{1}
سلامون
اووروسته له سلام نه ډېرتشکور چی زمونږپوښتنی ځوابوی او الله جل جلاله و دې
اجردرکړی اوپوښتنه می دا ده که که چیرې دیوې ښځی میړه ورک وی او دا بل چا
سره نکاح وکړی او میړه یی بیرته پیدا شی نو دا ښځه د اولنی مړه کیږی او که
دوروستنی .
میړه حق کیږی؟
فضل محمد
{2}
پوښتنه:
که د يوې ښځي خاوند ورک شي، مړاو ژوندي مالوم نه وي؛ نو ښځه يې ورته څومره انتظار کولاي شي؟
{1}
که دیوی ښځی میړه ورک شی اودډیری مودی وروسته ښځه قاضی ته ولاړه شی چه زمامیړه ډیر وخت لادرکه دی هیڅ دژوند اومرګه حال یی ندی معلوم وروسته یی قاضی بلچاته په نکاح ورکړی یوڅه موده وروسته همدا اولنۍ میړه پیداشی ایاددی ښځی نکاح دهمدی دوهم میړه سره باقی پاتی کیږی اوکه اولنی میړه ته ردکیږی دشریعت په رڼا کی یی پوره ځواب راته ولیکۍ په درنښت
قریشی
-------------------------------
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
مفقود الخبر هغه چا ته ويل کيږي چې بې درکه شوی او ورک شوی وي د مرګ او ژوند هيڅ پته يې نه وي .
ايا د بې درکه سړي ښځه د بل چا سره نکاح کولای شي ، د خپل ميړه د درک پيدا کيدو د پاره څومره انتظار کولای ؟
په دې اړه د فقهاؤ د يوې سترې ډلی رايه دا ده چې تر څو پورې خاوند مړ نه وي يا د هغې د مرګ پوره پته و نه لګيږي هغې پورې ښځې ته د بل چا سره نکاح کول جايز نه دي (جديد فقهي مسائل ج ۲ ص ۱۵۶ – مختصرالقدوري ص ۱۵۰ – مصنف ابن ابی شيبه ج ۴ ص ۲۳۶ ) .
دا چې په غالب ګمان ښځه څومره وخت انتظار وکړي تر څو د مرګ غالب ګمان پيدا شي دا نظر وخت او ځای ته فرق کوي په دې اړه د حنفي علماؤ رايې مختلفي دي ، شرح وقايه کې د ۹۰ کالو ذکر شوی دی ، د امام ابوخنفيه يو قول صرف د ۳۰ کلونو دی ، ځنو حضراتو ۶۰ يا ۷۰ کاله ذکر کړی دی او د صاحبينو نه د ۸۰ کلونو نقل شوی دی .
او کوم فقهاء چې د بې درکه سړي ښځې ته د هغه د مرګ د خبر راتلو پورې يا په قياس او قرائنو سره ددې تر اندازې کولو پورې د بل چا سره نکاح نه شي کولای ، د هغوی دلايل دا دی :
د حضرت مغيره بن شعبه رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : اِمرأة المفقود امرأته حتی ياتيها البيان ( دارقطني ) .
يعنې : د بې درکه سړي ښځه تر هغه پورې د هغه ښځه ده څو پورې د هغه د مرګ او ژوند پته و نه لکيږي .
همدارنګه د حضرت علی رضی الله عنه روايت دی چې چې د بې درکه سړی ښځې لره تر هغې پورې صبر کول پکار دی څو د هغه د مرګ او ژوند پوره حال معلوم شي : فلتصبر حتی يستبين موته او طلاقه . او د حضرت علی رضی الله عنه د قول سره ابن مسعود رضی الله عنه موافق دی .
مګر د امام شافعي او امام مالک په نزد باندې د بې درکه سړي ښځه يوازې ۴ کاله انتظار کولای .
د دوی دليل دا دی چې د حضرت عمر رضی الله عنه او حضرت عثمان رضی الله عنه روايت نقل شوی دی چې د بې درکه سړي ښځه به څلور کاله انتظار کوي او څلور مياشتې او لس ورځې به عدت تيروي د هغه وروسته د بل کس سره نکاح کولای شي : قالا فی امرأة المفقود تربص اربع سنين و تعتد اربعة اشهر و عشرا (هدايه ج ۲ ص ۶۰۲ ) .
ځنې متخرينو حنفي فقهاؤ د امام مالک په قول فتوی ورکړی ده : و لا يفرق بينه و بينها و لو بعد مضی اربع سنين خلافا لمالک ( درمختار ۴/ ۲۹۵ ) – الحلية الناجزة ص ۵۹ ) .
خلاصه الفتاوي ليکي : قول مالک معمول به فی هذه المسئلة و هو احد قولی الشافعی و لو افتی الحنفی بذالک يجوز فتواه لان عمر رضی الله عنه قضی هکذا فی الذی استهوية ( حاشيه خلاصة الفتاوي ) .
د کومې ښځي خاوند چې ورک شوي وي، نو په دې اړه د حنفي فقهې په جزياتو
باندې عمل کول ستونزمن دي، خو د نوروفقهاوو په مذهب باندې عمل کول روا دي؛ خو دا
به بيا د حنفي فقهې حکم ګڼل کېږي، بشپړه تفصيل د ځواب په دې ډول دي، چې دا ښځه
چې په دارالاسلام کې ده؛ نو دا به د قاضي په محکمه کې مرافعه وکړي،نو په شرعي
شهادت او يا په عام شهرت سره به خپله نکاح له خپل خاوند سره ثابته کړي او بيا به د
ګواهانو په واسطه د خپل خاوند ورکه ثابته کړي. بيا به قاضې په خپله د نوموړي ورک
پلټنه وکړي، د قاضي د پلټنې صورت دادي، چې کوم ځاي ته د ورک د تللوغالب ګومان وي،
هلته دې سړي ولېږي او که غالب ګومان نه وي يوازې احتمال وي، نو هلته که يوازې د ليک
ليکل کافي وګڼي هم سهي دي او که په اخبار کې د هغه د ورکې د پيدا کيدو اميد وي نو
دا دې هم وکړي.کله چې د مالوماتو څخه مايوسه شي؛ نو قاضي به ښځې ته د دې نه
وروسته د څلورو کالود انتظار حکم کوي،او که بيا هم د ورک پته په دې څلورو کلنو کې
ونه لګېده، نو ورک سړي به له دې نه وروسته مړ ګڼل کېږي او ښځه به له دې نه
وروسته څلور مياشتې او لس ورځې عدت تېروي، او تر دې وروسته به دا ښځه واک لري،
چې د بل چا سره نکاح وکړي.
- ای ګناهکاره : آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
- ایـاداعمل صحی ده اوکنه ؟
- بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي
- بیرېشه او بی ګیرې هلکانو سره یارانه او دوستانه په شریعت کښی جائز او که نا جائز ېو تفصیلی وضا حت
- تعليم يافته زوی د والدينو لپاره بهترين اشتهار دی
- تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی
- تولو ته سلامونه ډالی کووم. کرانه زما پوشتنه داده چی د اسلام له نظره د جنازی نه بعد دایره شته او کنه ؟
- تيمم چيست ؟ فرضهای تيمم و طرېقه
- جنازې سره جاى نماز وړل څنګه دي ؟
- جور كردن دوكان ها زيرمسجد
- حكم وضوه اعضاءِ مصنوعي
- خاوند د ديرشو {30} کلونو لپاره بندي شو اوښځه صبر نه شي کولاى نونکاح فسخ کيداى شي
- خبرتيا ګرانو ملګرو توجه وکړې که ستاسو
- خريد فروخت اعضاء تحقېق کامل
- خريد فروخت باغات وميوه جات
- خصوصی نشریات
- خطبه جمع بايد به زبان عربي داده شود اگر به زبان ديگر گفته شود درين
- خواب كردن در مساجد
- خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
- خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟
- د قربانی ېو اهمه مسئله
- د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه
- د آذان په وخت کې د ګوتو مچي کول او په نغاره وهلو سره افطار کول
- د اختر تر لمانځه مخکي قرباني، او په کلي کي لمونځ کول
- د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي
- د اسلامې تجارت دريم اصل دنرخونوآزاد پريښودل دی
- د اولاد څخه عقيقه کولو په باره کی که راته څه معلومات او تفصیلی وضا حت وکړې ؟
- د بالغې نكاح پلار وكړه خو د رخصتۍ په وخت ده انكار وكړو څه حكم لري
- د بدل واده او نکاح { شغار } جايز دي او که نه ?
- د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب په غور يې تر پايه ولولئ
- د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
- د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
- د تره په موجوديت كې د مور ولايت نشته
- د تعويذ ځړول څه حکم لري ؟
- د توبې او استغفار اهميت او يوه لنډه عبرتناکه قصه
- د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
- د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
- د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
- د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
- د حمل مخنېوئ ، د حمل يا جنين د قتل سزا او نور مهم احکام
- د حيض په حالت کې د قرآنکريم د تعليم ورکول جايز دي ؟
- د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟
- د خوشحال اوسيدلو اصول د هغه په عجائبو او غرائبو کې فکر وکړی
- د خوشحالي او استقبال د پاره په غاړه کې ګلان اچول څنګه دي ؟
- د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
- د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
- د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم خولي څه راز وه او آيا قراقلي پر سر کول جايز دي ؟
- د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
- د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
- د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
- د زنا او لواطت د بی شرمه عمل خطرناکی پايلی
- د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
- د شيخ احمد په نوم خوب او خبر يا وصيت درواغ او ګمراه کونکی دی
- د شپاړسو كالو جينئ نكاح په زبردستى جائز نه ده
- د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟
- د عطرو په استعمال سره روژه نه ماتېږي
- د عقد نکاح (ګوژدې ) وروسته له ميرمنې سره تېلېفوني خبرې جايزې دي ؟
- د غاښ ډکول او پوښول د غسل او اودس مانع ګرځي ؟
- د غير مسلم سره په معاملاتو کې د اسلامې شريعت څه اصول او شرايط دي ؟
- د فاتحې اوسورت ترمينځ بسم الله په پټه ده اوكه په جهرسره
- د قرآنکريم په تعليم ،اذان او امامت اجرت اخستل روا دي ؟
- د لمانځه د ادا کولو نه پس په سجده پريوتل څنګه دي ؟
- د لمانځه قصداً يا سهواً پريښودل څه حکم لري ؟
- د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت څلور صفتونه چی اوس زموږ په ځوانانو کی هم سته
- د ليزر شعاع په وسيله د اضافي ويښتانو لرې کول
- د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
- د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟
-
- پوښتنه:د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟
- پوښتنه: د نانزکو کارول د ماشومانو جينکو لپاره څنګه دي؟
- پوښتنه: ايا د خاوندانو له پاره روا ده، چې خپلې مېرمنې ته د پرديو خلکو د ليدلو اجازه ورکړي؟
- پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره څومره ديني او عصري زده کړه اړينه ده ?
- له تکبیره تر سلامه د لمانځه ضرورې مسائل
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.