بد
کاري له الله رب العزت سره څرګنده
دښمني ده.
(
بايزيد رحمه الله )
خپل
اصلي هدف د الله رب العزت رضا وګرځوه او د الله رب العزت د نفرت او مرستې
څخه مه نا اميده کېږه.
( حسن
البناء رحمه الله)
علم
د دين پالني لپاره دى نه د دنيا خوړنې لپاره.
( شيرازي)
هغه څوک، چې د دين او ازادۍ لپاره په خپلو وينو لمبېدلي وي. دنيا کې د نوم او وياړ څښتنان
دي او په آخرت کې به يې ځاى جنت وي.
( علي>)
پرنيکۍ
بيړه کوئ او په ناوړو فکر.
(
شفيق بلخي رحمه الله)
پوهان
له وينا څخه وړاندې فکر کوي او ناپوهان
وروسته.
( حسن بصري رحمه الله )
ټول قدرتونه يا قوتونه د مطلق قدرت پر وړاندې
کمزوري دي.
( شهاب الدين)
څوک
چې مرګ په پام کې لري په نيکۍ او پاکۍ بېړه کوي.
( علي رضى الله تعالى عنه )
کوم
مهال، چې د ګناه اراده کوئ؛ نور الله رب العزت له پاچاهۍ څخه بهر ووځئ.
( ابراهيم ادهم رحمه الله )
له
خلکو سره ډول ډول ښېګڼې وکړه، چې په دې
توګه به ستا سينه پراخه شي.
( ډاکټر همکار)
د
الله رب العزت مرسته له جومات
سره وي؛ نو د ټولو مسلمانانو ورونو سره کومک او همکاري کوه، ځکه چې ورورولي او
يوالى په جهاد کې د بري يواځينۍ لاره ده.
(
حسن بصري ر حمه الله )
په
تاسو کې له ټولو څخه ښه هغه څوک دى، چې قران زده کړي او نورو خلکو ته يې وروښيي.
(
محمد صلی الله علیه وسلم )
تقوى
دا ده، چې د لويې او وړې ګناوو څخه ځان وژغورل شي.
( ابن قيم جوزى رحمه الله )
ايمان
د تشي ادعا نوم نه دى بلکې رښتينى ايمان هغه دى، چې په زړه کې قرار ومومي او عمل
يې رښتينى کړي.
(
امام مالک رحمه الله )
کوښښ
وکړه، چې په فصيحه عربي ويناوې وکړي ځکه چې دا د اسلام له شعائرو ځينې
ده.
(
حسن البناء رحمه الله)
الله( ته ګران او
محبوب هغه خوښي ده، چې د يو مسلمان
زړه ته يې راواړوي.
(
محمد صلی الله علیه وسلم )
رښتينى مسلمان هغه څوک دى، چې نور مسلمانان د
هغه له ژبې او لاس له زيان څخه خوندي وي.
(
محمد صلی الله علیه وسلم )
په هېڅ کار کې مناقشه مه کوه ځکه چې ځان ښودنه
خير منځ ته نه راوړي.
(حسن البناء رحمه الله )
هر هغه څوک، چې زموږ هم نظري نه وي زموږ هم سنګري نشي جوړېداى.
( حکمتيار رحمه الله )
اسلامي سياست د انبياء کرامو عليهم السلام ميراث
دى موږ په هر قيمت چې وي د انبياء د ميراث غوښتونکي يو.
( مسلم حفظه الله )
بد
اخلاقي داسې عمل خرابوي لکه سرکه، چې کبين خراب کړي.
(
محمد صلی الله علیه وسلم )
د
يو مسلمان ورور د اړتيا پوره کولو لپاره
وتل راته په جومات کې له يوې مياشتې
اعتکاف څخه غوره دي.
( حسن بصري رحمه الله)
خپل
اواز د اورېدونکي له اړتيا څخه زيات مه
پورته کوه ځکه چې په دې کې ځان غوښتنه او
تکليف رسول دي.
( حسن البناء رحمه الله )
ترڅو مو
چې توان وي جنګ او دښمنې مه جوړوئ. (
لقمان حکيم رحمه الله )
له
ناوړه اعمالو څخه ځان ساتنه اړينه ده. ( امام غزالي رحمه الله )
پر
سړي باندې د خپل اولاد روزنه واجبه ده.
(
معاويه رضى الله تعالى عنه )
خپل
او د کورنۍ ستاينه دې د چا په وړاندې مه
بيانوه.
( لقمان حکم رحمه
الله )
کله چې کارونه زيات شي نو اول هغه کار وکړه، چې
اړين وي.
( امام شافعي رحمه الله )
غوسه د انسانيت ډيوه مړه کوي.
(
امام غزالي رحمه الله )
ټوکې
مه کوه ځکه چې مجاهد امت له کار او زيار څخه بل څه نه پېژني.
( حسن البناء رحمه الله )
د
ګټې او زيان لپاره خپل عزت له منځه مه
وړه.
( لقمان حکيم رحمه الله)
که زړه صفا کول غواړي نو سترګې له دنيا څخه بندي
کړه.
( شفيق بلخي رحمه الله )
رښتيا
داده، چې
څه په زړه وي هغه په ژبه هم
وي. ( خرقاني رحمه الله)
د
خلکو له غيبت څخه ځان وژغوره او پرته له نيکيو څخه بل څه مه وايه.
( حسن البناء رحمه الله )
رښتينى
هغه دى، چې د هغه رښتيا په کړنو، وينا او احوالو کې تل وي.
( جنيد بغدادي رحمه الله )
ملګري
ته د راز خبره مه کوه کېداى شي، چې سبا ستاسې دښمن شي.
(
لقمان حکيم رحمه الله)
له ټولو څخه زياته ناپوه هغه دى، چې له ګناه څخه
خبر وي او بيا هم د ګناه مرتکب کېږي.
( امام شافعى رحمه الله )
د
خلکو هومره لحاظ کوه، چې خپل ځان خراب نه کړي.
(
لقمان حکيم رحمه الله )
په
ټولو مخلوقاتو کې ډېر اړمن انسان دى.
(
مجدد الف ثانى رحمه الله)
مسؤليتونه
له وختونو څخه زيات دى له بل سره د وخت څخه په ګټې اخيستلو
کې مرسته وکړه.
( حسن البناء رحمه الله )
اصل
کمال علم او عمل دواړه جمع کول دي. ( ابن
قيم جوزي رحمه الله )
مال
ذخيره کول اسان دي؛ خو د هغه ساتنه ستونزمن دي.
( مامون الرشيد)
د
علم د زده کولو لپاره ځان د شمع په څير ويلي کړه.
( سعدي رحمه الله )
د
جنګ او له فتنې څخه په ډډه اوسه.
( لقمان حکيم رحمه الله )
هغه خلک
نيکمرغه دي، چې له هغوي سره د نصيحت کولو لپاره الفاظ نه بلکې اعمال وي.
( سفيان ثوري رحمه الله )
له
ناداره سره مرسته کوه، چې د هغه ژبه ازاده او همت
يې لوړ شي.
( عمررضى الله تعالى عنه )
په
مجلس کې له خلکو څخه مخکې مه ويده کېږئ.
( لقمان حکيم رحمه الله )
علم هغه پانګه ده، چې د هغې ذخيره زياتېږي.
( عليرضى الله تعالى عنه )
په
بلنې منلو کې د امير او غريب توپير مه کوئ او د لارې له لېرى والي سره بلنه مه پرېږدئ.
(
امام غزالي رحمه الله )
حسد کوونکى ته هېڅ مهال آرام نه حاصلېږي.
( احنف
بن قيس رضى الله تعالى عنه )
که
له تاسو څخه ګناه وشي؛ نو فوراً توبه وباسئ.
(
تهانوي رحمه الله)
د
مړي بد مه يادوئ ځکه چې ګټه نه لري.
(
لقمان حکيم رحمه الله )
داسې
وينا کله هم مه کوه، چې د اورېدونکي له فکر څخه پورته وي.
( عثمانرضى الله تعالى عنه )
وړاندې
له دې څخه چې بوډا شي علم حاصل کړه.
(
عمر>)
جومات
ته د لمونځ لپاره د تلونکي په هر قدم يوه ګناه بخښل کېږي. او يوه ګناه يې له منځه
ځي.
(
محمد صلی الله علیه وسلم )
فکر
ستا لپاره يوه هنداره ده، چې پر تا باندې
نيکي او بدي څرګندوي.
( حسن بصري رحمه الله )
مؤمن
د تورو په تېغ درومي خو د غلامۍ د ځنځيرونو بوج نشي اوچتولى.
( حکمتيار حفظه الله )
له
کوم انسان سره چې درې څيزونه نه وي هغه له دوزخ څڅه خلاصي نه شي موندلى، امن،
ويره، اضطراب.
(
شفيق بلخي رحمه الله )
د
مېلمه پر وړاندې چاته غوسه مه کوه.
( لقمان حکيم رحمه الله )
که
د ژوند مصيبتونه کمول غواړئ؛ نو ګناه مه کوئ.
( سفيان
ثوري رحمه الله )
په نړۍ کې ازادي اخيستل کېږي؛ خو ورکول کېږي نه.
( سيد جمال الدين افغان رحمه الله )
که
غواړي، چې نوم دي تل پاتې شي نو خپل اولاد ته ښه اخلاق وښايه.
( سعدي رحمه الله )
کله
چې عالم زاهد نه وو نو هغه د زمانې پر
اوسېدونکو عذاب وي.
( علامه اقبال رحمه الله )
خلک
د خلکو پر وړاندې مه رسوا کوه. ( لقمان
حکيم رحمه الله )
د
حکومت او ښځې مينه پرېښودل له صبر څخه ډېر تريخ دي.
( سفيان ثوري رحمه الله )
درواغجن له ټولو څخه لومړى ځان ته زيان رسوي.
( حسن
بصري رحمه الله )
څوک
چې د خپل نفس ښوونکى نه شي هغه به د نورو لپاره څرنګه ښوونکى کېدلى شي.
(
عبدالقادر جيلاني رحمه الله )
د آخرت
غوره توښه تقوا او ځان ساتنه ده.
( حسن
رضى الله تعالى عنه )
بې
ځايه وينا کوونکى او لويې کوونکى مه اوسه
. ( لقمان حکيم رحمه الله )
د
هغه علم لټه وکړه، چې د مرګ په وخت ا وپه آخرت
کې دې په کار راشي.
( امام غزالي رحمه الله )
ژوند
د مرګ ابتداء ده او مرګ د ژوند پيل دى. (
علامه اقبال رحمه الله )
کله
چې غوسه پرتا غلبه ومومي؛ نو ته خاموش پاتې شه.
( مامون الرشيد )
د
ګناه پرېښودل د توبې له ستونزې څخه اسان دي.
( عمررضى الله تعالى عنه )
که د ژبې له زيان څخه ځان ژغورل غواړئ؛ نو چپ
اوسئ.
( لقمان حکيم رحمه الله )
هر
وخت د الله رب العزت څخه ويره کوئ.
(
تهانوي رحمه الله )
خيانت
کوونکى د اعتماد وړ نه دى.
(
احنف بن قيس رضى الله تعالى عنه )
په
ځان کې شجاعت او اتلولۍ پيدا کړه، چې د الله رب العزت د دين ښه
مجاهدشي.
(
ډاکټر همکار رحمه الله )
کله
چې تاسو ته په ناروا امر وشي پېروې يې مه
کوئ.
(
محمد صلی الله علیه وسلم )
اسلام
يواځينى دين دى، چې د ژ وند ټولې ښېګڼې په کې نغښتلې دي.
( جلال الدين رومي رحمه الله )
د
ايمان پوره والى او کمال په جهاد کې
دى.
(
ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه)
د رښتينې ايمان نښه داده، چې د ويرې په حالت کې د حق خبره وکړئ.
( علي رضى الله تعالى عنه)
په
ايمان کې له شرک او په اعمالو کې له ګناه
څخه ځان وژغورئ.
( عبدالقادر جيلاني رحمه الله )
خپل
زړه له حسد او ټګۍ څخه تل پاک وساته.
(
ډاکټر همکار رحمه الله )
الله
( همېشه له ځان
سره ګڼل غوره ايمان دى.
( عمر رضى الله تعالى عنه )
له
مال او دولت څخه پرته بل شى هومره ايمان
ته زيان نشې رسولى.
( امجدد الف ثانى رحمه الله )
د
اسلام مقدس دين سر تر پايه ادب دى، څوک چې
هغه مراعات نه کړي هغه بد مرغه دى.
(
جعفر صادق رحمه الله )
خلک د علم لپاره راځي علم هېڅکله هم خلکو ته نه ورځي.
( امام مالک رحمه الله )
له علم څخه پرته انسان الله( ته نشي رسيدلى.
(
سعدي رحمه الله )
له
بې ګټې کتلو، اورېدلو، خوب او خوراک
څخه ډډه وکړئ.
( ډاکټر
همکار رحمه الله )
د
علم په واسطه د ناپوهۍ لمن ټولول غوره کار
دى.
( امام غزالي رحمه الله )
رښتينى
عالم د هر چا په زړه کې دوست او محبوب وي.
( علي رضى الله تعالى عنه)
نا
اهل ته علم ښودل په حقيقت کې د علم حق ضايع کول دي.
( امام شافعي رحمه الله )
پر صورت، صحت، هئيت او رزق کې ترځان ښکته خلکو
ته وګوره.
( ډاکټر همکار رحمه الله )
عمل
له علم څخه پرته داسې دي لکه په بدن کې چې روح
نه وي.
( امام ابو حنيفه رحمه الله )
په
کوم علم چې قران او حديث شاهد نه وي د هغه هېڅ ارزښت نه شته.
( جنيد بغدادي رحمه الله )
درې شيان له درېيو شيانو پرته نه کېږي، يانې
حکومت پرته له سياسته، مال پرته له تجارت او علم پرته له درس څخه.
( شيخ سعدي رحمه الله )
د يوه دينې عالم قوت تر ډېرو جاهلانو زيات دى.
( بسطامي رحمه الله )
علم هغه
د رحمت وريځ ده، چې د رحمت باران ترينه اوري.
( قطب
الدين رحمه الله )
د
سپکو او باطله خيالاتو په تعقيب کې د خپل ذهن پلوي مه کوه.
( ډاکټر همکار رحمه الله )
بد عالم
هغه دى، چې له اړتيا څخه پرته د اميرانو ملګرتيا کوي.
( سفيان ثوري رحمه الله )
د
تعليم او تربيې هدف دا دى، چې ټولنې ته خوشحالي رامنځ ته شي.
( شاولى الله دهلوي رحمه الله )
ښه
کتاب د انسان لپاره غوره سرمايه ده.
(
علامه اقبال رحمه الله )
تعليم
او تربيه د دنيا او آخرت د کاميابۍ وسيله ده.
( امام
غزالي رحمه الله )
دشتمنو
دښمنان ډېر وي او د عالمانو دوستان.
( علي رضى الله تعالى عنه)
ښه
کتاب بهترين او غوره دوست دى.
( علامه اقبال رحمه الله )
غوسه مه کوه او صبر وکړه ځکه چې عمر بېخې لنډ
دى.
(ډاکټر
همکار رحمه الله )
يواځې عالم په دې پوهېږي، چې زه نه پوهېږم نه
جاهل.
(
فضيل رحمه الله )
وخت
هېڅکله هم بېرته نه راګرځي، د وخت ارزښت و پيژنئ.
( حارث بن سعيد رحمه الله )
مسؤوليتونه له وختونو څخه زيات دي بل سره د وخت
په ګټې اخيستلو کې مرسته وکړه او که خپله
کار لري په سرته رسولو کې بېړه وکړئ.
( شيهد حسن رحمه الله )
د وخت قدر او درناوى کوي، ځکه وخت هېچا ته انتظار نه کوي.
( لقمان حکيم
رحمه الله )
خپل
کار همدا اوس سرته ورسوه او د نن ورځي کار
سبا ته مه پرېږده.
( ډاکټر همکار رحمه الله )
مشغولتيا که زحمت زېږوي؛ خو بې کاري فساد زېږوي.
( عمر رضى الله تعالى عنه)
د
ژوند هره ورځ وروستۍ ورځ وګڼه.
(
عثمان رضى الله تعالى عنه)
په
کوم زړه چې نصيحت اغېزه نه کوي هغه له ايمان څخه خالي بلل کېږي.
(
ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه)
يو داسې ګټور کسب او کار زده کړه، چې له تا سره
سمون خوري او داسې ګټور کار وکړه، چې ستاسو دسوکالۍ سبب شي.
( ډاکټر همکار رحمه الله )
غوره هوښيار هغه دى، چې هر څه ته د عبرت په
سترګه ګوري.
( مولانا ابو الکلام ازاد رحمه الله )
احتياج او اړتيا عقل کمزورى کوي.
(
لقمان حکيم رحمه الله )
موږ
کولى شو، چې د عقل او پوهي په واسطه مخلوقات تابع کړو.
( علامه اقبال رحمه الله )
کومه خبره مو چې د عقل پر تله نه وي تللي هغې ته
ځواب مه ورکوئ.
( شفيق بلخي رحمه الله )
تل
د الله( د لوريينو يادونه کوه او منندوى اوسه.
( ډاکټر همکار رحمه الله )
د
بشپړ ايمان څښتن هغه څوک دى، چې اخلاق يې
ښه وي.
( داود عليه السلام)
نيک
او غوره اخلاق د ادي، چې د اعمالو بدله
ونه غواړي.
( ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه)
بد اخلاقي د باطنې نجاست نښه ده.
( امام غزالي رحمه الله )
نيک
اخلاق د ايمان نيمايې برخه ده.
(
عبدالقادر جيلاني رحمه الله )
څوک چې درواغ
وايې الله( ته ډېر ناخوښ
دى.
(
سليمان عليه السلام)
درواغجن له ټولو څخه لومړى ځان رسوا کوي.
( حسن بصري رحمه الله)
زه
د ډېر علم پرځاى لږ ادب ته زياته اړتيا لرم.
( عبدالله ابن مبارک رحمه الله )
د کمزورتيا علاج
چوپتيا ده.
(
امام غزالي رحمه الله )
ناپوهه
چې ترڅو چپ ناست وي هوښيار بلل کېږي. ( سليمان عليه اسلام )
چوپتيا
او خاموشي خپله سرمايه وګرځوئ.
(
لقمان حکيم رحمه الله )
د ډېرې خندا له کبله د انسان عمر
کمېږي، عزت او وقار يې له منځه ځي او له مرګ څخه بې پروا ګرځي.
(
عمر رضى الله تعالى عنه)
ډېر
مه خانده ځکه چې د الله( سره مرسته
پېوسته، زړه ارام اوله وقاره ډک وي.
( حسن البناء رحمه الله )
د
يوې مشروع او ګټورې تګلارې په اړه فکر وکړه، چې دا به له تا څخه ستا غمونه
هير کړي.
( ډاکټر همکار رحمه الله )
الله( ته ګران انسان
هغه دى، چې خلکو ته تر ټولو زياته ګټه رسوي.
(
محمد صلی الله علیه وسلم )
بريالى سوداګر او دکاندار هغه دى ،چې سودا او
خرڅلاو يې هره ورځ جاري وي.
(
عباس حسن رحمه الله )
د
مسافرۍ دوستي او ملګرتيا د خپلوۍ له ملګرتيا
او دوستۍ څخه ډېره کلکه او پخه
وي.
(
عباس حسن رحمه الله )
که خپله خوشحالي غواړي؛ نو د نورو د خوښۍ او
خوشالۍ په هڅه کې اوسئ.
( عبدالقادر جيلاني رحمه الله )
له
چا سره چې مننه او ځان غوښتنه پيدا شي هغه بربادېږي.
( جعفر صادق رحمه الله)
د
ايماني او اسلامي اصولو پابندي د انساني شخصيت د کمال ترټولو لوړه څوکه ده.
(
حکمتيار حفظه الله )
بې
له ازموينې د چا په دوستۍ باور مه
کوه. ( امام شافعي رحمه الله )
عفوه او تېريدل د ازادو خلکو خوى دى.
( علي رضى الله تعالى عنه)
په
ځان باور د نيکمرغۍ د بنسټ لومړۍ خښته ده.
( عمر رضى الله تعالى عنه)
په
اختلافي مسئلو کې پر ډېر احتياط عمل کوئ.
(
امام قيثري رحمه الله)
د
بل د حقوقو په پوره کولو کې بېړه
کوئ.
( امام ابو حنيفه رحمه الله)
دعوت او بلنه په دري ستنو ولاړه ده، دقيق فهم، ژور
ايمان او پراخه محبت.
( شهيدحسن البناء رحمه الله )
هلا
کوونکي شيان دوه دي، خپل ځان لوى ګنل، نا اميده کېدل.
( ابن مسعود رضى الله تعالى عنه)
له
نوافلو او سنتو څخه د فرايِضو او واجباتو
په لور وګرځئ.
( يوسف قرضاوي)
د
الله( دوستان هغه څوک
دي، چې کله هغوى وويني نو الله( درته يادېږي.
(
محمد صلی الله علیه وسلم )
د
ميرمني جهاد دا دى، چې له خپل څښتن سره د
نيکو اخلاقو له مخې ژوند وکړي.
(
علي رضى الله تعالى عنه)
د
ښځې عقل په ښکلا کې دى او د سړي ښکلا په عقل کې ده. ( حکيم )
زه د هغه انسان په خپلواکه فکر ، بې غمه زړه او
روڼ تندى وياړم، چې نه زر لري او نه ځمکه.
(
خوشحال خان خټک)
د
بدعت له خاوندانو سره له کېناستلو څخه ځان وساتئ.
( عبدالله ابن مبارک رحمه الله )
د
ښايسته ښځې په ليدو د سترګې او د نيک زړي ښځې په ليدو زړه خوشحالېږي.
(
ابراهيم رحمه الله )
که
له بدعتي سره په يوه لاره کې مخامخ شئ؛ نو ته ترې خپله لاره چپه کړه.
( يحـى
رحمه الله )
اسلام
زموږ نسب او ټاټوبى دى ځکه خو سلمان فارسي > ويلي سلمان ابن اسلام ابن اسلام.
( علامه اقبال رحمه الله )
د
ښو اخلاقو څښتنان ډېر زر ځانته مينه وال او خواخوږي پيدا کوي.
( مامون الرشيد رحمه الله )
له دښمنانو څخه مه ډارېږئ او په هر ډګر کې ورسره مبارزه وکړئ ځکه چې ژوند د پايښت راز په سپېڅلي جهاد کې نغښتى دى.
( علامه اقبال رحمه الله )
استغنا
او قناعت يو غوره نعمت دى.
(
لقمان حکيم رحمه الله )
د
هر ملت سرمايه د هغه ملت روزلي بچيان
دي.
( منصور
رحمه الله)
د تخت او تاج نيشه د انسان ځينې څېرونکى حيوان
جوړوي.
( صلاح الدين ايوبي رحمه
الله )
جهاد د يو لازمي فريضه ده د دې ثواب هم هومره دى، چې د هغې اندازه
ناشوني
ده.
(
ابوبکر صديق>)
د استاد ځورول دپلار له مينې څخه غوره دي.
( سعدي رحمه الله )
عدالت
له شاتو خوږ له غوړيو نرم او له مشکو څخه
خوشبوى دى.
( جعفر صادق رحمه الله )
د
نااهله او خودغرضه مشر د ګناوو سزا ټول قوم او کهول ته ورکول کېږي.
( صلاح الدين
ايوبي رحمه الله )
له
بد ذاته خلکو څخه وفا تمه مه کوئ.
(
لقمان حکيم رحمه الله )
د
مذهبي تعصب له کبله د قومونو ترمنځ همدردي او اتفاق له منځه ځي.
( حسن البناء رحمه الله )
ناپوهه
چې د چوپتيا په ګټه پوه شي هوښيار بلل کېږي.
( امام غزالي رحمه الله )
له
خندا کوونکو سره خندا مه کوئ بلکې له ژړا
کوونکو سره ګډون وکړئ.
( عبدالقادر جيلاني رحمه الله)
چېرته چې د حق وينا ته ضرورت وي هلته چوپتيا هېڅ ارزښت نه لري.
( علي >)
ډېره
مه خانده ځکه چې له الله( سره
مرسته د پيوسته زړه ارام او له وقاره ډک وي.
( حسن البناء رحمه الله )
دالله( په رضا خوښې
څرګندول په دنيا کې جنت ګټل دي.
( عثمان >)
د
ټولو خلکو خوشحالۍ ساتل
ناشوني دي؛ نو خپله معامله
يواځې له الله( سره د
رښتنولي له مخې کوئ.
( امام مالک رحمه الله )
زرګونه
کتابونه يو لورې ته او د مور او پلار نصيحت
بل لوري ته.
( علامه اقبال رحمه الله)
له شرک څخه وروسته لويه ګناه د مور او پلار نافرماني ده.
( لقمان حکيم رحمه الله )
له
ګناوو څخه توبه کوونکي له ګناوو څخه پاک بلل کېږي.
(
محمد صلی الله علیه وسلم )
قناعت
سړى بې پروا کوي.
( حسن
بصري رحمه الله )
ښه
اخلاق، اسلامي دعوت او د مسلمانانو خدمت خپل عادت جوړ کړئ.
( ابو عبيده بن جراح رضى الله تعالى عنه )
نادارو
سره کينئ؛ خو د بدعتيانو سره له ناستې پاستې څخه ځان وژغورئ.
( عبدالله ابن مبارک رحمه الله )
چوپتيا خپل شعار جوړ کړه، چې د ژبې له شر څخه خوندي
شي.
( لقمان حکيم
رحمه الله)
که څوک د ژوند سره مينه لري نو د خپل ملت د ژوند
لاره کې دې. مړ شي.
( علامه سيد جمال الدين افغان رحمه الله )
ځانونه
د لوى عمل ( جهاد)
لپاره تيار کړئ او مرګ په ځان قبول
کړئ ترڅو د عزت او پت
ژوند مو په برخه شي.
(
حسن البناء رحمه الله )
پوه
شئ، چې جنت د تورو د سيوري لاندې دى.
(
محمد صلی الله علیه وسلم )
استقلال او ازادۍ ته په تشو ويناووڅوک نه شي
رسيدلى.
( علامه سيد جمال الدين رحمه الله )
مطالعه
د غم او پرېشانۍ غوره ملګرې ده.
(
عمر رضى الله تعالى عنه)
د
آخرت کار نن وکړه او د دنيا کار سبا ته
پرېږده.
(
مجدد الف ثاني رحمه الله )
حاسد ته هېڅ وخت راحت نه حاصلېږي.
( احنف بن قيس رضى الله تعالى عنه)
هر
مهال له الله( څخه ويره
کوئ.
( تهانوي رحمه الله )
د ايمان او يقين دا مانا نه ده، چې د دين د
مشرانو او د روحانيونو عبادت وشي.
(
علامه سيد جمال الدين رحمه الله )
دنيا ته راتلل په نوبت دي خو بېرته تګ بې نوبته دى.
( قلم الدين رحمه الله )
که
تاسو له چاسره محبت نه شئ کولى نو له هغه څخه
نفرت هم مه کوئ.
( لقمان حکيم
رحمه الله )
د نيت د خاوند له منځه وړل د هغه نيت له منځه
وړاى نه شي.
( علامه سيد جمال الدين رحمه الله )
که
د خوښۍ او خوشحالۍ غوښتونکې ياست؛ نو تل په کار بوخت اوسئ او له آرام کولو ځان
وژغورئ.
( امام غزالي رحمه الله )
لږې
ويناوې کول پوهه او حکمت دى.
( عمر رضى الله تعالى عنه)
ډېر
وخت انسان ته ستونزې له خپلو خبرو څخه پښېږي.
( ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه)
نرمه وينا غوسه سړه وي او تېزه وينا غوسه زياتوي.
( سليمان عليه السلام)
څوک، چې څومره خبرې کمي کوي هومره به له ملامتۍ څخه ژغورلى وي.
( علي رضى الله تعالى عنه)
په
کومه خبره چې نه پوهېږئ مه يې کوي او په کومه چې پوهېږئ د وړ سړي په
وړاندې يې له ويلو څخه دريغ مه
کوئ.
(
عثمان رضى الله تعالى عنه)
هغه ملت چې مرګ ته په خندا او موسکا ښه راغلى
ونه وايې. ژوندى به پاتې نه شي.
(
علامه سيد جمال الدين رحمه الله )
په
شرعي مسئله کې له چا سره جګړه مه کوئ.
( امام مالک رحمه الله )
ښه ملګرى هغه دى، چې په تنګسه کې مو په کار شي.
( سعدي رحمه الله )
د
الله( له حکمونو څخه د
سرغړاوي پايله ډېره دردونکي او خواشينونکي
وي.
( شيرازي رحمه الله )
له
ځان څخه د شمعې پرځاى پتنګ جوړ کړئ، چې
ستر وياړ مو په برخه شي.
(رومي رحمه الله )
له
قهر او غضب پر ځاى له مينې او ورورګلوۍ څخه کار واخلئ.
( مامون الرشيد رحمه الله)
غوره وينا هغه ده، چې اورېدونکي پرې
وپوهېږي.
( علي رضى الله تعالى عنه)
په داسې سيمه کې مه اوسېږئ، چې هلته پر حق عمل
نه کېږي.
( امام مالک >)
کوم کار چې نه شي کولى؛ نو مسووليت يې هم پر غاړه مه اخلئ.
( حسين
رحمه الله )
هوښيار
سړى هغه دى، چې د الله رب العزت لپاره تقوا او
پرهېزګارې وګړي او د اخرت د حساب لپاره تيارى
ونيسي.
( حکيم ترمذي رحمه الله )
ذلت او صحيح علم سره يو تر بله ضديت او مخالفت لري
دواړه سره نه يوځاى کېږي.
(
علامه سيد جمال الدين افغان رحمه الله )
که
پاچا او يا والي ته ورځي نو د ټولو خلکو څخه وروسته ويناوې کوي.
(
امام مالک رحمه الله )
سر
لوړي په تقوى کې مال او دولت په توکل کې
او لويې په تواضح کې ده.
( ابوبکر صديق>)
ويناوې په نرمۍ
سره کوئ ځکه د الفاظو په نسبت د لهجې
اغېز ډېر وي.
( امام غزالي رحمه الله )
د څراغ
له رڼا څخه ګټه واخلئ او دې ته مه ګورئ چې څراغ د چا په لاس کې دى.
(
عائشه رضى الله تعالى عنها)
د چا علم چې له مانه کم وي زړه مې پرې درد کوي
او چې د ډېر علم څښتن وي کېنه مې ورته په
زړه کې نه راځي.
( سلمان فارسي ر حمه الله )
څوک
چې د پاچاهانو او دقدرت له خاوندانو څخه بې له کوم جرات کولو ډارېږي دا سوالګر دى.
(
علامه سيد جمالدين ر حمه الله )
څوک چې له علم سره مينه ونه لري هغه هېڅ ښه والى نه لري.
(امام شافعي رحمه الله )
هوښيار
لومړى زړه پوښتې او بيا پر ژبه ويناوې کوي.
( عبدالقادر
جيلاني رحمه الله )
له
ښه عمل څخه پرته د جنت غوښتل هم ګناه ده.
( بايزيد بسطامي رحمه الله)
- ځنې خلق ) مړي سره په کټ کې قرآن شريف کيدي اوهديرې ته يې وړي داڅنګه دي ؟
- آيا خينه ( د ښځې خور ) سره سفر کول رواه دي ؟
- آيا لمونځ خاص دمعراج په شپه فرض شوى دى ؟
- آيا په استعمالېدونکو سروزرو کې زکات شته؟
- آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
- آيا په سرتور سر اذان اولمونځ كول دشيعه ګانو طريقه ده؟
- آيا په هېره سره روژه ماتېږي
- آيا په کور کې د سپي ساتل جايز دي ؟
- آياد قرآن كريم څخه دپنځولمونځونو وختونه ثابت دي اوكه نه
- آيادالله Y ذكرترفرض لمونځونوغوره دى؟
- آياديوال چين دخلاڅخه ترسترګوکيږې ؟؟
- آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی
- آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟
- آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟
- آیا د کافر غیبت روا دی او بل که د یو چا نوم وانه خیستل شی او غیبت یی وشی آیا دا هم په غیبت کښي راځی ؟
- آیا دمسجد له برق څخه طالبان اوامام استفاده کولی شې ؟
- آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟
- آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
- آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
- احكام ساعت وتكمه هاي كه پالش طيلاء به اوداده شده باشد
- احكام چوگان بازي ( هاكي ) فوتبال وغيره
- اخبارونو ، اونیزو، مجلو اونورو مطبوعاتو وارترمخه پیسي ورکول
- ادويه مسدود كننده حيض
- اذان له ترجيع سره غوره دى اوكه بغير له ترجيع نه ؟
- استعمال برس دندان بجاي مسواك
- استعمال رنگ وروغن درمساجد
- استعمال كريم وغيره براي پاك كردن موي
- استعمال موي مصنوعي
- استنجا كردن همراه كاغز
- اعلان كردن چنده يعنى خواست در مساجد
- اقامتله كوم لورې نه ويل كيږي؟
- امام مالك رحمه الله د پيغمبر علیه سلام نه خوب كې پوښتنه وكړه چې مرګ كله راځي
- امام پسې الحمدلله ويل جايز دي او که نه ؟
- امام په رکوع كې وو چه يوسړى راغى نوهغه تکبير تحريمه سره درکوع ته لاړشي اوکه درکوع تکبير هم ووايي ؟
- امامت پرته له پټكي څخه ثابت دى او كه نه ؟
- انداختن هرقسم ادويه در فرج زنانه ناقض روزه ميباشد در فتاوي عالمگيره است
- اهم ترينه مسئله د توحيد ده
- اهم ترينه مسئله د توحيد ده (دوهمه برخه)
- اهم ترينه مسئله د توحيد ده (لومړی برخه)
- اورونه بلوی ټیرونه سوځی شریعت نبوی ﷺدی عمل ته په کوم نظرګوری ؟
- اى علماوؤ تاسو ته وايم
- ايا اسلامي شرعيت له ښځو سره ظلم کړيدي؟
- ايا د انټرنټ او يا موبایل له لارې د نامحرم هلک او نامحرمې نجلۍ اړيكې ، محاوره او خبرې اترې روا دې او كه ناروا ؟
- ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي
- ايا موندل شوى مال تاوان لري؟
- ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
- ايت ( صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا ) باندي اوازسره دروويل څنګه دي ؟
- ايمان څنګه تقويه کړو ؟
- اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
- ای ګناهکاره : آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
- ایـاداعمل صحی ده اوکنه ؟
- بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي
- بیرېشه او بی ګیرې هلکانو سره یارانه او دوستانه په شریعت کښی جائز او که نا جائز ېو تفصیلی وضا حت
- تعليم يافته زوی د والدينو لپاره بهترين اشتهار دی
- تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی
- تولو ته سلامونه ډالی کووم. کرانه زما پوشتنه داده چی د اسلام له نظره د جنازی نه بعد دایره شته او کنه ؟
- تيمم چيست ؟ فرضهای تيمم و طرېقه
- جنازې سره جاى نماز وړل څنګه دي ؟
- جور كردن دوكان ها زيرمسجد
- حكم وضوه اعضاءِ مصنوعي
- خاوند د ديرشو {30} کلونو لپاره بندي شو اوښځه صبر نه شي کولاى نونکاح فسخ کيداى شي
- خبرتيا ګرانو ملګرو توجه وکړې که ستاسو
- خريد فروخت اعضاء تحقېق کامل
- خريد فروخت باغات وميوه جات
- خصوصی نشریات
- خطبه جمع بايد به زبان عربي داده شود اگر به زبان ديگر گفته شود درين
- خواب كردن در مساجد
- خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
- خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.