه وه او ملایکی یی نه پریښودلی چی د هغوی پلار دوزخ ته دا خل کړی د پلار کلکه دفاع یی کوله

ترجمه :ــ د آسمانونو او مځکی بادشاهی د الله ( ج ) ده پدی خاطر هغه چی څه غواړی پیدا کوی یی ــ چاته چی غواړی لورګانی ورکوی او چاته چی غواړی زامن ورکوی ،، او یا ورته لور ګانی او زامن دواړه هم ورکوی او که وغواړی چاته یی هیڅ هم نه ورکوی یعنی شنډ به وی - بیشکه چی الله تعالی ډیر عالم او د کامل قدرت خاوند دی
-----------------------------------------------------------------
  .

.
آلغرض اوس یوه دروازه پاتی وه او هغه د دوزخ اومه ۷ دروازه وه
ملایکو دغه سړی د دوزخ اومی ۷ دروازی خوا ته روان کړ ، په دغه وخت کی په دغه سړی باندی ډیره ویره راغله چی په دغه دروازه کی به زما څوک مانع شی چی دوزخ ته لاړ نشم

په دغه وخت کی دی سړی ته معلومه شوه چی هغه د شیطان په دوکه کی راغلی ؤ چی د اومی ۷ لور په پیدا کیدو کی یی خپلی ښځی ته د طلاق ورکولو اِراده کړی وه .
دانتهایی ویری او دهشت په عالم کی یی سترګی خلاصی شوی هغی د الله ربُ العزت په حضور کی لاسونه پورته کړل او دعا یی وکړه چی یا الله پاکه - ما ته اومه ۷ هم لور راکړی .
پدی خاطر د هغه خلکو چی په قضا او قدر ایمان دی هغوی دی د لور ګانو په پیدایش باندی د خفګان په ځای خوشحاله شی . د ایمان د کمزوری په وجه د بعضو بد عقیده خلکو دا تصور دی چی د هغوی لورګانو د پیدا کیدو سبـب د هغی ښځه ده چی دا عقیده سراسر غلطه ده .
د لور یا زوی په پیدا کیدو د ښځی یا سړی کوم عمل دخیل نه دی بلکه ښځه او میړه صرف یوه ذریعه یا وسیله ده د هلک یا انجلئ پیداکوونکی صرف الله وحدهُ لاشریک لهُ دی
الله ربُ العزت چی وغواړی چاته لورګانی ورکوی او
الله ربُ العزت چی وغواړی چاته زامن ورکوی او همدغه الله تعالی چی وغواړی چاته لورګانی او زامن دواړه ورکوی .
پدی صورت کی په هر مسلمان واجب ده الله تعالی قضا و قدر باندی راضی شی الله تعالی په سورة شوری کی فرمایی
لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ الذُّكُورَ (49) أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَاثًا وَيَجْعَلُ مَنْ يَشَاءُ عَقِيمًا إِنَّهُ عَلِيمٌ قَدِيرٌ (50)

ترجمه :ــ د آسمانونو او مځکی بادشاهی د الله ( ج ) ده پدی خاطر هغه چی څه غواړی پیدا کوی یی ــ چاته چی غواړی لورګانی ورکوی او چاته چی غواړی زامن ورکوی ،، او یا ورته لور ګانی او زامن دواړه هم ورکوی او که وغواړی چاته یی هیڅ هم نه ورکوی یعنی شنډ به وی - بیشکه چی الله تعالی ډیر عالم او د کامل قدرت خاوند دی .

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User