Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, April 11, 2012

له برېښنا نه ګټه





 اودده لپاره مو دویلې شوو مسوچینه جاری کړه (سبا 12).
دالله (ج) یو ستر نعمت دسلیمان (ع) لپاره دویلې شوو مسو چینه وه ، اودا په څو مانا ګانو تعبیریدلای شی . له ویلې شوو مسونه منظور چې روان وی کیدای شی دبرېښنا ټکنالوژی وی ، مس دبرېښنا اوتودوخې ډیر ښه لېږدونکی دی بنا پردې دبريښنایی صنایعو بنسټ جوړوی اودجاری کولو اشاره کیدای شی دبرېښنا په مزو کې دبرېښنا بهیر ته  اشاره وی. الله اعلم).

د ارتيزن څاه


او  موسی (ع) ته مووحی وکړه چې په خپله لکړه ډبره ووهه بیا دولس چېنې ترې وبهېدې  (الاعراف 160).

دموسی (ع) قوم له ده نه اوبه وغوښتلې اوپه دې توګه دوی ته دڅښاک اوبه تیارې شولې اودا هغه خلک وو چې داوبو له کمښت سره مخامخ ول.
داوبو قحطى اوس هم شته یو میلیارده خلک روغتیایی اوبو ته لاس رسی نه لری. اودوه نیم میلیارده خلک پرته له مناسب تشنابه   ژوند تیروی ، داسې اټکل کېږی چې په دوه زره پنځه ویشتم زیږدیز کال کې به پنځه میلیارده خلک داوبو له کمښت سره مخامخ شی. هرکال دولس میلیونه خلک دابو دکمښت له کبله مړه کېږی دهغو له ډلې نه دری میلیونه یی هغه ماشومان دی چې دککړو اوبو دکارونې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوی.
دځمکې لاندې اوبه دلویو ذخیرو په توګه ۹۰ په سلوکې داوبو زېرمې جوړوی له دې کبله ډېرې مهمی دی اودنړۍ ددوومیلیاردو انسانانو اړتیاوې پوره کوی . په منځنۍ توګه په امریکا کې پنځوس په سلوکې په ښارونو اوپنځه نوی په سلوکې په کلیو کې دڅښاک اوبه دځمکې لاندې سرچینو څخه لاسته راځی ، برسېره پردې ددې اوبو له طبیعی حرارت نه ګټه اخستنه د تودوخې دانرژۍ لګښت راکموی.
کله چې اوبه خاورته جذبېږی داسې ځای ته رسېږی چې نور ښکته نه شی تلای هلته سره ټولېږی اوداوبو زیرمې جوړوی . دغه اوبه د ارتيزين Artesian  څاه له لارې دځمکې سرته  رسېږی ، دارتېزن چینې درسوبې ډبرو له لارې چې دځمکې لاندې اوبه زېرمه کوی جوړېږی.
دا حقیقت چې دارتیزن څاه ګانې له ډبرینو سمیو نه لاسته راځی دقرآن آیت په دې اړوند  ورته مطلب بیانوی . کله چې الله (ج) موسى(ع) ته امر وکړ چې خپله لکړه په ډبره ووهه داوبو دلاسته راوړلو دې طریقې ته اشاره ده (و الله اعلم). د اضرب کلمه دوهلو ، پورته کولو اوخلاصولو په ماناده. نو ددې آیت مانا داهم کیدای شی چې اوبه کولای شی دلکړې له لارې دډبرې په اوچتولو سره جاری شوې. اواوبه په فشار سره دباندې راووتې ( دانجست کلمه ) دانجست دتوییدو، بهیدو، جاری کیدو په مانا ده  چې دارتېزن څاه کې هم همدا ډول بهیرسرته رسېږی. کله چې پوره فشاروی اوبه پرته داوبو له پمپه بهیږی. 
مهم ټکی دادی چې په اوسنی عصر کې داوبو دکمښت دمخنیوی لپاره دځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخستل کېږی اوګټوره لاره یی همدا دارتیزن څاه ده یعنی موږ په داسې حال کې چې نه پوهېږو دموسی (ع) په طریقه روان یو.داعراف دسورې ۱۶۰ آیت دارتیزن څاه ته اشاره لری چې په کال ۱۱۲۶ زېږدیز کې لومړی ځل په فرانسه کې له هغه نه ګټه واخستل شوه.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User