Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, February 23, 2013

قاری صاحب کولی شی چی ځوانانوانجونوته د قرآن پاک تدریس وکړی البته کومه پرده هم نه وی ؟



{3}
پرتامحترم اوتولومسلمانانوورونواوخويندو باندي دجناب نبي كريم (ص)ستره تحفه وايم 
 
سلام عليكم ورحة الله وبركاته
پو شتني "ايا بالغي نجوني دقران كريم ذده كره دبالغ عالم سخه كولي شي /دزيارت اويا دكوم سعيددلاسه وركرل شوي تعويذ په زان پوري ترل روا دي اوكه نه/په ناحقه سره دپيشووزل سنگه دي /اوپه حلال حيوان كي كوم  او سو شيان حرام دي ؟." جزاك الله خيراً".  ح.ب.ك.  الله رب العزت دپه ريأ كي نه راولي زه خپله هم نورو ته دقرأن كريم ذده كره وركووم.

{2}

محترمو چلوونکو ته ! اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته !  علم  په  نارینه  او زنانه  باندی  فرض  ده  دا  کم قسم علم  ده دینی  او که ساینسی  لکه په  دی زمانه کی چی جنکی یا زنانه  مکتب ته زی  دا  دی اسلامی سریعت له نگاه سنگه  ده
حيات الله

{1}

ډیره شکریه ښاغلی صاحب چی زمونږ پوښتونو ته د قرآن او سنت په رڼا کی ځوابونه ورکوی.الله ج دی نور هم بریالی لره .
زما یو پوښتنه ده هغه دا چی یو قاری صاحب کولی شی چی ځوانانوانجونوته د قرآن پاک تدریس وکړی په کورس کی البته کومه پرده هم نه وی په منځ کی؟



ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلام کې د ښځو تعليم

په اسلامې شريعت کې د نارينه او ښځو د پاره د شريعت د ضروري احکامو زده کړه فرض ده
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : « طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ » يعنې د علم طلب په هر مسلمان (نر او ښځه ) فرض دی .

اسلام لومړی دين دی چې د ښځو د تعليم آساس او تهداب يې کيښود ، کله چې اسلام مينځ ته راغی په نارينوو کې د ګوتو په شمير تعليم واله کسان موجود وو

 چې وروسته په اسلام کې تعليم ته ډيره زياته توجه وشوه حتی د احد د بنديانو څخه هم د تعليم حاصلولو کار واخيستل شو ، 

د اسلام نه مخکې په ښځو کې تعليم بالکل نه وو ، د لومړی ځل لپاره په اسلام کې د ښځو د تعليم تهداب بناء شو او د ښځو تعليم او روزنې ته زياته توجه وشو ،

 په دور نبوت کې تقريباً د پنځسو ښځو په شا او خوا کې تعليم واله ليکوالې ښځې موجودې وي 

چې هغوی د دين په نشر کې پوره ونده او برخه اخستې ده ، ددې ښځو له جملې څخه يوه ام مؤمنين حضرت عايشه رضی الله عنها ؤ هغه ته الله تعالی داسې اوچت علم او فهم ورکړی وو چې ډيرو صحابه کرامو د هغه په نظر فتواوې ورکولې .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :


وقال النّبيّ صلى الله عليه وسلم : « من كانت له بنت فأدّبها فأحسن أدبها ، وعلّمها فأحسن تعليمها ، وأسبغ  عليها من نعم اللّه الّتي أسبغ عليه كانت له ستراً أو حجاباً من النّار »

چا لره چې يوه لور وي پس هغه ته نيک تربيه او نيک تعليم ورکړي او د الله (جل جلا له ) د ورکړويو نعمتونو څخه هغې ته څه ورکړي ، نو ده لره به مانع او پرده شي له دوزخ څخه .

په اسلامې شريعت کې د ښځې د تعليم د پاره لاندې شرايط ټاکل شوي دي :
غوره دا ده چې ښځو ته ښځينه معلمه په جومات يا کوم کور کې درس ورکړي که ښځينه معلمه نه وي نو د نارينه د پاره د لاندې شرايطو په صورت کې ښځو ته تعليم ورکول جايز دي :

۱- په جومات ، کور يا مدارسو کې د نارينه او ښځو تر مينځ يو ځای درس ويل يا اختلاط حرام دی

امام بخاري رحمه الله د ښځو د تعليم په باره کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه دا حديث نقل کړی دی: أبي سعيد الخدري – رضي الله عنه – قالت النساء للنبي صلى الله عليه وسلم : ” غلبنا عليك الرجال ، فاجعل لنا يوما من نفسك ، فوعدهن يوما لقيهن فيه فوعظهن وأمرهن ” (البخاري )

(ابو سعيد الخدري وايي : ښځو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل : سړي ستا سره مصروف دي ( د مونږ د پاره ) باقي وخت نه دی پاتې . مونږ د پاره داسې وخت او موقع وټاکه تر څو ستا په حضور کې حاضرې شو . رسول الله صلی الله عليه وسلم  د هغوی د پاره يوه ورځ تعين کړه او په هغې (ورځ يې ) هغوی ته وعظ و فرمايلو ).

او فرمايي : إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .
د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .
وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (12/156) : “

“أولا : الاختلاط بين الرجال والنساء في المدارس أو غيرها من المنكرات العظيمة ، والمفاسد الكبيرة في الدين والدنيا ، فلا يجوز للمرأة أن تدرس أو تعمل في مكان مختلط بالرجال والنساء ، ولا يجوز لوليها أن يأذن لها بذلك .

۲- نارينه معلم که ملاصاحب وي ، قاري صاحب وي ، معلم صاحب وي ، په کور کې وي يا جومات کې ښځو ته به د پردې تر شا درس ورکړي .
قوله تعالی : وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ (۵۴ احزاب ) .
ژباړه : که څه شی غواړي نو د پردي تر شا يې وغواړﺉ .
له ام سلمه رضی الله عنها نه روايت دی چې زه او ميمونه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو ، چې په دې حال کې ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغی دغه وخت د حجاب حکم نازل شوی وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « احْتَجِبَا مِنْهُ » «له هغه څخه ستر وکړﺉ »، ومو ويل: ای رسول الله :آيا هغه ړوند سړی نه دی چې مونږ نه ويڼی او نه مو هم پيږني ؟ پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« أفَعَمْيَاوَانِ أنتُما؟ أَلَسْتُمَا تُبْصِرَانِهِ ؟ » آیا تاسې دواړه هم ړندې ياست؟آيا تاسې هغه نه وينئ ؟ (أحمد (6/296)، او أبو داود (4112)، او الترمذي (2778)، او النسائی فی «الکبری»(9241)، او ابن حبان في «صحیحه»(5575) .

وعن عايشة رضی الله عنها قالت : کان الرکبان يمرون بنا ونحن مع رسول الله صلی الله عليه وسلم محرمات ،فاذا حاذوا بنا أسدلت احدانا جلبابها من رآسها علی وجهها ، فاذا جاوزونا کشفناه . رواه ابوداود ۱۸۳۳ او ابن ماجه ۲۹۳۵ او صحيحه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او صحيح الباني .

عايشه رضی الله عنها وايي : مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيريدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به  مخ لوڅولو .
نو ثابته شوه چې د نامحرمو څخه د مخ پټول په حجاب کې شامل دي ، د حجاب حکم او د نامحرم حکم عام دی ، په پير ، حضرت ، ملا ، قاري ، معلم پورې اړه نه لري .
وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (12/156) : “

لا حرج في تعليم الرجل المرأة من وراء حجاب في مدارس خاصة بالنساء ، لا اختلاط فيها بين الطلاب والطالبات ، ولا المعلم والمتعلمات .

ځنې نور مصلحتونه هم علماء کرامو ذکر کړی دي لکه :

۳- د امکان په صورت کې به نارينه معلم د لوړ سن لرونکي وي ، واده شوی او تقوا داره سړی به وي .

۴- د درس ورکولو په جريان کې به د ضرورت په اندازه خبرې کوي .

۵- په خبرو کولو کې نرمې نه وي ( خبرې به په مينه ناکه او جذابه لهجه ) نه وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم


 نورو جوابونو ته لږ انتظار وکړې

 
  1. پوښتنه : د مېرمنو {ښځو} له پاره په تبليغي جوماتونو کې وتل څه حکم لري؟
  2. پوښتنه : دمسواك اندازه څومره ده ؟
  3. پوښتنه ده نامه نه لاندې ویښته که چیرې پرې دوا استعمال شی { سپرې } نو په اسلام کې څه حکم لرې ؟
  4. پوښتنه: ايا ښځو ته هم د سړيو په شان د مسواک کارول سنت دي؟
  5. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  6. پوښتنه: ايا د خاوندانو له پاره روا ده، چې خپلې مېرمنې ته د پرديو خلکو د ليدلو اجازه ورکړي؟
  7. پوښتنه: خاوند کوم مهال خپله ښځه وهلي شي، که کوم خاوند پرته له هغو لاملونو ښځه ووهې ګنهګاردي او که نه؟
  8. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره څومره ديني او عصري زده کړه اړينه ده ?
  9. پوښتنه: د نانزکو کارول د ماشومانو جينکو لپاره څنګه دي؟
  10. پوښتنه: ځينې مېرمنې له لمانځه وروسته د جاينماز څنډه راغونډ وي
  11. پوښتنه: که د يوې ښځي خاوند ورک شي، مړاو ژوندي مالوم نه وي؛ نو
  12. پوښتنه: که يوه ښځه په عدت کې وي؛ نو کوم شيان پرې بند او کوم ورته ازاد دي ؟
  13. پوښتنه:د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟
  14. پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
  15. پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
  16. پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
  17. پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
  18. ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
  19. څلورو ښځو سره د نکاح کولو اجازه ورکړل شوې ده او ښځو بيا له يو خاوند څخه زيات خاوندان نشي کولاي؟
  20. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  21. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  22. چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
  23. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  24. چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
  25. چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
  26. چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور ورباندې حرامه ده ، نکاح یې ماتیږي ؟
  27. ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
  28. ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
  29. ښځه د مجلس دفيشن او ماډرن لپاره نه ده
  30. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  31. ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي
  32. ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي
  33. ښځورواج ده چــــی پــه مخ خالونه وهی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
  34. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟

که د نجلی د پېغلتوب يا بکارت پرده نه{ وینه}وي د شريعت حکم څه دی ؟



{2}
 
الله دی وکړی چی روغ جوړ او په خبلو چارو کی بریالی اوسی؟

محترم هډه وال صاحب زه یوه پوښتنه لرم او هیله ده چی هر اړخیز ځواب راکړی
 
ما څو میاشتی مخکی واده وکړ خو کله چی د میړه سره په اوله شپه یو ځای شوم نو زما درد ډیر وه خو وینه نه وه نو میړه په ما قسم قسم شکونه کوی 

او هغه وای چی تا مخکی هم دا کار (زنا کړی ځکه دی وینه رانغله . 

او ما هیڅ داسی کار نه دی کړی زه قسم خورم خو هغه یی نه منی 

تاسی مهربانی وکړی داسی ځواب راکړی چی د هغه یقین راشی هم د اسلام د نظره او هم د بل نظره تر سو د هغه یقین راشی ډیره مهربانی به مو وی او زما زوند به مو زغورلی وی.

 ایا د ممکنه ده چی وینه رانه شی؟ 

و السلام ستاسو د همکاری په هیله 

{1}

سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه 

زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زمادی میرمنی هغه دپیغلتوب پرده چی دانجلی پیغلتوب پری ثابت وی هغه موجوده نه وه نواوس هغه دیر په تشویش کی دی

 نوستاسو محترمونه موهیله دادی چی اسلام په دی باره کی سه وائ

ستاسو دجواب په هیله 

په درناوی سباوون کابل افغانستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم


د ميړه اهل ته د ناوکۍ بی بی د بکارت د پردې د وينو ښکاره کول :


په ځنو مناطقو کې دا رواج دی چې د ښځې د بکارت د پردې وينې د خاوند کورنی ته ښودل کيږي 
چې د هغې ښځې په عفت باندي ګواهي ورکوي دا ډير بد او قبيح رواج دی خاوند ته جايزه نه ده چې په دې مسئله کې نه فعلاً نه قولاً د هغې سره موافق شي 

او هغې ته اجازې ورکړي ځکه دا يو نارواه او قبيح عمل دی چې په اسلام کې هيڅ اصل نه لري د دغه ناوړه عمل قبيح اسباب په لاندې ډول دي :


۱- دا د ميړه او ښځې تر مينځ اسرار دي چې د هغه چا ته ښودل او بيانول  جايز نه دي .

۲- دغه د بکارت وينې د عفت او شرف خاصه علامه نه شي کيدای ، ځکه کيدای شي د بکارت پردې د نورو عواملو په وسيله سقوط کړی وي .

۳- که خدای مه کړه ښځه بکره نه وي نو خاوند د هغه په ستر باندې مأمور دی ، هغه به په عالم کې نه سپکوي او د هغه د ستر حفاظت به کوي .

۴- د دغه قبيح عمل بل ناوړه سبب دا دی چې خاوند د لومړی شپې څخه همدغه پردې ته متوجه وي ، ممکن په لومړي شپه و نه لويږي ، يا له خونرېزی سره ولويږي ، يا په شپه کې وي چې ور باندې پوه نشي نو بيا دا عمل د ښځې عيب ګڼل کيږي او د زوجينو تر مينځ د علاقي د خرابوالي سبب ګرځي .

۵- ددي ناوړه عمل بل قبيح سبب دا دی چې په ښځه باندې د فحاشت او زنا بهتان لګول کيږي او دوی همدا د بکارت پرده دليل ګڼي مګر د دغه پردې د سقوط عوامل ډير نور کيدای شي .

۶- د ميړه او ښځې تر مينځ جماع کول يو زار دی دا زار به هيچا ته نه اعلانوي .
موقع الاسلام سوال جواب – شيخ محمد صالح المنجد

دوهم : دا چې د بکارت پرده يوه نازکه پرده ده فقهاء کرامو ذکر کړی دي چې هغه په کېسه کولو ، ګوته وهلو ، شديد او سخت حيض ، وزمين کار ، د پيغلتوب زيات عمر او نورو سره هم لويږي – المبسوط (5/8) ، كشاف القناع (5/47) ، الفتاوى الكبرى (3/88).

نو د کومې ښځې چې د بکارت پرده نه وي

 په هغه د فحاشت  ګمان کول صحي نه دي کچيرې د کومې ښځې د بکارت پرده نه وي خاوند به په هغه باندې ښه ګمان کوي ځکه د بکارت د پردې غورځيدل بغير له فحاشت څخه نور اسباب او عوامل هم لري .

دا د شيطان وسواس او دسيسې دي چې غواړي د ميړه او ښځې تر مينځ اختلافات را مينځته کړي ، 

غواړي د ميړه او ښځې يو له بل څخه نفرق را مينځته کړي .

د مسلم شريف په يوه حديث کې راغلي دي چې : ابليس د ابو پر سر خپل تخت ږدي بيا خپل عکسر يوې او بلې خوا ته ليږي او بيا د خپلو عسکرو څخه راپور غواړي چې څه مو وکړل ، نو يو يې وايي ما داسې او هغسې وکړل هغه ته وايي څه سم کار مو نه دی کړی ، بل وايي ما تر هغه پورې پرې نه ښودل مګر سره جلا مې کړل يعنې د ښځې او ميړه تر مينځ مې تفرقه واچوله نو هغه ته وايي هو تا ښه فعالیت کړی دی ( المسلم  5023) .

نو خاوند ته په کار ده چې د بکارت د پردې د نه موجوديت له کبله له خپلې بې بې څخه مخ وانړوي او په هغه باندې بهتان و نه لګوي ځکه د هغه د سقوط نور عوامل هم شته ، د هغه د عفت مکمل دفتر يوازې له الله سبحانه و تعالی سره موجود وي او بس .

پام کوئ چې د شيطان په لمسون د دغه قبيح ، بې ثبوته او خيالي شيطاني تګليارې په وسيله خپل ژوند برباد نه کړئ !

شيطان هر وخت غواړي چې د ښځې او ميړه ترمينځ اختلافات را مينځه کړي .

  او کورنی ژوند ګډوډ کړي باالخصوص غواړي د خاوند او بې بې تر منځ اختلافاتو ته لمن ووهي

 تر څو دوی په کراره او د مينې او محبت په فضا کې ژوند ونشي کړای،

 کله چې د خاوند او بې بې تر منځ اختلافات رامينځه شول له يوې خوا به يې اولاد په غم لړلی وي او له بلې خوا به د اولاد تربيې ته صحي پام نه کيږي،

چې په دې سره به کورنۍ او بلاخره ټولنې ته ستره تاوان پيښ شي .

 سلام د ښځې او ميړه تر مينځ د ښه ژوند او ښه سلوک کولو ډير ټينګار کړی دی



و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود



ډېر لوستلی شوې او کتلی شوې پښتنی او سوالونه
  1. د کافر سره کار او مزدوري کول رواه دي ؟
  2. ددواړوخطبوپه منځ كې لاس پورته كولوسره دعاغوښتل څنګه دي .
  3. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده که مکروه؟
  4. په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
  5. ( ځنې خلق ) مړي سره په کټ کې قرآن شريف کيدي اوهديرې ته يې وړي داڅنګه دي ؟
  6. The Comprehensive Library المكتبة الشاملة طرېقه : ېو انځورېز لیکنه
  7. آيا خينه ( د ښځې خور ) سره سفر کول رواه دي ؟
  8. آيا موسيقی رښتيا هم دبشر دروح غذا ده ؟
  9. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې چې زده کونکي ته هيڅ ګټه نه لري جايز دی ؟
  10. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  11. آيا په کور کې د سپي ساتل جايز دي ؟
  12. زما سوال دا دہ چه که یو کس ڈیرہ زنا کړے وی او هغه توبہ ووبا سی نو الله با ئی توبه قبوله کړې او که نه ؟
  13. زما لور شوې ده څه نوم ور باندې کیدم ؟
  14. زما پوښته دا ده چی تهجد لمونځ څو رکعته دی او په کوم وخت کی جایز دی؟
  15. زما یوه دوسته ده چی ‍په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل
  16. زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
  17. ساحر او کاهن ته د علاح ، د ورک شي معلومولو … د پاره ور تلل حرام دي
  18. سوال : جنت كي دټولونه په اخير كي ددا خليدو نكي واقعه څنګه ده ؟
  19. سوال : دنبى كريم ﷺ دوفات نه وروسته چه كومو خلكو دنبوت د دروغو دعوي كړي دي هغه كوم دي ؟
  20. سوال : مړى ولي دفن كولى شي ؟. دهند وانو په شان ولي نه سوزول كيــــــــــــــږي ؟
  21. سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی
  22. سوال :- ښځو چی په نوکانو رنګونه لګوی ددی عــمل په کولوسره په اوداسه اوغسل کی کوم تغیرراځی اوکه نه ؟
  23. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی
  24. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی
  25. سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی خاوری خوری ایاد کار جائزده اوکه نه ؟
  26. سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
  27. سګریټ د طب او شریعت له نظره
  28. شهوت پارونکې جامې اغوندې
  29. شيخ الحديث مولانا شیرعلی شاه صاحب خصوصی بیان
  30. شيخ القرآن مولانا گوهر الرحمن کتابونه تفهیم المسائل مکمل شپږ جلده علوم القرآن مکمل دوجلده
  31. شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
  32. شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي (مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )
  33. شیخ غلام الرحمن په غږ کې پښتو ترجمه او تفسير
  34. شېخ القران مولانا امیرحسین باچا لفظي ترجمه
  35. شېخ القران مولانا طاهر پنجپیرې صاحب پشتو بیانات
  36. شېخ القران مولانا عطاء الله بند یالوی صاحب پشتو بیانات
  37. شېخ القران مولانا غلام حبیب صاحب پشتو بیانات
  38. شېخ القران مولانا میر سمیع الحق افغانی صاحب پشتو بیانات
  39. شېخ القران مولانا ولی الله کابلګرامی صاحب پشتو بیانات
  40. شېخ حسن جان صاحب پشتو بیانات
  41. طاقتور خلك د زيات طاقت لپاره کوشش کوي او غريب خلك د خپلې روزي لپاره،
  42. قيا م الليل يا تهجد د اشراق لمونځ د څاښت لمونځ فضيلت او اهميت
  43. كه پرتوګ وروسته له كوروالي سمدلاسه وتړل شي نوهغې سره مونځ صحيح دى اوكه نه ؟
  44. كه په روژه كې دسهارلمونځ دپيشمني څخه وروسته لږ وړاندي وكړاى شي نو صحيح دى اوكه نه ؟
  45. كه څوك د مانځه په قعده كښې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
  46. كه چا حيوان حلال كړ او دهغه په خيټه كى يې مړ بچى و مو ندنو ددغه مړبچى غوښه
  47. كه چرى د ېو سړې زمكه زياته غله اوپيداواركوى نوقربانى پرى لازم ده او که نه ؟
  48. كومې ښځې ته چه په لمبلوسره په غالب ګومان دناروغه كيدوويره وي نوخپل ميړه دجماع كولو نه منع كولى شي اوكه نه ؟
  49. له تكبير تحريمې څخه وروسته دلاسونو زوړندول نشته
  50. له خپلې ښځې سره دنزدېکت٬ جماع٬ آدبونه
  51. له سلام څخه وروسته د امام مخ كوم لوري ته اړول ښه دي ؟
  52. له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې
  53. له وخت څخه دغوره ګټې اخستلو لارې چارې
  54. له وخته مخکې انزال او معالجه ېې
  55. له کافرڅخه لیک لوست زده کول
  56. لواطت تر زنا لويه ګناه ده
  57. محترم مفتي صاحب ډیرخلګ دمحرم میاشت دغم اوخفګان میاشت ګڼي آیا په شریعت کې هم دامیاشت دغم اوخفګان میاشت ده ؟
  58. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟

Friday, February 22, 2013

د روش شبکه د ۵۰ روپیوپه بدل د ۴۵ روپیو کاریډیټ په قرضه ورکوي ؟





{3}

سلامونه 

زمايوه فوشتنه دجي روشن قرض45راليكي او50كي5 اخلي داسودداوكنه

محمد نبی احمدزې

{2}

دروشن مخابراتی کمپنی داسی یو پرگرام لری چه کله دمشتری کریدیت کارت تمام شی

 نودو ی دمشتری په اجازه ۹۰ واحده کریدیت یعنی ۴۵ افغانی دکریدیت په بنه په قرض ورکوی.بیاچی کله مشتری نورکریدت کارت پخپل تلیفون کی جمع کری نو دوی سل واحده یعنی ۵۰ افغانی دکردیدیت په بنه دتلیفون نه کاٹوی.

ایادی تہ سودویلای شو کنہ؟ستاسی دجواب پہ انتظار

فرياد – غرنی

{1}

اسلام علیکم ورحمت الله وبر کاته وبعد

محترمه! زه د روشن د تلیفوني شبکې په هکله یو سوال لرم هیله کوم چې راته یی ځواب کړئ

د روش شبکه خپلو مشتریانو ته دا سهولت برابر کړی چې کله ددوی په مبایل کې پیسې یا کاریډیټ خلاص شي نو ددوی د شبکې څخه د ۵۰ روپیوپه بدل د ۴۵ روپیو کاریډیټ په قرضه ورکوي

 کله چې بیا کارت خپل مبایل ته واچول شي نو شبکه یی ترې کټ کوي ایا دا سود کیږی او کنه بشپړ مالومات غواړم

وکيل


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانه وروره !
 
د کرېډيټ کارت په اړه د اسلامي نړی د معاصرو فقهاؤ ټولنه مجتمع الفقه اسلامية ليکي :

په کرېډيت ليږلو باندې چې څه مصرف راځي د هغه د اجرې اخيستل جايز د اجرت نه علاوه سود دي .


مفتی تقې عثمانی صاحب هم لیکلی دې چه په دی کار  مبايل کمپنی ډېر کارکونو ته اجرت او مزدورې ورکوې .
نو لهذا د دې وجی دا دجواز صورت لرې .
 
همدارنګه د آن لاين تجارت يا انټرنيټې تجارت د راکړې ورکړې د پاره د ماستر کارت ، ويزه کارت وغيره باندې چې خپله د کارت کوم قيمت دی يا د هغه د اداري چارو څه مصرف دی د هغه اخيستل جايز دي د هغه نه علاوه سود دی .

 
نور تفصیل دلته وه ګورې ....

او د سودي بانک نه د ماستر کارت اخيستل او په هغه کې حساب پرانيستل بغير له سخت ضرورت څخه جواز نه لري ځکه د سودي ادارې سره امداد دي .
معاصر فقهاء ليکي : اصلاً دا معاملات د سود د پاره يو حيله ده ځکه دوی د کارت د قيمت يا کريديټ ليږو مصرف څخه زيات قيمت اخلي چې دا اصلاً په قرض باندې زيادت دی او د سود حکم لری .

جاء فی المجتمع الفقه الاسلامية :

فإن استعمال بطاقات الائتمان في شراء البضائع، ثم تسديد ثمن الشراء للبنك أو الجهة التي أصدرت البطاقة على أقساط، هو في حقيقته قرض من البنك لحامل البطاقة ، فلا يجوز له ( المصدر للبطاقة ) أن يأخذ أكثر من المبلغ الذي اشترى به صاحب البطاقة البضائع. ويجوز له أن يأخذ مبلغا مقطوعا في مقابل المصاريف الإدارية ، وهذه لا تزيد بزيادة المبلغ المستخدم عند شراء البضائع. أما فرض نسبة مئوية على المبلغ المستخدم عن طريق البطاقة فهو الربا بعينه ، سواء كان مقابل الإنظار في السداد ، أو كان باسم أجرة خدمة ومصاريف إدارية، لأن أيا منهما لايخرج في حقيقته عن كونه قرضا بفائدة ، وهو ربا الديون ، وهو أشهر أنواع ربا الجاهلية. وقد صدر قرار عن مجمع الفقه الإسلامي في هذا الشأن برقم 108 (2/12) وإليك نص القرار:
إن مجلس مجمع الفقه الإسلامي الدولي المنبثق عن منظمة المؤتمر الإسلامي في دورته الثانية عشرة بالرياض في المملكة العربية السعودية، من 25 جمادى الآخرة 1421هـ إلى غرة رجب 1421هـ (23ـ 28 سبتمبر 2000). بناء على قرار المجلس رقم 5/6/1/7 في موضوع الأسواق المالية بخصوص بطاقة الائتمان، حيث قرر البت في التكييف الشرعي لهذه البطاقة وحكمها إلى دورة قادمة. وإشارة إلى قرار المجلس في دورته العاشرة رقم 102/4/10، وبعد اطلاعه على البحوث الواردة إلى المجمع بخصوص موضوع (بطاقات الائتمان غير المغطاة). وبعد استماعه إلى المناقشات التي دارت حوله من الفقهاء والاقتصاديين، ورجوعه إلى تعريف بطاقة الائتمان في قراره رقم 63/1/7 الذي يستفاد منه تعريف بطاقة الائتمان غير المغطاة بأنه: “مستند يعطيه مصدره (البنك المصدر) لشخص طبيعي أو اعتباري (حامل البطاقة) بناء على عقد بينهما يمكنه من شراء السلع، أو الخدمات، ممن يعتمد المستند (التاجر) دون دفع الثمن حالاً لتضمنه التزام المصدر بالدفع، ويكون الدفع من حساب المصدر، ثم يعود على حاملها في مواعيد دورية، وبعضها يفرض فوائد ربوية على مجموع الرصيد غير المدفوع بعد فترة محددة من تاريخ المطالبة، وبعضها لا يفرض فوائد. قرر ما يلي: أولاً: لا يجوز إصدار بطاقة الائتمان غير المغطاة ولا التعامل بها، إذا كانت مشروطة بزيادة فائدة ربوية، حتى ولو كان طالب البطاقة عازما على السداد ضمن فترة السماح المجاني. ثانياً: يجوز إصدار البطاقة غير المغطاة إذا لم تتضمن شرط زيادة ربوية على أصل الدين. ويتفرع على ذلك: أ_ جواز أخذ مصدرها من العميل رسوماً مقطوعة عند الإصدار أو التجديد، بصفتها أجرا فعلياً على قدر الخدمات المقدمة منه. ب_ جواز أخذ البنك المصدر من التاجر عمولة على مشتريات العميل منه، شريطة أن يكون بيع التاجر بالبطاقة بمثل السعر الذي يبيع به بالنقد. ثالثاً: السحب النقدي من قبل حامل البطاقة اقتراضاً من مصدرها، ولا حرج فيه شرعاً إذا لم يترتب عليه زيادة ربوية، ولا يعد من قبيلها الرسوم المقطوعة التي لا ترتبط بمبلغ القرض أو مدته مقابل هذه الخدمة. وكل زيادة على الخدمات الفعلية محرمة لأنها من الربا المحرم شرعاً كما نص على ذلك المجمع في قراره رقم 13 (10/2) و 13 (1/3). رابعاً: لا يجوز شراء الذهب والفضة وكذا العملات النقدية بالبطاقة غير المغطاة.) انتهى قرار المجمع .

والله أعلم .

من موقع الاسلام سوال جواب ، موقع نداء الايمان و مرکز الفتاوی اسلام ويب .

آن لاين اسلامي لارښود 


 همدارنګه مخابراتي کمپنيو د قمار د پاره ډول ‌ډول طريقې په کار اچولې دي

مثلاً يو مسيج په لاندې ډول دی :

افغان بيسيم برنامه تحت عنوان ميخواهد ميليونر شويد از طريق تلويزيون آريانا را تمويل ميکند اګر می خواهيد در اين برنامه باشيد با شماره ۲۵۲۵ تماس بګيريد
چې د بخت آموينې ، قرغه کشی هر ډول معاملات قمار بلل کيږي

لاټري او بخت حساب څه ډول حساب دی 

پوښتنه : لاټری چې ديوې کمپنۍ لخواپه زرګونو ټکټونه خرڅ کړ شي او د هر ټکټ قيمت مثلاً يوه روپۍ وي او په ټولو ټکټونو مسلسل نمبر ليکل شوی وي چې دا نمبر کمپنی له ځانه سره ساتلي وي او د نمبر مطابق جايزه ټاکل شوي وي بيا په يوه ورځ دا ټول ټکټونه يو ځای کوي په یوه منګي يا بل څه يې اچوي او بيا په یوه وړوکي هلک يا بل کس باندې را اخلي نو وروسته چې د هر چا نوم راووت د ټکټونو ټولی پيسی به د هغه شخص وي  اوس کوم کس ته چې دا ټولی پيسی حواله کيږي دا رواه دي او کمينی چې پدې کار سره کمشن اخلي هغې د کميشن اخستل رواه دي ؟
ځواب فتاوي دارالعلوم ديوبند : دا قمار يا جواري ده شرعاً حرام دی د چا په نوم چې دغه پیسی را وتلي وي هغه ته يې اخستل حرام دي او همدارنګه کمپنی ته د کميشن اخستل روا نه دي .

دا ټولی پیسی به خپلو مالکانو ته سپاري او که هغه نه وي د هغوی وارثانو ته به يې سپاري (فتاوي دارالعلوم ۶۳۳ ج )

دبلدالحرام (مکې مکرمې ) د علماوو نظرونه :

پوښتنه  : په بخت آزموينه کې کډون څه حکم لري ؟ پداسې شان چې يو څوک د بخت آزموينې فورمی برابری کړي که جانس ياري وکړي نو لوی دولت به په لاس راوړي او بل دا چې که څوک پدې نيت کډون پکې وکړي چه زه بيا دغه د بخت پیسی په اسلامې فعالتونو کې مصرف کوم نو ددی حکم څه دی ؟

ځواب : دا ډول معامله چې يو څوک د بخت کارت يا فورم واخلي او بيا په جانس سره پیسی ورته ووځي  دا په حکم د برد باخت او قمار دی  الله تعالی فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأنْصَابُ وَالأزْلامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (٩٠)إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ (٩١) «مائده/90-91-

ای مؤمنانو! دا شراب ،قمار،انصاب (نصب کړشوی ډبری د عبادت لپاره ) او غشي د بخت آزمينی پخاطر دا ټول ناولي او شيطاني کارونه دي له هغو نه ډډه وکړﺉ هيله ده چې تاسې بريالي شئ ، شيطان خو دا غواړي چې د شرابو او قمار په وسيله ستاسې په منځ کې عداوت او دوښمني واچوي او تاسې د خدای ج له يادلو او لمانځه څخه منع کړﺉ  نو آیا تاسې له دې چارو لاس اخلی ؟
د قمار وړونکی بدون له کوم مشقت او زحمت څخه د لوی دولت خاوند ګرځي .
کبيره ګناه ده چې د بت پرستی سره مساوي بلل شوي ده .
او دا روا نده چې انسان حرام مال په دې نيت په لاس راوړی چې بيا به يې د خير په کار کې ولګوم .

شيخ ابن عثيمين فتاواي اسلامي- (4/441-442)

پوښتنه  : په بعضو هيوادو کې ځنې بانکونه د قرعه کشی لپاره ورقي صادروي يا د انټرنيټ له لاندې ثبت نامه کيږي، او هرلکه چې مياشت يا کومه بله ټاکل شوی موده پوره شي قرعه کشي کيږي يو کس ته لوی دولت په لاس ورځي په دې اړه د شريعت څه حکم دی ؟

ځواب : دا کار قمار دی له کبيره ګناهونو څخه شميرل کيږي .
دايمي ټولنه اسلامې فتاوای (4/443)
پوښتنه  : ځنې تجارتي مؤسيسات اعلانونه کوي چې هرڅوک دغه اجناس واخلي د جائزې مستحق به وګرځي له دې لاری خلک ور ماتوي ترڅو د دوی د اجناسو د خريدارۍ سره علاقه مند شي چې ځنی خلک يې د جايزی په نيت اخلي ددی حکم څه دی ؟
ځواب : دا کار حرام دی او د قمار يو ډول دی دوی د خلکو مال په ناحقه تر لاسه کوي دا کار يې د خلکو د غلولو لپاره يو سبب جوړ کړی وي
مسلمان سوداګر بايد له دې کار څخه ځان وساتي .
شيخ ابن باز فتاوی (19/398)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

همدارنګه نومړې مخابراتي کمپنۍ د مسيجونو په ليږلو سره خلک د سندرو او موسيقي اوريدلو ته بولي چې دا په خپل ذات کې د منکراتو طرف ته دعوت دی .
دا کمپنۍ په دوو هدفونو دا کار تر سره کوي اول دا چې په دې طريقه څه پيسې تر لاسه کړي دوهم دا چې په ټولنه کې د سود او قمار معاملات رواج لري .

آخري خبره :

ګرانو ورونو او خوندو !

څنګه چې په نن عصر کې تليفون يو ضرورت دی او دا د ضرورياتو د حل يوه وسيله ده او دا وسيله ستاسو په اختيار کې ده ، که د ضرورت د پاره يې کاروئ او که د منکر د پاره يې کاروي .
نن ډير ځوانان ليدل کيږي چې د کتاب او قلم په ځای يې په لاس کې د مبايل سيټ ليدل کيږي داسې سيټ چې ټول له سندرو او فلمونو نه ډک وي آيا د يوه خام سينه ځوان د پاره دا زهر نه دي ؟
د ځوان او ماشوم پلاره ! که دې بچې ته مبايل اخيستل غواړي نو يو ساده سيټ ور ته واخله د موسيقی او فلمونو سينما په جيب کې مه ور اچوه ، که دې د بچې پرمختګ غواړي پرمختګ په علم کې دی نه په ننی بې شرمه او فاحشه موسيقۍ کې .
که د بچي خوشحاله کول غواړي نو ته ولې د هغه د سبا ورځې خفګان او درد په نظر کې نه نيسي ؟

مخابراتي کمپنيو ته !

که په الله جل جلا له  او ورځ د آخرت ايمان لرئ زمونږ په اسلامې ټولنه کې د سود او قمار معاملات مه رواجوئ ددې هيواد د خلکو قربانيو ته وګورئ او د هغه لحاظ وساتئ .

که له نورو څخه مو په پټو سترګو تقليد کړی وي نو ځان پوه کړي له دې ناوړه کار څخه لاس واخلی له خدای څخه وويرېږئ .

 



ګرانه وروره ! هيله ده ددې ليک د لوستو سره سم د خپلې ځوانۍ تندی الله جل جلا له  ته په ځمکه ولګوې او په رښتنې ډول ثابته کړه چې د چا بنده يې او د څه د پاره پيدا شوې يې .
 
الله جل جلا له  دې زمونږ سره د توبې توفيق درکړي .


 ګرانه وروره ! د الله تعالی درکړي نعمتونه درپه زړه کړه، چې څومره ډېر دي، دهغه چا له حال نه ځان خبر کړه، چې کله دشپې مهال ويده کېږي، نو له يو عالم خفګانونو سره ويده کېږي، 

ټوله ورځ ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولو له امله يې په بدن کې شيمه نه وي پاتې، هر سهار چې کله راويښيږي يا داده، چې دګرمي له امله ځوريږي،

 يا دسړو له لاسه رېږدي، له ډول ډول تکليفونو او دردونو سره مخامخ وي او شاوخوا يې بچيان ترېنه يوه مړۍ ډوډۍ غواړي؛ 

خو ته له هر اړخه بشپړ يې، هرڅه لري، بدن دې روغ دى او يوه مړۍ روزې هم دررسېږي. نو پام کوه او له دې ووېرېږه، 

چې دګناه او ناشکرۍ له امله يوه ورځ درڅخه دا ټول نعمتونه واخيستل شي.

ځنې وخت ګنهګار بندګان داسې ناهيلي شي چې دوی ګمان کوي چې زه خو نور بالکل غرق شوی يم زما لپاره کله د توبې لاره وي دوی نور له خپل رب (ج) نه شرميږي او خپل د عجز لاسونه نشي پورته کولای .
 
زما مسلمانه وروره ! دا د شيطان دسيسې دي چې بنده نه پريږدي خپل رب ته توبه ګار شي شيطان وايي ما د بنی آدم ملا په ګناهونو ور ماته کړه خو زما ملا يې پر استغفار او توبه را ماته کړه .
زما مسلمانه وروره !
که د الله تعالی مهرباني او شفقت درک کړي ډير به وژاړی او ډير وخت به دې سترګی په اوښکو لمدې وي مناسبه به نه وي چې د خپل مهربانه پروردګار څخه ياغي شي هغې ته شا کړي او خپل سر سخت دوښمن شيطان ته دې مخه کړي .
 
ډېر لوستلی شوې او کتلی شوې پښتنی او سوالونه
  1. د کافر سره کار او مزدوري کول رواه دي ؟
  2. ددواړوخطبوپه منځ كې لاس پورته كولوسره دعاغوښتل څنګه دي .
  3. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده که مکروه؟
  4. په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
  5. ( ځنې خلق ) مړي سره په کټ کې قرآن شريف کيدي اوهديرې ته يې وړي داڅنګه دي ؟
  6. The Comprehensive Library المكتبة الشاملة طرېقه : ېو انځورېز لیکنه
  7. آيا خينه ( د ښځې خور ) سره سفر کول رواه دي ؟
  8. آيا موسيقی رښتيا هم دبشر دروح غذا ده ؟
  9. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې چې زده کونکي ته هيڅ ګټه نه لري جايز دی ؟
  10. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  11. آيا په کور کې د سپي ساتل جايز دي ؟
  12. زما سوال دا دہ چه که یو کس ڈیرہ زنا کړے وی او هغه توبہ ووبا سی نو الله با ئی توبه قبوله کړې او که نه ؟
  13. زما لور شوې ده څه نوم ور باندې کیدم ؟
  14. زما پوښته دا ده چی تهجد لمونځ څو رکعته دی او په کوم وخت کی جایز دی؟
  15. زما یوه دوسته ده چی ‍په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل
  16. زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
  17. ساحر او کاهن ته د علاح ، د ورک شي معلومولو … د پاره ور تلل حرام دي
  18. سوال : جنت كي دټولونه په اخير كي ددا خليدو نكي واقعه څنګه ده ؟
  19. سوال : دنبى كريم ﷺ دوفات نه وروسته چه كومو خلكو دنبوت د دروغو دعوي كړي دي هغه كوم دي ؟
  20. سوال : مړى ولي دفن كولى شي ؟. دهند وانو په شان ولي نه سوزول كيــــــــــــــږي ؟
  21. سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی
  22. سوال :- ښځو چی په نوکانو رنګونه لګوی ددی عــمل په کولوسره په اوداسه اوغسل کی کوم تغیرراځی اوکه نه ؟
  23. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی
  24. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی
  25. سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی خاوری خوری ایاد کار جائزده اوکه نه ؟
  26. سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
  27. سګریټ د طب او شریعت له نظره
  28. شهوت پارونکې جامې اغوندې
  29. شيخ الحديث مولانا شیرعلی شاه صاحب خصوصی بیان
  30. شيخ القرآن مولانا گوهر الرحمن کتابونه تفهیم المسائل مکمل شپږ جلده علوم القرآن مکمل دوجلده
  31. شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
  32. شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي (مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )
  33. شیخ غلام الرحمن په غږ کې پښتو ترجمه او تفسير
  34. شېخ القران مولانا امیرحسین باچا لفظي ترجمه
  35. شېخ القران مولانا طاهر پنجپیرې صاحب پشتو بیانات
  36. شېخ القران مولانا عطاء الله بند یالوی صاحب پشتو بیانات
  37. شېخ القران مولانا غلام حبیب صاحب پشتو بیانات
  38. شېخ القران مولانا میر سمیع الحق افغانی صاحب پشتو بیانات
  39. شېخ القران مولانا ولی الله کابلګرامی صاحب پشتو بیانات
  40. شېخ حسن جان صاحب پشتو بیانات
  41. طاقتور خلك د زيات طاقت لپاره کوشش کوي او غريب خلك د خپلې روزي لپاره،
  42. قيا م الليل يا تهجد د اشراق لمونځ د څاښت لمونځ فضيلت او اهميت
  43. كه پرتوګ وروسته له كوروالي سمدلاسه وتړل شي نوهغې سره مونځ صحيح دى اوكه نه ؟
  44. كه په روژه كې دسهارلمونځ دپيشمني څخه وروسته لږ وړاندي وكړاى شي نو صحيح دى اوكه نه ؟
  45. كه څوك د مانځه په قعده كښې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
  46. كه چا حيوان حلال كړ او دهغه په خيټه كى يې مړ بچى و مو ندنو ددغه مړبچى غوښه
  47. كه چرى د ېو سړې زمكه زياته غله اوپيداواركوى نوقربانى پرى لازم ده او که نه ؟
  48. كومې ښځې ته چه په لمبلوسره په غالب ګومان دناروغه كيدوويره وي نوخپل ميړه دجماع كولو نه منع كولى شي اوكه نه ؟
  49. له تكبير تحريمې څخه وروسته دلاسونو زوړندول نشته
  50. له خپلې ښځې سره دنزدېکت٬ جماع٬ آدبونه
  51. له سلام څخه وروسته د امام مخ كوم لوري ته اړول ښه دي ؟
  52. له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې
  53. له وخت څخه دغوره ګټې اخستلو لارې چارې
  54. له وخته مخکې انزال او معالجه ېې
  55. له کافرڅخه لیک لوست زده کول
  56. لواطت تر زنا لويه ګناه ده
  57. محترم مفتي صاحب ډیرخلګ دمحرم میاشت دغم اوخفګان میاشت ګڼي آیا په شریعت کې هم دامیاشت دغم اوخفګان میاشت ده ؟
  58. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟


بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User