السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
پس له سلامه محترمه دفقهې شرعي علماء په دې مسئله کې څه وایې : که څوک په کورکې کوم کو چنی ګاډی دخپلې سوارلی لپاره لري او یا کوم ترکتور دخپلې ځمکې دکرهنې لپاره ساتي آیا داګاډی لکه دې سوارلی آس او داترکتور دې کرهنې دغوایې په ډول دزکوة څخه مثتثنې دي او کنه ؟
المستفتي : مطیع الله وردګ دافغانستان دې دوردګو د ولایت دسیدآباد دولسوالۍ اوسېدونکی.
هغه موټر چې د کور د پاره اخیستل شوې وي په هغه باندې زکات نشته او که د تجارت د پاره وي په هغه باندې زکات شته .
ابوداود روايت کوي چې جناب سول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
[إِنَّ رَسُولَ
اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ
نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ]
:« رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ به مونږ ته د زکات ورکولو امر کولو په هغه څه کې چې د تجارت د پاره به مو ساتل»{ أبوداود (1562)، او طبراني په[الکبير] 7/253(7029)، او بيهقي په[السنن الکبري] 4/146(7388.
و فی الهندیة:
«و منها کون النصاب نامیاً».(الهندية )
و فی الدر:
«و لا فی ثیاب البدن و اثاث المنزل و دور السکنی و نحوها».
و فی الطحطاوی:
«(قوله: و نحوها)کحوانیت و خانات یستغلها».(طحطاوي علي الدر:1/392)
خلاصه د مطلب دا چې په کور ، د کور په سامان او د ژوند په وسايلو زکات نشته
والله اعلم بالصواب
فتاوي المحمودي – د زکات د فتوای دايمي ټولنه
یادونه : د فابريکې په ماشين آلاتو زکات نشته د هغه په آمد زکات فرض دی (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۵۶
ول
يس فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية (الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ ) .
يس فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية (الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ ) .
مطلب داچې اضافي کور، مارکيت (چې په کرايه ورکړل شوی وي د تجارت د پاره نه وي ) دفابريکه ماشين آلات چې توليدات کوي د تجارت دپاره نه وي په هغه زکات نشته په کرايه ،آمد او عايداتو يې زکات فرض دی .
نو ستاسو په ټیکټر او موټر هم زکات نشته چه په نیت د تجارت نه وې
زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چه پر مسلمانانو نر او ښځه فرض دی .
په قرآنکريم تر ۸۰ زيات ايتونو کې زکات له لمانځه سره پيوسته ذکر شوی دی .
الله جل جلا له فرمايي : وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ ( البقره ۴۳ ).
لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او رکوع کوئ سره له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو مسلمانانو سره) .
وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور ۵۶ ) .
او لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او د رسول پيروي وکړئ ، هيله چې پر تاسې رحم وشي .
هر جنس چې د تجارت په قصد وي که نومره {پلاټ} وې که کور وي که مارکيټ وي که دوکان وي ،که درملتون وي او که نور اشياء زکات ور باندې فرض دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ]
(رسول الله ص به مونږ ته د زکات په ورکولو امر کولو د هغه څه چې د تجارت دپاره به ساتل کيدل ) (ابوداود،طبراني ،بيهقي ) .
د علماء البلدالحرام هم همدا نظر دي :
که هر ډول تجارتی اموال وي ماشين آلات ، خوراکې مواد نور سامان آلات د تجارت لپاره اخيستل شوی زکات پکې فرض دی .
(د زکات د فتاوی دايمي ټولنه ۲۹،۲۸ مکة المکرمه ) .
پر مال پوره کال تيريدل : هغه مال چې نصاب ته رسيدلی وي په هغه باندې به يو کال تير شوي وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
د حضرت عبدالله ا بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چه
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی :
چه چاته په هره طريقه مال حاصل شو،
نوپرهغی باندی تر هغه وخته زکات نه واجبيږي څوپورې چه په هغی باندې يو
کال نه وي تير شوی ( رواه الترمذی ).
د نغدو پيسو او تجارتی اموالو زکات او دهغه نصاب :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ).
ای مؤمنانو! لګوئ ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه( په کسب سره ) تاسې ګټلئ .
وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُوم ( الذاريات 19 ) .ِ
او په مالونو د دوی کې حق او برخه وه سوالګر لره او صبر کوونکی لره ( مسکين وی خو له شرمه سوال نه کوي ) .
عَن سَمُرَةَ بنِ جُندُب ٍ
اَن َّ رَ سُول َالله صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَامُرُنَا
اَن نُخرِجَ الصَّدَقَةَ مَن َ الَّذِی نُعِدّ ُ لِلبَيع ( رواه ابوداود
او مشكاة المصابيح ) .
د حضرت سمره بن جندب رضی الله عنه نه روايت دي چه رسول
الله صلي الله عليه وسلم مونږ ته حکم وو – چه مونږ به دهر هغه شی نه زکات
وباسو کوم چه د بيع يعنې سوداګري او تجارت دپاره اخستی وي .
- سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی
- سوال :- ښځو چی په نوکانو رنګونه لګوی ددی عــمل په کولوسره په اوداسه اوغسل کی کوم تغیرراځی اوکه نه ؟
- سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی
- سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی
- سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی خاوری خوری ایاد کار جائزده اوکه نه ؟
- سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
- سګریټ د طب او شریعت له نظره
- شهوت پارونکې جامې اغوندې
- شيخ الحديث مولانا شیرعلی شاه صاحب خصوصی بیان
- شيخ القرآن مولانا گوهر الرحمن کتابونه تفهیم المسائل مکمل شپږ جلده علوم القرآن مکمل دوجلده
- شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
- شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي (مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )
- شیخ غلام الرحمن په غږ کې پښتو ترجمه او تفسير
- شېخ القران مولانا امیرحسین باچا لفظي ترجمه
- يا محمد يا رسول الله ويل جايز دي ؟
- يو سړي محتلم شو يايې يوې ښځې ته وكتل اومني دخپل ځاى نه په شهوت سره ووتله ،بيايې په خپل ذكر فشار راوړ
- يو مجلس كې څوځله پرنجي کوي او د ښځې د پرنجي ځواب او د غيرمسلمان د پرنجي ځواب ورکول لازم دې او که نه ؟
- يو ځوان بايد څه وخت واده وکړي؟
- يوسړى چه اودس لري اونظر يي په يوه ښځې باندې پريوځي نودهغه اودس ماتيږي اوكه نه ؟
- ټول ملګرې دې خبر وې او نورو ته دې هم دا خبر وه رسوې هسې نه چه بزار یا هوټل او انتظار ګاه کی او یاهم یو بل ځای کی
- پتلون یانوري تنګي جامي په تن کول دشریعت له نظره جواز لري اوکنه؟
- پخلي کې استعمال شوي غوړي د بيا ګرمولو لپاره زهرجن کېږي
- په اسلام کي د قرباني څه اهميت، مقام او درجه ده؟ ددي متعلق مسئلي واضحه کړئ. ځواب :
- په اوسني عصرکې نارینه اومیرمنې په خاص ډول داسي ساعتونه چې دسرو یاسپینوزرو څخه جوړوي په لاس کوي څه حکم لرې؟
- په تصوير لرونکی جامه کې لمونځ صحي کيږي او که نه ؟
- په جنت کې به سړی له خپلو والدينو ،اولاد او ښځې سره يو ځای وي ؟
- په جنت کې به میرمن دکوم خاوندسره وي ؟
- په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
- په داسې اتاق {کمره او کوټه} کې لمونځ کول چې هلته تصويرونه وي
- په دنيا پسې منډې وهونکی به سرګردانه او پريشانه وي
- په دنيا کې لويه کاميابي له ناکاميو نه وروسته حاصليږي
- په رحم کې د اولاد يا حمل دمخنيوي شرعي تحقيق
- په زخم زوركولوله كبله چه كوم مواد راووځي په هغه سره اودس ماتيږي اوكه نه ؟
- په شريكه قربانى كښے دټولوشركاؤنيت اوقصددثواب شرط دے
- په طلوع تلویزیون کی یوه خپرونه ده چی 20 نفره به کی اشتراک کوی
- په عدت کې له يوه څخه وروسته حامله شوه نوعدت څنګه تيرکړي ؟
- په غائبانه توګه د جنازې لمونځ جايز دی او که نه ؟
- په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
- په قسط باندې خرچول او اخيستل د اسلام له مخې څه حکم لري؟
- په كوټ اوپتلون كښې مونځ كيږي اوكه نه؟
- په كټ باندې مونځ كول صحيح دي
- په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی
- په لمانځه کې د پښو تر مينځ فاصله بايد څومره وي ؟
- په لمانځه کې څنګه له شيطاني وسوسو ځان بچ کړم ؟
- په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
- په مذي باندې په ككړو جاموكې مونځ كول صحيح دى اوكه نه ؟
- په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
- په وړينو كاليوباندې ګنده ګې ا وچه شي اوپه خپله ورژيږي بغير له پاكولو نه مونځ روا دى اوكه نه ؟
- پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟
- پوښتنه : د مېرمنو {ښځو} له پاره په تبليغي جوماتونو کې وتل څه حکم لري؟
- پوښتنه : دمسواك اندازه څومره ده ؟
- پوښتنه ده نامه نه لاندې ویښته که چیرې پرې دوا استعمال شی { سپرې } نو په اسلام کې څه حکم لرې ؟
- پوښتنه: ايا ښځو ته هم د سړيو په شان د مسواک کارول سنت دي؟
- پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
- پوښتنه: ايا د خاوندانو له پاره روا ده، چې خپلې مېرمنې ته د پرديو خلکو د ليدلو اجازه ورکړي؟
- پوښتنه: خاوند کوم مهال خپله ښځه وهلي شي، که کوم خاوند پرته له هغو لاملونو ښځه ووهې ګنهګاردي او که نه؟
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.