Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, June 3, 2012

مشركان په مختلف قسم شركونو كې مبتلا دي



دا دريم درس دى په قسمونو دشرك كې له بدبختئ نه مشركان په مختلف قسم شركونو كې مبتلا دي  چې تفصيل به يي په لاندې كرښوكې كولې شي .
لومړى شرك په دوه قسمه دى (۱) اعتقادي (۲) فعلي

شرك  اعتقادي :

 دا دېته وايي چې په عقيده كې څوك داللهرب لعزت سره شريك او حصه دار ګرځول مثلاً چاته غائبانه اواز كول پدې عقيده چې هغه ځما اواز اوري اورا رسي مدد كېږي ماله خير شرنفع نقصان رسوي دا شرك دى په عقيده كې .
شرك  فعلي :  دا دېته وايي چې سړى دشرك كارونه كوي او عقيده يي پرې نوي خو عملاً او عادتاً دا كارونه كوي مثلاً چاته سرښكته كول دهغه خپو ته پريوتل شرك اعتقادي په عقيده كې شرك داپه څلور قسم دى (۱) شرك فى العلم (۲) شرك فى التصرف (۳) شرك فى الدعاء (۴) شرك فى العبادت.

تفصيل مع التعريف

الشرك فى العلم : دا دېته وايي چې يو مخلوق بنده (يعنى يو نبى يا ولي پير فقير جن فرشته)  دالله رب لعزتسره په علم كې حصه دار ګرځول لكه څرنګه چې اللهرب لعزتبغير د اسبابو ظاهريونه دهر چا په حال باندې په هرځاى هر وقت كې خبردار دى دهر چا افعال اقوال اوري او ويني يې حاضر او ناظر دى همدا شان مخلوق هم  ګڼل  او هغوئ ته دهغه شان صفتونه ثابتول دا شرك فى العلم دى  داسې قسم عقيدې په بنياد دا انسان مشرك ګرځي لكه څرنګه چې دنن زمانې ګمراهوا و جاهلانو خلقو دا خيال دى چې نبى اكرميا بل كوم ولي ، پير  هرځاى حاضر ناظر موجود دى او دخپل امتى يا دخپلو مريدانو د حال نه خبردار دى قران مجيد داسې عقيده ردوي اود غيبوعلم صرف الله تعالىٰ لره ثابتوي اللهرب لعزتفرمايي :
وَعِنْدَھ۫ مَفَاتِحُ الْغَیْبِ لَا یَعْلَمُھَآ اِلَّا ھُوَ([1])
ترجمه :  اويواځې اللهرب لعزتسره  دى دعلم غيب چابيانى او نه پوهيږي په علم دغيبو سواد اللهرب لعزتنه بل هيڅوك بلكه قران مجيد په واضح الفاظو علم غيب دټول مخلوق نه نفى كړيدى لكه چې اللهرب لعزتفرمايي :
 قُلْ لَّا یَعْلَمُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الْغَیْبَ اِلَّا اللہُ وَمَا یَشْعُرُوْنَ اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ([2])  
ترجمه :  او وايه نبى دې خلقو ته چې نه پوهېږي په غيبو باندې اسمان او ځمكو والا مخلوق مګر يو الله پوهېږي او دوئ ته دا پته هم نشته چې دوئ به دخپلو قبرونو نه كله راپورته كېږي  ابن نجيم الحنفى رحمه الله فرمايي چې  مَنْ قَالَ اِنَّ اَرْوَاحَ الْمَشَائِخِ حَاضِرَةٌ تَعْلَمْ يَكْفُرُ([3])
ترجمه : دچاچې دا عقيده وي چې دمشائخو اولياء كرامو اوشهيدانو روحونه راځي حاضريګي او پوهېږي پدې عقيده دا كس كافر ګرځي ملاعلي قاري الحنفى رحمه الله فرمايي (الكفر على انه 5عالم الغيب )([4])
ترجمه :  دا عقيده لرل چې نبىپه غيبو خبرداردى اوپوهېږي دا كفر دي .

دمسئلې وضاحت  لپاره نور قراني ايتونه

الأنعام الاية (۳) (۵۰) (۵۹)(۷۳) هود (۲۰) (۳۱) التوبه (۱۰۱) اعراف (۱۸۸) المائده (۱۱۶)  النمل (۶۵) الشورىٰ(۴۶) الاحقاف(۲۸) الفرقان (۳) الرعد(۱۶) البقرة(۳۳) الحجرات(۱۸) الاحقاف (۹) المائده(۱۰۹) السباء(۱۴)فاطر(۳۸) كذا ذكره امام الزمان الشيخ محمد طاهر رحمه الله ([5])
الشرك  فى التصرف
شرك فى التصرف دېته وايي چې څوك مخلوق اللهرب لعزتسره په واك او اختيار كې حصه دار وګرځوي(په نفع او ضرر كې) مثلاً مخلوق دالله تعالىٰ پشان متصرف فى الامور اختيار مند ژوندى كونكى اولاد وركونكى روزي فراخونكى او تنګونكى تكليف او مصيبت راوستونكى صحت راحت شفاء فتحه او شكست وركونكى او مرادونه پوره كونكى  ګڼل  دېته شرك فى التصرف  وايي داسې عقيده چې څوك دنبى، پيربابا، جنات، ملائك باره كې ولري مشرك دى قرآنكريم داسې تصرفات يواځې الله تعالى لره ثابتوي، او دټولو مخلوقاتو نه يي نفى كوي اللهرب لعزتفرمايي :
قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللہِ لَا یَمْلِکُوْنَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ وَمَا لَھُمْ فِیْھِمَا مِنْ شِرْکٍ وَّمَا لَھ۫ مِنْھُمْ مِّنْ ظَھِیْرٍ([6])
ترجمه : ته ووايه اى نبي دې خلقوته راوبلئ تاسوهغه كسان چې تش ګمان پرې كوي ( داختيارمندى) ما سيوا دالله نه دوئ مالكان (اختيارمند ) ندي په اندازه دزرّى نه په اسمانونو او نه په زمكه كې نشته دي دوئ لره په اسمانونو او زمكو كې څه برخه او نه اللهرب لعزت د دوئ نه څوك معاون نيولى
شاعر وايي:
خدا فرما چكا  قرآن  كى   اندر: ميرا محتاج هيں پير و  پيغمبر
نهيں طاقت سواء ميرى كسى ميں: كه كام اوى  تمهارى بى كسى  ميں
جو خود محتاج  هو دوسرى كا : بهلا  اس سى  مدد كار ما نگنا  كيا
بلكه اولياء كرامو پخپله دخپل كمزورئ او بى وسئ اقرار كړى دى نن زمانې ځينې جاهلان مشهور بزرګ حضرت على هجويري رحمه الله ته دا تا ګنج  بخش وايي يعنىٰ دخزانې بښونكى چې دا ښكاره شرك دى هغه پخپله ددېنه انكار كوي او وايي :  يا على تراګنج بخش مى گويد حالانكه
يك حبه دردست شما نيست :  گنج بخش رنج بخش او خداوند تعال است  .
مولٰنا عبدالحي اللكهنوي او ابن نجيم الحنفى رحمهما الله ليكلي دي غير الله لره تصرف ثابتول د كفر عقيده ده ليكي چې (ان الميت يتصرف فى الأمور دون الله واعتقاده بذالك كفر.
ترجمه:  داعقيده ساتل چې مړى دژوندو په كار ونو كې تصرف او اختيار لري دالله نه علاوه نو داد كفرعقيده ده ([7])
داعقيده لرل چې انبياء عليهم السلام يا حضرت على =يا اولياء كرام او امامان عالم په ماكان اومايكون او متصرف (اختيار مند)  دى دا ده شيعه ګانو او بريليانو عقيده ده چې دا دواړه ګمراه كن فرقې دي خذلهم الله قران مجيد چې دالله رب لعزتعظيم الشان اسماني كتاب دى داسې قسم اختياراوتصرف يك يواځې  اللهرب لعزتلره ثابتوي او ټولو مخلوقاتو نه يي نفې كوي لكه چې اللهرب لعزتفرمايي :
 وَاِنْ یَّمْسَسْکَ اللہُ بِضُرٍّ فَلَا کَاشِفَ لَھ۫ٓ اِلَّا ھُوَ وَاِنْ یَّمْسَسْکَ  بِخَیْرٍ فَھُوَ عَلٰی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ([8])
ترجمه:  اى پېغمبره كه اللهرب لعزتتا باندې معمولي غوندې تكليف راولي نو نشته لرې كونكى هغه تكليف لره بل څوك مګر يوازې اللهرب لعزت دى او كه اللهرب لعزتتاته خير نفع رسول وغواړي نو اللهرب لعزتپه هر څه باندې قادر دى حديث كې راځي حضرت ابن عباس رضى الله تعالى عنه فرمايي:
قَالَ كُنْتُ خَلْفَ النَّبِىِّيَومًا فَقَالَ يَا غُلاَمُ اِنِّىْ اُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ اِحْفَظِِ الله يَحْفَظْكَ اِحْفَظِ الله تَجِدْهُ تُجَاهَك اذا سألتَ فاسأل الله واِذَا اسْتَعنْتَ فَاسْتَعِنْ باالله وَاعْلَمْ ان الامَّةَ لواجتمعت علىٰ ان ينفعوك بشئٍ لم ينفعوك الاَّ بشئٍ قد كتَبَهُ الله لك وإن اجتمعوا علىٰ اْن يَضُرُّوْكَ بِشئٍ لم يضروك الابشئٍ قد كتبهُ الله عليك رفِعَتِ الأَقْلَامُ وجفت الصحف ([9])
ترجمه :  زه يوه ورځ رسول اللهسره په سورلئ كې شاته ناست وم چې هغوئاوفرمايل اى هلكه زه تاته اهمې خبرې ښايم هغه ياد ساته داللهرب لعزتداحكاماتو حفاظت اوپابندي كوه نوالله جل جلاله به ستا حفاظت كوي او دالله جل جلاله دحقوقو خيال ساته ته به هغه ستا مخې ته بيا مومې (يعنىٰ دهغه حفاظت او مدد به تاسره ملګرې وي)  كله چې سوال غوښته كوې يواځې اللهرب لعزتنه غوښته كوه او كله چې مدد غواړې يواځې الله جل جلاله را مددكوه،اوداخبره ياده ساته چې كه  د دنياء ټول خلق جمع شي چې تا ته فايده ورسوي  دوئ به تا ته هيڅ كومه فايده ونه رسوي مګر هغه چې اللهرب لعزتستا لپاره ليكلي وي  اوكه ټول خلق جمع شي چې تاته كوم ضرر ورسوي نو هيڅ نقصان درته نشي رسولى مګر هغه چې اللهرب لعزتتاته ليكلى وي قلمونه پورته شوي دي ( دنوي ليكلونه) اوصحيفى( دتقديرنوشتى) وچې شوي دي .
دمسئلې مزيد  وضاحت لپاره  قراني  ايتونه
 الانعام (۵۰) اول جز الايت بيا(۴۶) بيا(۵۸) الانبياء (۶۶) الحج(۳۱) السباء(۴۲) الفاطر(۲) بيا(۴۰) الفرقان(۳) الشورىٰ(۴۶) الاحقاف(۲۸) الرعد(۱۶) يونس(۷۱)بيا(۱۰۷)النحل(۵۴) الزمر(۳۸) كذا ذكره امام المؤحدين الشيخ محمد طاهر رحمه اللهالعرفان(۱۲)
الشرك   فى  الدعاء
شرك فى الدعاء دېته وايي چې په غائبانه ( مافوق الاسباب العاديه ظاهريه)  بلنه او را مدد كولو كې اللهرب لعزتسره څوك برابر او حصه دار ګرځول يعنىٰ داللهرب لعزتنه علاوه نبى، ولي، بزرګ ، پير. فقير، قبر، شجر، حجر، پيرى، خاپيرئ، فرشته، اوبوت، ته اواز او چغه وهل او غائبانه ترينه څه غوښتل په دې بنياد چې دى مافوق داسبابو زما اواز دلرې او نيږدې نه اوري او را مدد كېږي همدا شان يا رسول الله يا على مدد يا لويه ځوانه راورسې يا پيره بابا راورسې  بې مطلبه چيغه وهل شرك دى غوښته به يواځې داللهرب لعزتنه كولې شې ځكه چې غوښته عبادت دى او دعبادت مستحق يواځې اللهرب لعزتدى  قران كريم دغائبانه را مدد كولو اوچغه وهلو حق يواځې اللهرب لعزتته وركړى دى او دټولو خلكو نه يي نفې كړيدى لكه چې الله رب لعزتفرمايي : ادْعُوْنِیْٓ اَسْتَجِبْ لَکُمْ([10])
ترجمه :  مانه مدد غواړئ زه ستا سو مدد كولى شم .
داللهرب لعزتعلاوه بل څوك را مدد كول حرام دي الله رب لعزتفرمايي :
وَلَا تَدْعُ مِنْ دُوْنِ اللہِ مَا لَا یَنْفَعُکَ وَلَا یَضُرُّکَ فَاِنْ فَعَلْتَ فَاِنَّکَ اِذًا مِّنَ الظّٰلِمِیْنَ ([11])
ترجمه :  مه رامدد كوه (اى پېغمبره) ماسوا دالله تعالىٰ نه بل هيڅوك چې هغه تا ته فائده اونقصان نشي درسولى كچيرې ته داللهرب لعزتنه علاوه بل څوك را مدد كړې يقينًا ته دظالمانو نه شوې
شاه اسحٰق رحمه الله ليكلي دي چې:
 وحق آ نست كه انكار فقهاء عام است ازانكه استمداد از قبور انبياء كنند يا از قبور غير هم جائز نيست :  مسائل اربعين (۴۰)
ترجمه:  اوحقه خبره دا ده چې دفقهاء كرامو انكار عام دى چې مدد غوښتل خواكه دپېغمبرانو دقبرونو نه وي اوكه دغيرونه داټول ناجايز دي
دمسئلې  مزيد وضاحت لپاره قراني ايتونه
الانعام (۴۰) (۶۳) (۷۱)(۱۰۶) السباء(۲۲) فاطر(۱۴)النحل(۲۷)(۲۱) انبياء(۹۰) الاحقاف(۴) (۵) يونس(۱۰۶) مؤمن(۶۰) مريم(۴۸) حج(۱۲)الرعد(۱۴،۴۳) مؤمنون(۱۱۷) اعراف (۱۹۴) كذا حققه مفسرالقران امام الزمان الشيخ محمد طاهر Fالعرفان(۱۲)
الشرك  فى  العبادت
شرك فى العبادت دېته وايي چې الله رب لعزتسره په مخلوق كې څوك په عبادت كې حصه دار (برخه والا) وګرځولى شي  يعنىٰ مخلوق لره كه هغه (نبى وي ولي وي) عبادت او دتعظيم افعال (كارونه) كول كوم چې اللهرب لعزتځانته خاص كړيدي او دخپل عبوديت (بندګي) نښې يي ګرځولې دي مثلاً داللهرب لعزتنه سواء ژوندي يا مړ مخلوق ته ركوع سجده كول دهغه دقبراو مزار نه طواف كول هغه ته تعظيمًا لاس په نامه ودريدل دهغه په نوم نذر(منښته) منل اووركول او داسې نورقران مجيد دعبادت حق صرف او صرف الله(لره ثابتوي او دټولو مخلوقاتو نه يي نفې كړى دى اللهرب لعزتفرمايي: وَاعْبُدُوا اللہَ وَلَا تُشْرِکُوْا بِھ۪ شَیْئًا([12])
ترجمه :  خاص د الله عبادت وكړئ او مه شريكوئ هغه سره په عبادت كې هيڅوك : بل ځاى اللهرب لعزتفرمايي چې :
 اِیَّاکَ نَعْبُدُ وَاِیَّاکَ نَسْتَعِیْنُﭓﺚ([13])
ترجمه : اى الله خاص ستا عبادت(بندګي) كوو اوخاص ستانه مدد(كومك) غواړو
بل ځاى كې دخپل نبى په مباركه خوله باندې اعلان فرمايي چې :
قُلْ اِنِّیْ نُھِیْتُ اَنْ اَعْبُدَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللہِ ([14])
ترجمه:  ووايه اى نبى دې خلقو ته چې زه منع شوى يم دعبادت (بندګي) دخلقونه كوم چې تاسو يي رابلي ماسواء د الله تعالىٰ نه .
بل ځاى كې اللهرب لعزتفرمايي:
لَا تَسْجُدُوْا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوْا لِلہِ الَّذِیْ خَلَقَھُنَّ اِنْ کُنْتُمْ اِیَّاھُ تَعْبُدُوْنَ ([15])
ترجمه:  نور اوسپوږمئ (يعنى مخلوق ته )  سجده مكوئ بلكه سجده هغه ذات ته وكړئ چې دايي پيدا كړي دي كه تاسي داللهرب لعزتعبادت كوونكي جوړيدل غواړئ .
حديث پاك كې راځي : عن معاويه =قال قال رسول الله من سره ان يتمثل له الرجال قيامًا فليتبواء مقعده من النار([16])
ترجمه: حضرت معاويه=نقل دى چې رسول اللهفرمايلي دي څوك پدې خبره خوشحالېږي چې خلق دې د ده مخې ته ادبًا تعظيمًا دبُت پشان نيغ ولاړ وي نو ده د خپل ځان لپاره چې اوردجهنم كر ټهكانه جوړه كړه لنډه دا چې كوم افعال اللهرب لعزتځان لپاره خاص كړي دي او هغه يي دخپل عبادت (بندګي) نښانې ګرځولي هغه بل چاته وكړى شي هغه شرك دى
تنبيه:  ځينې خلق د اولياء ؤ كرامو زيارتونو كې قبرته سجدې لګوي قبر مزارنه چارچاپيره طوافونه كوي كانړي اوغلافونه خپل بدن سره مږي اوښكلوي يي داټول ناروا او حرام كارونه دي او په داسې قسم خلقو نبى اكرم لعنت ويلى دي.
دمسئلې مزيد  وضاحت لپاره قراني ايتونه
الانعام(۵۶) بيا(۵۹) يوسف(۴۰) يونس(۱۸) الانعام(۶۲)بيا(۶۳) (۶۴) بيا(۷۴)النحل(۷۳) البقرة(۱۳۳) كذا ذكره امام المؤحدين الشيخ محمدطاهر Fفى العرفان(۱۴)



[1] -الاية الانعام (۵۹)
[2] -اىة النمل (۶۵)
[3] -بحرالرائق (ج۵۱۲۴
[4] - المرقات (ج۳۱۰۰
[5] -العرفان (۱۱)
[6] -الاية السباء (۲۲)
[7] -عقيده توحيد اوشرك  (۴۸
[8] -الاية  الانعام (۱۷)
[9] -الترمذى وقال حديث حسن صحيح : رياض الصالحين (ص ۴۸)
[10] - الاية  مؤمن(۶۰)
[11] - الاية  يونس (۱۰۶)
[12] - الاية النساء (۳۶)
[13] -الفاتحه ( ۵)
[14] -الاية انعام (۵۶)
[15] -الاية حم سجده (۳۷)
[16] - مشكواة باب القيام


 







  1. كله چې انسان دخپل ژوند نه تنگ شي نودا دعا دې كوي
  2. كله چې دنظرلگيدلونه يريږي نودا ووايه
  3. كله چې ستاڅوك صفت وكړي نو داسې دعا غواړه
  4. كه اوبه موجودې وي نودقرآن كريم دراخيستلو دپاره تيمم صحيح دى اوكه نه ؟
  5. كه خراب خوب دى وليدلو نولاندى مسنونه طريقه عملى كړه
  6. كه زريع پيچكاري به داخل بدن ادوي وياخون رسانيده ميشود مفاسد روزه نمي باشد
  7. كه زنانه سره مهر وې اودغه مهرنصاب ته رسيږى قربانى پرى لازم ده او وکه نه ؟
  8. كه سودا كوونكى د شي عيب پټ كړي
  9. كه له استنجاء بغير مونځ وكړى شي نو وشو اوكه نه؟
  10. كه يوسړى داخترپه مونځ کښی امام لره پس دتكبيراتو نه دقيام په حالت كښے راګىركړوفى الحال به تكبيرات ووائى
  11. كه پرتوګ وروسته له كوروالي سمدلاسه وتړل شي نوهغې سره مونځ صحيح دى اوكه نه ؟
  12. كه په روژه كې دسهارلمونځ دپيشمني څخه وروسته لږ وړاندي وكړاى شي نو صحيح دى اوكه نه ؟
  13. كه څوك د مانځه په قعده كښې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
  14. كه چا حيوان حلال كړ او دهغه په خيټه كى يې مړ بچى و مو ندنو ددغه مړبچى غوښه
  15. كه چا په هيره روژه خوړله ور په ياد يې كړم؟
  16. كه چرى د ېو سړې زمكه زياته غله اوپيداواركوى نوقربانى پرى لازم ده او که نه ؟
  17. كه چرى دلوى اخترورځ كښے اشتباه يعنى شك راغى
  18. كه چرى ديوسړى څلورجوړ ے جامى وى
  19. كه چرى يوسړى دقربانى په روځوكښے دنصاب مالك شونوقربانى پرى لازم ده او که نه ؟
  20. كه چيرې دماشومانودعادت كولولپاره په كوركې اذان وكړاى شي نوڅه حكم لري؟
  21. كومه عيدګاه چې دابادي زياتيدلوسره ابادي كې دننه راغله هغه دصحراپه حكم كې نه ده
  22. كومې ښځې ته چه په لمبلوسره په غالب ګومان دناروغه كيدوويره وي نوخپل ميړه دجماع كولو نه منع كولى شي اوكه نه ؟
  23. كچرى دووكسانوپه غلطى كښے ديوبل قربانى ذبحه كړه ؟
  24. كچرى ديوسړى قرض وى ليكن فى الحال ورسره دومره پيسى نشته چه قربانى پرى واخلى نوپه
  25. كچرى غريب سړى قربانى وكړه اوبياپدے ورځوكښے غنى (مالداره) شو
  26. له اذان وروسته مقتديانو ته اوازكول څنګه دى؟
  27. له اقامت نه وروستهچه په جماعت كښې وروسته والى راشي نودتكبيرراګرځول څنګه دي ؟
  28. كچرى ديوسړى قرض وى ليكن فى الحال ورسره دومره پيسى نشته چه قربانى پرى واخلى نوپه
  29. له اذان وروسته مقتديانو ته اوازكول څنګه دى؟
  30. له اقامت نه وروستهچه په جماعت كښې وروسته والى راشي نودتكبيرراګرځول څنګه دي ؟
  31. له ترتيب څخه خلاف دقرائت څه حکم دى؟
  32. له تكبير تحريمې څخه وروسته دلاسونو زوړندول نشته
  33. له خپلې ښځې سره دنزدېکت٬ جماع٬ آدبونه
  34. له سلام څخه وروسته د امام مخ كوم لوري ته اړول ښه دي ؟
  35. له فاتحې اوسورت نه مخكې بسم الله
  36. له ماسره يي روانه کړى که نه طلاق ورکوم دايي وويل اوښځې يي ورسره روانه نه کړه نو طلاق واقع شو ؟
  37. له نيمې شپې څخه وروسته لمونځ كول مكروه تحريمي دى اوكه نه
  38. له نکا ح څخه مخکې وويل که دسې وشو نوزما ښځه دې طلاقه وګڼله شي څه حکم دى ؟
  39. له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې
  40. له وخته مخکې انزال او معالجه ېې / د ډاکټرسباوون ځواب
  41. ماخوستن اذان دهيچا په نزد دوخت څخه مخكې روا نه دى
  42. محترم مفتي صاحب ډیرخلګ دمحرم میاشت دغم اوخفګان میاشت ګڼي آیا په شریعت کې هم دامیاشت دغم اوخفګان میاشت ده ؟
  43. محرم الحرام دماتم او غم میاشت نه، بلکه د شکر ویستلو میاشت ده
  44. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  45. مرګ خلكو ته اعلان كوي خبردارى وركوي
  46. مرګ نه پس ښځه خاوند يو بل ته کتلې شې
  47. مسئله نقض وضو به پيچكاري
  48. مسح كردن بالاي بوت ها وموزه هاي سفنج
  49. معانقه [يوبل ته ورغاړې وتل ] د شریعت په رڼا کښی څه حکم لرې تفصیلی جواب راکړې ؟
  50. معانقه يوبل ته ورغاړې وتل هم په اسلام كې د ملاقات د ادابو څخه ده
  51. مقتدي چې له درود څخه وروسته دعاء نه وي لوستلي او امام سلام وګرځوي نو هغه څه بايدوكړي ؟
  52. مهر او ېا دخپل اولاد خرڅول اه ه په ټولنه کې روان ظلم
  53. مونږ ته عين قبله معلومول اړين دي اوكه يواځې طرف دقبلي جهت كوي ؟
  54. مړي يې بي غسله اوبې جنازي خښ کړ آيا دغسل نه بغير دهغه په قبر باندې جنازه کول جائز دي اوکه نه ؟
  55. نجلۍ ته له خپل ملګري سره نکاح روا ده که ناروا؟
  56. نصاب دقربانى څه دې که واضاحت را ته وکړې يعنې قربانی کله کول پکار دې ؟
  57. نطفه اخلی او د ښخی د اولاد په ځای کی یی د پیجکاری له لاری داخلوی
  58. نن صبا زيات خلك دا وايي چې
  59. ننواتې يا د مجرم لخوا مقابل لورې ته د پسه ور وستل
  60. نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيان
  61. نو که په دې فکر چې روژه يې ماته شوه دويم ځل نور خوراک ورپسې وکړي آيا
  62. نوی کال لمانځل: د ړندو خلکو ړوند تقليد
  63. هغه موټر چې د کور د پاره اخیستل شوې وي په هغه باندې زکات
  64. هميشه لمونځونه نه اداء كوونكى به ثواب ترلاسه كوي اوكه نه
  65. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو
  66. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  67. وليمه (دواده خواړه) داسلام له نظره
  68. ولې زمونږ ټولنه کې ودونه وروسته کېږي؟
  69. وهابيان ښه خلک دی او که څنګه ؟
  70. يا رسول الله يا علی يا خواجه وغيره ويل جايز دی
  71. يهوديان ، نصرانيان ، مرتد ، زنديق ، منافق ، دهري ، اوملحد ، مجوسيان ، په باره کښی تفصیل که راته وکړې
  72. يو سړي قاياداني شوکه هغه مړشو نو جنازه به يې کولې شې که نه او دمسلمانانو په هديره کې خښ کړي شې او که نه ؟
  73. يو سړي محتلم شو يايې يوې ښځې ته وكتل اومني دخپل ځاى نه په شهوت سره ووتله ،بيايې په خپل ذكر فشار راوړ
  74. يو مجلس كې څوځله پرنجي کوي او د ښځې د پرنجي ځواب او د غيرمسلمان د پرنجي ځواب ورکول لازم دې او که نه ؟
  75. يواځې مونځ كوونكي ته په جهري مونځونوكې څه كول پكاردي ؟
  76. يوسړي دنکاح کولوپه وخت کې ښځې ته دااختيارورکړ،
  77. يوه ورځ نبي علیه سلام ته يوه ښځه راغله ورته وايي
  78. يوه څپېړه د درې سوالونو ځواب
  79. يوه ښځه دجنابت په حالت کې مړه شوه . نو دغسل طريقه يې څه ده؟
  80. پتلون یانوري تنګي جامي په تن کول دشریعت له نظره جواز لري اوکنه؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User