الله پاک ته په لکونو
ځله ستاينې او شکرونه او پر نبي عليه السلام درود او سلام.
عقېده
او بدعت:
۱پوښتنه: ځينې
مېرمنې نذرونه کوي او بيايې زيارتونو ته لېږي، چې کله ورته وويل شي،چې له کوره يې
مستحقوکسانو ته ولېږئ؛ نو دوي په کې د ثواب د کمي خبره کوي، نو دا کار سهي دي او
که نه؟
ځواب:
زيارتونو ته د نذرونو لېږل خوشي بې ځايه کار دي، د ثواب اميد له هر ځاي نه کيداي
شي او دا عقيده ساتل، چې په ثواب کې کمي راځي ناوړه عقيده ده، د دې لپاره په شريعت
کې څه اصل نشته.
۲
پوښتنه: د ځينو مېرمنو تر منځ دا خبره مشهوره ده، چې
کومه مېرمن شل ماشومان وزېږوي د هغې له خپل خاوند سره نکاح له منځه ځي نو دا خبره
سهي ده؟
ځواب:د
مېرمنو دا خبره بې ځايه ده، په دې سره په نکاح هيڅ اغېز نه پرېوزي.
۳ پوښتنه: ځينې
مېرمنې له لمانځه وروسته د جاينماز څنډه راغونډ وي، دا عقيده ساتي چې که اواره
پاتې شي؛ نو شيطان پرې لمونځ کوي، نو دا عقيده ساتل سهي ده؟
ځواب:
د ياد شوي دود هيڅ اصل نشته او داسې عقيده ساتل بيلکل غلط
دي.
۴پوښتنه:
ځينې مېرمنې خپلو ماشومانو ته د بد نظر نه د ساتلو په موخه
د تور رنګ تار اچوي او يا ورته په تندي باندې د رانجو توره ټيکه جوړوي، نو پوښتنه
دا ده؛ چې دا کار د شرعي ښوونو له مخې سهي دي که نه؟
ځواب:
که د عقيدې خرابۍ نه وي او په دې موخه ورسره دا کار کولاي
شي، چې بد ښکاره شي او د چا نظر ورباندې ونه لګېږي بيا هيڅ خبره نشته؛ خو که د عقيدې
د خرابۍ خبره وي، بيا داسې کول روا نه دي.
۵پوښتنه:
ځينو مېرمنو داسې لاکټ (اميل) په غاړه کې اچولي وي،چې د
الله پاک نوم پرې ليکل شوي وي،نو له دې سره تشناب او داسې نورو ځايونو ته تلل روا
دي او که نه؟ ځکه چې په دې کې خو د الله پاک دنوم بې ادبي دي.
ځواب:چې کله
تشناب او داسې نورو ځايو ته ځي؛ نو ودې ايستل شي.
۶پوښتنه:
زمونږ په سيمه کې دا دود دي، چې کله د ناوې او د هغې د
خاوند ترمنځ نکاح وتړل شي، نو خاوند يې اول په ناوې کليمه او بيا امنت با الله وايي
ايا دا کار بدعت دي که ديني ښوونه؟
ځواب: د دې څه اړتيا نشته او که څوک يې اړين بولي بيا بدعت دي.
۱۰پوښتنه:
ايا د عاشورا په ورځ د سترګو تورول روا دي؟ ځکه چې ځينې
خلک دا خبره کوي، چې په دې ورځ يزيد د حسين رضي الله عنه په وينو سترګې تورې کړې وي؛
نو مونږ ته د سترګو تورولو پرېښودل په کار دي؟
ځواب:
هو! د عاشورا په ورځ د سترګو تورول څه باک نه لري او کومه
چې د يزيد خبره کېږي دا کوم اصل نه لري، ځکه چې حسين رضي الله عنه د عاشورا په ورځ
د زوال نه وروسته په کربلا کې شهيد شو او يزيد دامهال په شام کې و؛ نو بيا يې
څرنګه د هغه په وينو سترګې تورولې.
۱۱پوښتنه:
زمونږ
په پښتنو کې دا دود دي، چې کله څوک بدي وکړي يانې څوک ووژني، نو د پښتنو د څلو سره
سم د بدۍ د خلاصون له پاره دوې جينکۍ ورکوي، دا کار د شرعې ښوونو له مخې روا دي؟
ځواب:
د
شرعي ښوونو له مخې دا کار ناروا دي، بلکې دا يو لوي جهالت او د مېرمنو د ګردو
حقوقو اسلامي ازادې او د ټولو ارمانونو تر پښو لاندې کول دي، د شرعي ښوونو له مخې
قتل دوه ډوله دي.
يو
په خطا سره. او بل په قصد سره
په
خطا قتل کې قصاص نشته، بلکې پور دي کوم چې شريعت ټاکلي دي او دا هم هله چې د مقتول
ميراث وړونکي بښنه ورته ونکړي.
په
قصدي قتل کې د مقتول ميراث وړونکي په دريو شيانو کې واکمن دي،
۱ـــ قصاص:
چې همغه قاتل به وژني.
۲ـــ بښنه:
چې د تل له پاره به يې بښي.
۳ـــ پور:
هغه کوم چې شريعت ټاکلي دي، له دې لارو پرته بله لار په دين کې نشته.
- پوښتنه: د نانزکو کارول د ماشومانو جينکو لپاره څنګه دي؟
- پوښتنه: ځينې مېرمنې له لمانځه وروسته د جاينماز څنډه راغونډ وي
- پوښتنه: که د يوې ښځي خاوند ورک شي، مړاو ژوندي مالوم نه وي؛ نو
- پوښتنه: که يوه ښځه په عدت کې وي؛ نو کوم شيان پرې بند او کوم ورته ازاد دي ؟
- پوښتنه:د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟
- پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
- پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
- پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
- پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
- ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
- څلورو ښځو سره د نکاح کولو اجازه ورکړل شوې ده او ښځو بيا له يو خاوند څخه زيات خاوندان نشي کولاي؟
- چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
- چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
- چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
- چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
- چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
- چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
- چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور ورباندې حرامه ده ، نکاح یې ماتیږي ؟
- ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
- ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
- ښځه د مجلس دفيشن او ماډرن لپاره نه ده
- ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
- ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي
- ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي
- ښځورواج ده چــــی پــه مخ خالونه وهی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
- ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
- که د لمانځه په مهال موبائل زنګ {رینګ} ر اشی نو څه کول پکار دې ؟
- که حاملې ښځې ته د روژې نيولو په وجه د هغې ځان يا بچي د پاره نقصان او خطر وي نو هغه ته د روژې پريښودل جايز دي
- که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
- که د نفاس په موده کې وينه نا منظمه يا تر څلويښتو ورځو زياته شي ؟
- که دمسجدپه کړکینو کې دلمونځ کونکي عکس ښکاري نولمونځ یې صحیح دی؟
- که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
- که زه په روژه کی دورځی دخپلی ښځی سره مستی وکړم مذی می ووځی روژه پری ماتیږی اوکه نه؟
- که مو مېرمن په حيض کې هم وي جماع کولی شئ، خو…
- که مو نوی واده کړي وي يو ځل يې ولولی
- که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
- که یوتن په لمانځه کې دوه دري ځلي ساعت ته وګوري ؟
- ګرانه : هرې خواته تلاش کوه د خير او نيکۍ لارې ډيرې دي
- ګرانه لوستونکیه : آيا د توبې اراده لرې؟ آیا لدې فرصت څخه ګټه نه اخلې؟
- ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۲)
- یوه د راز خبره درته کوم خو چا ته به نه وایي
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.