Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, December 22, 2012

کله چې په سعودي کې میاشته ولیده شې په دغه رؤیة روژه یااخترلازميږي اوکنه ؟




قال الله تعالى : فمن شهد منكم الشهر فليصمه (۱۸۵)   البقرة   -   ژباړه : -   څوک چې له تاسو څخه میاشت  ووینی نو روژه کوي  دي .
  ۱= وعن أبي هريرة رضي الله عنه يقول : قال   رسول الله صلى الله عليه وسلم: "صوموا لرؤيته وأفطروا لرؤيته فإن غمي عليكم الشهر فعدوا ثلاثين".متفق علیه
ژباړه : له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دمیاشتي له دیدو روژه کوئ اودمیاشتي له دیدو څخه یې اخترکوئ  ، اوکه چيری دوریيځې یاغبار یابل کوم عذرله امله میاشت درڅخه پټه شوه نو دشعبان یعني دبرات دمیاشتي دیرش ورځې پوره کوئ اوبیاروژه کوئ .
تشریح :  دحدیث شریف واضح مطلب داده چې دروژي نیول اوپای ته رسول دمیاشت تردیدو اړه لري که مودرمضان المبارک میاشت ولیده نوروژه کوئ یې اوکه موونه لیده نوهسي یې په خپله رایه سره یاپه اټکلونوسره مه روژه کوئ ،ځکه داپه حقیقت کې دالله تعالی په ټاکلي عبادت باندي له ځانه اضافه ده چې شریعت  اجازه نه ورکوي ،لکه په یوه بل حدیث کې چې راځي :
۲=عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال لا تقدموا شهر رمضان بيوم ولا يومين  . رواه الترمذي وقال صحیح .
اوکه چیري میاشت دکوم عذر لکه باران ،غبار اودود له امله  له تاسوڅخه پټه شوه ، نو بیادبرات دمیاشتي دیرش ورځي پوره کوئ اوبیانوروژه کوئ .
۳= عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه قال :قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لا تصوموا قبل رمضان صوموا لرؤيته وأفطروا لرؤيته فإن حالت دونه غياية فأكملوا ثلاثين يوما. رواه الترمذي وقال حدیث حسن صحیح .
ژباړه : ابن  عباس رضی الله تعالی عنه وایی: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : درمضان المبارک دمیاشتي ترلیدو وړاندي روژه مه نیسئ بلکه کله چې مودرمضان المبارک میاشت ولیده نوروژه کوئ یې اوچې کله مودکمکي اخترمیاشت ولیده نواخترکوئ يې اوکه چيري میاشت تروریيځ پټه شوه نوبیادشعبان میاشت پوره کوئ دیرش ورځې .
۴= عن عائشة رضي الله عنها تقول كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يتحفظ من شعبان ما لا يتحفظ من غيره ثم يصوم لرؤية رمضان فإن غم عليه عد ثلاثين يوما ثم صام .رواه ابوداود  وغیره
ژباړه : ام المؤمنین عائشه الصدیقة رضی الله تعالی عنها فرمایې : چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دشعبان دمیاشتي  دلیدو داسي اهتمام کاوه چې دنورومیاشتوبه یې هغومره اهتمام نه کاوه  ، بیابه یې درمضان المبارک دمیاشتي روژه نیوله اوکه  به درمضان المبارک میاشت په ورییځ کې پټه شوه نودبرات میاشت به یې دیرش پوره کوله اوبیابه یې روژه کوله . همداراز دابوداود په یوه بل روایت کې راغلي : عن حذيفة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لا تقدموا الشهر حتى تروا الهلال أو تكملوا العدة ثم صوموا حتى تروا الهلال أو تكملوا العدة
۵= عن أبي هريرةأن النبي صلى الله عليه وسلم قال الصوم يوم تصومون والفطر يوم تفطرون والأضحى يوم تضحون
قال أبو عيسى هذا حديث حسن غريب وفسر بعض أهل العلم هذا الحديث فقال إنما معنى هذا أن الصوم والفطر مع الجماعة وعظم الناس  . رواه الترمذي ۱\۸۸
ژباړه :ابوهریرة رضی الله تعالی عنه فرمایي : نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دروژي پیل هغه مهال ده چې مسلمان یې روژه کړي  اواخترموهغه ورځ ده چې مسلمان یې اخترکړي .یعني په دواړو حالاتوکي باید دمیاشتي په لیدوکې دعامومسلمانانو اتباع وشي  ، اوپه خپل سردي یوځوک دروژي یاداخترفیصله نه کوي .

دروية الهلال مسئله
 دلته څوخبري ضروري دي
لمړی  :دا چې درمضان المبارک اودکمکي اختردمیاشتي درؤیة دثبوت حکم به له څلوروطریقوڅخه په یوه طریقه ضرورثابت وي ،
اول - دمیاشتي په لیدلو شرعي شهادت   ، دوهم -  الشهادة علی شهادة الرؤیة ، دریم-  الشهادة علی القضاء اوحکم الحاکم ، څلورم -  استفاضة الخبر من حکم الحاکم  ، یعني له بیلابیلواطرافوڅخه متواتراخباردحکم دحاکم څخه چي یقین یاظن غالب باندي حاصلیږي ؛
وفي امدادالفتاوی ۲\۱۱۱  وطریق الموجب ۱ -الشهادة بالرؤیة  ۲  -  الشهادت علی الشهاداة بالرؤیة ۳-   الشهادة علی حکم الحاکم ۴ -  استفاضة الخبر من حکم الحاکم  الخ
دوهم :  دا چې که په اسمان کې وریېځ  وه یاداسې ګرداوغبارؤ چې  مطلع  دهلال [دمیاشتې دلیدوځای ] نه معلومیده یعني صاف نه ؤ نودرمضان المبارک دمیاشتي  دلیدولپاره دیوه تن چې ظاهر الفسقه  نه وي شاهدي یې صحیح  اومعتبره ده  ، اودکوچني اختردمیاشتي په اړه ددوو ثقه مسلمانانو  شاهدي معتبره اوصحیح دی . جواهر الفقه ج۱ص۳۹۹
وقال ابن عابدين رحمه الله في مجموع الرسائل   ص\۲۳۴و اذا كان في السماء علة  من نحوغيم  اوغبار  قُبِل لهلال رمضان  خبرواحد عدل  في ظاهر الرواية  ومستور على قول صحيح  لاظاهر الفسق  اتفاقا سواء  جاء ذلك المخبر  من المصر  اوخارج المصر . ومثله في معارف السنن ۵\ ۳۳۵
اوکه په اسمان کې دغه پورتني مذکورعوارض نه وو نوبیا دیوه یادوودرو تنو شاهدانو شاهدي درمضان المبارک یادکمکي اختردمیاشتي په لیدوکې  نه ده معتبره که څه هم عادلان وي  ،بلکه دغه رؤیة جمع غفیره غواړي جمع غفیره کې دعددتعین خونشته  البته دومره کسان به وي چې خبره یې یقین یاغلبه ظن فائده کوي لکه په متواترحدیث کې ،
قال ابن عابدين رحمه الله في مجموع الرسائل   ص\۲۳۴  اذا لم يكن  في السماء علة  اشترط لهلالي رمضان والفطر  جمع عظيم  يقع العلم الشرعي  وهو غلبة الظن بخبرهم. ومثله في معارف السنن ۵\ ۳۳۵
دریم  : دا چې که درمضان رؤیة په مذکوره شرعي طریقه سره په یوه سیمه کې وشي اوبیاپه وړاندینیوشرطونودغه شهادت بل ښارته نقل شې نوآیاد دغه بل ښار په خلکودروژي نیول یااخترجوړول لازم دي اوکنه ؟ نوزموږ دمذهب په زیاتروکتابونوکې یې لزوم نقل شوی که څه هم دښارونوپه مابین کې واټن اوفاصله بیخې زیاته وي  یعني یوښارپه مشرق اوبل په مغرب وي ؛
خودمتاخرینورأیه داده چې که  ددغه دووښارونوپه مینځ کی واټن اومسافه  زیاته وه نوبیا یې لزوم نشته ،دغه مسئله داختلاف المطالع په نوم  سره شهرت لري : چې آیااختلاف دمطالعومعتبرده اوکنه ؟
داختلاف المطالع مسئله اوبیلابیل مذاهب  ؛
في معارف السنن ۵\ ۳۵۱  ثم  اذا رآى الهلال  أهل بلدة  وانتقلت  الرؤية  ﺇلى بلدة أخرى بشروطها  المذكورة  في الكتب  وثبت لديهم  الهلال  بثبوت الشرعي  فهل يلزم  أهل هذه البلدة الاخرى حكم الاولى أم لا ؟ ففي عامة كتبنا  اللزوم  ولوكان  بين البلدتين  بعد المشرقين  ويلقبون  هذه المسئلة  بقولهم ، لاعبرة باختلاف  المطالع ،  والتفصيل فيه هذا .
المذاهب فيها ثلاثة :
في معارف السنن ۵\ ۳۵۱ والمذاهب فيه ثلاثة
الاول : لكل اهل بلدة رؤيتهم  واليه ذهب عكرمة ، وقاسم ، والسالم ، واسحاق ،  وغيره  كمافي الفتح  والبحر ،
الثاني : يلزم روية  بلد  اهل البلاد كلها  بعد ثبوت  الشرعي  واليه  ذهب الحنفية  والمالكية  وهومذهب  الحنابلة  وغيرها
الثالث : حكم اللزوم  في البلاد  المتقاربة  كالبصرة  والبغداد  دون المتباعدة  كالاندلس وخراسان  وهوالمختار  عندبعض المشائخ الحنفية  والمشهور  عندالشافعيه  وحكى الحافظ  ابوعمر عليه الاجماع  .
دغه روستی قول زموږدمذهب دډیرو متقدیمینو اومتاخرینومحقیقینو اختیار کړی ده لکه صاحب  القدوري ،والتجرید، والجرجاني الفقیه المشهور،وزیلعي صاحب التبیین ،وکاساني صاحب البدائع ،  وصاحب الفیض ، وصاحب مراقي الفلاح ، وعلامه لکهنوي ،وعلامه الکشمیري ،وعلامه عثماني صاحب فتح الملهم شرح مسلم ، وعلامه البنوري ،ومفتي محمدشفیع صاحب معارف القرآن وغیرهم
اماقول صاحب التجريد رح والقدوري  :فما نقل  في التاتارخانيه ۲\ ۳۵۵  اهل بلدة  رأو الهلال هل يلزم ذلك في حق اهل  بلدة اخرىٰ  اختلف المشائخ  فيه بعضهم  قالوا  لايلزم  ذلك لا ن المعتبر  الى قوله  وفي القدوري  اذاكان بين بلدتين  تفاوت يختلف  المطالع   لم يلزم حكم احدى البلدتين  البلدة الاخرى  الخ  وهكذا نقل قوله في عدة كتب  وسياتي .
اما قول الجرجاني رح  فما نقل  في معارف السنن ۵\ ۳۳۷ وقيل يعتبر اختلاف المطالع  في البلاد البعيدة  الى قوله  وهوالذي اختار ه القدوري  في التجريد  وبه قا ل الجرجاني  اه
اماقول العلامه  الكاساني  فماقال في البدائع ۲\۸۳ هذا اذكانت المسافة  بين البلدتين  قريبة  لاتختلف  المطالع  فيها فاما  اذا كانت بعيدة  فلايلزم  احد ىالبلدين  حكم الاخر لان مطالع البلاد  عندالمسافة الفاحشة  تختلف  فيتعتبر  في اهل كل بلدة  مطالع بلدتهم  دون البلد الاٰخر  الخ
اما قول الزيلعي  رحمه الله  فما قال في تبيين الحقائق ۱\۳۲۱ اقل ماتختلف فيه المطالع  مسيرة شهر  الاشبه ان يعتبر لان كل قوم مخاطبون بماعندهم  الخ
اما قول صاحب الفيض رح  فما اشاراليه في الدر المختار ۳\۴۱۸  هل يجب على كل قوم مطلعهم  ام لا ؟ ....فقيل بالاول وعتمده الزيلعي  وصاحب الفيض  وهوالصحيح  عند الشافعيه لان كل قوم مخاطبون بماعندهم  كما في اوقات الصلوة  الخ
اماقول صاحب مراقي الفلاح  رحمه الله   فماقال في كتابه شرح نورالايضاح  : وهوالاشبه لان انفصال  الهلال  من شعاع الشمس يختلف  باختلاف  الاقطار  .... واقل ما اختلف المطالع مسيرة شهر  كدا في الجوهر ه  \ ۶۵۶
اماقول العلامة اللهكنوي رحمه الله   فماقال في مجموع الفتاوى  بهامش الخلاصة ۱\۲۵۵ اصح المذاهب عقلا ونقلا همين است  كه هر دو بلده كه فيما بينها مسافة باشد كه درآن اختلاف مطالع مي شود  وتقدير ش مسافت يك ماه است درين صورت  رويت يك بلده به بلده  ديکر نه خواهد شد ، ودربلاد متقاربه كه مسافت آن كم ازكم  ازيك ماه داشته باشد حكم رويت  يك بلده به بلده ديکر  لازم خواهد بود .
اماقول العلامة الكشمير ي رحمه الله   فما نقل في عرف الشذي  حاشية الترمذي ۱\۲۸۶ وانوار محمود ۲\۷۲  بقوله : قال الزيلعي  شارح الكنز  ان عدم اعتبار  اختلاف المطالع  انما هوفي البلدان  المتقاربة  لاالنائية  وكذا في تجريد  القدوري  وقال به الجرجاني  ،اقول لابدّ من تسليم  قول الزيلعي  والا يلزم وقوع العيد يوم السابع  والعشرون  اوالثامن  والعشرين  اويوم الحادي وثلاثين  اوالثاني وثلاثين  فان  هلا ل  بلاد القسطنطنية  ربما يتقدم  على  هلالنا بيومين  وكنت قطعت  بماقال الزيلعي  ثم رئيت  في قواعد ابن رشد  اجماعا  على اعتبار  اختلاف  المطالع  في البلدان  النائية  ، اما تحديد القرب  والبعد  فمحمول  الى المبتلى  به وليس  له حد معين  الخ
اماقول العلامة شبير احمد العثماني رحمه الله  صاحب فتح الملهم  فمافي شرحه للمسلم ۳\ ۱۱۳ نعم ينبغي  ان يعتبر اختلاف  المطالع  ان لزم  منه التفاوت  بين البلدتين  باكثر من يوم واحد  لان النصوص مصرحة  بكون الشهر تسعة وعشرين  اوثلاثين  الخ
اماقول العلامة البنوري رحمه الله  فما في معارف السنن ۵\ ۳۳۹  وبالجملة اذا وقفنا على نقل الاجماع على عبرة  الاختلاف في البلاد البعيدة  لابد ان نقيد  قولهم  المطلق  بذلك الاجماع  وهذا الذي يريده شيخنا رح  فقال ابن رشد اجمعوا  على انه لايراعي  ذلك  في البلدان النائية  كاندلس والحجاز قال والسبب في الخلاف  تعارض الاثر والنظر  اما النظر  فهوان البلاد اذا لم يختلف مطالعها كل الاختلاف  فيجب ان يحمل بعضها على بعض  لانها في قياس  الافق الواحد   اما اذا اختلف  اختلافا كثيرا  فليس يجب  ان يحمل بعضها على بعض .اما الاثر فمارواه مسلم عن كريب  الى قوله  لكن حكى  ابن عبدالبر الاجماع على خلافه  وقال اجمعوا  على انه لاتراعی  الرؤية فيمابعد  من البلاد كخراسان واندلس . والمتبادر من الاجماع اجماع العلما ء  من اهل المذاهب دون المالكية  خاصة كمايتوهم  فعلم اذًا ان قول الائمة المجمل مخصوص بالبلاد القريبة  التي  لاتختلف افقها اختلافا فاحشا  الى قوله وحققوا وقوع الاختلاف في المطا لع  بنحو خمسمائة  ميل  الخ
ثم يقول العلامة البنوري رحمه الله  فيه ۵\۳۱۴ قال الراقم يعسر التحديد  للاختلاف في الافاق  المائلة  الخ  ويقول فيه في ۵\۳۵۲  بل حكى حافظ ابوعمر  الاجماع  عليه اى على اعتبار اختلاف  المطالع  ولوثبت الاجماع  يقيد ماخالفه  بالبلاد  القريبة التي  لاتختلف  مطلعها  وعندقيام  البرهان  العقلي الصحيح  يتاول في السمعيات  القطعية  فضلا عن باب  المجتهدات  وحديث  ابن عباس  على اجماله يدل على هذا  الذوق  الفقهي  العقلي  وان كان للكلام في وجه استنباطه مساغ بحث  الي قوله وربها يكون قول بعض مشائخنا  في الاعتبار  لاختلاف  مطالع البلاد تفصيل  لقول الائمة  وبيان لمجمل قولهم المجمل دون ان يكون  هو قولا جديدا  على خلاف المذهب  الخ
ونقل قو له اى العلامة البنوري  في احسن الفتاوى ۴\ ۴۸۴  بلاد بعيده مين اختلاف مطالع معتبر هونا اجماعي مسئله  هي  كما صرح به ابن عبدالبر  وغيره  ، حنفيه كي هان بهی بلاد بعيده مين معتبرهونا متعين هی ، راجعوا البدائع   والاختيار  والتبيين ، اورجب اجماع هونا ثابت هوتاهي  ،دوسرا قول مرجوح خود بخود ختم هوتاهي  ، أ ئمة كا قول  لاعبرة لاختلاف المطالع  مخصوص  ان بلاد  كي ساته هي جهان وسط شهر الخ
اماقول العلامة مفتي محمد شفيع رحمه الله   صاحب  معارف القرآن فما قال في رسالته  المسماة برؤية الهلال ص\۵۸ وترجمته من الاردية  ] وعلى  كل حال يعتبر اختلاف المطالع  عندمتاخري  الاحناف  في البلاد البعيدة  الخ
وهكذا قال  :الشیخ مفتي محمد تقي العثماني  في املائه  درس الترمذي ۲\ ۵۳۲  وافتى  المتاخرون على هذا [ اى على  اعتبار اختلاف المطالع .
وهكذا صرح  الشيخ  الكاكري رحمه الله   في رسالته الجهاد في سبيل الله الحصة  الثانية ص\۱۴۲  على اعتبار اختلاف  المطالع  في البلاد البعيدة  .
وهکذا اتفقت ارآء ندوة علماء  لهكنو الهند  علی اختيار قول المتاخرين   ونقل نصه في  كتاب جديد فقهي مسائل ۱\۹۳    وعبارته : اعلم اتفقت اراء  اعضاء المجلس العلمي  الفقهي في ضوء تصريحات  محقيقي  الاحناف  ودلائلهم  بان اختلاف المطالع  معتبر في البلاد البعيدة  الخ
اماالقول الثاني :
فقد ذهب اليه الكثير من المتقدمين  والمتاخرين  وهو ظاهر الرواية  كمافي الهنديه  ولاعبرة لاختلاف المطالع  في ظاهر الرواية  كذافي قاضيخان  وعليه الفتوى  كذا في فتح القدير  ۲\ ۳۱۳
والدرالمختار على صدر ردالمحتار ۳\۴۱۸  وهكذا ذهب من المعاصرين  الشيخ مفتي رشيد احمد صاحب احسن الفتاوى  وله رسالة في هذه المسئلة ملحقة بالمجلد الرابع من احسن الفتاوى  . وصاحب الفتاوى الرحيمية وغيرهم .
څونوري تفریعاتي
لمړی تفریع

کله چې په سعودي کې میاشته ولیده شې نوآیاپه نوروملکونوکې هم په خلکوباندی په دغه رؤیة روژه یااخترلازميږي  اوکنه ؟  داکثروعلماورأیه داده چې دسعودي رؤیة په نوروملکونوکې په خلکو روژه یااختر نه لازمه وي ؛ مفتی رشیداحمدصاحب رحمه الله  صاحب احسن الفتاوی ،اومفتي لاجپوري صاحب فتاوی رحیمیه  هم دسعودي رؤیة دافغانستان یاپاکستان لپاره کافي نه بولي ، سره له دي چې دوئ دواړه اختلاف دمطالعومعتبرنه بولي ؛
.ففي احسن الفتاو ى ۴\ ۴۲۷ تحت عنوان قوله لايلزم برؤية السعودية  علينا الصوم  والفطر فيقول الثاني  ان حكم رؤية الهلال في السعودية مع انه مخالف عن مسلكنا الاحناف  مخالف عن البداهة والعقل  ايضا  ولهذا لم يكن  هي حجة لنا في باكستان  . الخ

وفي الفتاوى الرحيمية ۷\۳۹ المشهور في حق رؤية الهلال في السعودية  انهم لايبالون  بالثبوت الشرعي  في هذه  المسئلة  بل مدار الرؤية في رمضان  والعيد  على الآلات الرصدية  والحساب  وهذا ان كان صحيحا فلا اعتبار لرؤيتهم  شرعا .
وفي زاد الفقيه ص\۲۰۳  اما صوم المملكة العربية السعودية قبلنا بيومين فلايصح لنا العمل به لعدم احتياطهم  في حق رؤية الهلال  لان القمر يصير كاملا في اربعة عشر  اوخمسة عشر  لازماولايمكن ذلك في هذه الصورة.
وفي جديد فقهي مباحث لعلماء لهكنو۱\۹۳ ان مطلع المصر والحجاز  مخالف عن مطلع الباكستان والهند  فالرؤية في الباكستان  مثلا لايلزم على اهل المصر والحجاز  ولارؤيتهم  على اهل الباكستان وهند  لان الفقهاء يصرحون بان البعد الذي يعتبر فيه اختلاف المطالع  انما هومسافة شهر  وهي تكون خمسمائة اميال اوستة مائة اميال  .
كذا في معارف السنن  ۵\۳۴۰

دوهمه تفریع 

آیا په رؤیة الهلال کې درادیواعلان داعتباروړده اوکنه ؟

محدث عصر علامه  بنوري رحمه الله تعالی په دي اړه لیکلي : چې درادیواعلان دیوه شرعي خبر ،یاشهادة په ځای نه دیږي ،که څه هم یوشرعي قاضي په خپله دمیاشتي دلیدلو اعلان کوي ،هوکه دبیلابیلو رادیوګانو اودمختلفوسیمو  څخه اعلانونه وشي داعتباروړدي البته داهغه وخت چې درادیوګانو څخه هغه سیمه او ښارونه چې رویة نه وي شوی دومره فاصله اوواټن ونه لري چې اختلاف دمطالعوپکشې معتبریږي ، وهویقول :

في معارف السنن ۵\ ۳۴۰ ان اعلان الراديولايقوم مقام الاخبار  الشرعي اوالشهادة الشرعية  ولوكان القاضي  يعلن نفسه  لوكان هناك قاضيا  شرعيا ، نعم اذا توارت اخبار راديومتعددة من شتى الجهات  ولاتختلف  جهات الانباء  عن  البلد الذي لم يرى الهلال فيه ببعد يختلف فيه المطالع  فيسوغ العمل بهذه الانباء  المرسلة ويدخل  في حد الاستفاضة المفيدة  للطمانينة  الخ
وفي الفتاوى الرحيمية ۳\۷۳  ان اعلان  راديو يعتبر بشرائط  لكن تلك الشرائط  لم توجد في  المزياعات  العامة   لهذا لايجوز  اتخاذ الصوم  والعيد باعلان اٰلة الراديو الخ

وفي احسن الفتاوى ۴\۴۱۹ ان اٰلة راديو والهاتف  يقيسان  على الخط  الى قوله فالحاصل ان اعلا ن الراديو  والتلفون  والخط يعتبر في الديانات بشرط ان يعرفه  باليقين من امتياز صوته اوتحريره  ان المعلن اوالمحرر هوفلان المسلم العادل .قال العلامة الماجشون  انه لايلزم  بالشهادة  الا لاهل البلد الذي  ثبت فيه  الشهادة الاان يثبت  عندالامام  الاعظم  فيلزم  الناس كلهم  لان البلاد  في حقهم  كالبلد الواحد اذحكمه  نافذ في الجميع  هكذا في فتح الملهم ۳\۱۱۳

وفي احسن الفتاوى ۴\۴۲۲ اګر بذريعه راديو وغيره كسي مستند عالم يامفتي  ياشرعا معتبر هلال كميټی وغيره كي خبر نشر كي  ګيئ تويه خبر  فيصله كرني والي كي حدود ولايت  تك معتبر هي  ولايت سي خارج معتبر نهين هي .
وفيه  ايضا  هلال رمضان مين خط ريډيوتلفون كي خبر اس شرط سي قبول هوګي كه تحرير يااواز كا كامل امتياز هوسكي  اورمخبر مسلم  عادل هو نيز  يه بهي  ضروري هي  كه مخبر اپني  رؤية كي خبردي  .

وفي الفتاوى الرحيمية  ۷\۳۸۹  سعودي سي اګر چاند كا اعلان ريډيو پرنشر هو تواسكي حيثيت  ايك اعلان كي هوتي هي اسي سي شهادت  ياشهادت على ا لشهادت نهين كهاجاسكتاهي ...جولوګ ان كي دائره اثر سي  دور هون انكي حق مين اس اعلان  كيوجه سي  ان پرعمل كرنا ضروري نهين هي  لمافي فتح القدير   لايقبل  اخبار القاضي قاضيا اخر  في غيرعمله  اوغير عملهما  ولوكان على قضائه  الخ
وفي احسن الفتاوى ۴\۴۶۶ ايك قاضي  كافيصله كي خبر محض بلاشروط شهادت على القضاء دوسري قاضي كيليي موجب عمل نهين بلكه مجوز عمل نهين هي  الى قوله  في نيل الاوطار ۴\۱۹۴ لايلزم اهل بلد رؤية غيرهم الخ  

اوکه له ډیرو ځایو څخه دتیلفوني اطلاع راورسیږي

: هر کله چي له متعدد ځایو څخه یاله کوم داسي ښارڅخه چي هلته مشهور علماء او محترم مفتيان موجود وي له بیلابیلو خلګو له خو داخبر ونه راورسیږي چي موږ په خپله میاشت لیدلی ده یا زموږ دښار قاضی یاد میاشتي دلیدلو دکمیټۍ رئیس یامفتي یا معتمد علیه شخص شاهدي اوریدلی دمیاشتي دلیدلو فیصله یې کړي ده ، او هر کله چي ددغسي بیا ورکونکو شمیر دومره ډیر سي چي عقلا دهغوی ددرواغو ویلو هیڅ احتمال باقی پاته نه وي او خبر دمستفیض درجې ته ورسیږي او او ددغه خبرو دصحت یقین یا غالب ګمان محلی قاضی یا دمیاشتي دلیدلو دکمیټۍ رئيس يا معتمد علیه شخصیت ته حاصل سي بیانو هغو داختر دمیاشتي داعلان کولو حق لري ، یو، دوه تیلفونونه کفایت نه کوی ، دغه حکم دلیک (خط) هم دی . (فتاوی رحیمه ج۵ص۱۸۹) .



  1. د لمونځ ټکی په ټکی اسانه ترجمه او معنی
  2. د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت څلور صفتونه چی اوس زموږ په ځوانانو کی هم سته
  3. د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
  4. د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟
  5. د مانځه نه وروسته بغير له كوم سبب سجده كول څنګه دي ؟
  6. د مور د ورځې لمانځل څه حکم لري ؟
  7. د مولود شريف يا جشن ميلاد لمانځل جايز دي ؟
  8. د ميرمنې سره د مقعد له لارې کورواله کول څه حکم لري ؟
  9. د مړي امانت خښول جايز دي او که نه ؟
  10. د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق
  11. د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول
  12. د مړي څخه د اندامونو ايستل څه حکم لري ؟
  13. د مکانونو او دوکانونو سرقلفي
  14. د نا محرمو تر مينځ ورورولي او خورولي شته ؟
  15. د نارينه د پاره په غاړه کې ځنځير اچول څه حکم لري ؟
  16. د ناپوهه او بې احتياطه ډاکټر حکم څه دی ؟
  17. د نذر حکم څه دی ؟ د نه ادا کولو په صورت کې کفاره لري ؟
  18. د نفاس کمه موده او د نفاس په موده کې د نوکانو اخيستل ؟
  19. د نوروز لمانځل حرام دي -نوروز د مجوسيانو اختر دى
  20. د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟
  21. د نيکټايي په اړه ستاسې نظر څه دی ؟
  22. د نګور د پاره خسر محرم دی که نا محرم ؟
  23. د هغه ډريور حکم څه دی کوم چې دايم په سفر کې وي ؟
  24. د واده لومړۍ شپه
  25. د وفات شوي پلار د پاره د حج ادا کول جايز دي ؟
  26. د ويښتانو ، لاسونو او پښو رنګول په نېکريزو
  27. د يوسف علیه سلام او زليخا تر مينځ واده شوی دی ؟
  28. د پردۍ ځوانې ښځې د پرنجي ځواب ورکولو څخه ځان ژغورل
  29. د ژوند د جوړې ټاکنه. کوم معيارونه
  30. د ښځو د تعليم په اړه پوښتنه
  31. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  32. د ښځو ځانګړي احکام (زينت او سينګار )
  33. د ښځی غږ د اسلام له نظره
  34. د ښځې او ميړه يو ځای غسل کول څه حکم لري ؟
  35. د ښځې د پاره د پتلون اغوستل جايز دي ؟
  36. د کافر د پرنجي او سلام ځواب (فتوی)
  37. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  38. د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟
  39. د کفارو د کريسمس او نورو اخترونو تعظيم او په هغه کې کډون کول
  40. د کمپنۍ او شرکت نه د سوغات اخيستل څه حکم لري ؟
  41. دا ولې… اې ځوانه؟
  42. داختر ونو دلمانځه لپاره بهر وتل عيدګاه سنت دي
  43. داختر ونو لمونځ خطبې څخه وروسته دعا ثبته نه ده
  44. داخترونولمونځ كې دسجده سهوى حكم اودفرضونه واجبوطرف ته بيرته كيدل
  45. داخترونولمونځ واجب دى . که نفل اوددې قضاولې نشته حال داچې دوتروقضاشته دى .
  46. داذان په وخت كې دعاگانې ېعنی د اذان جوب
  47. داسي مه كيږه چه په ښكاره ولى الله يې اوپټ عدوالله يى
  48. داعي يې خو مزه دې نشته
  49. دامام دسلام ګرځولو په وخت چه مقتدي دعاء پوره نه كړي شي نوڅه بايد وكړي ؟
  50. دامريكايي جنرال او لوګري ماشوم كيسه
  51. داود اسه نه وروسته په دسمال سره مخ يالاس وچول روا دي اوكه نه ؟
  52. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  53. دجامع مسجدپه ځاى دمحلې مسجدكې دجمعې لمونځ كول څنګه دي ؟
  54. دجنابت په غسل كښې ښځې ته دكمسئ خلاصول ضروري دي اوكه نه ؟
  55. دجنازې اوړلوکې پايو والا تابوت استعمالول صحيح دي که نه ؟
  56. دجنازې دلمونځ نه وروسته دکيناستلو غلط رواج
  57. دجنازې لمونځ دويم ځل کول څنګه دي اودخښولو په وخت کې دمړي مخ ښود ل څنګه دي ؟
  58. دخطبې شروع كيد ونه پس سنت كولى شي او كه نه ؟
  59. دخوراک وروسته په ټوش پېپر لاسونه پاکول
  60. دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول اويا ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري
  61. در اّرايش وفشن عصر حاضر اين نيز است كه زنانه ابروي خويش را باريك ميكند
  62. درؤیة الهلال په مسئله یوعلمي تحقیق
  63. دزنګون اويادبل عورت په ښكاره كيدلوسره اودس ماتيږي اوكه نه ؟
  64. دسنتو ختميد لونه وروسته اجتما عي دعا بد عت ده
  65. دسنډل ، یاکعب العالي په نوم یادیږي ، نو آیامیرمنوته دداسي ډول بوټونو په پښوکولو کې خوبه کومه شرعي ګناه نه وي
  66. دشرمګاه په ليدلوسره اودس ماتيږي ؟
  67. دعاء قنوت ټکی په ټکی اسانه ترجمه
  68. دعدت له پره کيدومخکې نقل مکانې ځاى بدلول جائز دى اوکه نه ؟
  69. دعقد نکاح نه وروسته او د واده نه مخکې د ښځې سره اړيکې او ملاقات
  70. دكوتورو الوزول،دچرګانو،مرغانو،یادنوروحیواناتو جنګول څه حکم لرې
  71. دكړس،كړس په خندا سره ولې دجنازي مونځ ماتيږي او اودس نه ماتيږي ?
  72. دلاټری ټکټ اخيستل يا دبخت لپاره ثبت نام
  73. دلمونځ اداکولو طرېقه : انځوريزليکنه بزبان فارسې
  74. دلمونځ کونکي ترمخ تیریدل په څومره فاصله رواده ؟
  75. دماخوستن لمونځ له خوب څخه وروسته دشپي په آخر كې صحيح دى اوكه نه ؟
  76. دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې
  77. دماشومانو لپاره دپناه غوښتلو دعا
  78. دماښام دلمانځه كولو څخه وروسته ا و د ماخوستن څخه مخكې ويده کیدل ؟
  79. دملاقات په وقت کی پښتانه هرکله راشي واېې داسې وئیل دشرېعت په رڼا کی څه حکم لرې ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User