Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, May 7, 2012

پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟

 
 د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پیل کړی الله ج د نیکه بدله درکړی.
پوښتنه می داده چی

1

پوښتنه :  دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم  روا دى اوكه نه ؟

 2

پوښتنه :  دوخت دكموالي په سبب دتوان لرلوسره تيمم روا دى اوكه نه ؟

 

ځواب كه چيرې دژمې په موسم كښې  يونفر داسې ځنګل ته دكار  دپاره  ولاړ چه  هلته اوبه ډيرې يخې وي اوداوبوګرمولوهيڅ وسائل نه وي لكه لوښي ،خس اوداسې نوراودوريځې په سبب لمر نه ښكاري ياماښام دى اوياشپه اوسهار دى اوس جنب دغسل كولواوبې اوداسه داودسه كولوتوان  نه لري اوياپه چا باندې تبه راغلې وي نوپه دې ټولوصورتونوكې تيمم كول ددغوكسانو دپاره  روا دى اوكه نه .؟
S : په حالت دمرض اوويره كښې  تيمم صحيح دى اوكله چه  په يخواوبوسره غسل كولو اواودس كولو كښې  انديښنه اوويره دهلاكت وي يادمرض د زياتوالى وي نوتيمم روا دى  .([1])


2   ځواب كه چيرې  مونځ  كونكى سهار په داسې وخت كښې  دخوب نه  راويښ شو چه  ګرمي اوبه دهغه په ځاى اوياكور كښې  پيدانه شوي اوپه يخو اوبوسره غسل ديخنۍ په سبب نه شي كولي اودومره وخت نه شته چه  اوبه ګرمي كړي اوبياورباندې غسل وكړي اوپه خپل وخت كښې   مونځ  ادا كړي نوداسې شخص كه داسې وخت كښې  تيمم ووهي او مونځ  وكړي نو روا دى اوكه نه ؟
 هركله چه  دى توان دګرمواوبولري نوتيمم ورته روا نه دى  مونځ  دي قضاء وكړي خوغسل اواودس دي وكړي . ([2])


[1] - ومن عجزعن استعمال الماء الخ لبعده ميلاالخ اولمرض يشتداويمتدبغلبة ظن اوقول حاذق مسلم الخ اوبرد يهلك الجنب اويمرضه ولوفى المصراذالم تكن اجرة حمام ولامايدفنه الخ تيمم (الدرالمختار على هامش ردالمحتار  باب التيمم ص ۲۱۴ ج ۱ )
[2] - قال فى البحر فصار الاصل انه متى قدر على الاغتسال بوجه من الوجوه لايباح التيمم اجماعا (ردالمحتار باب التيمم ص ۲۱۶ ج ۱ تحت قوله ولامابدمنه الخ ) 






No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User