Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, December 19, 2012

مولانا ابو الاعلی مودودی صاحب ادبي ژوند او لیکنې


سلام علیکم ورحمَه الله وبرکاته ما ته که د امام الاالمودودی په بارک معلومات راکړی ډیر به ښه وی

کورنۍ

د مولانا مودودي کورنۍ د اهلو بیتو د ساداتو له کورنۍ نه ده چې غور نیکه یې خواجه قطب الدین مودود چشتي رحمة الله نومیږي چه د سکندر لودي په زمانه کې هندوستان ته لاړ او خپل پلرنی وطن چشت یې پریښود. د امام مودودي پلار احمد حسن نومیده ه چې په علی ګړه پوهنتون کې یې سبق ویلی وو.

پیدایښت

امام مودودي د 1321 هجری د رجب په دریمه چې د۱۹۰۳ میلادي کال دسمبر له ۲۵ سره سمون خوري، د دکن په اورنګ اباد کې پیدا شوی او پلار یې پرې ابو الاعلی نوم کیښود. څرنګه چې د دوی کورني یوه روحاني او د سیدانو کورني وه نو پوره نوم یې مولانا سید ابوالاعلی مودودي دی.

تعلیم

امام مودودي رحمة الله علیه تر نهه کلنۍ پورې په خپل کور کې ابتدایی تعلیم حاصل کړ چې صرف او نحو، عربی ادب او فقه هم پکی شامل وو. لدې نه وروسته د اورنګ اباد جامعه رشیدیه کې داخل شو او هلته یې دوه کاله سبق وویلو. 11 کلن وه چې د مولویتوب امتحان یې ورکړ او کامیاب شو او ورپسې د حیدراباد دارالعلوم کې داخل شو تر څو د عالم مولوی کورس پای ته ورسوي. په دارالعلوم کې یې لا ډیر وخت نه وو تیر شوی چې پلار یې فلج شو او امام مودودي رحمة الله علیه مجبور شو چې د پلار خدمت ته ورشي. په همدې دوران کې یې د مشهور عالم مولانا آشفاق الرحمن کاندهلوی نه د احادیثو مشهور کتابونه، فقه او ادب وویل او د فراغت اسناد یې په ښو نمبرو واخیستل او ورسره یې د مولانا شریف الله نه، تفسیر، عقلي علوم، علوم اصلیه و فروعیه، ادب او بلاغت وویل او سند یې تر لاسه کړ.

لیکوالی:

امام مودودي د پنځلسو کالو وه د خپل مشر ورورابوالخیر سره یې په اخبار مدینه کې د معاون مدیر به حیث کار کولو. دې کار تر دوو میاشتو پورې دوام درلود او بیا د (انجمن اعانت نظر بندان اسلام) سره ملګری شو او ورسره په 1919 کې یې د مولانا محمد علي جوهر رحمة الله علیه د خلافت تحریک کې هم برخه واخسته.
په 1925 کې د جمیعت علماءهند مشراحمد سعید یو اخبار جوړ کړ او مودودي رحمة الله علیه یې محرر وټاکه.

په 1932 کې مولانا ابو محمد مصلح د میاشتنۍ مجلې، ترجمان القران بنیاد کیښود دا تر شپږو میاشتو پوری مولانا مصلح چلوله بیا ترینه مولانا مودودي صاحب په پیسو واخیسته او تر اخري عمره یې وچلوله او اوس هم چلیږی.

سرچينې اصلاح انلاين

 

مولانا سيد ابو الاعلی مودوديد شلمې پېړۍ په هغو نامتو روڼ آندو او اسلامپوهانو کې راځي، چا چې په خپل شپېته کلن پوهنیز، ادبي، دیني، ملي او ټولنیز ژوند په هر هړخ باندې رڼا اچولې، او څېړنیزه لیکنې یې پکې کړي دي.

مولانا مودودي یو عبقري، د ډول، ډول صلاحیتونو څښتن، د معاصرو اسلامي غورځنګونو لارښود او سرچینه او د اسلام سم او ژور پوه او عالم ؤ. ده ته څښتن تعالی داسې وړتياوې ورکړي وې چې د اسلامی غورځنګ د لارښوونې لپاره داسې پالېسۍ او لارې جوړې کړي، چې دګوتو په شمېر کلونو کې لوړو درجو ته ورسېږي.

د ژوند لومړي حالات

د یوه انسان عبقریت او لوړوالي نښې له هماغه کوشنیتوب څخه ښکاري، نو په همدې ډول د علامه مودودي دسې ستر او اریانوونکي کارونه ترسره کړه، چې دا ډول کارونه د نورو کوشنیانو له وسې بهر خبره وي.
د لومړنیو زده کړو په دور کې د هغه امتیازي حیثیت په خپل ځای پاتې ؤ، هغه یواځې د دیارلسو کالو په عمر د اتم ټولګي زد کوونکې ؤ، او په همدې کوشنیوالي کې یې لیکنې کولې او د ښوونځي په غونډو کې به یې ویناوې کولې.

باندنيو هېوادو ته سفرونه

د ۱۹۵۶ز او ۱۹۷۴ز کلونو ترمنځ علامه مودودي د نړۍ کوټ، کوټ ته سفرونه وکړل،او په خپلو مختلفو سفرونو کې قاهرې، دمشق، عمان، مکه معظمه، مدینه منوره، کویټ، ربات، استنبول، لندن، نیویارک، ټورنټو او نورو ښارونو سره سره، ډېرو نړیوالو مرکزونو کې لېکچرونه ورکړي، په همدې کلونو کې یې په لسو نړیوالو کانفرانسونو کې ګډون وکړ، او

په نورو ژبو کې د مولانا د لیکنو ژباړې

د علامه مودودي لیکنې د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوي، چې ددې ډلې څڅه پښتو، عربي، انګرېزي، پاړسي، ترکي، بنګالي، جرمني،فرانسوي، هندي، جاپاني، سواحلي، تاملي، تېلګو په ګډون ۲۲ څخه زیاتو ژبو ته ژباړل شوي دي. د یادولو وړ ده، چې د علامه مودودي کتابونه د مدینې منورې، ریاض، سوډان، مصر او نورو اسلامي هېوادونو په پوهنتونو په ښوونیز نصاب کې شامل کړای شوي دي.

مړینه

په ۱۹۷۹ز کال علامه مودوي د ګردې او زړه ل رنځ څخه سخت په تکلیف کې شو، نو دده زوی (چې په امریکا کې رنځپوه) ؤ څنګ ته ولېږل شو. د څو جراحي عملیاتو کولو څخه وروسته هم ونه رغېد، او د نوموړو ټپونو څخه په همدې کال د ستمبر په ۲۲مه نیټه د ۷۶ کلونو په عمر ومړ. لومړنۍ جنازه یې د نیویارک په بفیلو ښارګوټي کې وشوه، او بیا پاکستان ته په راوړو سره یې د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې د قتر پوهنتون مرستیال رییس (د شام هېواد د اخوان المسلمون پخوانې لارښود) علامه یوسف قرضاوي لخوا د زرګونو مسلمانانو په شتون کې وشوه، او هورې په منصوره کې خاورو ته وسپارل شو.

د مودوي فلسفي نظریات

د څښتن تعالی تصور

د انسان پیداېښت

د انسان د پېداېښت په اړه هر پیر کې ډول، ډول نظریات وړاندې شوې دي. چا انسان د نور نظام په څېر یو حادثه او پېښه وګڼله، او هغه دا، چې انسان په خپل سر پیدا شو، او دده په پیداېښت کې د څښتن هېڅ سر و کار نه ؤ.
د انسان د پیداېښت په اړه مودودي یو ځانګړې نظریه لري. دې وایی، چې انسان له کومې مادې څخه په خپل سرهېڅکله هم نشي پیداکېدای.

ادبي ژوند او لیکنې

  • تفہیم القرآن (6 ټوکه)
  • تفہیمات (5 ټوکه)
  • رسائل و مسائل (5 ټوکه)
  • سیرت سرور عالم (2 ټوکه)
  • پردہ
  • الجہاد فی الاسلام
  • تنقیحات
  • مسئلہ قومیت
  • خطبات
  • دینیات
  • شہادت حق
  • دین حق
  • سلامتی کا راستہ
  • بناؤ اور بگاڑ
  • اسلام اور جاہلیت
  • اسلام کا اخلاقی نقطہ نظر
  • تحریک اسلامی: کامیابی کی شرائط
  • اسلام کا نظام حیات
  • اسلام کا سرچشمہ قوت
  • سنت کی آئینی حیثیت
  • اسلامی تہذیب اور اس کے اصول و مبادی
  • خلافت و ملوکیت
  • حقوق الزوجین
  • سود
  • معاشیات اسلام
  • اسلام اور ضبط ولادت
  • شرکت و مضاربت کے چند شرعی اصول
  • مسئلہ ملکیت زمین
  • ہندوستان کا صنعتی زوال اور اس کے اسباب
  • اسلامی عبادات پر ایک تحقیقی نظر
  • قرآن کی چار بنیادی اصطلاحیں
  • تجدید و احیائے دین
  • تعلیمات
  • سانحہ مسجد اقصی
  • اسلامی کا نظریہ سیاسی
  • اسلامی سیاست
  • خطبات یورپ
  • خطبات حرم

د علامه مودودي پښتو ژباړل شوي کتابونه

  1. اسلامي سياست - ليکوال - مولانا گوهر الرحمٰن- ژباړن - استاد قريب الرحمن سعيد
  2. د سلامتې لار
  3. یو خطب
  4. د حق شادت
  5. د طاقت اصلي سرچشمه
  6. محمدي رسالت د پوهې په رڼا کې
  7. اسلام او جاهلیت
  8. مطالبات
  9. پرده
  10. خطبات
  11. اسلامي معیشت
  12. اسلامي جهاد
  13. د دعوت اسلامي درې نکتې
په دې ليکنه کي دمودودي په اړه يوازي معلومات ليکل شوي، نه پکې اعتراض اونه هم داعتراضونوځوابونه شته. په موددي باندي دډېروعلماء کراموله خوا اعتراضونه شوي، بايدياده يې کړم چې دعلماء کراموله خواشوي اعتراضونه هوايي نه دي بلکه دنوموړي په ليکنوياکتابونويې کړي چې ده پکي خپل نظريات ليکلي دي دعلماء کراموداعتراض سبب هم همدغه نظريات دي، که څه هم په خپله دمودودي يادنوموړي دپيروانوله خواتريوه حده داعتراضونوځوابونه شوي دي خومتاسفانه تراوسه يولوري هم تفاهم ته درسېدواعلان نه دی کړی. په مودودي شوي اعتراضونه اودهغوئ ځوابونه به په همدې موضوع کي سره شريک کړو ان شاالله .


سرچينې

علم کلام، لیکوال: صفدر علي، چاپځای: فاروق سنز، ۱۶ الکریم مارکېټ-اردو بازار، لاهور.



 
  1. څنګه د انټرنيټ لپاره ښه ليکنه وکړو؟
  2. څوك خپه كېږي او ولې؟
  3. څومره وزن لرونکی فایل چې دخوښ وی ملګری ته یی ولیږه
  4. څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
  5. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  6. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  7. چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
  8. چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
  9. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  10. چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
  11. چې يوه نيكې كمه شي
  12. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  13. ډیر ذهني دباو حافظه خرابوي
  14. ژوندي دي چي یادیږي (افغانانو وياړلي څهرې )
  15. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  16. ښځه بيلتون غواړي نوڅه حکم وکول شي ؟
  17. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  18. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
  19. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  20. ښځی او میړه ښه ډبول وخوړل:ېوا عجیبه قصه
  21. ښځې ته يي وويل که مې ستا په ژوند کې واده وکړ نوداسې که خاوند دې طلا ق ورکړي او واده يي وکړ ؤ نو څه حکم به وي ؟
  22. ښځې د پاره اوږد نوکونه پريښودل روا دي او که نه ؟
  23. کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
  24. کاهن ، نجومی
  25. کبیره ګناهونه
  26. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  27. کفاره هله وجبیږی چه انسان بلکل معذوره وې
  28. کلمات القرآن : د مبائل لپاره ېواسلامی سافټ وېر دقران دمشکل الفاظو ترجمه عربک ټو عربک
  29. کن حالات میں مباشرت سے پرہیز کرنا چاہیئے
  30. که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
  31. که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
  32. که موټرچپه شې نوپه موټر وان یاپه موټرکې سواره خلګوباندي دمړوشوو خلګو کفاره یادیة شته اوکنه ؟
  33. که يي وويل که مي فلانى کار ونه شو نوزما ښځه دې طلاقه وي نوشرط چې کله موجود شي طلاق واقع کيږي ؟
  34. که په کمپيوټر کې پښتو نه لرﺉ پښتو خپل کمپوټر ته له دې ځای څخه ښکته کړﺉ
  35. که پټه خوله نه شوې نوطلاق ويلوسره کوم ډول طلاق واقع کيږي ؟
  36. که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
  37. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
  38. که یوتن په لمانځه کې دوه دري ځلي ساعت ته وګوري ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User