Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, August 26, 2012

د مسلمانانو په جماتونو كې د مسجد ضرار او مسجد شرعى تفريق صحيح نه دې ؟



محترمو کارکونکو ته یو ځل بیا اسلام علیکم!
محترمینو!
ستا سو ښه او مسند معلومات انشاالله د ټولو هغو وروڼو په ژوند کی د ښیګڼو سبب ګرزی کم چی ستاسو دا په زړه پوری پاڼه ګوری. خدای ج دی تاسو ته اجرونه درکړی.

پوشتنه : (الف) څومره رقبه او آبادۍ دپاره يو جمات فرض واجب يا سنت دې ؟
(ب) رًقبه يا آبادۍ كې دننه ديونه سوا چه څومره جماتونه وى هغه ټول د الله تعالى جماتونه وئيل مستحق دى او که د مسجد ضرار؟
(ج) په يو رقبه ياآبادۍ كې ټولو جماتونو كې د مسجد اسلامې او مسجد ضرار فرق او انتخاب به په ذريعه د اجماع اواتفاق سره وى يا دتاريخ او زمانې په اعتبار سره چه کوم اول او پخوانې وى هغه به اسلامى جمات وى ؟
(د) يا هر هغه عمارت چه دجمات پشان وى هغه به مسجد اسلامى وى ؟ برابره ده چه د هغې جوړونکى هر څوک وى هر څه عقيده ئې چه وى ؟ دهغه نيت هر څومره خراب ولى نه وى ؟ په هر مسلمان باندې واجب دى چه هغې لره د الله تعالى کور وګنړى ؟


جواب :  (الف) شرعا دې دپاره څه حد او قيد نشته دضرورت مطابق مطلقا دجمات جوړولو اجازت دې نصوص د کلام الله او احاديثو د رسول الله صلى الله عليه وسلم كې ددې دپاره څه حد نه دې بيان شوې نه مجتهدينو او دامت عالمانو ددې باره كې څه تحديد کړې دې بلکه ددې دارومدار په ضرورت حاجت اخلاص او نيک نيت باندې دې که په اخلاص او نيک نيت سره ديو جمات خوا كې بل جمات جوړ کړې شى نو هغه به د جمات جوړولو په وجه مستحق داجر او ثواب وى او ضرورات هم مختلف دې بعض محلوكې  دومره ډيرخلک وى چه په هغې كې يو جمات کافى نه وى که هلته دوه يادرې يا څلوريا زيات جماتونه وى نو هغه ټول آباد وى او داسې هم کيدې شى چه په يو وخت كې هلته ضرورت وى او په بل وخت كې ضرورت نه وى ليکن چه کوم يو ځل جمات شى هغه هميشه دپاره جمات وى بهرحال مدار په دې باندې دې چه کوم يو جمات هم جوړ کړې شى نو په نيک نيت اواخلاص سره  دې جوړ کړې شى او داخبره دې واضحه وى چه دمسلمان څه دينى کار مثلا جمات جوړول وغيره په بدنيتۍ سره محمول کول جائز نه دى چه مونږ ته حکم د ښه ګمان شوې دې نه دبد ګمانۍ قال الله تعالى (ان بعض الظن اثم)(سورة الحجرات آيت ١٢) اياکم والظن فان الظن اکذب الحديث([1]) البته داضرور  ده چه جوړونکى د صرف د الله تعالى درضا او اخلاص او نيک نيت سره جمات جوړکړې او په حلال مال سره دې جوړ کړى ليکن نورو ته موقع د الزام لګولو او بدګمانى کولو شريعت نه ده ورکړې .
(ب) هرکله چه معلومه شوه چه شريعت دجمات جوړولو دپاره څه حد نه دې مقرر کړې بلکه دارومدار په ضرورت او نيک نيت باندې دې نو ټول جماتونه چه مسلمانانو جوړ کړې دى هغه مساجد شرعيه دى او دجمات وئيلو مستحق دى دمسلمانانو جوړکړلې شوې جماتونو باندې د مسجد ضرار حکم نه شى لګولې،ځکه چه مسجد ضرار دمشرکينو اومنافقينو جوړکړې شوې وو او  دهغوى دفساد اوبد نيتۍ پته دوحى يقينى نه معلومه شوې وه دمسلمانانو جوړ کړې شوې جماتونو باندې دا حکم څرنګه لګولې شى؟ حالانکه د جمات جوړول الله تعالى دايمان نښه ښودلې ده قال الله تعالى (انما يعمر مسجد الله من آمن بالله الآية) (سورة التوبه ١٨) او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلې دى من بنى مسجدا لله بنى الله له بيتا فى الجنة([2]) او دا مخكې معلومه شوه چه په مسلمانانو د ښه ګمان حکم دې دچا دنيت حال نوروته څه معلوم دې هلا شققت عن قلبه([3]) په حديث شريف كې راغلې دى او حديث متفق عليه دې انما الاعمال بالنيات وانما لامرئ مانوى(الحديث)([4])
(ج) بره د تحقيق نه معلومه شوه چه ټول جماتونه دمسلمانانو جماتونه دى او په دې كې چاته مسجد شرعى وئيل او چاته مسجد ضرار وئيل او دا جدا والې کول صحيح نه دى او دزمانې مخكې والې او روستووالې د جمات دپاره دمسجدشرعى کيدلو كې هيڅ دخل نشته پخوانى جمات هم جمات دې او نوې جمات هم جمات دې اوپه دې كې دچا داجماع او اتفاق ضرورت نشته البته په بعضو موقعو كې فقهاء ليکلې دى چه په بعض صورتونو كې په پخوانى جمات كې مونځ کول افضل دى د نوې جمات نه .مثلا دچا دکور نه دواړه جماتونه په يو فاصله كې وى او په دې كې دمحلې جمات يو هم نه دې نو په دې صورت كې په پخوانى جمات كې دې سړې لره مونځ کول افضل دى او دمحلې جمات دمحلې والو دپاره افضل دې اګر که هغه نوې وى .
(د) هر يو جمات لره جمات ګنړل پکار دى او  دجمات آداب په دې كې کول پکار دى او ددې دآبادولو فکر او کوشش کول پکار دې د يو جمات هم په بربادولو او ويرانولو كې کوشش نه دې پکار قال الله تعالى (وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ‏ ‏اللّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيْهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا الآية) (سورة البقرة ١٤٤) دامخكې معلومه شوه چه دنيت حال سوا دعالم الغيب والشهاده نه بل چاته څرنګه معلوم کيديشى، يو صحابى يو کافر لره د کلمه توحيد وئيلو نه پس وؤژۀ او دا تاويل ئې وکړو چه هغه دنفاق دوجه نه دتورې ديرې نه کلمه ووئيله نو نبى کريم صلى الله عليه وسلم په دې باندې ارشاد وفرمائيلو: هلا شققت عن قلبه تا د هغه زړه ولې ؤنه څيرۀ ؟ پس ددې بحث او کنستل پکار نه  دى چه دفلانکى جمات جوړونکى څوک وو؟ او دهغه نيت څه وو؟ فقط


[1] ) عن ابى هريرة رضى الله عنه ﺃن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: إن ياكم والظن فان الظن ﺃكذب الحديث ولاتحسسوا ولاتجسسوا (ﺃبوداؤد 2/673 كتاب الادب- باب فى الظن)
[2] ) مشكاة المصابيح ص: 68 باب المساجد ومواضع الصلوة.
[3] ) عن ﺃسامة بن زيد رضى الله عنه قال: بعثنارسول الله صلى الله عليه وسلم إلى ﺃناسٍ من جهينة فاتيت على رجل منهم فذهبت ﺃطعنه فقال: لااله الاالله فطعنته فقتلته فجئت الى النبى صلى الله عليه وسلم فاخبرته فقال: ﺃقتلته وقدشهدﺃن لااله الله؟ قلت: يارسول الله! انمافعل ذلك تعوذا،قال فهلا شققت عن قلبه؟ متفق عليه (مشكاةص: ۲۹۹كتاب القصاص الفصل الاول)
[4] ) الجامع الصحيح للبخارى 1/2 باب كيف كان بدء الوحى.\



  1.  
  2. د کافر سره کار او مزدوري کول رواه دي ؟
  3. ددواړوخطبوپه منځ كې لاس پورته كولوسره دعاغوښتل څنګه دي .
  4. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده که مکروه؟
  5. په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
  6. ( ځنې خلق ) مړي سره په کټ کې قرآن شريف کيدي اوهديرې ته يې وړي داڅنګه دي ؟
  7. The Comprehensive Library المكتبة الشاملة طرېقه : ېو انځورېز لیکنه
  8. آيا خينه ( د ښځې خور ) سره سفر کول رواه دي ؟
  9. آيا موسيقی رښتيا هم دبشر دروح غذا ده ؟
  10. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې چې زده کونکي ته هيڅ ګټه نه لري جايز دی ؟
  11. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  12. آيا په کور کې د سپي ساتل جايز دي ؟
  13. آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی
  14. آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟
  15. آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟
  16. آیا د پیغمبرانو (ص) د ژوند قصه په فلمونو کی انځورول جواز لری؟
  17. آیا د کافر غیبت روا دی او بل که د یو چا نوم وانه خیستل شی او غیبت یی وشی آیا دا هم په غیبت کښي راځی ؟
  18. آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
  19. آیا ښځې ته جايزه ده چې نارينه خياط ته د ګنډلو جامې يوسي ؟
  20. اته ۸ رکعته تراوېح کول صحیح دي او کنه؟
  21. اخبارونو ، اونیزو، مجلو اونورو مطبوعاتو وارترمخه پیسي ورکول
  22. استعمال برس دندان بجاي مسواك
  23. استمناء (موټک ) څه حکم لري او په دې اړه ځوان نسل ته څو خبرې
  24. اسلام ته د غير مسلمو د دعوت طريقه
  25. اسلامی امت د بی شرمه اوفاحشی موسيقی په طوفان کی
  26. اسلامی سافٹ وير 2012 {2}چه ډېر ېو عجیبه سافټ وېر دې دونلوډ او معلوماتو لپاره لاندې کلیک کړې
  27. اعلان كردن چنده يعنى خواست در مساجد
  28. الشیخ امیرحسین باچا حرام مال اودهوکه
  29. الشیخ امیرحسین باچا زنانوته بیان
  30. الشیخ سید عبد السلام رستمی پشتو بیان موضوع : عقيدة التوحيد والرد على الشبهات الشركية
  31. الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{18}پاره
  32. الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{26}پاره
  33. الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{30}پاره
  34. الشیخ غلام الرحمن څه حصه د درس قرآن او څه حصه د درس حدیث
  35. امام په رکوع كې وو چه يوسړى راغى نوهغه تکبير تحريمه سره درکوع ته لاړشي اوکه درکوع تکبير هم ووايي ؟
  36. انزال روکنے کے خطرناک تتائج
  37. اهم ترينه مسئله د توحيد ده
  38. اهم ترينه مسئله د توحيد ده (دوهمه برخه)
  39. اهم ترينه مسئله د توحيد ده (لومړی برخه)
  40. اى علماوؤ تاسو ته وايم
  41. ايا د انټرنټ او يا موبایل له لارې د نامحرم هلک او نامحرمې نجلۍ اړيكې ، محاوره او خبرې اترې روا دې او كه ناروا ؟
  42. ايټم ټيكنالوجي د قران په رڼا كې
  43. ای خورې. ته خو يې يوځل ولوله
  44. ای سيګرټي{} هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې
  45. ای ګناهکاره : آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  46. بسته كردن ساعت به كدام دست بايد باشد
  47. بند كردن اولاد توسط عمليات جراحي ) نس بندي(
  48. بولنا Hello موبائل پر «
  49. بیرېشه او بی ګیرې هلکانو سره یارانه او دوستانه په شریعت کښی جائز او که نا جائز ېو تفصیلی وضا حت
  50. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  51. تعليم يافته زوی د والدينو لپاره بهترين اشتهار دی
  52. تفهیم القران په پښتو ژبه کښی مکمل شبږ جلده مولانا ابو الاعلی مودودی صاحب
  53. تولو ته سلامونه ډالی کووم. کرانه زما پوشتنه داده چی د اسلام له نظره د جنازی نه بعد دایره شته او کنه ؟
  54. جنازې سره جاى نماز وړل څنګه دي ؟
  55. حسن بصري رح فرمائي: چې په سپي کې لس ښه عادتونه داسي دي
  56. خاوند د خپلې مېرمنې د رضا کولو او خوشالولو له پاره دروغ ويلي شي؟
  57. خاوند د ديرشو {30} کلونو لپاره بندي شو اوښځه صبر نه شي کولاى نونکاح فسخ کيداى شي
  58. خوش آواز قاری په آوازذ کښی آنلائن نورانی قاعدہ زده کړې بغیر دڅه معاوضئ او فیس نه
  59. خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
  60. خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟
  61. د اختر په ورځ زيارت ، فاتحه خاواني او مېلې کول څه حکم لري ؟
  62. د اسلامې تجارت دريم اصل دنرخونوآزاد پريښودل دی
  63. د افغانۍ نوي نوټونه په لوړ قيمت اخيستل څه حکم لري ؟
  64. د امريکايي سندرغاړي د اسلام راوړلو قصه (لومړۍ برخه)
  65. د بدل واده او نکاح { شغار } جايز دي او که نه ?
  66. د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب په غور يې تر پايه ولولئ
  67. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  68. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  69. د تعويذ ځړول څه حکم لري ؟
  70. د جماع يا کوروالي په وخت کې يو د بل عورت ته کتل څه حکم لري ؟
  71. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  72. د حمل مخنېوئ ، د حمل يا جنين د قتل سزا او نور مهم احکام
  73. د حمل په وخت جماع کول شرعي ممانعت لري او که نه ؟
  74. د حيض په حالت کې د قرآنکريم د تعليم ورکول جايز دي ؟
  75. د خاوند د اجازې بغير آرايشګاه ته تلل
  76. د خاوند په کور کې د چا څخه حجاب کول په کار دي ؟
  77. د خلاصون له پاره دوې جينکۍ ورکوي، دا کار د شرعې ښوونو له مخې روا دي؟
  78. د خوشحالي او استقبال د پاره په غاړه کې ګلان اچول څنګه دي ؟
  79. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  80. د رسول الله صلی الله علیه وسلم خولي څه راز وه او آيا قراقلي پر سر کول جايز دي ؟
  81. د رهنمای معاملات ( پراپرټي ) واله لپاره د کميشن اخيستل جايز دي ؟
  82. د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
  83. د زنا او لواطت د بی شرمه عمل خطرناکی پايلی
  84. د زناکارو د پاره سخته سزا او خطرناکې پايلې
  85. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  86. د زکات نه ورکوونکو ته ډير سخت دردوونکی غذابونه
  87. د سلمانی د لور سره واده کول جايز دي ؟
  88. د سهار د لمانځه د ترک کولو وعيدونه
  89. د سهار د لمانځه وروسته خوب کول څه حکم لري ؟
  90. د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
  91. د شيخ احمد په نوم خوب او خبر يا وصيت درواغ او ګمراه کونکی دی
  92. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟
  93. د طلاق اختيار ولې ښځې ته نه وركوه ښځه بېچاره كه مجبوره شي نو بيا به څه كوي ?
  94. د عشقي فلمونو او ناولونو کتل هم زنا ده
  95. د عقد نکاح (ګوژدې ) وروسته له ميرمنې سره تېلېفوني خبرې جايزې دي ؟
  96. د غير مسلم سره مصافحه يا په لاسونو ستړي مشي کول خه حکم لری? لطفا تفصیلی خواب راکری
  97. د فحشا او بدکارۍ (زنا او لواطت) زيانونه
  98. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه
  99. د قرآنکريم په تعليم ،اذان او امامت اجرت اخستل روا دي ؟
  100. د قرباني د څرمنو مصرف يعني د لګښت ځايونه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User