Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, December 22, 2012

روژه دارته دمسواک استعمال ، اوځیني اړوندمسائل




اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته هیله دی سی ټول د دین او عقید ی وروڼه جوړ او روغ یاست الله مو تل بریالی لره او الله ج دی نور هم درته د دی ستر خدمت توانایی درکړی
زما پښتنه داديروژه دارته دمسواک استعمال
جائزدي ?

 
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم

په دي کې هیڅ اختلاف نشته چې روژه دارته ترزوال مخکې دمسواک استعمال جائزدي، [بدائع الصنائع 1/19 ، حاشية العدوي 1/392، المجموع 1/275، الإنصاف 1/119]

خوله زوال نه وروسته دمسواک وهلوپه حکم کې اختلاف دی چې دوه قوله پکې دي ،

لمړی   قول دادی چې  مسواک مطلقاجائزدی که دورځې په سرکې وي اوکه یې په اخرکې ، همداله حضرت عمر ،ابن عباس اوحضرت عائشة ، همدارازله ابن سیرین ابراهیم نخعي اوله حضرة عروة  رضی الله تعالی عنهم څخه روایت دی،چې دادامام ابوحنیفه ،امام مالک اوپه یوروایت کې دامام احمد رحمهم الله تعالی قول هم دي، [المبسوط 3/99 ، بدائع الصنائع 1/19 ،تحفة الفقها1\367, المدونة 1/179 ، حاشية الدسوقي 1/534 ، المغني 1/139 ، الإنصاف 1/118 ، شرح الزركشي 1/166]

اوهمداقول امام نووي ،ابن القیم .ابن تیمیة اوعلامه شوکاني رحمهم الله هم مختاربللی دی، [الاختيارات الفقهية 62 ،زاد المعاد 2/63،نيل الأوطار 1/107 ، 108  ]

دوهم  قول دادی چې له زوال نه وروسته دروژه دارلپاره مسواک وهل مکروه دي ، اوداله حضرت عطاء ، مجاهد، اسحاق اوابوثور  رحمهم الله تعالی  څخه روایت شوي دي[ المجموع 1/279 ، طرح التثريب 4/98 ، المغني 1/138  ]،

چې همدادامام شافعي اودامام احمدرحمهما الله مشهورقول هم دي، [الأم 1/61 ، الحاوي 1/82 ، روضة الطالبين 1/167 ، المغني 1/138 ، المبدع 1/101 ، الإنصاف 1/117  ]

لمړۍ ډله په هغه حدیثونو استدلال کوي چې   مطلق روایت شوي دي په کوم وخت پوري یې تقییدنه دی شوی،لکه دحضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه چې روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : لولا أن أشق على أمتي ـــ أو على الناس ــــ  لأمرتهم بالسواك مع كل صلاة  ، دلته داحدیث مطلق دی ټولو لمنځونه  ته شامل دی که دسهاروي ، که دماسپیښین ، مازدیګروي یاماښام اوماخوستن ، همداراز که روژه داروي اوکه نه ـ [شرح فتح القدير 2/348 ، إحكام الأحكام 1/66  ]

دوهم :   دحضرت عائشة رضی الله څخه روایت دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کوم مهال کورته داخلیدو نو په مسواک وهلوبه یې شروع کوله ،   (إذا دخل بيته بدأ بالسواك)

داحدیث هم عام دی ، یعني په هروخت کې چې به داخلیدو ، که به یې روژه وه اوکه نه ، که به ترزوال مخکي و، اوکه وروسته ، په هرحال کې به یې په مسواک وهلو شروع کوله ،[ فتح الباري 4/158]

درېیم   :  حضرت عائشة رضی الله تعالی عنهافرمایې : چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل : (السواك مطهرة للفم مرضاة للرب)  په دي مبارک حدیث کې هم دمسواک په کولوباندي زیات ترغیب راغلی چې په کوم وقت پوري یې مقیدکړی نه دی ، اوپه دي کې له زوال وروسته وخت هم داخل دی،

څلورم :   له عامر بن ربیعة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې مارسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدل چې بي اندازي زیات مسواک به یې په داسي حال کې استعمالول چې روژه به یې وه ،[ أخرجه البخاري 2/234 تعليقاً في كتاب الصوم باب السواك الرطب واليابس، وأحمد 3/445، وأبو داود 2/768 في كتاب الصيام باب السواك للصائم ، والترمذي 3/104 في كتاب الصوم باب السواك للصائم وقال : حديث حسن . وقال الحافظ ابن حجر في التلخيص الحبير 1/62 : إسناده حسن ]

پنځم :     له عبدالرحمن بن غنم څخه روایت دی جې ماله معاذبن جبل رضی الله تعالی عنه څخه پوښتنه وکړه چې آیازه چې روژه یم هم مسواک به کوم ؟ هغه راته وفرمایل: هو! ماورته وویل  په کوم وخت کې دورځې؟ هغه راته وفرمایل : سهاروي اوکه ماښام ، ماورته وویل : چې خلګ خوماښام  مهال (له زواله وروسته ) مسواک مکروه ګڼي ، اووایې چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي :  لخلوف فم الصائم أطیب عندالله من ریح المسک ، هغه وفرمایل ، سبحان الله  ، دالله رسو ل صلی الله علیه وسلم دوئ ته دمسواک امرکړی په داسي حال کې چې هغه په دي پوهیده چې دروژه دارله خولي به بوی راوزي ،که څه هم هغه مسواک وهي ، اوپه هغه څه خویې امرنه ورته کول چې په قصدخولې بدبویه کړي ، په دي کې هیڅ خیرنشته  بلکه په دي کې شردی مګرهغه څوک چې په یوه داسي بلااخته شي چې چاره نه ورڅخه لري ،

[أخرجه الطبراني في المعجم الكبير 20/70 وقال الحافظ ابن حجر في التلخيص الحبير : إسناده جيد ، وحسنه الألباني في إرواء الغليل 1/106]

دوهمه ډله علماء کرام  بیا په لاندي دلائلو باندي استدلال کړی ،

اول  : دحضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه حدیث چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : :( . . .والذي نفسي بيده لخلَوفَ فم الصائم أطيب عند الله من ريح المسـك [أخرجه البخاري 2/226 في كتاب الصوم باب فضل الصوم ، ومسلم 2/807 في كتاب الصيام باب فضل الصيام.)  له دي حدیث څخه په دي ډول استدلال کوي چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم دلته دابیان کړی چې دروژه دار دخولي بوی دالله جل جلاله په نزد دمشکو تربوی زیات محبوب دی ، اومسواک دغه بوی ختموي نوداثابته شوه چې مکروه دی ، المهذب 1/13 ، المغني 1/139

دوهم :  له خباب بن أرت رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (إذا صمتم فاستاكوا بالغداة ولا تستاكوا بالعشي فإنه ليس من صائم تيبس شفتاه بالعشي إلا كانتا نوراً بين عينيه يوم القيامه) [ أخرجه البيهقي في السنن الكبرى 4/274 في الطهارة باب من كره السواك بالعشي ، وضعفه وأقره النووي في المجموع 1/279]

درېیم :  دغه دروژه داردخولي بوی  دیو مشهودله  عبادة اثردی ،نو لیري کول یې مکروه دي، لکه دشهیدوینې، [المهذب 1/13 ، فتح العزيز 1/367 ، المغني 1/139  ]

اودلمړي مذهب  ددلائلو په جواب کې بیاواېي چې هغه عام مخصوص عنه البعض دي له هغه څخه مراد له روژه داره دورځې په آخرکې پرته نورمراد دي، [المجموع 1/279  ]

ددوهم مذهب دعلماء کرامو داستدلالونو جوابونه

دلمړي مذهب  علماء کرام  بیاددوهم مذهب داستدلالونو جواب په لاندي ډول کوي،

لمړی  :  داخبره چې مسواک دروژه دار دخولي بوی ورکوي له څووجوهو صحیح نه ده ،

أ-  مضمضه  تر مسواک زیات دخولي بوی ختمونکي ده ، لیکن ټول علماء یې دروژه دارلپاره هم سنت بولي ،

ب  -  دالله جل جلاله رضا دروژه داردخولي له بوي څخه ډیر ه زیاته ده ،

ج  -  خدای پا ک جل جلاله ته دمسواک کول ډیر خوښ دي دروژه دار دخولي له بوي څخه

د –    مسواک دخولي بوی نه ختموي ، ځکه هغه بوی دمعدي دتشو الي له کبله وي نوهغه سبب یې بیاهم پاته دی،

و –    نبي صلی الله علیه وسلم خپل أمت ته دروژي مستحبات اومکروهات ټول بیان کړي اومسواک یې له مکروهاتو نه دی شمیرلی ، [زاد المعاد 4/323 ، 324]

دوهم : دخباب بن الارت رضی الله تعالی عنه حدیث ضعیف دی ،چې استدلال نه شي ورباندي کیدی ،لکه څنګه چې یې په تخریج کې تیرشول

 داچې دوئ واېې چې دادیومشهودله  بالطیب عبادة اثردی ، نو لیري کول یې لکه دشهیدویني مکروه دي ،نوددي په جواب کې باید ووایو چې داقیاس مع الفارق دی ، ځکه چې دعبادة له اثرسره زیات مناسب اخفاء ده ، په خلاف له شهید ه ، ځکه هلته مقصدددشارع دادی چې دشهیدویني دهغه په بدن پاته شي ، چې دقیامت په ورځ په خپل دښمن باندي شاهدي اداء کړي، اوبل داچې دشهیددوینو په هکله خوصریح  نص موجوددی ، ځکه چې دی به دقیامت په ورځ په همدغه حالت باندي راپورته کیږي چې رنګ خوبه یې رنګ دوینو وي، خوبوی به یې بی بوی دمشکووي ، خودروژه داردخولي بوی لیري کولو په هکله کوم صحيح نص نه دی موجود ، [المبسوط 3/99 ، فتح القدير 2/349 ، حاشية العدوي 1/393  ]

نوصحیح اوراجح  خبره دلمړي مذهب  ده  چې مسواک وهل دروژه دار  اوغیرروژه دار دواړو لپاره هروخت  جائزد ی ، ځکه هغه حدیثونه چې دمسواک وهلو په باره کې راغلي په کوم خاص وخت پوري مقیدنه دي،اوعلامة ابن قیم رحمه الله فرمایلي دي چې په دي هکله هیڅ کوم روایت نشته بلکه ددي خلاف روایتونه  راغلي ، [زاد المعاد 2/63  ]

 

 

په روژه کې دمسواک وهلو ځیني اړوندمسائل

 

مسئله : که څه  هم   په  روژه کې دخولي  بدبویې  په  الله  تعالی  ښه  لګیږي    ولي  بیاهم  مسواک وهل   سنة دي  ، نوداوداسه  په مهال  دي   مسواک نه پریږدي    :

[في الهندية ۱\۲۰۳ ولاباس بالسواك الرطب بالغداة والعشي للصائم لقوله e خيرخلال الصائم  السواك .رواه ابن ماجه،من غير فصل  وقال الشافعي رح يكره بالعشي لمافيه من ازالة الاثر المحمود وهوالخلوف  فشابه دم الشهيد قلناهواثر العبادة والاليق به  الاخفاء اه ،  ومثله في والوالجيه ۲\۲۲۸]

 

مسئله  :  مسواک  دروژي  مبارکي په  ټوله  ورځ  کې دهراوداسه سره   وهل سنت دي همدارا ‍ز که  مسواک  له خولي  راوباسې  اوبیایې لیږشیبه ورسته بیاپه غاښونواستعمال کړي   نو  روژه  نه  ماتیږي   همدارازکه  دمسواک رطوبة اوحرارت  په  خوله یاستوني کې محسوس  کړي  نوهم  روژي  ته  تاوان  نه   رسیږي : دوچ مسواک اولانده مسواک   فرق  نشته  ، ددواړوډولونو مسواکونو وهل    جائز دي ، همداراز

[.والسواك سنّة للصائم في جميع النهار وإن كان رطبا،وإذااستاك وهوصائم فوجدحرارة من طَعْمِه فبلعه أوأخرجه من فمه وعليه ريق ثم أعاده وبلعه فلايضره الفتاوى السعدية 245 ومثله في الهنديه ۱\۲۰۳ ولوبقي البلل بعدالمضمضة فابتلعه مع البزاق لم يفطره الخ]

 

مسئله  :هغه  مسواکونه چې په خوله  کې  یې  خوندځې لکه تازه  شین مسواک [یامشهورسیاه بندي مسواکونه ] یاهغه ډول  مسواکونه چې  دنه  خرابیدولپاره پري دوا مښل  شوي  وي  ، یاهماغه مسواکونه چې  دلیمویانورودذائيقي  طعم  اوخوندولري   نوروژه مکروه  کوي ، اوکه  یې  دغه ډول مسواکونه  وهل  اوخوندیې  تیرشونوروژه   یې ماته   ده ، اوقضاورباندي لازمه ده  ؛

[ في مسائل الصوم :ويجتنب ما له مادة تتحلل كالسواك الأخضر وما أضيف إليه طعم خارج عنه كالليمون والنعناع،ويُخرج ما تفتت منه داخل الفم ، ولا يجوز تعمدابتلاعه .وفي شرح المهذب ۵\۳۱۸لواستاک بسواک رطب فالتعق من رطوبته اوخشبه المنشعب شیءوابتلعه افطربلاخلاف.کذافي المسائل الفقهی الجديد الاردولمولاناخالد ۱\۱۹۰]

 

مسئله : په  روژه  کې   دغاښونودوا لکه  توته  پیسټ  ، منجن  یادندانسه  استعماله    ول  مکروه  دي  که  یې  یوشی  ځیني  تیرشونوروژه یې  ماته  ده   .

[ يكره في الصوم استعمال دواء الاسنان [منجن ،وتوته پيست ،دندا نسه] وان تجاوز شيئ من حلقه يفسد الصوم .. احسن الفتاوى ۴\۴۳۹ ومثله في فقهي مسائل لعلماء هند ۱\۱۹۱ وفي الهنديه ۱\۱۹۹وکره ذوق شئ ومضغه بلاعذر.] .



  1. د لمونځ ټکی په ټکی اسانه ترجمه او معنی
  2. د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت څلور صفتونه چی اوس زموږ په ځوانانو کی هم سته
  3. د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
  4. د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟
  5. د مانځه نه وروسته بغير له كوم سبب سجده كول څنګه دي ؟
  6. د مور د ورځې لمانځل څه حکم لري ؟
  7. د مولود شريف يا جشن ميلاد لمانځل جايز دي ؟
  8. د ميرمنې سره د مقعد له لارې کورواله کول څه حکم لري ؟
  9. د مړي امانت خښول جايز دي او که نه ؟
  10. د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق
  11. د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول
  12. د مړي څخه د اندامونو ايستل څه حکم لري ؟
  13. د مکانونو او دوکانونو سرقلفي
  14. د نا محرمو تر مينځ ورورولي او خورولي شته ؟
  15. د نارينه د پاره په غاړه کې ځنځير اچول څه حکم لري ؟
  16. د ناپوهه او بې احتياطه ډاکټر حکم څه دی ؟
  17. د نذر حکم څه دی ؟ د نه ادا کولو په صورت کې کفاره لري ؟
  18. د نفاس کمه موده او د نفاس په موده کې د نوکانو اخيستل ؟
  19. د نوروز لمانځل حرام دي -نوروز د مجوسيانو اختر دى
  20. د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟
  21. د نيکټايي په اړه ستاسې نظر څه دی ؟
  22. د نګور د پاره خسر محرم دی که نا محرم ؟
  23. د هغه ډريور حکم څه دی کوم چې دايم په سفر کې وي ؟
  24. د واده لومړۍ شپه
  25. د وفات شوي پلار د پاره د حج ادا کول جايز دي ؟
  26. د ويښتانو ، لاسونو او پښو رنګول په نېکريزو
  27. د يوسف علیه سلام او زليخا تر مينځ واده شوی دی ؟
  28. د پردۍ ځوانې ښځې د پرنجي ځواب ورکولو څخه ځان ژغورل
  29. د ژوند د جوړې ټاکنه. کوم معيارونه
  30. د ښځو د تعليم په اړه پوښتنه
  31. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  32. د ښځو ځانګړي احکام (زينت او سينګار )
  33. د ښځی غږ د اسلام له نظره
  34. د ښځې او ميړه يو ځای غسل کول څه حکم لري ؟
  35. د ښځې د پاره د پتلون اغوستل جايز دي ؟
  36. د کافر د پرنجي او سلام ځواب (فتوی)
  37. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  38. د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟
  39. د کفارو د کريسمس او نورو اخترونو تعظيم او په هغه کې کډون کول
  40. د کمپنۍ او شرکت نه د سوغات اخيستل څه حکم لري ؟
  41. دا ولې… اې ځوانه؟
  42. داختر ونو دلمانځه لپاره بهر وتل عيدګاه سنت دي
  43. داختر ونو لمونځ خطبې څخه وروسته دعا ثبته نه ده
  44. داخترونولمونځ كې دسجده سهوى حكم اودفرضونه واجبوطرف ته بيرته كيدل
  45. داخترونولمونځ واجب دى . که نفل اوددې قضاولې نشته حال داچې دوتروقضاشته دى .
  46. داذان په وخت كې دعاگانې ېعنی د اذان جوب
  47. داسي مه كيږه چه په ښكاره ولى الله يې اوپټ عدوالله يى
  48. داعي يې خو مزه دې نشته
  49. دامام دسلام ګرځولو په وخت چه مقتدي دعاء پوره نه كړي شي نوڅه بايد وكړي ؟
  50. دامريكايي جنرال او لوګري ماشوم كيسه
  51. داود اسه نه وروسته په دسمال سره مخ يالاس وچول روا دي اوكه نه ؟
  52. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  53. دجامع مسجدپه ځاى دمحلې مسجدكې دجمعې لمونځ كول څنګه دي ؟
  54. دجنابت په غسل كښې ښځې ته دكمسئ خلاصول ضروري دي اوكه نه ؟
  55. دجنازې اوړلوکې پايو والا تابوت استعمالول صحيح دي که نه ؟
  56. دجنازې دلمونځ نه وروسته دکيناستلو غلط رواج
  57. دجنازې لمونځ دويم ځل کول څنګه دي اودخښولو په وخت کې دمړي مخ ښود ل څنګه دي ؟
  58. دخطبې شروع كيد ونه پس سنت كولى شي او كه نه ؟
  59. دخوراک وروسته په ټوش پېپر لاسونه پاکول
  60. دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول اويا ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري
  61. در اّرايش وفشن عصر حاضر اين نيز است كه زنانه ابروي خويش را باريك ميكند
  62. درؤیة الهلال په مسئله یوعلمي تحقیق
  63. دزنګون اويادبل عورت په ښكاره كيدلوسره اودس ماتيږي اوكه نه ؟
  64. دسنتو ختميد لونه وروسته اجتما عي دعا بد عت ده
  65. دسنډل ، یاکعب العالي په نوم یادیږي ، نو آیامیرمنوته دداسي ډول بوټونو په پښوکولو کې خوبه کومه شرعي ګناه نه وي
  66. دشرمګاه په ليدلوسره اودس ماتيږي ؟
  67. دعاء قنوت ټکی په ټکی اسانه ترجمه
  68. دعدت له پره کيدومخکې نقل مکانې ځاى بدلول جائز دى اوکه نه ؟
  69. دعقد نکاح نه وروسته او د واده نه مخکې د ښځې سره اړيکې او ملاقات
  70. دكوتورو الوزول،دچرګانو،مرغانو،یادنوروحیواناتو جنګول څه حکم لرې
  71. دكړس،كړس په خندا سره ولې دجنازي مونځ ماتيږي او اودس نه ماتيږي ?
  72. دلاټری ټکټ اخيستل يا دبخت لپاره ثبت نام
  73. دلمونځ اداکولو طرېقه : انځوريزليکنه بزبان فارسې
  74. دلمونځ کونکي ترمخ تیریدل په څومره فاصله رواده ؟
  75. دماخوستن لمونځ له خوب څخه وروسته دشپي په آخر كې صحيح دى اوكه نه ؟
  76. دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې
  77. دماشومانو لپاره دپناه غوښتلو دعا
  78. دماښام دلمانځه كولو څخه وروسته ا و د ماخوستن څخه مخكې ويده کیدل ؟
  79. دملاقات په وقت کی پښتانه هرکله راشي واېې داسې وئیل دشرېعت په رڼا کی څه حکم لرې ؟
  80. دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
  81. دهغه مړی په بـدله کی ښځی ورکوی دشریعت له نګاه داعمل څه حکم لری ؟
  82. دواده پر مهال جاهلانه رسمونه او دودونه چې ټول ګناه،اسراف ،ظلم اوبې حيايي ده
  83. ديوڅوكالونه په پاكستان كښے درى اخترى كيږى اودوه اخترى دډيرى زمانى كيږى
  84. دپيربيعت مقصود نه دی اصلاح مقصود ده
  85. دښځي دپاره دويښتانوبيخونو ته اوبه رسول ضروري دي ؟
  86. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  87. دښځې او خاوند تر منځ څنګه زياته مينه پيداکېږي؟
  88. رزق ګټلولپاره ځان ډېرتکلیف کښی مه اچوئ
  89. رمضان المبارک او زمونږ غفلت
  90. زامنوچې دپلار اواکا { تره } سره په ګډه کار کړی وي اوس په تقسیم کې برخه لري اوکنه ؟
  91. زما سوال دا دہ چه که یو کس ڈیرہ زنا کړے وی او هغه توبہ ووبا سی نو الله با ئی توبه قبوله کړې او که نه ؟
  92. زما لور شوې ده څه نوم ور باندې کیدم ؟
  93. زما پوښته دا ده چی تهجد لمونځ څو رکعته دی او په کوم وخت کی جایز دی؟
  94. زما یوه دوسته ده چی ‍په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل
  95. زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
  96. ساحر او کاهن ته د علاح ، د ورک شي معلومولو … د پاره ور تلل حرام دي
  97. سوال : جنت كي دټولونه په اخير كي ددا خليدو نكي واقعه څنګه ده ؟
  98. سوال : دنبى كريم ﷺ دوفات نه وروسته چه كومو خلكو دنبوت د دروغو دعوي كړي دي هغه كوم دي ؟
  99. سوال : مړى ولي دفن كولى شي ؟. دهند وانو په شان ولي نه سوزول كيــــــــــــــږي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User