راپور د اسلامي نړی خبرونه : په امريکا کې د مسلمانانو شميره له 9-8 ميلينونو پورې رسيږي او د 2 زرو څخه زيات جوماتونه شتون لري .
په کال د 2002 په امريکا کې 1209 جوماتونه موجود وو مګر دغه شميره په 2006 کال کې تر 2 زرو جوماتونو واوښته ، تنها په کاليفرنيا کې 227 جوماتونه او د نيويوراک په ښار کې 140 جوماتونه موجود دي .
سروي ښيې چې په امريکا کې د مسلمانانو په شمير کې هر کال تقريباً 6% زياتوالی راځي يا تقريباً هر کال پنځه نيم لکه مسلمانان د اسلام په دين کې داخليږي ، که څه هم د امريکا د حکومت لخوا د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې ښکار تعصب روان دی .
په لاندې تصويرونو کې د امريکا د څو مشهورو جوماتونو او اسلامي مراکزو تصويرونه نقل شوی دي :
د «توسکالوسا» اسلامي مرکز چې د «آلاباما» په ايالت او د «توسکالوسا» په ښار کې موقعيت لري
د «توسان» جومات چې د «آریزونا» په ايالت او د «توسان» په ښار کې موقعيت لري .
د «توسان» اسلامي مرکز چې د «آریزونا» په ايالت او د «توسان» په ښار کې موقعيت لري .
د «بیت الحمید» جومات چې د «کالیفرنیا» په ايالت او د «چینو» په ښار کې موقعيت لري .
د «السلام بوکاراتون» اسلامی مرکز چې د «فلوریدا» په ايالت کې موقعيت لري
د «بیت الجماعه» جومات چې د شیکاګو په ښار کې موقعيت لري .
د «بیت الرحمن» جومات چې د مریلند په ښار کې موقعيت لري .
د «بوستون» اسلامي جامعه چې د ماساچوست په ښار کې موقعيت لري .
د «امريکا» اسلامي مرکز چې د میشیګان په ايالت کې موقعيت لري .
د «فلورسنت غربي» جومات چې د «سنت لوئیس» په ايالت او«میسوری» په ښار کې موقعيت لري .
د نيويوراک اسلامي فرهنګي مرکز
د «الاسلام» جومات چې د «رود آیلند» په ايالت او«نورت اسميتفيلد» ښار کې موقعيت لري .
د «نوسس» جومات چې د «تګزاس» په ايالت اود «آستين» په ښار کې موقعيت لري .
د «بيت السامي» جومات چې د «تګزاس» په ايالت او د «هوستون» په ښار کې موقعيت لري .
د واشنګتن اسلامي مرکز
د «فضل امريکا» جومات چې واشنګټن کې موقعيت لري .
آن لاين اسلامي لارښود