Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, February 23, 2013

قاری صاحب کولی شی چی ځوانانوانجونوته د قرآن پاک تدریس وکړی البته کومه پرده هم نه وی ؟



{3}
پرتامحترم اوتولومسلمانانوورونواوخويندو باندي دجناب نبي كريم (ص)ستره تحفه وايم 
 
سلام عليكم ورحة الله وبركاته
پو شتني "ايا بالغي نجوني دقران كريم ذده كره دبالغ عالم سخه كولي شي /دزيارت اويا دكوم سعيددلاسه وركرل شوي تعويذ په زان پوري ترل روا دي اوكه نه/په ناحقه سره دپيشووزل سنگه دي /اوپه حلال حيوان كي كوم  او سو شيان حرام دي ؟." جزاك الله خيراً".  ح.ب.ك.  الله رب العزت دپه ريأ كي نه راولي زه خپله هم نورو ته دقرأن كريم ذده كره وركووم.

{2}

محترمو چلوونکو ته ! اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته !  علم  په  نارینه  او زنانه  باندی  فرض  ده  دا  کم قسم علم  ده دینی  او که ساینسی  لکه په  دی زمانه کی چی جنکی یا زنانه  مکتب ته زی  دا  دی اسلامی سریعت له نگاه سنگه  ده
حيات الله

{1}

ډیره شکریه ښاغلی صاحب چی زمونږ پوښتونو ته د قرآن او سنت په رڼا کی ځوابونه ورکوی.الله ج دی نور هم بریالی لره .
زما یو پوښتنه ده هغه دا چی یو قاری صاحب کولی شی چی ځوانانوانجونوته د قرآن پاک تدریس وکړی په کورس کی البته کومه پرده هم نه وی په منځ کی؟



ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلام کې د ښځو تعليم

په اسلامې شريعت کې د نارينه او ښځو د پاره د شريعت د ضروري احکامو زده کړه فرض ده
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : « طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ » يعنې د علم طلب په هر مسلمان (نر او ښځه ) فرض دی .

اسلام لومړی دين دی چې د ښځو د تعليم آساس او تهداب يې کيښود ، کله چې اسلام مينځ ته راغی په نارينوو کې د ګوتو په شمير تعليم واله کسان موجود وو

 چې وروسته په اسلام کې تعليم ته ډيره زياته توجه وشوه حتی د احد د بنديانو څخه هم د تعليم حاصلولو کار واخيستل شو ، 

د اسلام نه مخکې په ښځو کې تعليم بالکل نه وو ، د لومړی ځل لپاره په اسلام کې د ښځو د تعليم تهداب بناء شو او د ښځو تعليم او روزنې ته زياته توجه وشو ،

 په دور نبوت کې تقريباً د پنځسو ښځو په شا او خوا کې تعليم واله ليکوالې ښځې موجودې وي 

چې هغوی د دين په نشر کې پوره ونده او برخه اخستې ده ، ددې ښځو له جملې څخه يوه ام مؤمنين حضرت عايشه رضی الله عنها ؤ هغه ته الله تعالی داسې اوچت علم او فهم ورکړی وو چې ډيرو صحابه کرامو د هغه په نظر فتواوې ورکولې .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :


وقال النّبيّ صلى الله عليه وسلم : « من كانت له بنت فأدّبها فأحسن أدبها ، وعلّمها فأحسن تعليمها ، وأسبغ  عليها من نعم اللّه الّتي أسبغ عليه كانت له ستراً أو حجاباً من النّار »

چا لره چې يوه لور وي پس هغه ته نيک تربيه او نيک تعليم ورکړي او د الله (جل جلا له ) د ورکړويو نعمتونو څخه هغې ته څه ورکړي ، نو ده لره به مانع او پرده شي له دوزخ څخه .

په اسلامې شريعت کې د ښځې د تعليم د پاره لاندې شرايط ټاکل شوي دي :
غوره دا ده چې ښځو ته ښځينه معلمه په جومات يا کوم کور کې درس ورکړي که ښځينه معلمه نه وي نو د نارينه د پاره د لاندې شرايطو په صورت کې ښځو ته تعليم ورکول جايز دي :

۱- په جومات ، کور يا مدارسو کې د نارينه او ښځو تر مينځ يو ځای درس ويل يا اختلاط حرام دی

امام بخاري رحمه الله د ښځو د تعليم په باره کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه دا حديث نقل کړی دی: أبي سعيد الخدري – رضي الله عنه – قالت النساء للنبي صلى الله عليه وسلم : ” غلبنا عليك الرجال ، فاجعل لنا يوما من نفسك ، فوعدهن يوما لقيهن فيه فوعظهن وأمرهن ” (البخاري )

(ابو سعيد الخدري وايي : ښځو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل : سړي ستا سره مصروف دي ( د مونږ د پاره ) باقي وخت نه دی پاتې . مونږ د پاره داسې وخت او موقع وټاکه تر څو ستا په حضور کې حاضرې شو . رسول الله صلی الله عليه وسلم  د هغوی د پاره يوه ورځ تعين کړه او په هغې (ورځ يې ) هغوی ته وعظ و فرمايلو ).

او فرمايي : إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .
د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .
وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (12/156) : “

“أولا : الاختلاط بين الرجال والنساء في المدارس أو غيرها من المنكرات العظيمة ، والمفاسد الكبيرة في الدين والدنيا ، فلا يجوز للمرأة أن تدرس أو تعمل في مكان مختلط بالرجال والنساء ، ولا يجوز لوليها أن يأذن لها بذلك .

۲- نارينه معلم که ملاصاحب وي ، قاري صاحب وي ، معلم صاحب وي ، په کور کې وي يا جومات کې ښځو ته به د پردې تر شا درس ورکړي .
قوله تعالی : وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ (۵۴ احزاب ) .
ژباړه : که څه شی غواړي نو د پردي تر شا يې وغواړﺉ .
له ام سلمه رضی الله عنها نه روايت دی چې زه او ميمونه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو ، چې په دې حال کې ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغی دغه وخت د حجاب حکم نازل شوی وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « احْتَجِبَا مِنْهُ » «له هغه څخه ستر وکړﺉ »، ومو ويل: ای رسول الله :آيا هغه ړوند سړی نه دی چې مونږ نه ويڼی او نه مو هم پيږني ؟ پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« أفَعَمْيَاوَانِ أنتُما؟ أَلَسْتُمَا تُبْصِرَانِهِ ؟ » آیا تاسې دواړه هم ړندې ياست؟آيا تاسې هغه نه وينئ ؟ (أحمد (6/296)، او أبو داود (4112)، او الترمذي (2778)، او النسائی فی «الکبری»(9241)، او ابن حبان في «صحیحه»(5575) .

وعن عايشة رضی الله عنها قالت : کان الرکبان يمرون بنا ونحن مع رسول الله صلی الله عليه وسلم محرمات ،فاذا حاذوا بنا أسدلت احدانا جلبابها من رآسها علی وجهها ، فاذا جاوزونا کشفناه . رواه ابوداود ۱۸۳۳ او ابن ماجه ۲۹۳۵ او صحيحه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او صحيح الباني .

عايشه رضی الله عنها وايي : مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيريدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به  مخ لوڅولو .
نو ثابته شوه چې د نامحرمو څخه د مخ پټول په حجاب کې شامل دي ، د حجاب حکم او د نامحرم حکم عام دی ، په پير ، حضرت ، ملا ، قاري ، معلم پورې اړه نه لري .
وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (12/156) : “

لا حرج في تعليم الرجل المرأة من وراء حجاب في مدارس خاصة بالنساء ، لا اختلاط فيها بين الطلاب والطالبات ، ولا المعلم والمتعلمات .

ځنې نور مصلحتونه هم علماء کرامو ذکر کړی دي لکه :

۳- د امکان په صورت کې به نارينه معلم د لوړ سن لرونکي وي ، واده شوی او تقوا داره سړی به وي .

۴- د درس ورکولو په جريان کې به د ضرورت په اندازه خبرې کوي .

۵- په خبرو کولو کې نرمې نه وي ( خبرې به په مينه ناکه او جذابه لهجه ) نه وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم


 نورو جوابونو ته لږ انتظار وکړې

 
  1. پوښتنه : د مېرمنو {ښځو} له پاره په تبليغي جوماتونو کې وتل څه حکم لري؟
  2. پوښتنه : دمسواك اندازه څومره ده ؟
  3. پوښتنه ده نامه نه لاندې ویښته که چیرې پرې دوا استعمال شی { سپرې } نو په اسلام کې څه حکم لرې ؟
  4. پوښتنه: ايا ښځو ته هم د سړيو په شان د مسواک کارول سنت دي؟
  5. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  6. پوښتنه: ايا د خاوندانو له پاره روا ده، چې خپلې مېرمنې ته د پرديو خلکو د ليدلو اجازه ورکړي؟
  7. پوښتنه: خاوند کوم مهال خپله ښځه وهلي شي، که کوم خاوند پرته له هغو لاملونو ښځه ووهې ګنهګاردي او که نه؟
  8. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره څومره ديني او عصري زده کړه اړينه ده ?
  9. پوښتنه: د نانزکو کارول د ماشومانو جينکو لپاره څنګه دي؟
  10. پوښتنه: ځينې مېرمنې له لمانځه وروسته د جاينماز څنډه راغونډ وي
  11. پوښتنه: که د يوې ښځي خاوند ورک شي، مړاو ژوندي مالوم نه وي؛ نو
  12. پوښتنه: که يوه ښځه په عدت کې وي؛ نو کوم شيان پرې بند او کوم ورته ازاد دي ؟
  13. پوښتنه:د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟
  14. پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
  15. پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
  16. پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
  17. پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
  18. ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
  19. څلورو ښځو سره د نکاح کولو اجازه ورکړل شوې ده او ښځو بيا له يو خاوند څخه زيات خاوندان نشي کولاي؟
  20. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  21. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  22. چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
  23. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  24. چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
  25. چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
  26. چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور ورباندې حرامه ده ، نکاح یې ماتیږي ؟
  27. ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
  28. ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
  29. ښځه د مجلس دفيشن او ماډرن لپاره نه ده
  30. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  31. ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي
  32. ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي
  33. ښځورواج ده چــــی پــه مخ خالونه وهی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
  34. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User