Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, April 11, 2012

د قرآن تاریخی اعجاز





هامان او د مصر  اهرام

قرآن د موسى(ع) دژوند په هکله مفصل توضيحات لری، دفرعون او بنی اسراییلو دښمنیو ته په اشارې سره دمصر په هکله هم معتبر معلومات وړاندې کوی. ددغو معلوماتو ډیری اهمیت په دی وروستیو کې څرګند شوی. دقرآن دحکمت یوه بېلګه په دې کتاب کې  دهامان یادښت دی دده نوم شپږ ځلی دفرعون دنېږدې کسانو په توګه یادشوی.  دحیرانی ځای دادی چې په تورات کې د موسى(ع) دکیسې په هیڅ ځای کې هم دهامان یادښت نه شو موندلی. یوهامان نومی ډیر وروسته له فرعون نه یعنی دموسی (ع) له زمانې نه یوزروسل کاله وروسته  په عهد عتیق کې دبابل دیوه پاچا دمرستیالانو له ډلې نه هم یو څوک دی . خو قرآن له نویو موندنو سره په یوه ژبه له هامان نه دموسى(ع)  په عصر کې یادونه کوی. دنامسلمانانو نیوکه پردې ده چې ولې د تورات اوقرآن اوعهد عتیق په مېنځ کې دغه اختلاف شته خو دوه سوه کاله مخکې دهروغلیف دلیکنې په لوستلو سره دغه ادعا ناسمه ثابته شوه، داځکه چې دهامان نوم په مخکینو کتیبو کې وموندل شو . تر اتلسمې زېدیزې پېړۍ پوری مصری لیک چې له تورو نه بلکې دڅېرو له انځورونو جوړشوی ؤ دلوستلو وړ نه ؤ ، دهروغلیف دلیک تصویرونه چې دمهمو تاریخی پېښو ثبتونکی دی په ډبرو باندی کښل شوی . په دویمه اودریمه زیږدیزه پېړۍ کې دعیسویت خپرېدل دپخوانیو عقیدو اودهیروغلیف دلیک دهېرېدو لامل شو. دهیروغلیف دلیک وروستی بېلګې په کال ۳۹۴ زېدیز کې لیکل شوی ، په پایله کې لرغون پېژندونکو ته تر اتلسمې پېړۍ پورې پر تاریخ اولیکل شویو معلوماتوپوهیدل ناشونی وو. په کال ۱۷۹۹ زېدیز کې دروزیتا ستون Rosetta Stone  په نامه دیوې ډبرې په موندلو سره دهیروغلیف معما حل شوه .دغه ډبره په ۱۶۹ مخکې له میلاده  پورې اړه لری.  ددې ډبرې اهمیت په دې کې دی چې په درې ډوله لیک یعنی هيروغليف، دموتيک او يونانى باندې  اغل شوې. نو دمصردغه پخوانی توری دیونانی تورو په مرسته وپېژندل شول. دهیروغلیف ژباړه دیوه فرانسوی ژبپوه ژان فرانسوا شمپوليون له خوا بشپړه شوه. په دې توګه دتاریخ، دینونو، دپخوانیو مصریانو اود ټولنیزژوندانه په هکله ډیر معلومات په لاس راغلل.   

لرغون پېژندنکیو دهروغلیف په لوستلو سره دهامان نوم دمصر په پخوانیو کتیبو کې وموند. دغه کتیبه دویانا دهوف په موزیم کې شته چې دفرعون اوهامان ترمېنځ نږدې اړیکې بیانوی . دلغاتو په فرهنګ کې چې «خلک په نوی سلطنت کې» نوم لری هامان دډبرو توګولو(سنګتراشی) دکارکونکو دمشر په توګه یاد شوی. چې دغو څېړنو دقرآن دمخالفینو نظر رد کړ. هامان داسې څوک وو چې په مصر کې  یی دموسی (ع) په زمانه کې  له فرعون سره یوځای ژوندکاوه اوله فرعون سره نږدې وو اوتعمیراتی کارونو کې دخیل وو.
اوفرعون وویل ای زما دقوم مشرانو هیڅوک پرته له ځانه خدای نه ګڼم ای هامانه اور پرخټه بل کړه اوزما لپاره یو لوړبرج جوړ کړه څو چې دموسی له خدایه خبرشم اوزه هغه دروغجن بولم  (القصص ۳۸). 
په دې آیت کې فرعون له هامان څخه غواړی چې یو لوړ برج جوړ کړی چې  تاریخی موندنې  د قران له دې وینا سره اړخ لګوی، او په دې موندنو سره دقرآن د مخالفینو نظر به بشپړه توګه رد شو.

موسى(ع)  او د سمندردوه ځایه کول

دمصر پاچایانو ته هغه وخت فرعون ویل کیدل چې خلکو په خپلو عقیدو کې هغوی خدایان ګڼل. کله چې هغو اوهام پرستیو کې خلک غرق ول ، الله(ج)) دخلکو دهدایت اودبنی اسراییلو دخلاصون لپاره موسى راولېږه. فرعون او دمصر قاضیانو اوټولو خلکو دموسی (ع)  نظر رد کړ چې هغوی یی دیوه الله بنده  ګې ته رابلل. خو هغوی موسی لیونی ، جادوګر اودروغجن وباله اوخپل ظلم یی دبنی اسراییلو پرقوم لاډیر کړ. د الله (ج)  خدایی یی ونه منله او موسى(ع) یی شوم اودمصر دمصیبتونو لامل وګاڼه ، له همدې کبله یی هوډ وکړ چې هغه یا ووژنی یا یی له مصرڅخه دباندی وباسی.

څه ډول چې قرآن فرمایی دبنی اسراییلو قوم تښتی اودفرعون لښکر یی تعقیبوی اونږدې وو چې  له سیند سره ونیول شی. .

 
اوهغوی یی دختیزلوری ته تعقیب کړل . بیا دموسی دوستان وډار شول او وی ویل اوس به
هلاک شو . موسی وویل هیڅکله هم نه بلکې زموږ رب به موږ ته لارښوونه وکړی .بیا مو موسی ته وحی ولېږله چې خپله لکړه په سیند ووهه سیند دوه ځایه شو اواوبه یی دوو خواووته لکه سترغر پورته شوې . اونور مو هم دهغه لورته راوستل نوموسی اوملګروته مو خلاصون ورکړاونورچې دوی یی تعقیبول ټول مو غرق کړل (الشعرا 60-66).

په دې اړه دفرعون دزمانې له کتیبې نه لاندې معلومات لاسته راغلی : دامنا مونی دماڼۍ دسپینې کوټې دساتنې دکتابونو دمشر له خوا میرزانپترهورته :
" کله چې دغه لیک تاته ورسېد اوټکی په ټکی دې هغه ولوست ، ستا په زړه به زورو درد راشی ، لکه یوه پاڼه چې دتوپان په لاس کې وی ځکه چې په سیند کې به دډوبیدو له ناوړه پېښې خبر شی.
پېښې داسې وواهه چې دتېښتې توان یی نه درلود . فکر وکړه چې دالاهې له مېنځه تلل ، دقومونو له مېنځه تلل ، اودختیز اولویدیز دپاچا له مېنځه تلل . خوب په اوبو کې  له یو ستر شی نه یو وړوکې اوناچاره کس جوړکړ کوم خبر به له دې معلوماتو سره چې تاته درورسېدل  برابروی ".
د الله (ج) دا معجزه چې بنی اسراییل یی سم سلامت له سره سمندرګی څخه تیر کړل تر ډیرو څېړنو لاندې راغلې . لرغون پېژندونکی نه یواځی له مصر نه دسره سمندرګی لورته دبنی اسراییلو دتېښتې تګلوری بلکې دهغوی دیو ځای کیدو ځای یی هم دفرعون له لښکر سره  موندلی چې غرونو راچاپېر کړی . دغه غر دجبل موسی په نامه یادېږی اودسینا په ټاپووزمه کې دسره سمندرګی په ساحل کې واقع دی.
پوهانوله ډېرو څېړنو وروسته دسره سمندرګی داوبو ددوه ځایه کیدو په هکله عجیب معلومات لاسته راوړل . دڅېړنو پایلې هغه ډول وې څه ډول چې قرآن عظیم الشأن بیان کړی دی.
دوو روسی ریاضی پوهانو نوم ولزنگر او الکسى اندروسوف ثابته کړه چې  موسى(ع) په رېښتیا هم وکولای شول چې سمندر دوځایه کړی . نورو پوهانو ددې احتمال په خلاف فکر کاوه خو دغه دوه ریاضی پوهانو هغه شرایط چې ددغې معجزی لپاره یی شرایط مساعد کړی مطالعه کړل اودا بیا دمعجزی دثابتېدو لامل شول.
دروسیی د ساینس اکادمی دخپرونی له نظره په سره سمندرګی کې داسې داوبو مخنیونکې یوه غوڼدۍ شته چې چې داوبو له سطحې سره نږدی ده. په دې ځای کې پوهانو دباد لوری اوچټکتیا چې وکولای شی دغه اوبه نیونکی دجذراومد له اغېزې وچ کړی محاسبه کړ، په پایله کې څرګنده شوه داسې یو باد چې په ثانیه کې دیرش متره چټکتیا ولری دغه داوبو غونډۍ وچولای شی . نوم ولزنگر  چې دروسېی دساینس اکاډمۍ دسمندری څېړنو په دیپارتمنت کې یی کارکاوه داسې وویل: "که چېرې سبایی باد ټوله شپه د۳۰ مترو په ثانیه کې په چټکوالی په سمندرګی وچلېږی  اوبه له اوبه نیونکی نه لرې کېږی اوهغه وچوی. اودبنی اسراییلو لپاره چې په ډیر ګمان شپږلکه تنه به وو څلورساعته یی ونیول څو چې ددو ساحلونو په مېنځ کې دسمندرګی اووه کیلومتره واټن ووهی ، اووروسته له نیم ساعت نه  اوبه بیا بهېږی".  ولزنگر او دده ملګری اندروسوف دغه مسأله دنیوتن دقانون له لا رې مطالعه کړه اوبیا یی داسې وویل:   " زه ډاډه یم چې  الله (ج) دځمکې کره دفزیک دقانون له لارې اداره کوی".
باید پام مووی چې دداډول طبیعی پېښې اټکل هروخت کېدای شی. که  الله (ج) وغواړی هروخت چې دباد مناسب ځای ، مناسب وخت اومناسبه چټکتیا سره راټوله شی دغه معجزه تکراریدلای شی. دموضوع اهمیت په دې کې دی چې معجزه هغه وخت پېښه شوې چې موسی  (ع)  اوملګری یی له سمندرګی نه تیرشول. اوبه هغه وخت بېرته یوله بل سره یوځای شوې کله چې فرعون اولښکر یی دسمندر په مېنځ کې دغه ځای ته رسېدلی وو.  اودا دعاقلانو اومؤمنانو لپاره ستر عبرت دی. برسېره پردې په داسې ستونزمن حالت کې د الله (ج)  پرحکم باندې  د موسى(ع) باور دمعنوی ارزښتونو یوه ښه بېلګه شمیرل کیدای شی.




 وې ویل هېڅکله نه ، رب له موږ سره دی اوموږ ته لارښوونه کوی(الشعرا ۶۲).


هغه ستونزې چې فرعون اود ده ملګری ورسره مخامخ شول

دمصرخلک اوفرعون داسې په اوهامو اودڅوخدایانو په عبادت کې غرق ول چې دموسی (ع) حکمت اومعجزو ونه شو کولای ددوی زړونه نرم کړی اوله خرافاتو نه یی لری کړی.

 اووی ویل که که داسې آیتونه دې راوړی وی چې موږ جادوکړی ، موږ به هیڅکله هم ایمان رانوړو (الاعراف ۱۳۲).

نظرپه دومره کبر سره الله (ج) ډیر مصائب دوی ته راولېږل څوچې دوی تنبیه شی اوګواکې اصلاح به شی . لومړنی ددغو مصایبو وچکالی وه چې دقحطۍ لامل شوه

 اوفرعونیان مو په وچکالۍ اوقحطۍ اخته کړل څو ګواکې پاملرنه وکړی(الاعراف ۱۳۰).

دمصر کرنه چې دنیل په سیند پورې تړاو لری ډیره اغېزمنه شوه، په داسې حال کې چې چې فرعون اودوستان یی دالله(ج)  اوپیغمبر په ردولو سره اغېزمن شول ، خوبیایی هم دغه حالت دموسی(ع) له بد شاګوم نه وګاڼه بیا الله (ج)  په نوروآزمویښتنو کې واچول.
 

بیا مو توپان او  ملخان او سپږۍ اوچونګښې اووینه چې یو له بله بېلې نښې وې پرهغوی را ولېږل  بیا هم هغوی کبر وکړ اوګناه کوونکی قوم ؤ(الاعراف ۱۳۳).

ددغو ټولوطبیعی  پېښو تفصیل چې په قرآن کې یادشوی دپيپروس په کتیبو کې راغلی . موږ له دغو پېښو دقرآن له لارې خبر شوی یو. خو دغه معلومات په نولسمه زېږدیزه پېړۍ کې دمصر دتاریخ په موندلو سره نورو پوهانو څرګند کړی. کله چې په  ۱۹۰۹کال دایپور پپيروسونه وموندل شول  دهالند دلایدن موزیم ته واستول شول  ، گاردينير يو مصر پېژندونکی دغه لېکنې وژباړلې.
په پپيروس کې دقحطۍ ، وچکالۍ، اوله مصرنه دمریانو دتېښتې پېښې یادې شوی. برسېره پردې دپيپروسونو لیکوال چې یو مصری (Ipuwer)  حکیم دی په خپله یی دغه پېښې په سترګو لیدلی اوداسې لیکی:
 "طاعون په ځمکه خور شو ، ټول ځایونه وینې ونیول ، سیند وینه دی . الحق هغه چې پرون لیدل شوی له مېنځه تللی . ځمکه داسې ستومانه ده لکه لو چې پرې شوی وی ، کوز مصر ژاړی ... په ټوله ماڼۍ کې د راتلو څه نشته په هغه پوری غنم ، وربشې ، مولخ اوکبان تړاولری په ریښتیا سره غلې هرچېرې له مېنځه تللی. ټوله ځمکه ډاروونکونارو اولالهاندی نیولې،... نه له ماڼۍ نه دورځې څوک وتلی او نه هم چا دخپل ملګری مخ  لیدلی ... ښارونه دجزر اومد له لاسه له مېنځه تللې ... پورتنی مصر وران شو...هرلورته وینې ... طاعون په ټول هیواد کې ... هېڅوک دبایبلوس شمال لورته کښتۍ نه لېږی ... خپلو دصبر ونو او موم کړای شووسره څه وکړو؟...طلا نشته . انسانان له انسانیت نه بېزاره دی ، او یو غړپ اوبو ته تږی دی. هغه زموږ اوبه دی . نو موږ څه وکړو.هرڅه وران شول . هرڅه وران شول . ښارونه وران شول ، پورتنی مصر وچ شوی . په شېبه کې اوسېدل بل مخ شول ".
ددغولرغونو  یادښتونو پربنسټ هغه ناوړه پېښې چې مصر پرې واووښت هغه څه دی چې قرآن یادکړی.
د پپيروس په کتیبو کې موسى(ع) دیوه  جادوگر په توګه معرفى شوی. (دغه کتیبې دانګلستان په موزیم کې ساتل کېږی) خو فرعونیان په خپلو ټولو هڅو سره چې ویی کړی پر موسی (ع) اوبنی اسراییلو بریالی نشول.
دجادوګر تورپه پرموسى (ع)  د الاعراف دسورې په ۱۰۹ آیت کې یاد شوی:
 

 دفرعون دقام لویانو وویل چې دایو پوه جادوګر دی .

 په قرآن کې د فرعون کلمه

په عتیق عهد کې سپېڅلی کتاب  (انجيل) دمصر پاچایان د  ابراهيم (ع) او يوسف (ع)،  په وخت کې دفرعون په نامه یادول.  په واقیعت کې دفرعون کلمه ددې دووپیغمبرانو له وخته کارول شوې ده.   قرآن کريم د يوسف (ع) په وخت کې دملک کلمه کارولې.


ملک وویل هغه ماته راولی. (يوسف ۵۰).

دمصر پاچا دموسی (ع)  په وخت کې دفرعون په نامه یادشوی ، دکلمو دغه توپیر چې په قرآن کې شته په عتیق عهد کې په نظر نه راځی . په انجیل کې دفرعون کلمه دمصر ټولو پاچایانوته کارول شوې. په داسې حال کې چې قرآن کلمې ډیرې سمې کارولی دی .
دفرعون لقب دمصرپاچایانو ته کاریده دغه لقب مخکې له میلاده په څوارلسمه پېړۍ کې د څلورم اينهوتپ په واکداری کې کاریده. په داسې حال کې چې  يوسف (ع) حد اقل دوه سوه کاله مخکې له دغې واکمنۍ نه ژوند کاوه.
دبریتانیا دايرة المعارف لیکی چې فرعون دنوې واکمنی لپاره یو  دروند لقب وو چې داتلسمولړیو پاچایانو (۱۲۹۲ ۱۵۳۹مخکې له میلاده)  اوددوه ویشتمې لړۍ پاچایانو له ( ۷۳۰ ۹۴۰ مخکې له میلاده) کاریده اودپاچا دکلمې ځای ناستی شو. دامریکا علمی  دايرة المعارف هم ددغې کلمې کارونه په همدغه پړاو کې سمه ګڼی.



 دغه راز ستا لپاره دپخوانیو خبرونو نکل کوو (طه ۹۹).

څه ډول چې وینو دفرعون کلمه دمصر دتاریخ په یوه ټاکلی پړاوکې دود وه. اوداچې قرآن دمصردپاچایانو لقبونه په بېلابېبلو تاریخی پړاوونو کې تشخیص کړی ددغه کتاب له عظمت اوبل اعجاز نه پرده پورته کوی.

د نوح(ع) توپان



اونوح مو دخپل قام لپاره ولېږه چې پنځوس کم زرکاله ددوی په مېنځ کې ؤ اوهغوی توپان ونیول ځکه چې ظالمان ول
(العنکبوت ۱۴).

نوح (ع)  دخپل قام دلارښوونې لپاره ولېږل شو. خو دده قام له ده نه لرې والی وکړاوپه خپل شرک باندې ثابت پاتې شول . نوح (ع) په ډیر متانت سره خلک دیوه خدای بنده ګۍ ته راوبلل اوهغوی یی  دخدای له نیولو وډارکړل. خوبیاهم خلک له ده نه بېزاره شول. الله (ج)  نوح (ع) ته وویل چې دالله (ج) منکران به ډوب کړی اومؤمنان چې دحق دین یی قبول کړی هغوی ته به خلاصون ورکړی اوبه یی ساتی.

 اوهغه کسان چې زموږ آیتونه یی دروغ وګڼل ډوب موکړل(الاعراف ۶۴).

اوکله چې دسزا ورکولو  وخت راورسېد دځمکې اوبه له سختو بارانونو سره یو ځای شوې اودسېلاولامل شوې، مخکې له دسېلاو راتلو الله (ج)  نوح (ع) ته وویل:
نو وحیه موورته کړه چې زموږ ترنظرلاندې بېړۍ جوړه کړه اوکله چې زموږ فرمان ورسېد او اوبه دځمکې له سوریو راووتلې په هغه (کښتۍ )کې له ځان سره له هرډول نه یوه جوړه اوخپل اهل واخله ،پرته له هغو کسانو چې مخکې دهغو په هکله درته ویل شوی دی اود ظالمانو له شفاعت نه ماته خبرې مه کوه چې هغوی ټول ډوبېږی. (المْْؤمنون 27).

پرته له هغو چې له نوح (ع) سره په بېړۍ کې ول نورټول ډوب شول ان دنوح (ع) زوی هم غرق شو چې دده اطاعت یی نه ؤ کړی اوغره ته تښتېدلی ؤ .
اووویل شول چې ای ځمکې اوبه لاندې یوسه اوای آسمانه باران بس کړه اواوبه وچې شوې اوامر پایلې ته ونه رسېد اوبېړۍ دجودی غره دپاسه ځای ونیو(هود ۴۴).

یاد شوی معلومات په قرآن کې چې دالله(ج) لاس نه خوړلی کلام دی له تورات اونورو سرچینو نه معتبره دی ، تورات چې تحریف شوی دی وایی چې توپان په ټوله نړۍ کې پېښ شوی ؤ، خو قرآنی آیتونه بیا داپه ډاګه کوی چې دنوح توپان په یوه ځای کې پېښ شوی اویواځې هغه قام چې نوح (ع) یی نه ؤ منلی هغه یی له مېنځه وړی. په قرآن کې هېڅ داسې نښه نشته چې له هغه نه په ټوله نړۍ کې دتوپان پېښېدل جوت شی .

 
اوموږ نوح دده دقام دلارښوونې لپاره ولېږه اویی ویل چې زه ستاسو لپاره ښکاره ډاروونکی یم(هود ۲۵).


(شعيب وویل) اى زما قامه ستا سو ضد له ما سره ددې لامل نه شی چې تاسو ته هم مصیبت ورسېږی کوم چې دنوح قام ته رسېدلی ؤ(هود ۸۹).

څه ډول چې وینو قرآن وایی چې یواځې د نوح (ع) قام له مېنځه تللی نه دځمکې په سره دهغه وخت ټول خلک .
په هغه ځای کې چې اټکل کېږی دنوح (ع) قام اوسېده، لرغون پېژندنې داجوته کړې چې یو ځواکمن توپان د عراق دخاورې دډوبېدو لامل ګرځېدلی اوتوپان په ټوله نړۍ کې نه دی  پېښ شوی.
"کله چې اوبه لږې شوې بېړۍ دجودی پروچه کېناسته ". دجودی کلمه دیوه غره له نامه نه اخستل شوې چې جودی نومیده په داسې حال کې چې جودی په عربی کې دلوړې سطحې یا غوڼډی په مانا ده. نو د توپان اوبه دځمکې ټیټې  برخې لاندې کړې اوتریوه ټاکلې کچې لوړې شوی . یعنې دځمکې دسر ټوله وچه اوټول غرونه یی نه وو نیولی. 

د نوح(ع) د توپان لرغونې نښې

کله چې طبیعی پېښې ، جګړه اوټولیز مهاجرتونه دیوه مدنیت دله مېنځه تلو لامل ګرځېدلی وی  ، دهغه مدنیت نښې نښانې ساتل کېږی .ځکه دخلکو کورونه اواسباب یی ژر تر خاورولاندې خښېږی . اوپه هغه صورت کې چې په هغو لاس ونه لګېږی دډیرو مودو لپاره خوندی ساتل کېږی اودغه آثار دلرغون پېژندنې لپاره ښې نښانې وی.
په اوسنې عصر کې تاریخ پوهانو اولرغون پېژندونکو د نوح د توپان په هکله  کره اوبشپړ مدرکونه موندلی . اټکل کېږی چې دغه توپان به درې زره کاله مخکې له میلاده دسیمې ټول مدنیت له مېنځه وړی وی. چې د دغه مدنیت آثار زرګونه کاله ترخاورو لاندې پاتې وو.
د دجلې اوفرات ترمېنځ دښتو کې ددغه توپان دڅېړنې لپاره ډیر کارشوی. کیندنې ددغه توپان آثار د عراق په څلورو ښارونو کې ښیی :  د ار ښار، د ارچ ښار، د کيش اوشورپاک ښارونه. کیندنې جوتوی چې دغه ښارونه درې زره کاله مخکې له میلاده توپان له مېنځه وړی.
د ار د ښار د مدنیت تاریخ چې د تل المقيار په نامه یادېږی اووه زره کاله مخکې  له میلاده اټکل کېږی . اودا د بشر د مدنیت له پخوانیو ځایونو څخه دی اونور ډیر مدنیتونه هلته رامېنځته شوی اوله مېنځه تللي .
لرغون پوهانو دخاورو دڅېړنې نه پوه شوی چې دلته داسې یو مدنیت وو چې دیوه ستر توپان له کبله له مېنځه تللی اوپرځای یی بیا په پړاویز ډول بل مدنیت رامېنځته شوی.  ليونارد وولى د انګلستان د موزیم اود پنسلوانیا دپوهنتون دکیندنولارښوونه  دبغداد اودفارس دخلیج ددښتو په مېنځ کې په غاړه درلوده، آلمانی لرغون پېژندونکی ورنرکلر دوولی دڅېړنو په هکله لیکی:
"د وولى څېړنې دسومریانو له معبد نه لری دیوه غوڼډی لاندې داسې کبرونه وموندل چې دکبرونو ترډبرینو تختو لاندې واقعی خزانې وې لکه ، ګران بیه پیالې ،ښکلی جکونه ، صراحیانې، دژیړو میزونه، دمرواریدو تختې لاجورد او سپین زر چې ترځمکې لاندې خښ شوی وو اودسازآلې په دیوالونو کې ځوړندې وی.
وروسته له څوورځو دوولی کارکونکو غږ وکړچې موږ دځمکې پرسطح یو، وولی هلته کوزشو ترڅو هغې سطحې ته ورشی اوځان ډاډه کړی ،وولی فکر وکړ اوپه پای کې ... دادی: دځمکې سطح کې دسیند شګه وه ، هغوی هوډ وکړ چې کیندنو ته دوام ورکړی اوڅا نوره هم وکینی . بیل یی واهه ، درې فټه ،شپږفټه، لاهم خاوره اوپه پای له لسوفټولاندې خاوره پای ته ورسېده اوله هغو لاندې یی دانسان داوسېدو ځای وموند...."
د ار دښار په غونډی کې ددومره خاورې اوشګویواځینی لامل ډیرې اوبه  کیدلای شی چې ددوو مسکونی پوړونو په مېنځ کې حایل شوی. میکروسکوپیکو څېړنو ښوولې چې دغونډی لاندې دغه دخټو پوړونه دسېلاو له لارې جوړ شوی اودومره ستر اوپراخ دی چې دسومریانو مدنیت یی له مېنځه وړی . دګلمګش حماسې اودنوح د داستان نښې دواړه دعراق دصحرا په کیندنو کې وموندل شوی .

مکس مالوان د ليونارد وولى خبره تاییدوی چې داډول یو رسوبی پوړ یواځې د ستر اوناببره سېلاو له امله جوړیدلای شی. دغه راز وولی ددغې سیمې په  کیندنو کې  د ار ښارپاتې شونې دالعبید له ښاره چې اوسېدونکویی رنګین کلالی لوښی کارول تشریح کړی دی.  
دغه حقیقتونه داجوتوی چې د ار ښار داسې یو ځای ؤ چې دسېلاو له امله بشپړ وران شوی . آلمانی لرغون پېژندونکی ورنر کلر هم ددغو کیندنو اهمیت بیان کړی . دی وایی چې دلرغون پېژندونکوڅېړنې ښېې چې دعراق په دغه سیمه کې یو ستر سیلاو پېښ شوی دی.
دعراق بل ښار چې دسېلاو له کبله له مېنځه تللی دسومریانو دکیش سیمه ده ، چې اوس دطال الاحمر په نامه یادېږی . دسومریانو پخوانی لیکنې دغه ځای وروسته له توپانه  دباچاهی ځای ثبت کړی دی. د شورو پاک ښار چې دعراق په سویل یا بین النهرین کې موقیعت لری اونن دطال الفرح په نامه یادېږی ، هم دیوه پخوانی سېلاونښې لری. دلرغون پېژندنې څېړنې چې په کال  ۱۹۲۰ ۱۹۳۰ز کې د پنسلوانیا پوهنتون داريک شميد له خواسرته رسېدلی دغه کیندنې دخلکو داوسیدودرې پوړونه وښودل چې دماقبل تاریخ په وروستیو پړاوونو کې  د پاچایانو تر دریمې لړۍ پورې (۲۱۱۳ نه تر ۲۰۰۴ مخکې له ميلاده ) وې. ډیرروښانه موندنې دکوردجوړښت دادارې اسنادو په مخروطی لوحوباندې لیکل شوې کلمې وې چې دډیر پرمختللی مدنیت ښکارندویی کوی  چې څه ناڅه درې زره کاله مخکې له میلاده لرغون توب لری. 

کله چې ددغو پوهانو نظرېې مطالعه شی روښانه کېږی چې یو ځواکمن توپان د۲۹۰۰ نه تر۳۰۰۰ مخکې له میلاده لګیدلی دی. دشمېرنو پربنسټ کله چې مالوان له څلورونه ترپنځو مترو شمید نومی ځای ورسېد نوهلته یی  دیوې ژېړې خټې چې شګو اوخاورو پورې رسېدله  دیوه سېلاو نښه ومونده . دغه پوړ دغونډې سطحې ته نږدې اوچارچاپېره لیدل کېږی چې دشمید دنظر مطابق دسمدت دپاچاهی دورته رسېږی .  بل ځای چې دسېلاو له لارې اغېزمن شوی د ارک ښاردی  چې دشورباک جنوب کې موقیعت لری . نن دغه ښار دطال الور په نامه پېژندل کېږی . لکه دنورو ښارونو په شان دلته هم ۲۹۰۰ نه تر ۳۰۰۰ کاله مخکې پورې دسېلاو نښې موندل شوی.
 ددجلې اوفرات سیندونه عراق له یوه سرنه تربل سره پوری ویشی . داسې په نظرراځی  چې دتوپان په وخت کې دغه  دواړه سیندونه ډک شوی اوبه ترې زیاتې شوې چې له بارانونو  سره یو ځای یی ستر سېلاو جوړکړی .

دآسمان ورونه مو په چټکو بهیدونکو اوبوپرانستل اوپه ځمکه کې مو داوبو چینې روانې کړې څو په هغه امر چې ټاکلی  مو وو دواړه اوبه سره یو  یوځای شوې  (القمر 11-12).

کله چې دلرغون پېژندنې نښې وارزول شی څرګندېږی چې ټول بین النهرین دسېلاو اوبونیولی ؤ . د ار، ارک، شورپاک اوکېش ښارونودسېلاو پاتې شونې لاهم په ځان کې ساتلی چې ټول په یوه تګلوری کې قرار لر ی . دبین النهرین ځمکو له اوس  نه درې زره کاله مخکې له میلاده ډیر توپیر درلود . دفرات دسیند  داوسنی ځای په ختیز کې ؤ اود ار، ارک ، شورپاک اوکیش ښارونو له تګلوری تېریده نو ښکاره ده چې دفرات دسیند سېلاو په خپلو ساحلونو کې ښارونه له مېنځه وړی.
الله (ج) د  نوح (ع)  توپان اودهغه  پاتې شونې دځمکې په سر زموږ دعبرت لپاره پرایښی . دپیغمبرانو اوکتابونو له لارې یی ټولنو ته لارښوونه کړې . خو هرځلې دالله (ج) ویناوې خلکو تحریف کړی . خلکو نورې موضوع ګانې له خپل فرهنګ ، عقیدو اودودونو اخستی اوپه هغه کې یی نغاړلی اودنوح (ع) داستان یی مغشوش کړی. پاک قرآن له دې نه چې دالله(ج) کلام دی اوده یی په خپله دساتنې ژمنه کړې نو له همدې کبله دلرغون پېژندنې په هکله ډیر دقیق معلومات وړاندې کوی.

 د ارم ښار

دنړۍ نومیالیو ورځپاڼو په کال ۱۹۹۰ کې اعلان وکړ چې دعربو ورک شوی ښار وموندل شو. مهم ټکی دادی چې دغه ښار په قرآن کې یاد شوی دی. ډیر خلک په دې باور وو چې داسې ښار یواځې یو نکل دی اوهېڅکله به هم ونه موندل شی ددې ښارپه موندلو سره خلکو هم ونشوکړای چې دخپلې حیرانی مخنیوی وکړی.
نيکولاى کلپ دمستندوفلمونو یو جوړونکی او یو وتلی لرغون پېژندونکی همدغه ښار چې په قرآن کې یادشوی وموند. دعربو دتاریخ دڅېړنو په بهیر کې ده یو په زړه پورې کتاب وموند، دغه کتاب دانګلیسی توماس برتمن له خوا په کال ۱۹۳۲ زېږدیز کې د Arabia Flix تر سرلیک لاندې لیکل شوی ؤ. Arabia Flix عرب فلیکس دعربو دټاپوسویل ته رومی مقرری وه چې نن دیمن اودعمان یوه برخه ده . یونانیانو دغه ځای عرب یودیمون اوعربی پوهانو په منځنیو پېړیو کې هغه دالیمن السعید په نامه یاداوه ، چې دواړه دغه کلمې دیمن خوښ مانا ورکوی ځکه چې ددې سیمو خلک دهند اوعربستان ترمنځ دګرانبیو مصالو په سوداګری  بوخت ول. دغو خلکو کندر چې یو ډول عطر دی له ونو نه لاسته راوړل اوبیا به یی خرڅول.
توماس ددغو سیمو دمیشتو قبیلوپه هکله ډیر په تفصیل سره لیکلی ، دی وایی چې دپخوانیو ښارونو  لرغونی آثار یی موندلی . دغه ښار دصحرامیشتو عربو له خوا د اوبر په نامه یادېده. په یوه سفر کې دغو صحرامیشتو هغه لاره چې دعربو یوه وران پخوانی ښارته تله وروښووله . توماس مخکې له دې چې داوبر په هکله خپلې څېړنې بشپړې کړی مړ شو.
نيکولاس کلپ ډاډه ؤ چې یاد شوی ښار د توماس په کتاب کې حقیقت لری ، اوډیر ژر یی دتوماس مطالعې تعقیب کړې . ده داوبر دښار دثبوت لپاره له دوو طریقو نه کارواخست ،لومړی یی دصحرامیشتو خلکو نښې ناسا یا دامریکې دهوایی څېړنو ادارې ته ورکړې څوچې دمصنوعی سپوږمکۍ له لارې یی ځای ومومی اوپه ډیر ټینګار سره یی مسولین دې ته وهڅول چې له سیمی نه عکسونه واخلی. برسېره پردې پخوانۍ قلمی لیکنې اونخشې چې دامریکې دکالیفورنیا دهوتنګتون په کتابون کې وې مطالعه کړې. اوډیر ژر یی یوه نخشه وموندله چې دده دمطالعې لاندې ځای هم په کې وموندل شو. دغه نخشه یونانی مصری جغرافیه پوه  پتولمی په دوه سووم زیږدیزکال کې جوړه کړې وه چې په همدې تګلورې کې یی دیوه زاړه ښار موقیعت څرګنداوه.

دده څېړنو د هغوعکسونو له لارې چې له مصنوعی سپوږمکۍ نه اخستل شوی وو مرسته ترلاسه کړه . په دې عکسونوکې دکاروانونو تګلوری چې په سترګو دپېژندلو نه دی دکلپ پام ځان ته راوګرځاوه . داتګلوری له پاسه په آسانۍ سره لیدل کیدای شی کله چې دغه عکسونه ددوهمې میلادی پېړۍ له نخشې سره پرتله شوې کلپ وموندله چې دغه تګلوری په یوه سترځای کې یوله بل سره نښلی چې پخوا یو ښار ؤ. 
په پای کې دتوماس، کلپ اوناسا دمطالعې له برکته دغه لرغونی ښار چې عربانو یی په هکله ډېرې کیسې درلودې وموندل شو. وروسته له لږې مودې کیندنې پیل شوی اودلرغونی ښار پاتې شونې وموندل شوې. اودغه ورک شوی ښار دشګو داتلانتیس په نامه ونومول شو.
له څېړنوخلک په دې  پوه شول  چې داهمغه دعاد د ښار پاتې شونې دی . پوهانو د ارم هغه ستنې چې په قرآن کې یادې شوې وې وموندلې ، چې دلوړو برجونو په څیر د عاد په ځمکه کې لیدل کېږی. داکتر جورينس زريتس دڅېړنو دپلاوی یوه غړی وویل: نظر پردې چې دغه برجونه د ابر دښار نښې دی اوهم ارم دبرجونو یا ستنو درلودونکی په قرآن کې یادشوی نو دا ټکی پردې دلالت کوی چې ابر همغه د ارم ښاردی چې په عمان کې دی.

آیا ودې نه لیدل چې ستا رب له عاد سره څه وکړل چې په ارم کې د ستنو درلودونکی وو هغه چې دهغه په شان مو په نورو ښارونوکې نه وو پیدا کړی (الفجر ۶-۸).

لیدل کېږی چې له قرآن نه لاسته راغلی معلومات چې څوارلس پېړۍ مخکې ویل شوی کټ مټ دتاریخی معلوماتو غوندی دی.

د سدوم او گموره ښارونه

حضرت لوط(ع) له  ابراهيم(ع) سره په یوه وخت کې ژوند کاوه.  هغه دخپل قام دلارښوونې لپاره د ابراهيم(ع) په ګاونډ کې ولېږل شو. دقرآن دشرحې پربنسټ دهغه قام فاحش اولوطی عادتونه ول، کله چې لوط(ع) د الله (ج) لارښوونه هغوی ته واوروله څو له دې سترې ګناه نه واوړی هغوی له دې نه  انکار وکړ چې ګواکې لوط (ع) پیغمبر دی اوخپل دغه ناوړه عمل ته یی دوام ورکړ . په پای کې دغه قام له کلک عذاب سره مخامخ شو اوله مېنځه ولاړ.


اولوط خپل قام ته وویل چې آیا ناوړه عمل چې هېچا مخکې له تاسو نه ؤ کړی کوی یی . دښځو پرځای له نارینه ووسره جنسی اړیکه کوی اوتاسو فاسد قام یاست.
                                                                            (الاعراف ۸۰-۸۱).




 اوپه هغوی مو باران واوراوه نو ووینه چې دګناه کوونکو پای څه دی  (الاعراف ۸۴).
اوداسې نښې مو له هغوی نه پرېښودې چې دعاقلانو لپاره عبرت وی  (العنکبوت (۳۵).

هغه ښار چې په هغه کې لوط(ع) ژوند کاوه اوبیا وروسته وران شو په پخوانۍ زمانه کې دسدوم په نامه یادېده . داسې په نظر راځی  دغه قام چې د سره سمندرګې په شمال کې یی ژوند کاوه اوهغه ډول چې قرآن وایی له مېنځه تللی . دلرغون پېژندنو کیندنو ښوولی چې دغه ښار دبحرمیت سره نږدې داسراییلو اواردن په مېنځ کې واقع دی. پوهان وایی چې په دغه ځای کې دسلفرو سترې زېرمې شته . بنا پردې په دغه ځای کې نه د انسان اونه هم د نورو ژوو ژوند ممکن دی . سلفر داسې عنصردی چې داورغوځونونکو له لارې مېنځته راځی . قرآن دا روښانوی چې ددې ښار ورانېدل دزلزلې او اور غورځونکو له اغېزی دی. آلمانی لرغون پېژندونکې ورنرکلر ددې ځای په هکله وایی:
"له قاعدې سره یوځای دغه ستر درز دصدم او ګمورې له درې سره یوه ورځ په دوزخ بدل شول. ددغو ښارونوله مېنځه تلل دیوې زلزلې له امله رامېنځته شوی  چې له بریښنا اوچاودونو سره یوځای وه  اویو ستر اوریی هم له ځانه سره درلود.  دغه مسأله داورغورځونې لامل شوی چې دهمدې درې په اوږدو کې  یی وجود درلود. اوس هم داورغورځونې له کبله سوری اودمذابو اوچونې ډبرو نښې داردن په پورتنیو لمنو کې له شن سره نږدې لیدل کېږی.
داوبلنوډبرودغه پوړ اوتورې ډبری دذلزلې اواورغورځونې ښکاره نښې دی په هرصورت دلوط سیند چې دبحرمیت په نامه یادېږی نیغ په نیغه د ذلزلې  مېنځ اوملاکې  قرارلری.
دبحر میت قاعده په یو لاندې ځای کې پرته ده . دغه دښته دطبری سیند دشما ل  اودعرابه د دښتې دجنوب په مېنځ کې ځای لری .
ددې فاجعې تخنیکی اړخ چې دلوط قام یی له مېنځه یووړ دجیولیوجیستانو له خوا وڅېړل شو. هغوی وښوده چې زلزله په یوه اوږده کرښه کې پېښه شوې. داردن سیند په خپل ۱۹۰ کیلومتری تګلوری کې ۱۸۰ متره لاندې ځی. داردن دسیند دغه ځوړی اود سمندر له سطحې نه لاندې د بحرمیت ټیټ واقع کیدل دیوې سترې  جیولوژیکی پېښې څرګندویی کوی.
د اردن د سیند تګلوری یواځې  دماتېدلو یوه برخه ده چې په سیمه کې واقع ده دغه ماتېدل دتوروس له غرونو پېل اود سوېل لوری ته د بحرمیت له ساحلونو نه تېرېږی دعرب د دښتې لورته ترعقبې خلیجه پورې په هغه ځای کې چې سورسمندرګی دافریقا په پای کې پرې کوی ادامه لری. داورغورځونې ځواکمن فعالیت دهمدې کرښې په دوام کې شتون لری . په واقیعت کې داورغورځونې تورې ډبرې داسراییلو دګالېلې په غره کې، داردن په لوړوسطحوکې، دعقبې په خلیج اونورځایونو کې لیدل کېږی. تولې دغه نښې جوتوی چې په بحر میت کې یوه ستره فاجعه رامېنځته شوې.
دملی جغرافیې مجله د۱۹۵۷ کال ددسمبر دمېاشتې په ګڼه کې داسې لیکی:
"دسدوم لامزروع غوڼډۍ لکه دیوې څوکې په څېر دبحرمیت په سره لوړه شوې . هېچا دسدوم اوګمورې دښار آثار نه دی موندلی. پوهان په دې عقېدې دې چې دا دصدم په دره کې ددې سوریو په مقابل کې ول ، اوممکنه ده چې یوې زلزلې اوسېلاو له ځانه سره وړې وی.".
په قران کې موجود معلومات داڅرګندوی  چې دغه ښارونه اوس هم د مهم تګلوری په سرکې شته . جیولوجیستانو هغه لاره چې دبحرمیت له سویل ختیزنه پیل اودعربو ترټاپووزمی پوری ترسوریې اومصر پوری دوام لری دهغه دپاره  ټاکلی دی.
  




اوددوی ښارمو لاندې باندې کړی او له کلکې اوسریښناکې  خټې نه موپردوی ډبری واورولی .اوپه دې کې دبصیرت دخاوندانو لپاره دعبرت  نښې دی. اودا دلاری په اوږدو کې شته (الحجر ۷64).

د سباخلک او د عرم سېلاو

پېړۍ پېړۍ وړاندې دسبا ټولنې دعربستان ستر مدنیت جوړاوه. تاریخې سرچینې وایی چې سبا دفنیقیانو غوندې فرهنګ درلود. ډیر په سوداګریزو کړنو بوخت ول . دسبا خلک فرهنګی اومدرن خلک ول . دسبا دخلکو په کتیبوکې دبیاروغاونې ، وقف اوجوړښت کلمې ډیرې کارول شوې . دمعرب بند چې ددوی یو تاریخی اثر دی ددوی دټکنالوژی ښه بېلګه ګڼل کېږی.
دسبا دولت په خپله سیمه کې ځواکمن لښکر درلود . دسبا دپوځی ځواک په هکله په قرآن کې هم یادونه شوې . دسبا دیوه قوماندان پر ځان باور دسبا ملکې ته په ځواب کې موندلی شو:

وی ویل چې موږ دبشپړ ځواک اوځواکمنو جګړه مارونارینه ووڅخه برخمن یو. نو هوډ ستاسو پرغاړه دی چې په څه شی امرکوی (النمل ۳۳).

دروم په پرمختللی تکنالوژۍ  او دمعرب دبند په جوړېدوسره په سباکې  ډېرې ځمکې کرل کیدې اوخړوبېدې. دښوځمکو اودسوداګری لارو دوی ته ښه ژوند ورپه برخه کړی وو. خو دوی پرځای ددی چې له خدای څخه شاکره اومنندوی واوسی ناشکره اوسرکښه ول ، اوڅه ډول چې قرآن ورته اشاره کوی دوی ته دعرم د بند په نړیدو اودسیلاوپه راتلو  سره سزا ورکړل شوه. 
دسبا دباچاهی پلازمینه معرب وه چې دخپل جفرافیای موقیعت په درلودو سره ډیر بډای شوی ؤ.  دغه ښار داضحانه سیند ته نږدې ؤ، هغه ځای چې دجبل بلق سیند ته رسېده دبند دجوړیدو لپاره ښه ځای ګڼل کیده . دسبا خلکو دلته یو بند جوړکړ اوخپل مدنیت ته یی پراختیا ورکړه. په پایله کې یی اقتصاد ډیر ښه شو. معرب دخپل وخت یو پرمختللی ښار ؤ. یونانی لیکوال پلیسی دغه ځای له نږدې لیدلی اودهغه ځای برم اوشین والی یی ستایلی دی.
ددغه بند جګوالی شپاړس متره اوسوریی شپېته متره او اوږدوالی یی شپږسوه شل متره ؤ. ددغه بند له لاری نه زره شپږسوه هکتاره ځمکه خړوبېدله . دسبا په کتېبوکې دغه ځای ددوو جلګو اومعرب په نامه یادشوی . دغه بند بڼونه اودانګوروتاکونه خړوبول . ددغه بند له برکته دغه سیمه ډیره شنه ، حاصل ورکونکې اودیمن ډیره وتلی سیمه شمېرل کیده. دوو فرانسویانو هریوه هولوى او آسترين  ددتاریخی اسنادو پربنسټ ثابته کړه چې دغه بند له پخوازمانې نه دلته شتون درلود. دغه بند په کال ۵۴۲ میلادی کې مات اودعرم سېلاو زیاتې ورانۍ رامینځته کړې دانګوروتاکونه ، دمیوو بڼونه اوکښتونه چې  سلګونه کاله دسبا دخلکو له خواګټه ترې اخستل کیده ټول له مېنځه لاړل . خلک  بېوزلی شول اوپه پای کې دسبا حکومت له مېنځه ولاړ. دغو تاریخی واقعیتونو ته په پام سره کله چې عظیم الشأن قران ته وګورو دابه ومومو چودواړه یوله بل سره مطابقت لری.












اودسبا دخلکولپاره په خپل وطن کې نښې وې په کېن اوښې خوابڼونوکې. وخوری دخپل رب له روزی نه اوله هغه منندوی واوسی ددې لپاره چې ستاسو ټاټوبی نعمت لرونکی اونیک ښاردی اوستاسو رب بښونکی دی. سره له دې هم تاسو مخ وګرځاوه بیا موږ له بندنه سېلاو راولېږه اوددوی بڼونه موپه دوو دترخو میوو لرونکی، ګزاولږشمېر سدرباندې بدل کړل دغه ددوی دناشکری سزاوه اوپرته له ناشکرانه چاته سزانه ورکوو. (سبا ۱۵-۱۷).
په قرآن کې دسبا دخلکوسزا د "سيل العرم" په نامه یاده شوې . دغه کلمې دسېلاو ډول روښانوی. عرم دبند یا خنډ په ماناده. دالعرم سېلاو یعنی هغه سېلاو چې دبند دماتیدو له کبله مېنځ ته راځی . اسلامی پوهان ددغه سیلاو ځای اووخت هم ښکاره کړی علامه مودودی فرمایی:
"د العرم په سېلاوکې، دعرم کلمه دبند په مانا ده څه ډول چې دعربستان دسویلی برخې په خبرو کې کارول کېږی . هغه کېندنې چې په یمن کې سرته رسېدلی دورانیو پاتې شونې په وار وارسره په همدې مانا موندل شوی . لکه هغه لیک چې دیمن باچا دمعرب ددیوالونو جوړونکی ابرهه ته په ۵۴۳ او ۵۴۲ میلادی کې ورکړی ، همدغه دعرم کلمه دبند په مانا کارول شوې . له همدې کبله دالعرم سېلاو یعنې هغه سېلاو چې دبند دماتېدو له امله مېنځته راغلی . سېلاو ټوله سیمه ونیوه هغه کانالونه چې دسباخلکو کیندلی وو اوهغه دیوال چې دبند لپاره ددو غرونو په مېنځ کې جوړشوی ؤ، وران شواوداوبو لګلولو سیستم یی له مېنځه ولاړ. په پایله کې هغه هیواد چې له بڼونو ډک ؤ په داسې یوه شاړه بدل شوی چې یو لږ شمېر ترخې اوتروې اود سدرونې په کې وې.
ورنر کلکر عیسوی لرغون پېژندونکی اود (( سپېڅلی کتاب حق ؤ)) لیکوال دامنلې چې دعرم سېلاو هغه ډول چې قرآن یادکړی پېښ شوی دی . دداډول یو بند شتون او دهغه ماتېدل اودټول هیواد اوبڼونو ورانېدل چې په قرآن کې یادشوی ټول حقیقت لری.
دعرم له سېلاووروسته دسبا خلکو خپل عاید له لاسه ورکړی، دهغوی ځمکې ورانې شوې  هغو خلکو چې له الله (ج)   یی مخ ګرځولی وو پرده یی ایمان رانه وړ اوناشکری یی وکړه  نوهمداسې سزا ورکړل شوه.


 دحجرخلک

د ثمود خلک داسې یوه قبیله ده چې په قرآن کې یاده شوې اود دوی په هکله ډیر لږ معلومات شته . تاریخی سرچېنې ښیی چی کلونه مخکې د ثمود په نامه خلکو شتون درلود . داسې ویل کېږی چې دحجر خلک هغه ډول چې په قرآن کې یادشوی ثمود دی ځکه چې دثمود بل نوم اصحاب الحجر دی. شاید  ثمود د قبیلی نوم اوحجر دهغه ځای نوم دی چې دوی په کې اوسېدل. په حقیقت کې داسمه ده چې یونانی جغرافیه پوه پلنی هم لیکلی چې دثمود خلکو ددوموثې اوحګرې په ښارونوکې  چې اوسنې حجر دی ژوندکاوه.
پخوانی سند چې په هغه کې دثمود نوم شته دبابلیانو په حکومت پورې اړه لری . دغه سند په اتمه مخکې له میلاده پېړۍ کې پریوقوم باندې د بابلیانو ددوم سارګون باچا د بری په اړه دی . سارګون په یوه جګړه کې هغوی ته دعربستان په شمال کې ماته ورکړه. ددغه قوم ټولې نښې نښانې دپیغمبر حضرت محمد (ص)  له زېږېدومخکې له مېنځه تللی. دیونان په پخوانیو یادښتونو کې دهغوی نوم دثمودپه نامه راغلی.



اودحجرخلکو پیغمبران دروغجن وګڼل . اوهغه نښې مو چې هغوی ته لېږلی وې له هغوټولونه یی مخ وګرځاوه. هغوی په غرونو کې باامنه کورونه جوړول (الحجر ۸۰-۸۲).

داردن دروم په دره کې اوس هم ددوی دکورنواوظریفو توګل شووډبرو نښې اوځایونه شته چې دپترا په نامه یادېږی . قرآن هم دکورونو په جوړولو اودډبروپه توګلوکې ددغوخلکو استعدادته اشاره کوی.





No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User