اي مسلمانې ښځې ته له شرعي نظره امينه يې هغه څه چې الله جل جلا له ستا په رِحم کې پيدا کړي دي هغه ضايع نه کړې ، الله جل جلا له  فرمايي : وَلاَ يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ  (البقره: 228).
ژباړه : او ورته حلال نه دي چې هغه څه پټ کړي چې الله جل جلا له  د دوی په رحمونو کې پيدا کړي دي کچيرې دوی پر الله جل جلا له  او ورځ د آخرت ايمان لري .
او همدانګه فرمايي : قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُواْ أَوْلاَدَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ (الانعام ۱۴۰).
ژباړه : يقيناً هغه کسان زيانمن شول چې په ناپوهۍ سره خپل اولادونه د جهالت له کبله ووژل .
او فرمايې : وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا  (بني اسرائيل ۳۱ ).
ژباړه : او د فقر له وېرې خپل اولادونه مه وژنئ ، مونږ دوی او تاسې ته روزي در کوو ، په رښتيا چې د دوی وژل ستره ګناه ده .
د جنينو له مينځه وړل هغه که په هره طريقه وي رواه نه دي ځکه الله جل جلا له  حاملې ښځې ته په هغه صورت کې چې حمل ته تاوان رسيږي د روژې خول رواه کړی دي نو څنګه به د حمل له مينځه وړل روا شي ؟
د جنينو د له مينځه وړلو يا د حمل د مخنيوي د احکامو پوره تفصيل دلته وګورئ .
او همدارنګه په غرب د جنينو د تباهي راپور دلته وګورئ
د مور په کيډه کې د جنين د قتل سزا :
که چيرې جنين يا حمل د مور په کيډه کې قتل شي ديت او کفاره به ادا کيږي .
که چا ښځه په خيټه کې ووهله او جنين مړ شو يا د ډاکټر د دوا په وسيله يا بله طريقه جنين قتل شي نو ديت به ادا کوي د جنينو ديت د څلورو واړو مذاهبو په اتفاق عبارت دی له (غرة ) څخه دی پنځه اوښان يا د ښځې لسمه برخه ديت او يا پنځه سوه درهمه چې پنځه سوه درهمه ۱۴۸۸ګرامه سپين زرو سره برابر دي،دليل دا حديث شريف دی :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم  قَضَى فِي امْرَأَتَيْنِ مِنْ هُذَيْلٍ اقْتَتَلَتَا، فَرَمَتْ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى بِحَجَرٍ فَأَصَابَ بَطْنَهَا وَهِيَ حَامِلٌ، فَقَتَلَتْ وَلَدَهَا الَّذِي فِي بَطْنِهَا، فَاخْتَصَمُوا إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  فَقَضَى أَنَّ دِيَةَ مَا فِي بَطْنِهَا غُرَّةٌ عَبْدٌ أَوْ أَمَةٌ، فَقَالَ وَلِيُّ الْمَرْأَةِ الَّتِي غَرِمَتْ: كَيْفَ أَغْرَمُ يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَنْ لا شَرِبَ وَلا أَكَلَ وَلا نَطَقَ وَلا اسْتَهَلَّ؟ فَمِثْلُ ذَلِكَ يُطَلُّ، فَقَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم  : «إِنَّمَا هَذَا مِنْ إِخْوَانِ الْكُهَّانِ». (بخارى:5758)
د امام ابوحنيفه رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد کفاره مستحب ده مګر د امام شافعی او امام احمد په نزد واجب ده .
د امام ابوحنفيه او امام مالک دليل پورته حديث دی چې په هغه کې ديت ذکر شوی دی ولی کفاره نه ده ذکر شوې .
د سقط جنين احکام :
که چيرې د مور له ګېډې څخه حمل يا جنين ولويږي يا اولاد ضايع کړي نو دوه صورتونه لري :
اول :کچيرې د جنين د بدن اندامونه لکه ويښتان ، لاسونه ، پښې و غيره څرګنديږي نو د نفاس حکم لري په ښځه باندې د نفاس احکام جايري کيږي .
دوهم : کچيري د جنين اندامونه نه څرګنديږي نو د استحاضې حکم لري .
شرح التنوير ليکي که د وينې جريان دری ورځې يا تر هغه زيات دوام وکړي حيض بلل کيږي .
والسقط ان ظهر بعض خلقه من اسبح او شعر ولد فتصير به نفس ، و ان لم يظهر شیء من خلقه فلا نفاس لها (فتاوی هندية ۱/۳۳ )
و المرئی حیض اندام ثلاثاً و تقدمه طهر تام و الا استحاضه (شرح التنوير ۱/ ۳۱۲ )
أن تكون المضغة مستكملة لصورة آدمي أو فيها تصوير ظاهر من خلق الإنسان ، يد أو رجل أو نحو ذلك ، أو تصوير خفي أو شهد القوابل بأنها مبدأ إنسان فحكم سقوط المضغة هنا أنه يترتب عليها النفاس وانقضاء العدة.
فتاوى اللجنة الدائمة (21/434-438)

 آن لاين اسلامې لارښود – د اسلامې څيړنو او تحقيقاتو معتبر سايټ