Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, October 24, 2012

د عرفې د ورځې د روژې په اړه



 

د عرفې د ورځې د روژې په اړه




لیکنه عبید الله حسام




زما دایمان او عقیدې وروڼو ، خدای مو همداسې په ایمان ښایسته لره، پام مو وي چې یو ډیر لوی فرصت مو ترلاسه شوی، ګورۍ چې د غفلت له وجې مو دا زرین چانس له لاسه لاړ نشي ځکه تر بل کاله پورې دا روښانه نده چې زه او تاسې به ژوندي یو که نه؟!!!

د عرفې د مبارکې ورځ په ګډون یو شمیر ځانګړې ورځې او شپې د اسلام له نظره ډیر ارزښت لري! دعا او عبادات پکې د نورو ورځو په پرتله ډیر ثواب لري چې اندازه یې یواځې پاک الله (ج) ته روښانه ده!

د عرفې د ورځې په اړه په قران کې ستر خالق فرمايي: لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُواْ فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُواْ اللّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّآلِّينَ ﴿۱۹۸﴾ ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۹۹﴾ (بقره ۱۹۸-۱۹۹)

ژباړه: او که له حج کولو سره سره تاسې د خپل رب د فضل (مال ګټلو) په لټه کښې هم شۍ نو څه باک نه لري بیا چې کله له عرفات نه ځۍ نو په مشعر حرام (مزدلفه) کې ایسار شۍ، الله (ج) یاد کړۍ اوپه هغه شان یې یاد کړۍ چې تاسې ته یې لارښودنه کړیده، که نه خو له دې نه مخکې تاسې ګمراه وۍ. بیاله کوم ځای نه چې نور ټول خلک راګرځي له هماغه ځایه تاسې هم راوګرځۍ او له الله (ج) نه بښنه وغواړۍ په یقیني توګه هغه ذات بښونکی او رحم کونکی دی.

په اصل کې خو مونږ باید د عرفې د ورځې په ګډون دا تیرې ۹ ورځې پوره روژه نیولی وای، که چا نیولې وي الله (ج) دې ورته قبول کړي، په بدل کې دې یې اجر ورکړي او که چا ندي نیولې نو بیا باید چې دا یوه د عرفې ورځ روژه ونیسي ځکه پدي ورځو کې خو د عرفي د ورځي روژه نيول سنت عمل دي، په دي ورځ د روژي ډير فضيلت راغلي: حديث کې راځي چي ددي ورځي روژه د دوو کلونو ګناهونه معاف کوي!

دعرفات دورځې دروژې په اړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي "صوم يوم عرفة يكفر سنتين ماضية و مستقبلة". رواه احمد
ژباړه: د عرفات په ورځ روژه نیول ددوو کلونو (تیر او راتلونکی کال) دګناهونو دکفارې او له مواخذې څخه یې دخلاصون سبب ګرزي. رواه احمد

همدا حدیث د مسلم شریف په کتاب کې هم راغلی:

عن أبي قتادة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم سئل عن صوم يوم عرفة فقال:
"يكفّر السنة الماضية والسنة القابلة". (رواه الإمام مسلم).

ژباړه: د أبي قتاده (ض) نه روایت دې چې د رسول الله (ص) نه د عرفې د ورځې د ورژې په اړ ه وپوښتل شو نو رسول الله (ص) په ځواب کې وفرمایل "د تیر او راتلوکي کلونو ګناهونه پرې معاف کیږي". (رواه الإمام مسلم).

د عرفې د ورځې ددعا په اړه پیغمر (ص) فرمايي:يقول النبي صلى الله عليه وسلم: "خير الدعاء دعاء يوم عرفة ,,, وخير ما قلت أنا والنبيون من قبلي: "لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير". (رواه الإمام الترمذي وحسّنه الألباني).

ژباړه: بهترینه دعا، د عرفې د ورځې دعا ده او هغه څه چې ما او زما څخه مخکې پیغمبرانو ویله : "نشته لائق د عبادت مګر الله (ج) چې يو دی او شريک نه لري ، ده لره پاچاهي ده، او ده لره ټولې ستاينې دي، او هغه په هر څه باندې توانا دی".

خو بیا همدا روژه د هغو حاجیانو لپاره مکروه ده چې د حج په مراسمو کې یې ګډون کړی وي او پیغمبر (ص) ترې منع فرمایلې او ددوی لپاره یواځې د مراسمو پوره کول او دعا ویل دي. او ځینې علما دا روژه د عرفاتو په مراسم کې ګډونکونکو حاجیانو لپاره حرامه ګڼلې.

په یو متفق علیه حدیث کې راځي: عن عائشة رضي الله عنها قال : " نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن صوم يوم عرفة بعرفات " ، ويعضدهما حديث : " أن الناس شكوا في صومه صلى الله عليه وسلم يوم عرفة ، فأرسل إليه بقدح من لبن فشربه ضحى يوم عرفة والناس ينظرون " ( رواه البخاري ومسلم)

ژباړه: د عایشې (ض) نه روایت دی چې منع وفرمایله رسول الله (ص) د عرفې د ورځې له روژې نه په عرفاتو کې (هغه حاجیان چې د عرفاتو په مراسمو کې ګډون کوي) ځینې خلکو د رسول الله (ص) په روژه کې شک کاوه چی رسول الله (ص) به روژه یې نو ورته شیدې راوړل شوې او پیغمبر (ص) وڅښلې او خلکو ورکتل.

دا ځمونږ دین هم څومره ښې ځانګړتیاوې لري! په یوه ورځ روژه خالق خپل د مخلوق دوه کلن ګناهونه معافوي.

الحمد لله! الحمد لله! الحمد لله! څومره مهربانه خالق لرو! د یوې ورځ په بدل کې خپلو بندګانو ته دومره ثواب ورپه نصیب کوي چې ګمان یې هم ګران دی! او بیا غافلو بندګانو ته ګوره چې یوه لحظه هم د خپل خالق په فکر کې نه دي!

هغه (ج) پر مونږ څومره مهربانه دی! الحمد لله!

الله (ج) ډیر مهربانه دی، د همدې روژې په وسیله به راته الله (ج) هدایت وکړي، ارمانونه به مو پوره کړي او هر هغه شرعي مراد چې لرو راته به یې ترسره یې کړي! انشاء الله!

نو بیا ولې دا دومره لوی فرصت له لاسه ورکړو!

راځۍ! دا یوه ورځ په پټو سترګو تیریږي، فقط توکل مو په الله (ج) کړۍ او د عرفې په مبارکه ورځ روژه ونیسۍ!

د ثواب ترڅنګه به د طبي ګټو نه هم برخه مند شۍ!

یا الله (ج) ماته او زما ټولو مسلمانو ورنو ته توفیق ورکړې چې د عرفې په مبارکه ورځ روژه ونیسو او تل ښه اعمال ترسره کړو!

امین! امین! ثم امین یا رب العالمین!

والله اعلم

 


  1. په طلوع تلویزیون کی یوه خپرونه ده چی 20 نفره به کی اشتراک کوی
  2. په عدت کې له يوه څخه وروسته حامله شوه نوعدت څنګه تيرکړي ؟
  3. په غائبانه توګه د جنازې لمونځ جايز دی او که نه ؟
  4. په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
  5. په قسط باندې خرچول او اخيستل د اسلام له مخې څه حکم لري؟
  6. په كوټ اوپتلون كښې مونځ كيږي اوكه نه؟
  7. په كټ باندې مونځ كول صحيح دي
  8. په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی
  9. په لمانځه کې د پښو تر مينځ فاصله بايد څومره وي ؟
  10. په لمانځه کې څنګه له شيطاني وسوسو ځان بچ کړم ؟
  11. په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
  12. په مذي باندې په ككړو جاموكې مونځ كول صحيح دى اوكه نه ؟
  13. په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
  14. په وړينو كاليوباندې ګنده ګې ا وچه شي اوپه خپله ورژيږي بغير له پاكولو نه مونځ روا دى اوكه نه ؟
  15. پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟
  16. پوښتنه : د مېرمنو {ښځو} له پاره په تبليغي جوماتونو کې وتل څه حکم لري؟
  17. پوښتنه : دمسواك اندازه څومره ده ؟
  18. پوښتنه ده نامه نه لاندې ویښته که چیرې پرې دوا استعمال شی { سپرې } نو په اسلام کې څه حکم لرې ؟
  19. پوښتنه: ايا ښځو ته هم د سړيو په شان د مسواک کارول سنت دي؟
  20. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  21. پوښتنه: ايا د خاوندانو له پاره روا ده، چې خپلې مېرمنې ته د پرديو خلکو د ليدلو اجازه ورکړي؟
  22. پوښتنه: خاوند کوم مهال خپله ښځه وهلي شي، که کوم خاوند پرته له هغو لاملونو ښځه ووهې ګنهګاردي او که نه؟





No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User