Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, September 5, 2012

آیا د ښځې مخ او لاسونه تر کور بهرعورت دي کنه؟



سلامونهاو نیکي هیلي مي ومنی،

ډیرموده کیږي چې په دې لټه کې یم تر څو وپوهیژم چې آیا د ښځې مخ او لاسونه تر کور بهرعورت دي کنه؟ ايا ښځې کولی شي بازار، ښونځي، روغتون او .....................ته پهداسې حجاب کې چې مخ او لاس یې ترې ښکاریژي لاړې شي، ځای ځای مې ضد او نقیض مالوماتتر لاسه کړي که ممکن وي بې له دې چې زموژ د ټولنې ضعیف اخلاقي بعد په نظر کې ونیولشي په دې اړه د قران او د قوي احادیثو په رڼا کې ځواب راکړی. مننه،

 حبیب الله حبیبی له غزني څخه.


*****************************************************************

Assistant profisor Habibullah Habibi,

SeniorProvincial Management Specialist (SPMS) for the DAIL, Ghazni,

Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock (MAIL),

Cell Number:  +93(0) 777 743 601,

E-mail Add: pma.ghazni@mail.gov.af,

                  : pma.ghazni@gmail,

مؤمنه ښځه به د نامحرم او بيګانه څخه د مخ په شمول ټول بدن پټوي .
قوله تعالی : 

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (59) احراب .
(ای نبي ! خپلو ميرمنو ،لونو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پر خپل ځان جلابیب (لوی چادر) خواره کړﺉ دا ډيره مناسبه کړنلاره ده تر څو دوی وپيږندل شي او و نه ځورول شي الله بخښونکې او مهربان دی .
په تفسير د دغه آیت کې ريس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه وايي : أمر الله نساء المؤمنين إذا خرجن من بيوتهن في حاجة أن يغطين وجوههن من فوق رؤوسهن بالجلابيب ويبدين عينا واحدة.
يعنې : الله تعالی مؤمنو ښځو ته دا فرمان وکړ چې : کله د ضرورت په وخت کې د کور څخه د باندې وځی نو خپل مخ د پاسه د سر په ټکري پټ کړﺉ او فقط يو سترګه ښکاره کړی . (تفسير انوار القرآن او مجموعه فی رسائل الحجاب والسفور ) .

همدارنګه په نبوي احاديثو کې هم د مخ پټول ثابت دي :

1- يرحم الله نساء المهاجرات الاول انزل الله (وليضربن يخمرهن علی جيوبهن ) اشققن اکنف مروطهن (نوع من الثياب ) فاختمرن بها ای غطين(او ابوداو 4102 ) .
عايشه رضی الله عنها وايي : په اولو مهاجرينو ښځو دې د الله رحمت وي کله چې دغه ايت نازل شو (وليضربن يخمرهن علی جيوبهن ) نو دوی چې کوم د حجاب جامه لرله هغه یې ټوټې کړه او له هغه څخه خمار جوړ کړ (یوه جلا ټوټه وه چې په هغه يې خپل سر او مخ پټولو ) .
2- له ام سلمه رضی الله عنها نه روايت دی چې زه او ميمونه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو ، چې په دې حال کې ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغی دغه وخت د حجاب حکم نازل شوی وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « احْتَجِبَا مِنْهُ » «له هغه څخه ستر وکړﺉ »، ومو ويل: ای رسول الله :آيا هغه ړوند سړی نه دی چې مونږ نه ويڼی او نه مو هم پيږني ؟ پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« أفَعَمْيَاوَانِ أنتُما؟ أَلَسْتُمَا تُبْصِرَانِهِ ؟ » آیا تاسې دواړه هم ړندې ياست؟آيا تاسې هغه نه وينئ ؟ (أحمد (6/296)، او أبو داود (4112)، او الترمذي (2778)، او النسائی فی «الکبری»(9241)، او ابن حبان في «صحیحه»(5575).
3- وعن عايشة رضی الله عنها قالت : کان الرکبان يمرون بنا ونحن مع رسول الله صلی الله عليه وسلم محرمات ،فاذا حاذوا بنا أسدلت احدانا جلبابها من رآسها علی وجهها ، فاذا جاوزونا کشفناه . رواه ابوداود ۱۸۳۳ او ابن ماجه ۲۹۳۵ او صحيحه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او صحيح الباني .

عايشه رضی الله عنها وايي : مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيريدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به  مخ لوڅولو . 

4- وعن اسماء بنت ابی بکر رضی الله عنهما قالت : کنا نغطي وجوههنا من الرجال …….  رواه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او حاکم ۶۲۴/۱ او صحيحه ووافقه الذهبي او صححه الالباني .

د ابی بکر صديق رضی الله عنه لور اسماء رضی الله عنها وايي : مونږ به له (بيګانه ) خلکو څخه مخ پټولو
5- رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ښځو ته حکم کوي چه په طواف کې مخ مه پټوي حديث شريف
 (ينهی النساء فی احرامهن عن القفازين والنقاب )
 
ژباړه : هغوی صلی الله عليه وسلم ښځو ته داحرام په حالت کې د دستانواچولو اوپه مخ باندې دنقاب اچولو يا مخ پټولومنع کوله . ( رواه ابوداؤد ) نوکه دمخ پټول نه وای ددي حکم واضحت ته څه ضرورت ؤ ؟
نو ثابته شوه چې د مخ پټول په حجاب کې شامل دي ځکه چې د مخ لوڅول د بيګانه خلکو په مخ کې د فتنې سبب جوړيږي د ويښانو په لوڅولو کې دومره فتنه نشته لکه د مخ په لوڅولو کې .
د مخ پټولو په باره نور احاديث هم شته چې دلته مو دا پورته څو مبارک احاديث و ليکل
الله تعالی په هر څه عالم او ښه خبردار دی

له کور څخه د ښځې د وتلو شرطونه

۱- بايد له سره تر پښو مکمل حجاب مراعات کړي .

۲- بايد له ښايسته جامو څخه ډډه وکړي (ښايسته جامې يې نامحرم ونه ويني ) .

۳- بايد له نازکو جامو ډډه وکړي .

۴- بايد له تنکو جامو ډډه وکړي .

۵- بايد د کفارو له مشابه جامو ډډه وکړي .

۶- بايد د نارينه له جامو د مشابهت څخه ډډه وکړي .

۷- بايد له اوزار لرونکو جامو ډډه وکړي .

۸- بايد د ميړه له اجازې پرته ونه وزي .

۹- بايد د عطرو له استعمال څخه ډډه وکړي .

۱۰- بايد په خيال ناز او نزاکت تګ ونه کړي .

۱۱- بايد د لارې په يوه اړخ تګ وکړي د لارې په منځ لاړه نشي .

۱۲- بايد د ضرورت په وخت کې په لوړ آواز خبرې ونه کړي .

۱۳- بايد د ضرورت پرته له بيګانه خلکو سره خبرې ونه کړي .

۱۴- بايد د پرديو خلکو سره د خبرو پر مهال نرمه خندا (تبسم) ونه کړي .

۱۵- بايد پرديو خلکو ته عاشقانه ونه ګوري .

۱۶- بايد د پرديو خلکو سره کډه نشي (اختلاط) ونه کړي .

۱۷- بايد له نامحرم پرته چاته لاس ورنه کړي .

۱۸- بايد بې ضرورته له کوره ونه وزي .

۱۹- بايد ډاکتر ته د علاج پر مهال خالي ناروغ ځای ښکاره کړي .

۲۰- بايد دم تعويذ او دعا په وخت کې تعويذ ګر ته او پير ته ځان ښکاره نه کړي ځکه دم او دعا د مخ ښکاره کيدو سره څه ارتباط نه لري .

۲۱- بايد فال ګر ته لاړه نه شي چې د څلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي .

۲۲- بايد له هغو ښځو څخه ځانونه وساتي چې د ښايسته ښځو بيانونه پرديو خلکو ته کوي .

۲۴- بايد له ځنو محرمو سره کله (زوم ) که لذت او خوند مينځ ته راتی له لاس ورکولو څخه ډډه وکړي ځکه د طلاق مشکل مينځ ته راوړي چې هيڅ حل نه لري ،دابحث د فقهې په کتابونو کې په تفصلی توګه ذکر شوی دی دلته نه ځايږي .

۲۵- محرم : د ښځې هغه نارينه قريب ته ويل کيږي چې تل يې نکاح ورسره حرامه وي .

نن زمان چه کوم سازمانونه دښځی دحقونو اومساوات نارې وهې دغه شيطانی حلقې ادعا کوي  چه مونږ دښځی اونر ترمنځ برابري يا مساوات اودهغه حقونه غواړو.
دغوشيطانی حلقوته په ځواب کې داسې وايو:
په اسلام کې اصلاً دنر اوښځې ترمنځ هيڅ فرق نشته کوم عبادات چه په نر لازمې دي هغه په ښځه هم دي ولې که ځنی حقوقی يا عبادي فرقونه موجود دي هغه دفطري اختلافاتو په وجه دي لکه چه مخکې اشاره ورته وشوه .دښځی خاوندجهاد ته ځی خودکوراو اولاد څارنه خپلې ميرمنې ته پريږدي نوښځه دجهاد په اجر اوثواب کې دنر سره شريکه شوه .
نر اوښځه په  حقونو اودندو کې ( په کوموکې چه دفطري اختلاف په وجه فرق لري )هغه وخت مساوي کيدای شي چې د نر اوښځی فطری جوښت سره مساوي شي آيا دښځی يا نر فطري جوښت ته څوک تغير ورکولای شي ؟
نو دښځی دفطري جوړښت خلاف دنده ورسپارل دښځی پرفطري خواص تجاوز ندي او داد ښځی په حق کې ظلم ندي .
 
دا نو ښه عدالت دي چه ښځه دي هم مور وي او هم دي دبل نوکرې وکړی .
که خپله وظيفه (مورکيدل ) تر سره کوي يعنی د اولاد روزنه نو نوکري به څنګه کوي او که نوکري ته ځی اوداولاد دخدمت لپاره بله خادمه نيسی يايې کوم ارګان ته ليږي .آيا دابه داولاد په حق کې ظلم نه وي چه اولاد دخپل مور له مهربانه غيږي څخه جلاکوي ؟
 
دنراوښځی دواړو وتل له کوره څخه د پيسوګټلولپاره يوطرفه هدف دی يعنی يواځی ماديات آيا دژوندهدف يوازی د مادياتو په لاس راوړل دي ؟
داکور اوژوند نو څه مفهوم لري که دپيسو ګټل وي خو دژوندبرابرولو لپاره نه دژوند بربادولولپاره
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دښځی دحقوقواومساواتو داعيان دکور کار او داولاد روزني اوپالنې ته دنده نه وايې
پداسې حال کې چه نن ورځ په نړی کې دانسانانودتعلمی روزنی لپاره بی شميره مدرسی ،مکاتب ،پوهتونونه اونور علمی مراکز او ليليی لوی لوی انتظامات او مصارف په نظر کې نيول شوي دي .
آيا دانسان ابتدايې بدنی روزنی ته هم دنده نه وايې ؟
هودمظومی ښځې حقوق ،آزادي اومساوات همدي ته وايې :
مسلمان ښځه نن په کفري نړي کې اسلامې حجاب ته نه پريږدي دانو آزادي شوه ؟ دانودښځی حق شو؟
ښځه په لوی لاس بی حجابه کوي دخپلوشهوانی اهدافو په موخه ،ښځه يوتجارتی سمبول ګرځوي خپل خراب جنس دښځی په تصوير خرڅوي … دانو دښځی حقوق شول ؟
مظلومی ښځی په نظامی اډو کې شپی سبا کوي هلته ډيرکرته ورباندې جبري جنسې تجاوز کيږی آيا دادنر اوښځی مساوات دي ؟
خالق تعالی موتباه کړه پدي درواغجنو ډرامو آيا تاسې ته دا خلک دومره کورمغزه ښکاري .
 
 

  1. د لمونځ ټکی په ټکی اسانه ترجمه او معنی
  2. د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت څلور صفتونه چی اوس زموږ په ځوانانو کی هم سته
  3. د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
  4. د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟
  5. د مانځه نه وروسته بغير له كوم سبب سجده كول څنګه دي ؟
  6. د مور د ورځې لمانځل څه حکم لري ؟
  7. د مولود شريف يا جشن ميلاد لمانځل جايز دي ؟
  8. د ميرمنې سره د مقعد له لارې کورواله کول څه حکم لري ؟
  9. د مړي امانت خښول جايز دي او که نه ؟
  10. د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق
  11. د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول
  12. د مړي څخه د اندامونو ايستل څه حکم لري ؟
  13. د مکانونو او دوکانونو سرقلفي
  14. د نا محرمو تر مينځ ورورولي او خورولي شته ؟
  15. د نارينه د پاره په غاړه کې ځنځير اچول څه حکم لري ؟
  16. د ناپوهه او بې احتياطه ډاکټر حکم څه دی ؟
  17. د نذر حکم څه دی ؟ د نه ادا کولو په صورت کې کفاره لري ؟
  18. د نفاس کمه موده او د نفاس په موده کې د نوکانو اخيستل ؟
  19. د نوروز لمانځل حرام دي -نوروز د مجوسيانو اختر دى
  20. د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟
  21. د نيکټايي په اړه ستاسې نظر څه دی ؟
  22. د نګور د پاره خسر محرم دی که نا محرم ؟
  23. د هغه ډريور حکم څه دی کوم چې دايم په سفر کې وي ؟
  24. د واده لومړۍ شپه
  25. د وفات شوي پلار د پاره د حج ادا کول جايز دي ؟
  26. د ويښتانو ، لاسونو او پښو رنګول په نېکريزو
  27. د يوسف علیه سلام او زليخا تر مينځ واده شوی دی ؟
  28. د پردۍ ځوانې ښځې د پرنجي ځواب ورکولو څخه ځان ژغورل
  29. د ژوند د جوړې ټاکنه. کوم معيارونه
  30. د ښځو د تعليم په اړه پوښتنه
  31. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  32. د ښځو ځانګړي احکام (زينت او سينګار )
  33. د ښځی غږ د اسلام له نظره
  34. د ښځې او ميړه يو ځای غسل کول څه حکم لري ؟
  35. د ښځې د پاره د پتلون اغوستل جايز دي ؟
  36. د کافر د پرنجي او سلام ځواب (فتوی)
  37. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  38. د کافرې ښځې سره زنا کول څه حکم لري؟
  39. د کفارو د کريسمس او نورو اخترونو تعظيم او په هغه کې کډون کول
  40. د کمپنۍ او شرکت نه د سوغات اخيستل څه حکم لري ؟
  41. دا ولې… اې ځوانه؟
  42. داختر ونو دلمانځه لپاره بهر وتل عيدګاه سنت دي
  43. داختر ونو لمونځ خطبې څخه وروسته دعا ثبته نه ده
  44. داخترونولمونځ كې دسجده سهوى حكم اودفرضونه واجبوطرف ته بيرته كيدل
  45. داخترونولمونځ واجب دى . که نفل اوددې قضاولې نشته حال داچې دوتروقضاشته دى .
  46. داذان په وخت كې دعاگانې ېعنی د اذان جوب
  47. داسي مه كيږه چه په ښكاره ولى الله يې اوپټ عدوالله يى
  48. داعي يې خو مزه دې نشته
  49. دامام دسلام ګرځولو په وخت چه مقتدي دعاء پوره نه كړي شي نوڅه بايد وكړي ؟
  50. دامريكايي جنرال او لوګري ماشوم كيسه
  51. داود اسه نه وروسته په دسمال سره مخ يالاس وچول روا دي اوكه نه ؟
  52. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  53. دجامع مسجدپه ځاى دمحلې مسجدكې دجمعې لمونځ كول څنګه دي ؟
  54. دجنابت په غسل كښې ښځې ته دكمسئ خلاصول ضروري دي اوكه نه ؟
  55. دجنازې اوړلوکې پايو والا تابوت استعمالول صحيح دي که نه ؟
  56. دجنازې دلمونځ نه وروسته دکيناستلو غلط رواج
  57. دجنازې لمونځ دويم ځل کول څنګه دي اودخښولو په وخت کې دمړي مخ ښود ل څنګه دي ؟
  58. دخطبې شروع كيد ونه پس سنت كولى شي او كه نه ؟
  59. دخوراک وروسته په ټوش پېپر لاسونه پاکول
  60. دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول اويا ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري
  61. در اّرايش وفشن عصر حاضر اين نيز است كه زنانه ابروي خويش را باريك ميكند
  62. درؤیة الهلال په مسئله یوعلمي تحقیق
  63. دزنګون اويادبل عورت په ښكاره كيدلوسره اودس ماتيږي اوكه نه ؟
  64. دسنتو ختميد لونه وروسته اجتما عي دعا بد عت ده
  65. دسنډل ، یاکعب العالي په نوم یادیږي ، نو آیامیرمنوته دداسي ډول بوټونو په پښوکولو کې خوبه کومه شرعي ګناه نه وي
  66. دشرمګاه په ليدلوسره اودس ماتيږي ؟
  67. دعاء قنوت ټکی په ټکی اسانه ترجمه
  68. دعدت له پره کيدومخکې نقل مکانې ځاى بدلول جائز دى اوکه نه ؟
  69. دعقد نکاح نه وروسته او د واده نه مخکې د ښځې سره اړيکې او ملاقات
  70. دكوتورو الوزول،دچرګانو،مرغانو،یادنوروحیواناتو جنګول څه حکم لرې
  71. دكړس،كړس په خندا سره ولې دجنازي مونځ ماتيږي او اودس نه ماتيږي ?
  72. دلاټری ټکټ اخيستل يا دبخت لپاره ثبت نام
  73. دلمونځ اداکولو طرېقه : انځوريزليکنه بزبان فارسې
  74. دلمونځ کونکي ترمخ تیریدل په څومره فاصله رواده ؟
  75. دماخوستن لمونځ له خوب څخه وروسته دشپي په آخر كې صحيح دى اوكه نه ؟
  76. دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې
  77. دماشومانو لپاره دپناه غوښتلو دعا
  78. دماښام دلمانځه كولو څخه وروسته ا و د ماخوستن څخه مخكې ويده کیدل ؟
  79. دملاقات په وقت کی پښتانه هرکله راشي واېې داسې وئیل دشرېعت په رڼا کی څه حکم لرې ؟
  80. دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
  81. دهغه مړی په بـدله کی ښځی ورکوی دشریعت له نګاه داعمل څه حکم لری ؟
  82. دواده پر مهال جاهلانه رسمونه او دودونه چې ټول ګناه،اسراف ،ظلم اوبې حيايي ده
  83. ديوڅوكالونه په پاكستان كښے درى اخترى كيږى اودوه اخترى دډيرى زمانى كيږى
  84. دپيربيعت مقصود نه دی اصلاح مقصود ده
  85. دښځي دپاره دويښتانوبيخونو ته اوبه رسول ضروري دي ؟
  86. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  87. دښځې او خاوند تر منځ څنګه زياته مينه پيداکېږي؟
  88. رزق ګټلولپاره ځان ډېرتکلیف کښی مه اچوئ
  89. رمضان المبارک او زمونږ غفلت
  90. زامنوچې دپلار اواکا { تره } سره په ګډه کار کړی وي اوس په تقسیم کې برخه لري اوکنه ؟
  91. زما سوال دا دہ چه که یو کس ڈیرہ زنا کړے وی او هغه توبہ ووبا سی نو الله با ئی توبه قبوله کړې او که نه ؟
  92. زما لور شوې ده څه نوم ور باندې کیدم ؟
  93. زما پوښته دا ده چی تهجد لمونځ څو رکعته دی او په کوم وخت کی جایز دی؟
  94. زما یوه دوسته ده چی ‍په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل
  95. زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
  96. ساحر او کاهن ته د علاح ، د ورک شي معلومولو … د پاره ور تلل حرام دي
  97. سوال : جنت كي دټولونه په اخير كي ددا خليدو نكي واقعه څنګه ده ؟
  98. سوال : دنبى كريم ﷺ دوفات نه وروسته چه كومو خلكو دنبوت د دروغو دعوي كړي دي هغه كوم دي ؟
  99. سوال : مړى ولي دفن كولى شي ؟. دهند وانو په شان ولي نه سوزول كيــــــــــــــږي ؟
  100. سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی

 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User